ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
7 Apr 2016 - 09:57
author avatar
7 Apr 2016 - 09:57

څو کاله وړاندې مې د محور ورځپاڼې لپاره د (هغه وخت تللې چې ووایې: پدرم ارباب بود) تر عنوان لاندې لیکنه کړې وه. په هغې لیکنې کې مې د نیلسن منډیلا پر کړنو او شخصیت خبرې کړې وې. زه د منډیلا د زغم او سیاسي تداوم لوی پیرو یم، لیکن هغه انځور چې نوموړی یې د جنوبي افریقا په سپین پوستو کې لري، تر هغه انځور ډېر متفاوت دی چې زموږ په زړونو کې نخ شوی دی.

که څه هم، شونې نه ده چې یو رهبر، امپراتور، بادشاه او حتا قومي مشر د ټولنې د هر سړي زړه لاس ته راوړي خو له هر سړي سره نسبي سیاسي- اجتماعي تړون ته رسېدل، د غوره رهبر غوره ځانګړتیا ده.

دا د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر میاشت یوویشتم مازدیګر و. د اریزونا په پوهنتون کې مې له یوه سپین پوستي افریقایي سره د منډیلا په اړه بحث کاوه، ویل یې: منډیلا تروريست وو، دهشت یې خپراوه، انسانان یې وژل، د قدرت وږی و، یوه مدحش، بې عاطفي، بې احساسه انسان ته ورته و او یا هم د انسان په جامه کې لویې ډبرې ته ورته و چې د ټولني په غم او ښادۍ یې چورت نه بدلېده. زه د نوموړي خبرو ته هک پک وم او هڅه مې کوله چې د منډیلا په اړه د ټولې نړۍ او نوموړي افریقايي اندونه سره پرتله کړم.

له یوه اړخه د منډیلا په تدفین کې تر سلو زیات نړیوال رهبران شریکېدل او له بل اړخه د سپین پوستو دریځ. له یوه اړخه د تور پوستو د ازادۍ او حقونو لپاره د منډیلا ۲۷ کلن زندان او له بل اړخه د منډیلا پر وړاندې د بعضو خلکو پای ته نه رسېدونکې عناد د نوموړي د پېچلي شخصیت رنګیني په ګوته کوي.

په هر حال، د هر چا خپل نظر، خو زما لپاره منډیلا د راتلونکو نسلونو د بریا الګو ده.

ویل کېږي چې د منډیلا پلار څلور ښځې، نهه لوڼي او څلور زامن درلودل، نوموړی د درېیمې مېرمنې زوی او په زامنو کې تر ټولو کشر و، نه یواځې د هغه زمان نړۍ پرمختللې نه وه، بلکې په ټوله کې د منډیلا کورنۍ دومره ناداره وه چې منډیلا تر نهه کلنۍ پورې بالښت نه پېژانده.

هو، بالښت یې نه پېژانده خو ځان، راتلونکې او خپله ټولنه یې ښه پېژانده.

که څه هم چونګینتابا، منډیلا ته د ۷ نیکونو د سیادت نقش درلود خو په حقیقت کې نوموړی د یوې بېوزلې کورنۍ د سلسلي زېږنده و. نوموړی د ټولنې تر ټولو په ټیټ پوړ پورې تړلی سړی و، مګر په خپل حکمت، ژمنتوب، ارادې، بار بار هڅو او نه ستړي کېدونکي مزل د زمان لوړ موقف ته ورسېد. د ژوند لپاره د نیلسن منډیلا دریځ کټ مټ د هندوستان له علمي شخصیت او د (زي ټي وي) مشر ډاکتر سوباش چندرا سره ورته دی چې وایي: ژوند هلته رنګین شي چې ناکامېدل بار بار وڅکي، بار بار پورته شي، بار بار وپرځي، بار بار خپه شي، مګر هېڅلکه هم مایوسه او شا ته نه شي.

منم چې د منډیلا ۷ نیکونه به اربابان نه وو، مګر د ۷ راتلونکو نسلونو لپاره یې کارنامې او د عدم تشدد د فلسفې مکتب ژوندی پاتې پرېښود.

