ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 May 2018 - 14:11
author avatar
22 May 2018 - 14:11

که د تېرو پنځو لسیزو ژوندي تاریخ ته ځغلنده نظر واچوو،  د داوود خان د کودتاه نه وروسته یو شمېر افغانان پاکستان ته وتښتېدل او د پاکستان استخباراتي شبکې، ISI دوی په خپل غېږ کې وروزل، مسلح یې کړل او افغانستان ته یې د تخریب لپاره ولېږل چې په پنجشېر، لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتیا  او نورو سیمو کې حملې وکړي، خپل افغانان ووژني او د افغانستان حکومت کمزور کړي.

 

هغوى ته هم د دین خبره شوې وه چې د داوود خان حکومت کافر دی، له روس سره اړیکې لري او پر ضد یې باید جهاد وشي. حمله کوونکوهم ځانونو ته ښه مسلمانان ویل او د اسلامي نهضت غړي و. کله چې د داوود خان په وخت کې د اسلام پتنګانو په پورته سیمو کې بريدونه وکړل، حمله کوونکي اکثره د خلکو له خوا ونیول شول او یا وځپل شول، ځکه ولس هغه وخت د داوودخان په حکومت اعتماد درلود. له ټولو څخه لویه اشتباه همدا وه چې دغه ګروپ د دښمن کورته پناه وړې وه او د دوی د احساساتو نه یې د خپلو اهدافو په خاطرسؤ استفاده وکړه. که تاسې د دغه نهضت رهبرۍ ته وګورئ، اکثره یې تنکي ځوانان و، په سیاست نه پوهېدل او د شعارونو تر اغېز لاندې و. کېداى شي چې د دې نهضت مشران اوس دا خبره ونه مني چې دوی په سیاست نه پوهېدل، خو واقعیت همداسې دی، ځکه موږ چې هم د همدوى په عمر مهاجر شولو، په ډېرو شیانو نه پوهېدو او ډېر څه مو په تېرو څلوېښت کلونو کې زده کړل. د دغه نهضت مهمو مشرانو لا د اسلامي علومو زده کړې د پاکستان د جمعیت اسلامي له علماوو نه کولې.
 

کله چې د خلق ګوند د روسانو په حمایت کودتاه وکړه، روسانو هم د خلق ګوند غړو ته دا سندره په غوږ کې زمزمه کوله چې هغه افغانان چې د روسانو له پالیسیو سره مخالف دي، یا د دوی د ګوند غړی نه دي، هغوى باید وځپل شي، زندانونو ته واچول شي، بې له محاکمې اعدام شي، جایدادونه یې ضبط او فرار  ته مجبوره شي. د دوی د ظلم او حکومتولۍ د خرابېدو له امله مهاجرتونه پيل شول، په سلګونو زره او بیا په میلیونونو افغانان د جنګ د دوام له امله بې کوره او د ګاونډیو هېوادونو لمنو ته وغورځېدل. ګاونډي هېوادونو د نړیوالو په حمایت دا مهاجرین په خپل غېږ کې ونیول او د نړۍ د سوړ جنګ نیابتي رقابت ته یې په افغانستان کې دوام ورکړ. دواړو اړخونو افغانان په شا تپول چې تاسې ښه مسلمانان یاست او یا ښه وطندوستان او د یو بل پر ضد باید وجنګیږي. د جنګ د دوام لپاره ايډیالوژي وسیله وه نه هدف. د دواړو خواو نه د اوس په شان افغانان وژل کېدل او افغانستان ورانېده. یو ورور به یې د مجاهد په نوم جنګېده او بل ورور به یې د اشرارو پر ضد جګړه کې خپل ورور واژه. دا تاریخي واقعیت دی، کتابونه پرې لیکل شوی دي.
 

اوسنى حالت هم د تاریخ تکرار دی. د پخوا په څېر افغانان هڅول کيږي چې تاسې د دین پتنګان یاست، خپل افغان وروڼه باید ووژنئ او افغانستان وران کړئ. د افغانستان مکتبونه، ودانۍ، سړکونه، جوماتونه، غرونه، بوټي، کلي، بانډې، ښارونه او د لوبو ځایونه او خلک ټول کافر دي او له منځه باید یوړل شي. که دا کار مو وکړ، نو د جنت حورې او غلمان به ستاسې په خدمت کې وي. اوس هم په دواړو اړخونو کې د پخوا په څېر افغانان وژل کېږي او داسې کور به په افغانستان کې نه وي چې له دې اوږدو جګړو څخه نه وي اغېزمن شوى .
 