هو، څوک داسې وي چې سلطنت او د قدرت ګدۍ ورته په میراث پاتې شي، مګر څوک داسې وي چې د ۷ پخوانیو او ۷ وروستنیو نسلونو د شان او نښان ارزښت زیات کړي.

منډیلا به ویل چې د انسان شخصیت ۷ نیکونه او د هغوی تاریخ نه جوړوي، بلکې پوهه او له پوهې نه سمه ګټه پورته کول د بریا دلیل کېدلی شي. پر سیاسي مبارزه ایمان درلودل د چانه منډیلا، چانه مادر تریسا، چانه مهاتاهر بن محمد او د چانه محمد ګل خان مومند جوړ کړی.

په یوه کور کې پیدا کېږي او لویېږي

یو یې ګوره ابراهیم بل یې اذر شي

که څه هم د شاهانو زامن ډېر کله شاهان شي، خو د شاهانو زامن تل غوره انسانان نه شي جوړېدلی؛ تاریخ جوړول عقلانیت، زحمت او فکري ثبات غواړي، تاریخ جوړول د پلرونو تر وهمي سیوري لاندې نه شي جوړېدلی؛ بلکې ټولني ته ننوتل، د ټولني پر راز پوهېدل، د خلکو ستونزې درک کول، د ملت د خوبونو ترجماني کول، د ټولنې په رنګ رنګ کېدل او بالاخره د رهبریت په مرموز، نادر او ستونزمن راز پوهېدل دي چې ډېر کم انسانان پرې پوهېدلی شي.

احمد خان یا احمد شاه دراني د افغان معاصر تاریخ د پیل نقطه او رښتینی ویاړ دی. نوموړی په ۱۷۲۲ کې وزېږید، په ۱۷۷۲ کې ومړ. احمدشاه بابا په ۵۰ کلن عمر کې عجیب فتوحات وکړل، لکه خالد بن ولید چې په ۱۸ کلنۍ کې د اسلامي لښکرو سرکار شو، احمدشاه ابدالي هم په ۲۵ کلنۍ کې د هغه زمان او مکان ستونزمن ماموریت ترلاسه کړ.

مورخین وایي چې که څه هم د:

الف: احمد خان عجیب، جنګي، یرغلیز او نومیالي شخصیت،

ب: د هند نه پارس ته د تلونکې قافلې او مالیې قبضه کول، او

ج: د سدوزي قوم چې احمدشاه ورپورې منسوب و، د لږکیو په حیث ګڼل تر څو تش په نامه بادشاهي به له سدوزي قوم سره پاتې شي او حقیقي واک به له نورو لویو قومونو لکه علیزیو، پوپلزيو او بارکزیو سره خوندي وي، د نوموړي د بریا اساسي لاملونه ګڼل کېدای شي، مګرهیڅکله د احمد شا بابد په بریاوو کې د نوموړي د ۷ نیکونو د صلابت او سیادت تاریخ له نظره نه شو غورځولی.

نوموړی له خپل اوم نیکه، ملک پوپل نه په قیادت کې جدیت او جګړه کې زړه سختوب زده کړی و، نوموړي لکه خوشحال خان خټک (۱۶۱۳-۱۶۸۹) خپل ټول عمر د اس پر شا تېر کړ، مګر همزمان کې یې د خپلې مور نازو انا وصیتونه او ارزوګانې هم عملي کړې. نوموړی د دودونو ژوندي ساتل، پوهنې ته وده ورکول، تاریخ لیکل، اصول ترتیبول/ عملي کول، کورنی انظباط ساتل، امپراتوري جوړول او د راتلونکو نسلونو لپاره د معاصر حکومت فلسفي مکتب تر شا پرېښودل د ژوند مرام وګرځاوه.

ویل کېږي چې نوموړی حتی د نسق او نظم د تحقق په منظور خپل مخکني سیال او قومي مشر میر افغان له قانون نه د تخلف له امله د پیل تر پښو لاندې کړ.