د تېرو جنګونو او د اوسنیو جګړو مهم تفاوت دا دی چې په پخوانیو جګړو کې افغانان په پټو سترګو د جنګ د دوام ښکار شول، ځکه ډېرى افغانان په سیاست نه پوهېدل، د سیمه يیزو او نړیوالو هېوادونو په استخباراتي لوبو یې سر نه خلاصېده او معلوماتو ته لاسرسی په نشت حساب و.  اما اوس افغانان په رڼو سترګو د جنګونو ښکار دي. د دوی په مخکې تېرې تجربې شته دی، معلوماتو ته لاسرسى لري او دا د لمر غوندې ښکاره حقیقت دی چې د جنګونو د دوام لپاره دین، مذهب، قوم، ژبه  او سمت د وسیلې په توګه استعمالیږي. مسلح مخالفین د جنګ د دوام لپاره  له پاکستان څخه اوس په ایران او د عربو نه په روس زیات اعتماد کوي او له هغوى سره اړیکې لري. وسله والو ډلو ته په غوږ کې دا سندره ویل کېږي چې افغانستان کې جهاد ځکه روا دى چې بهرنیان په افغانستان کې دي.
 

له پورته لنډ وضاحت نه ویلى شو چې د افغانستان جګړه دیني اړخ نه لري او نه یې پخوا درلودله. د افغانستان جګړه پخوا او اوس هم د سیاسي او اقتصادي اهدافو په خاطر روانه ده. یا په بله معنا د سیمه يیزو او نړیوالو رقابتونو نیابتۍ جګړې په افغانستان کې د افغانانو په لاس د نورو د اهدافو لپاره روانې وې او دي. دې کې شک نشته چې ډېرو افغانانو به پاک احساسات درلودل، وطندوسته به و او یا به يې له دین سره مینه وه، نو ځکه یې قرباني ورکوله. اما هغو کسانو او یا ملکونو چې دوى يې رهبري کول، د هغوى موخې دیني نه وې او د دوى د دیني او وطندوستۍ له احساساتو څخه یې سؤ استفاده کوله او کوي يې.
 

دا خبره هم افغانان باید له خپلو مغزو څخه لرې کړي چې دنیاوال یا سیمه يیز هېوادونه په افغانستان کې د افغانستان د منابعو د قبضه کولو په خاطر مخالفې ډلې یا حکومت حمایه کوي. افغانستان یو څه منابع لري او که سم مدیریت یې وشي، یو څه به په خپلو پښو ودرېږي، خو افغانستان په اقتصادي لحاظ دومره منابع نه لري چې د دغو منابعو د راوېستلو په خاطر دومره سرمایه ګذاري په افغانستان کې دوى وکړي. دا خبره چې افغانستان د لالونو خزانه ده سمه نه ده. په نیابتي جګړو کې جغرافیوي موقعیت اهمیت لري او افغانستان د دغې نیابتي جګړو لپاره مساعده سیمه ده. د Great Game یا د انګریزانو او تزاري روسیه د رقابت نه نیولې، بیا د سوړ جنګ په دوران کې او اوس هم د افغانستان اهمیت په جغرافیه کې دی نه په اقتصادي لحاظ. که تاریخ ته نظر واچوو، انګریزانو او روسانو په افغانستان کې ځکه شکست وخوړ چې د افغانستان د جنګ مصارف زیات و او له افغانستان څخه دوی کوم خاص عاید نه شو تر لاسه کولای. امریکا او د ناټو هېوادونو ته هم د افغانستان جنګ ډېر قېمته تمامیږي او په بدل کې له افغانستان څخه په اقتصادي لحاظ دومره څه نه شي تر لاسه کولای چې دوی د خپل جنګ لګښت پوره کړي.
 