راځئ وبه منو چې د قدرت انګېزه به ورته له نیکونو پاتي وي خو د قدرت استعمال او ټولنیز استحکام یې خپله فکري پنځونه او خلاقیت و. زه نن دوه پېړۍ وروسته د احمد بابا د ځانګړو مواصفاتو پر ستاینه بوخت یم، په داسې حال کې چې د محمد شاه رنګیلا په وینه کې هم د ۷ نیکونو تومنه پرته ده، خو څه یی وکړل؟

وایي چې د محمد شاه رنګیلا اصلي نوم روشن اختر و، مګر دا چې رنګ رنګ جامې به یې اغوستې نو تاریخ په رنګیلا ونوماوه. کله چې په ۱۷۰۷ کال کې اورنګزیب عالمګیر ومړ، مغولان د زوال کندې ته په غورځېدو شول. فکر نه کېده چې نور به د مغولانو تر چغ لاندې هند او راټولې سیمې دل شي. ډېر ژر د عالمګیر زوی بهادرشاه بادشاه شو. بهادرشاه ناکام شخصیت درلود خو تر مړینې وروسته تر هغې هم ناکام سړی د قدرت ګدۍ ته وخوت. جهاندارشاه واک واخیست او د قدرت د وېش د ډار له امله یې ټول مغولي سړي او هلکان ووژل. چې مړ شو نو د تاریخ بدترینه څېره یعني رنګیلا ته واک ورسېد، نوموړي به ځان ابوالفتح ناصرالدین محمدشاه خجسته بادشاه غازي شاه جهان نوماوه. مورخین وایي، کله چې نادر افشار په رنګیلا یرغل کاوه نو احمدشاه ابدالي هم د یرغل او فتح اړینه برخه رهبري کوله، رنګیلا مات شو، مګر افشار بیا ځل له یوه تفاهم نه وروسته رنګیلا په واک کې پرېښود. که څه هم رنګیلا د احمدشاه بابا پر هند د لومړۍ حملي په وخت (۱۷۴۸) کې مړ شو، لیکن تر شاه یې لاندې بوږنوونکي او شرموونکې تاریخي حوادث پرېښودل.

نوموړی عیاش او د مسکراتو په څکلو روږدی انسان و، ویل کېږي چې نوموړی به نه یواځې ۲۴ ساعته نشه ګرځېده، بلکې د هندوستان قاضایان، قانون جوړوونکي او مذهبي مشران به یې اړ کول تر څو په شرابو اودس/ غسل وکړي. نوموړي هره حسینه ښځه خپل حق باله او هر چا که د بادشاه په دغه امانت کې خیانت کاوه نو هرو مرو باید د مرګ کومې ته لوېدلی وای. نوموړی به ډېر کله دربار ته لوڅ پوڅ ننوت او خپل ګران اس به یې د لومړي وزیر پر ځای له ځان سره نږدې دراوه چې په نشه او مستۍ کې به ډوب شو نو د کابینې مخ کې به یې مردارۍ کولې او کابینې به ورته له ویری واه واه زمزمه کاوه.

کله کله به یې زرګونه مجرمین بښل او پر ځای به یې د لارو کوڅو فقیران په زندان کې اچول، امر به یې کاوه نن به بعضې درباریان د ښځو سینګار کوي او بعضې نور به له جامو پرته دربار ته حاضرېږي. نوموړی هم قانون جوړوونکی او هم ماتوونکی و. رنګیلا د دنیا د لس زره کلن تاریخ عجیبه، نجسه، وېروونکې او عبرتناکه څېره ده.

که څه هم د رنګیلا په وینه کې هم د احمد شاه بابا په شان د خپلو نیکونو د عظمت او حکمت وینه ګرځېده لیکن د دواړو تر منځ تفاوت له پرتلې وتلی دی.

اورنګزیب عالمګیر لا تر اوسه هم د تاریخ او سیاست اساسي مبحث جوړوي، په داسې حال کې چې د رنګیلا د نوم او تاریخ په تکرار به لا اوس هم د اورنګزیب روح ناقراره وي.

قدرت ته رسېدل یو هنر او ساتل یې بل هنر دی؛ موږ پوهېږو چې د قدرت ساتل او خدمت کول، تاریخ جوړول یو له بله بېخي جلا پروسې دي. د قدرت انسجام او قوي استعمال د عقلانیت او سرزورۍ تر منځ محدوده ده چې افراط او تفریط دواړه انسانان د نفرت او انزجار کندې ته غورځولی شي.

قدرت د رعب او رجاء تر منځ مسیر دی؛ اخلاقیات پالل، اخلاقي اصول منل او او انساني عاطفه ژوندۍ ساتل د قدرت د سم استعمال سم انځور دی. انسان د طمعې، ځان غوښتنې او ځان جوړونې لېونی حرص لري، کله کله دا حرص دومره دوزخي شي چې خپل هډونه وسوځوي، کله دا حرص دومره طوفاني شي چې زر کلن ارزښتونه ونړوي، رب العزت انسانان د خدایي اصولو رعایت ته پابند ګڼلي دي، قران کریم او نبوي ارشادات د انسانانو د محدودې زنده ګۍ لارښود دی؛ خدای ج، که څه هم د دنیا پر سر خپلو بادشاهانو ته عجیب پراخ صلاحیتونه ورکړي دي، په عین وخت کې یې د انسانانو په خدمت او ځان ته په اطاعت هم مجبور کړي دي.

سلیمان علیه السلام د خدایي قدرت لویه معجزه وه؛ د دنیا پر مخ یې ټول موجودات تابع وو، د حیواناتو او حشراتو په ژبه پوهېده، ځمکه او هوا یې په خدمت کې وو، مګر په پایله کې د یوه خالق ذات د قدرت په محدوده کې څرخېده. که د نړۍ پر سر الهي اصول، انساني ارزښتونه او د اخلاقیاتو اغېز نه وی، نو سلیمان علیه السلام به د ځمکې په تاریخ کې تر ټولو ظالم انسان تېر شوی وی، لیکن نن ورځ نوموړی حضرت د عدالت او انصاف الګو ده.

خدای ج شداد ته هم قدرت ورکړ او ښه یې ستر کړ، مګر جابر شداد خپل اصلیت هېر کړ، له خدای سره یې دښمني پیل کړه، د ځمکې پر مخ یې بلا تشبه جنتونه جوړ کړل چې د شیدو او شاتو ویالې به په کې بهیدې. خدای ج فرصت ورکړ لیکن نوموړي توبه ونه کړه، خدای ترې ناراضه شو او دا دی نن د انسانانو لپاره د عبرت درس دی.

نمرود هم سر واخیست؛ د خدای له حضور او قدرت نه یې سرغړاوی وکړ، لوی اورونه یې بل کړل، ټول کلي یې راټول کړل او ابراهیم علیه السلام یې د مملکت خلکو ته د عبرت او ویرې خپرولو په منظور د لمبو غېږې ته وغورځاوه، هو، عجیب امتحان و، د ابراهیم ع خوندیتوب د انسانانو له تصوره پورته و خو خدای پاک اور ته امر وکړ:

یا نار کوني بردآ و سلامآ علی ابراهیم (ایت) ژباړه: ای د اور لمبو! مه په ابراهیم دومره یخېږئ چې یخني یې وشي او مه دومره ګرمېږئ چې د حرارت نه تکلیف شي.

د خدای په لویه دنیا کې د هر انسان یوه وړه دنیا وي؛ هر انسان په خپله دنیا کې ځان ارام او سلامت احساسوي، د بعضو خلکو دنیا د هغوی د طغیان او افراطي ځان غوښتني په پرتله کوچنۍ شي او بعضي خلک په خپله وړه دنیا کې نوره دنیا په غېږ کې راونغاړي. هغه انسانان چې نور په تکلیف کې نه شي لیدلی، لوی ذات د چارو منتظم بولي او ځانونه د انساني خدمت لپاره پيدا شوي ګڼي نو کله هم بیا ټولنې د ناتار او ګډوډۍ لور ته نه ځي.