اما سوال دا دی چې ولې  اوس هم د افغانانو سرنه خلاصیږي؟ ولې افغانان خپل وروڼه هره ورځ د نورو د ګټو په خاطر وژني او خپل هېواد ورانوي؟ که افغانان د ګاونډیو د لاس ګوډاګي نه شي، ګاونډیان او یا نور هېوادونه په افغانستان کې هېڅ نه شي کولى. ګاونډي هېوادونه او دیني مفتیان، طالبان یا داعش ته همدا خبره زمزمه کوي چې افغانستان اشغال شوی دى او بهرنیان په افغانستان کې دي اوتاسې باید د بهرنیانو په مقابل کې وجنګیږئ. همدا خبره د روسانو او انګریزانو په وختونو کې هم وه چې افغانستان اشغال شوی دی، دین ته خطر دی او له ځانونو څخه د دین پتنګان جوړ او جهاد ته ادامه ورکړئ. افغانان یا د دوی په اصطلاح، دا د دین پتنګان ولې د دوی نه دا سوالونه نه کوي چې ایا ستاسو هېوادونه له بهرنیانو سره معاملې نه لري؟ ایا د دوى په هېوادونو کې بهرنیان نشته دی؟ ایا دوی  له روس، چین، اروپا او نورو کفري هېوادونو سره اړیکې او سوداګري نه لري؟

 

دا روښانه ده چې دلته د دین خبره نشته یوازې د دوی د ګټو خبره ده. که طالبان یا نورې وسله والې ډلې د دې ادعا کوي چې دوی له ګاونډیانو څخه پیسې نه اخلي، دا خو ښکاره حقیقت دی چې د جنګ پیسې، وسلې او نور امکانات خو دوی ته د اسمان نه د من و سلوی په شان نه راتویږي. د دوی پټنځایونه، رهبري او کورونه خو په اسمانونو کې نه دي، د همدې ګاونډي هېوادونو په ښارونو کې دي. د ټولو نه لا بده یې دا ده چې د دوی مشران د مجاهدینو د مشرانو په څېر ماډرن ښوونځیو او پوهنتونو ته ځي او په افغانستان کې ښوونځي سوځوي او د افغانستان بچي له تعلیم  څخه محروموي. د افغانستان بشري سرمايه له منځه وړل او یا نه درلودل، د رقیبو ګاونډيو هېوادونو اصلي موخه ده.
  له دې لیکنې څخه هدف دا دی که طالب نه وي، داعش به هیڅکله په افغانستان کې ځای نه درلودلی، که داعش او طالب نه وي، هېڅکله به افغانستان کې بهرنيو پوځونو ته اړتیا نه وي. دوى دي چې فساد، قاچاق او د افغانستان د منابعو د لوټولو لپاره یې زمینه مساعده کړې ده او

 

دوی دي چې دافغانستان په ټولو جنایتونو کې مستقیما شریک او یا یې زمینه مساعده کړې ده. خبره د دین نه ده.
که دا پوښتنه وکړو چې د افغانستان قاچاق په کومو سیمو کې دی او څوک ترې ګټه اخلي؟ له کومو سرحدونو څخه  تېریږي او د کومو هېوادونو سرحدي قواوې او جنرالان ترې ګټه اخلي؟ ځواب یې روښانه  دی. طالب، داعش او د ګاونډیو هېوادونو پوځي جنرالان، سرحدي قواوې او د افغانستان د مافیا کړۍ ټول سره په جنایتونو کې شریک دي. دوی ته دین، مذهب، قوم، سمت، ژبه، انساني، افغاني او ملي ارزښتونه هېڅ اهمیت نه لري. په دې خاطر د افغانستان جګړې او وینې تویولو ته باید افغانان او هم د افغانستان حکومت دیني رنګ ورنه کړي. هر څوک چې دیني رنګ ورکوي که دهرې خوا وي، په حقیقت کې د دوی دیني اړخ راته ډېر کمزورى ښکاري او غواړي چې له دین څخه خلکو ته ببو جوړ کړي او یا دین د حربې په شکل استعمال کړي. نو په دې خاطر د افغانستان جګړې ته دیني جنبه ورکول سمه خبره نه ده.
 