د بعضو خلکو په زړونو کې د دې ډول احساس زوکړه د نوموړي د فردي ځانګړتیا زېږنده ده؛ نه هم څوک د چا په بدو کې نیول کېږي او نه هم د بل غوره کړه د بل په شخصیت کې حسابېدلی شي. یوویشتمه پېړۍ د فردي ځواک نړۍ ده؛ دلته هر څوک په خپلو کړو تلل کېږي؛ که کړه یې ښه وي نو ښه ور رسېږي او که بد وي نو بد؛ ځکه نو اړینه نه ده موږ د یوه چا بریا او ناکامي د هغوی په کورنۍ پورې منسوب کړو. مناسبه نه ده موږ د بدانو بدي د هغوی په پلرونو او نیکانو غوره کړه د بل چا شخصي ملکیت وبولو.

سړیتوب د لویو خلکو صفت دی مګر ډېر خلک ترې محروم وي، سړیتوب او بریا ورکول کېږي نه مګر ګټل کېږي. محمد صلی الله علیه وسلم ومړ، مګر تر شا یې د انسانیت د ژغورنې لار پرېښوده، دا لار د هغه رښتينو دوستانو تر موږ را ورسوله مګر د دې په رسولو کې حضرت ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم ډېر زیار ایسلتی دی.

محمد ص به ویل: که په ما پسې وروسته پیغمبر استولی کېدلی نو هرو مرو به حضرت عمر وای؛ حضرت عمر د نړۍ تر ټولو لوی منصف او عادل خلیفه و، نوموړي به د فرات د سیند پر غاړه د مړه کېدونکي سپي مسوولیت هم اخیست او ویل به يې چې د خدای سوال او ځواب تر هر څه ډېر ستونزمن دی.

نوموړی له فقیر پوړ نه راوتلی سړی و. تر ۷ نیکونو پورې یې څوک په خلافت، مشرۍ او صلابت کې نه و پاتې شوي. محمد ص مبعوث شو، نوموړي پرې ایمان راوړ، خلافت ته ورسېد او دا دی نن د ۲۴۵ هېوادونو په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي نظامونو کې د نوموړي د ژوند لار اغېز په یوه ډول نه یو ډول تر سترګو کېږي. نوموړي د خپل او پردي ترمنځ کله هم فرق نه و کړی، نوموړي کله هم ځان تر نورو لوړ نه دی ګڼلی، نوموړی اقدس ذات د صلاحیتونو یواځېنۍ مرجع ګڼله او ځان یې د ورسپارل شوې دندې مامور باله، کبر، بې انصافي، او تشدد یې د حوصلي سرې کرښې وې.

خالد بن ولید د تاریخ یو تر ټولو غښتلی جنرال بلل کېدای شي؛ ۱۰۰ جګړې يې کړې دي او سل واړه یې ګټلی دي، په ۵۸۲ کال کې پیدا او په ۶۴۲ کې وفات شو. د حضرت محمد ص، ابوبکر او عمر رض په خلافتونو کې یې د اسلامي لښکر د مشر په حیث دنده ترسره کړې ده، د روم او پارس امپراتورۍ یې ماتې کړې دي. نوموړي په اسلامي فتوحاتو کې نه هېرېدونکی نقش لوبولی دی مګر دا چې الکهول په اسلام کې منع دي او نوموړي په هغه وسایلو ولامبل چې الکهول یې په ترکیب کې وو او بیا عاشیه نومې شاعر ته د خپل ځان د مدحې په بدل کې د ۱۰۰۰۰ درهم هدیه کول د نوموړي د خلع کېدو لامل شو. که څه هم نوموړي د حضرت عمر او اسلامي خلافت د رسمي اجماع پر وړاندې ځان سپین کړ، مګر بیا هم، حضرت عمر د عدالت د تامین او تحقق په منظور نوموړی له دندې ګوښه کړ.

دلته د حضرت ولید د ژوند یا کارنامو د بیان مسئله مطرح نه ده، بلکې د حضرت عمر د ماموریت او انصاف د څرنګوالي خبره حتمي ده. حضرت عمر د انصاف په لټه کې هغه مقام ته ورسېد چې د وخت یواځېنی نومیالی، خالید بن ولید یا (سیف الله) یې له دندې ګوښه کړ مګر چا یې د امر د ځنډولو جرئت نه درلود او دا ځکه چې حضرت عمر به په خپله د نظام، ثبات او عدالت د خوندیتوب لپاره نیمه شپه په لارو کوڅو ګرځېده او د ټولني حراست به یې کاوه.