د حل لاره څه ده؟
 

دا چې د افغانستان جګړه سیاسي او نیابتي جګړه ده، موږ د دې جګړې نه هغه مهال خلاصېدلى شو، چې حکومت د مافیایي کړیو څخه ځان خلاص کړي او په ولس اعتماد وکړي. تراوسه حکومت په ولس اعتماد نه لري او نه داسې فرموله حکومت رامنځته کړې ده چې د ولس اعتماد دې په حکومت زیات شي. په حکومت کې مافیایي کړۍ دومره قوي شوې دي چې له ارګ  څخه نیولې او  تر ولسوالیو پورې په ټولو مهمو مجالسو او د تصمیم نيونې په غونډو کې برخه لري، په لومړي صفونو کې ناست وي او په تلوېزیونونو کې له چارواکو سره ښکاري. چارواکي هم له دوى سره په اګاهانه او غیر اګاهانه توګه ښه مینه لري.  په مافیایي کړیو پورې تړلي کسان د پورته نه په څوکیو ګومارل کیږي او دوى د خپلو سیاسي حلقو او هغو کسانو لپاره چې د هغوى په واسطه مقرر شوی دي، د ولس وینې زبیښي او خپلو مشرانو ته د هغوى د مزو او چړچو او یا سیاسي موخو د پلي کولو لپاره له ولس  څخه باج اخلي، دولتي عامه شتمنۍ لوټوي او داسې نور… همدوى دي چې په زياتره جنايي پېښو کې لاس لري.
 

د کورنیو چارو وزارت یو پخواني وزیر راته یو ورځ وویل چې د کابل په یوې سیمه کې یې یو ترافیک د خلکو د شکایتونو په خاطر له دندې  څخه لرې کړ، چې ګوري لس پنځلس وکیلان وزیر ته واسطه ورغلل چې دغه ترافیک باید بېرته برحاله شي. وزیر د وکیلانو غوښتنه ومنله او ترافیک بیا مقرر شو. څو ورځې وروسته بیا د هغې سیمې دوکاندارانو او اوسېدونکو دغه وزیر ته د ترافیک د لاسه شکایت وکړ. وزیر بیا اړ شو چې دغه ترافیک له دندې  څخه ګوښه کړي. په دويم ځل بیا لس پنځلس وکیلان وزیر ته ورغلل چې دا ترافیک له دندې مه ګوښه کوه. وزیر د ترافیک د بد چال چلند نه دوی ته وویل چې د هغې سیمې له دوکاندارانو څخه هره ورځ  پیسې او نور خوارکي توکي اخلي او دا ښه کار نه دی. یو وکیل وزیر ته ویلي و چې صیب زه غواړم چې تا ته جدا خبره وکړم. وزیر صیب ورسره پاڅېدلى دی او په ځانګړې خونه کې دغه وکیل وزیرته ویلي دي چې وزیر صیب دا ترافیک ماته زما د کور او مېلمنو ټول ورځني مصارف لکه غوښه، کچالو، سبزیجات، چای، بوره او داسې نور شیان راکوي، که ته دا تبدیل یا له دندې  څخه ګوښه کړې، نو دی به د کور دا لګښتونه له کومه کوي؟ دا جوړه کړې قصه نه ده دا واقعیت دى چې زموږ د مقننې او اجرائیه قوې غړي په څه اخته دي. که هغه وکیل دا قصه ولولي نو شاید لږ به خجالته شي او ځان به لا اقل د فیل مرغ په شان راټول کړي او غونج به شي. (تاسې هم کولى شئ چې که داسې د فساد مؤثقې کيسې لرئ ويې لیکئ که نور څه نه وي، راتلونکي نسل ته به د تاریخي کيسو په ارشیف کې پاتې شي)
 

خبره رانه اوږده شو، رابه شو اصلي موضوع ته. ځینې وایي چې ملت په دروند خوب ویده دی. داسې نه ده، ملت هره ورځ قرباني ورکوي. د ملت مخه د حکومت ناکاره پرزو او ناکاره پالیسیو ډبه کړې ده. که ملت حرکت کوي، باید حرکت یې لومړى د حکومت د ناکاره پرژو پر ضد وي چې خپله مخه د طالبانو، داعش، مافیا او یا سازمان یافته ډلو پر ضد مبارزې ته پاکه کړي. د حکومت ناکاره پرزې یوازې په فیسبوک چلولو او پاورپانټونو جوړولو پوهیږي، اما دوی د ولس په ستونزو او یا له ولس سره په خبرو نه پوهیږي. دا ناکاره پرزې په محافلو او مجالسو کې د خپلو ټویټرونو او فیسبوکونو په تبصرو او لایکونو په لیدو خوشحالي څرګندوي او یو بل ته د خپلو پوستونو صفتونه کوي. لوړ پوړي چارواکي هم همدغو پوستونو ته خوشحالي څرګندوي او فکر کوي چې هرڅه سم روان دي او د دوی تر مدیریت لاندې دي. تر ډېره حده ماته معلومه ده چې د ځینو لوړپوړو چارواکو او یا مافیايي کړيو د فیسبوکونو او ټویټرونو اکونټونه په داخل او یا بهر کې د مدني ټولنو د غړو، ژورنالېستانو او یا استخدام شوو کسانو له خوا چلول کېږي.
 

څه موده د مخه په یوه مجلس کې وم چې د حکومت ډېرمهم کسان هلته و، اما ټول په فیسبوک او تویټر اخته و. له موقع نه په استفاده، څو ځلې مې خبره په حکومتولۍ راوڅرخوله خو دوی د فیل په غوږونو کې ویده و او په خپلو ایفونونو کې د ماشومانو په څېر بوخت و و. ځینو یې چې د حکومت مهم پوستونه درلودل، دحکومتولۍ په ساده تعریف هم نه پوهېدل او که همداکسان زموږ  له محلي مشرانو سره کینې، نو فکر کوم چې د دوی ترمنځ به یو ترجمان ته هم اړتیا وي. داسې کسان زه پېژنم چې په خبرو یې  زما سر خلاصیږي، ځکه نیمه پښتو، نیمه دري، نیمه انګلیسي، نیمه جرمني او یا کومه بله ژبه سره مخلوطوي او د خبرو او طرحو نه یې یو ماجون مرکب جوړ کړى وي، خو زه حیران دې ته یم چې د حکومت مشرانو د داسې کسانو په کومو خبرو، تجربو او طرحو باندې عاشقان شوی دي او دوی یې په لوړو څوکیو مقرر کړي دي.
که خبره خلاصه کړم، که جنګ دوام ولري، خامخا به د استخباراتي کړیو لاسوهنه په افغانستان کې وي، بې عدالتي او فساد به خامخا وي، حکومتولي به هېڅکله ښه نه شي او اقتصاد به هیڅکله وده ونه کړي چې افغانان سوکاله ژوند ولري.
 

افغانان یو ملي حرکت ته اړتیا لري چې په حکومت  او هم له حکومت څخه بهر په ټولو ډلو باندې فشار راوړي چې جنګ ودرول شي. که دا کار افغانان په خپله ونه کړي نړیوال پوځونه، قواوې، وسلې او یا مرستې دا کار نه شي کولی. هو د نړیوالو او یا ګاونډيو هېوادونو ملاتړ د جنګي ډلو نه یوازې جنګ اوږدولی شي، خو د افغانانو مسایل حل کولى نه شي. ترڅو چې افغانان د جنګ د دوام لپاره په خپله توښه برابروي، جنګ به په خپله دوام کوي او بایلونکي به یې یوازې او یوازې افغانان وي.
 

خبره دا ده چې دا حرکت به څوک پرمخ بیايي او څوک یې باید تنظیم کړي؟ دا حرکت هم یوازې متعهد افغانان او ډلې چې د هېواد په هر ګوټ کې وي او د هر قوم وي کولى شي چې سره اړیکي ونیسي، متعهد شي او د مشخصو اهدافو لپاره چې جنګ څنګه ختم شي کار وکړي. دوی باید د څوکیو، موقف او یا نورو ګټو په خاطر د حکومت یا نورو جنګي ډلو چاپلوسي ونه کړي او یوازې د سولې لپاره کار وکړي. داسې کسان ، ډلې او ګروپونه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شته دي، اما دا چې د بې اعتمادۍ فضا په افغانستان حاکمه ده، هر څوک یو بل ته د شک په سترګه ګوري. لومړى باید د شخصي ملګرو او دوستانو ترمنځ د اعتماد جوړونې فضا رامنځته شي او بیا د نورو ښو کسانو او حلقو په لټه کار پيل شي. هو، دا مبارزه هم په بېړنۍ توګه نه کیږي، وخت ته اړتیا لري ترڅو د اعتماد جوړونې مرحله تېره شي. دا حرکت په خپله بیا خپل مشر پیدا کولى شي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 11

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.