نوموړي شراب بند کړل، فوځي نظام یې رایج کړ، فقیرانو ته یې د ژوند مناسب ترتیبات ونیول، قوانین یې جوړ کړل، د عدل د تامین په موخه یې د حساب ورکونې پروسه پیل کړه، لیکن هېڅکله يې د خدای ج رضا او د ملت غوښتنې هېرې نه کړې. هېڅکله یې بیت المال په شخصي ګټه ونه کاراوه، بلکې د خپل اوږده کمیس جوړولو لپاره یې د خپل زوی عبدالله برخه ټوټه کاروله. کله هم تر نورو لوړ نه شو او نه یې په دسترخوان تر یوه ننګولي (غذا) زیات څه پیدا کېدل. هو، د ټولني تر عادي وګړي هم ټیټ و، مګر په شان، عظمت او دبدبه کې د نړۍ تر ټولو لوی سړی و. د وخت شاهان او امپراتوران به یې د نامه له وېرې رېږدېدل او د نوموړي شان ته به یې د اکرام سر ټیټاوه.

نوموړي د کوفې والي سعد بن ابي وقاص له دندې ګوښه کړ، د حضرت عمر بن العاص مال یې ضبط کړ، مشهور صحابي حارث بن کعب یې منفک کړ او سلګونه داسې پرېکړې یې وکړې چې که د نوموړي د شان او اغېز لامل نه وی، نو لوی بغاوتونه به پيل شوي وو، لیکن حتي د عمر رض پر وړاندی چا د اف ویلو جرئت هم ونه کړ.

که څه هم د خپل تره زوی خالد بن ولید په نوښت یې د منظم فوځ د جوړېدو هڅې وکړې او تر یوه بریده بریالۍ هم شوې لیکن په وچه سینه یې د لسو کلونو په کمه موده کې ۲۲ لکه میله مربع ځمکه تر خپل کنټرول لاندې کړه. نوموړی خو نه د امپراتور زوی و او نه یې هم ۷ نیکونه مشران تېر شوی دي، بلکې باالمقابل یې د کورنۍ سلسلې ۷ پشته/ نیکونو د رمو پر څرولو تېر کړي دي؛ څنګه کېدلی شي چې د پسونو څرولو شپون او کلیوال سړی دې د تاریخ رخ بدل کړي او داسې نظام دې قایم کړي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شي؛ دا ځکه چې نوموړی لکه د ګډ تیمور په شان د ځان، جهان او دښمن لپاره ځانګړی تعریف درلود. تیمور د فقیرې کورنۍ غړی، بېوزلۍ ځپلی، د محروم قشر برخه مګر له جذبې او پلان نه ډک سړی و. که څه هم نوموړي د نړۍ ۱۷ ميلیونه انسانان ووژل، یا په بل حساب د هغه وخت ۵ سلنه خلک یې له تېغه تېر کړل مګر ۵۴ ملکونه یې ونیول. نوموړی په ظلم او دهشت کې ساری نه لري او مورخین يې بې زړه انسان بولي، لیکن د قدرت ترلاسه کولو او ساتلو عجیب هنرمند و. نوموړی دومره غریب و چې لومړی ځل یې په ۹ کلنۍ کې غلا وکړه او بیا مغولانو له پلار او وروڼو سره یو ځای بندي کړ، همدا غریب او بې کوره ماشوم یو وخت د چنګېز خان وارث او ځای ناستی ګڼل کېده، په داسې حال کې چې په نیکونو کې یې هېڅوک هم د سلطنت پر ګدۍ نه وو پاتې شوي.

که د ګوډ تیمور لپاره قدرت ته رسېدل کورنۍ سلسله وه، خو نه وه، که مال او شتمني وه، خو نه وه، که جوړ سیاسي او ټولنیز بستر و، خو نه و، نوموړی د خپل فکري کمال، تعقل او هوډ روښانه انځور دی.

نوموړی به ویل چې هر کله زما دښمنان په نن کې ژوند کوي، مګر زه په نن کې ژوند/ مبارزه کوم او د سبا لپاره تیاری، دا سمه ده چې د ایراني شاعر او صوفي پند به یې د ژوند رخ بدل کړی وي لیکن داسې ډېر خلک شته چې د لویانو خبرې اوري مګر عملي کوي یې نه. سعدي شېرازي به ویل چې ډېره شتمني پیدا کړئ او ډېره پوهه، ځکه بیا به د پوهانو پر وړاندې د استدلال توان لرئ او د دولت غوښتونکو پر وړاندې به د حقارت احساس نه کوئ. تیمور دا خبره واورېده، زړه ته یې ولوېده، عملي یې کړه، بریالی شو او دا دی نن د چین د سنزو په شان د خپل وخت بهترین نظامي جنرال بلل کېدای شي.

 

زما په اند ژوند فلسفه، کتاب، عمل، اراده، منطق، تدبر او لرلید دی، ژوند د ژوند په معنا نه، بلکې د بریا په معنا دی؛ بریا د ژوند په کلیمه کې مستتره او پټه ده، ژوند د بریا بل نوم دی؛ مګر بریا هدیه کېږي نه، بلکې اخیستل کېږي، ژوند لکه د قیامت ورځ، هر هر هر سړی د خپل عمل ثمر خوري، ژوند ټولنیزه پدیده ده لیکن د بل پر اوږو بار مزل نه دی. دا مزل هم ستړی کوونکی او هم خوندور دی، دا مزل منزل ته د رسېدو لار ده مګر یواځې هغه کسان منزل ته رسېږي چې د مزل پر چل پوه شي. ژوند او بریا کټ مټ د چینایانو هغه متل ته ورته دی چې وایې: که پر دې پوه نه شو چېرته روان یو، پر دې هېڅلکه نه پوهېږو چې کله به رسېږو. دوی زیاتوي، که پر دې پوه هم شو چې چېرته روان یو خو که د سفر پر چل پوه نه شو، نو سفر به مو له ستونزو خالي نه وي. د ژوند تداوم او بریا هدیه کېږي نه، بلکې ګټل کېږي، د اولسمې پېړۍ د جنګ او حکمت مخکښ، خوشحال خان بابا وایي چې ژوند د ګلو بستر نه دی، هغه انسانان چې ژوند په زرکنډه تلي او د ژوند په لوبه کې له بشپړ احتیاط نه کار اخلي نو هرو مرو لکه د تاریخ لوړ انسانان لوړېږي. بیا نو نه د ۷ نیکونو تاریخ او نه د ۷ نیکونو د قدرت سلسلې ته اړتیا شته، بلکې د قدرت هر څه به د نوموړو پښو ته راځي، خو باید په یاد ولرو چې:

دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

پل غلط په ځمکه مه ږده بې حسابه

هېڅوک له موره بد ذات او نېک ذات نه پیدا کېږي؛ حالات او ټولنیز وضعیت د سړي د پوند لاره بدلوي، بعضې د ژوندانه په څرخ کې اغېړ او مات شي او بعضي پاخه او کامیاب شي، موږ د بریالیو انسانانو دوه ډوله تعریف کولی شو.

۱- هغه چې له خپلو کړنو خوښ او قانع وي؛ اړینه نه ده ټولنه یې په اړه څه وایي، مګر دا چې نوموړی په خپله محدوده فضاء کې د ژوند اړتیاوو ته لاسرسی ولري او بله

۲- هغه چې د خلکو لپاره ژوند کوي، د خلکو په زړونو کې د ځای پیدا کولو په لټه کې وي او خلک خپله سرمایه ګڼي. داسې خلک لکه غرونه، نه چپه کېږي او نه خوځېږي، داسې خلک د بریا او سعادت تعریف د خلکو په سعادت کې ویني او خپله لوړتیا د خلکو په لوړتیا کې ویني. داسې خلک د ۷ نیکونو په نامه کې ژوند نه کوي، بلکې د خپل ځان لپاره ځانګړی نوم یا Brand name جوړوي. دوی فکر کوي چې:

که دې طمعه د بنده له دره پرې کړه

بادشاهي دې مبارک شه که ګدا یي

دوی لکه حاتم طایي، بل ګېټس، سید جمال الدین افغاني، ګاندي او ویسنت پرایس تل د تاریخ په سینو کې د ښو انسانانو په حیث خوندي وي، مګر شته داسې خلک چې تاریخ يې د نوم په اورېدو د خجالت احساس کوي.

یونان د سیاست، مدنیت، نوښت، پرمختیا، حکومت… ځانګو بلل کېږي، نننۍ معاصره نړۍ د یونان د ارسطو، افلاطون او سقراط په څېر د فیلسوفانو د زوکړې او ژوند ځانګو ده. منم چې سکندر کبیر (سکندر مقدوني) به د خپل حکمت او اړوندو فتوحاتو لپاره د تاریخ پر پاڼو زرینې کرښې وي مګر اورېدلي به مو وي چې د یونان یوه بادشاه له خپلې ماندینې سره لوڅ لپړ د ښار په کوڅو کې ګرځېده او خلکو ورته د هورا هورا نعرې وهلې. نه یواځې دا چې د یونانیانو د ستاینو غږونو ته خوښېده، بلکې امر یې کړی و چې ټول خلک باید ووایي چې بادشاه سلامت ښکلی لباس په تن کړی او ډېر ښکلی ښکاري.

هرو مرو به مو د هندوستان د خلجي سلطتني کورنۍ نوم اورېدلی وي چې جلال الدین فیروز خلجي په ۱۲۹۰ کال کې رامنځته کړه. نوموړی ومړ، پر ځای یې خپل ۶ کلن زوی وګوماره، قطب الدین مبارک شاه د پردې تر شا ټولواک و. د قدرت نشې لېونی کړ، د خپل شل کلن ورور سترګې یې و ایستلې، نوموړی بادشاه شو او د تاریخ بدرنګه لړۍ پیل شوه. که څه هم دا کورنۍ په منافقت کې مشهوره وه لیکن قدرت ته د رسېدو، قدرت ساتلو، په خپل پلان کې د کامیابېدلو او د مغلو پر وړاندې د هند د ساتلو په برخه کې ښه بریالي وو.

قطب الدین شاه حاکم شو، لومړی یې ټول بندیان له بنده خوشي کړل، د خپل پلار فیروز خلجي له خوا پر خلکو لګېدلې مالیې او پورونه یې معاف کړل، فحشاء او عیاشي عامه شوه او هر سړی پر خپل سر شو.

که څه هم ډېر ژر خسرو خان قطب الدین په ۱۳۲۰ کې وواژه مګر قطب الدین خپلې بدرنګې کانې کړې وې. نوموړی شهوت پرسته او له هلکانو سره پر جنسي تعامل روږدی انسان و. قطب الدین چې پر یوه هلک عاشق و، یوه ورځ به نوموړی هلک سنګار کېده، ملایانو به د نوموړو رسمي نکاح تړله، درباریان به راټولېدل، ولیمه به خوړل کېده، قطب الدین به مېړه او هلک به ښځه شوه. بله ورځ به بیا همدا ډول جشن نیول کېده، قطب الدین به سنګار کېده، ملایانو به بیا ځل نکاح تړله مګر دا ځل به قطب الدین ناوې او هلک شاوو کېده. نوموړی د خلجې سلطنتي کورنۍ د شان په مخ کلکه څپېړه او تور داغ و. نوموړی تقریبآ ۷ پیړۍ وروسته هم د ټولو انسانانو او شاهانو لپاره د شرم نوم دی.

که څه هم خلجې کورنۍ روښانه شالید نه لري لیکن قطب الدین نه یواځې ځان تیاره څېره کړ، بلکې د خپل ارواح او ټبر تاریخ یې مسخه کړل. هو، لازمه ده بیا ووایو چې د سړیتوب ترلاسه کول او نېک نوم ګټل د پلار او نیکونو اثر نه، بلکې د هر انسان ذاتي تدبر او ټولنیزه پنځونه ده.

زه باور لرم چې حتمآ کورنی دروندوالی او عظمت د سړي په پرمختګ کې نقش لوبولی شي لیکن د سړي په سړیتوب کې هېڅ هم نه شي کولی.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 25

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.