ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې د ښه والي او ارزښت په اړه زیاتې لیکنې شوې دي او لا هم کیږي، خو زه په دې لیکنه کې نه غواړم د هغې په ارزښت خبرې وکړم، زه غواړم سولې را وستو ته د انسانانو په ژمنتیا او هغو لاملونو چې دوی ولې نه غواړي سوله راشي خبرې وکړم هغه چې د سولې ترشعار لاندې خپل کاروبار ته زمینه برابروي او په دې برخه کې ځان ستړی کوي، ایا دا کسان په رښتیا سولې راوستو ته ژمن دي او که نه؟.

دوی چې د سولې له مارکېټ څخه تر نړیوالو سوداګریو لاسرسی وموند یوه ډله خلک دي.

او هغه چې په جګړه کې یې غوا لنګه ده اوپۍ ترې اخلي بله ډله خلک دي، په ظاهر کې دوی په هیواد کې سولې او ټیکاو ته تږي دي خو په حقیقت کې همدا کسان د جګړې له کاروباره او یا هم د سولې په نامه له روانې سوداګرۍ څخه مزې او چړچې کوي، درېیمه ډله خلک چې په رښتیا سره د افسوس وړ خلک دي هماغه کسان دي چې د حق او باطل ترنامه لاندې په روانو جګړو کې وژل کیږي او سنګرونه یې ګرم ساتلي دي.

همدا کسان د جګړې ډیره لږه اندازه ګټه ترلاسه کوي خو ډیر زیانمن کیږي، باید وویل شي چې دا ډله خلک ډیری ناخبره عادي ولس جوړوي چې په یوډول نه په یو ډول غولول کیږي او د جګړې ډګر پرې ګرم ساتل کیږي.

داچې موږ وایو د سولې را وستو ته ژمن یوو او که نه داپوښتنه لومړی د ټولنې عادي وکړو ته ورګرځي ، که په رښتیا سره فکر وکړو نو داسې ښکاري چې د ټولنې عادي وکړي له ټولو زیات ملامت دي ځکه چې دوی د جګړې لپاره ډیره اساسي برخه (انساني) سرچینې چمتو کوي، که چیرې ټولنه په رښتیا وغواړي چې په دې جګړه کې خپله ونډه کمه کړي ، نو د جګړې د ښکیلو غاړو لپاره دې خپل ځوانان په هیڅ ډول نه ورکوي او د دې په وړاندې دې په رښتیا سره رښتيني ګامونه پورته کړي، داچې ټولنه ادعالري چې د دوى ځوانان په زوره د جنګ لیکوته بيول کیږي داخبره تریوحده پورې سمه ده خو لکه څنګه چې تجربو ښودلې ده زموږ په هیواد کې اکثرآ ځوانان په خپله خوښه او دجګړې د ښکیلو غاړو په غیر واقعي تبلیغاتو او د حکومت پر وړاندې د حساسیتونو د راپارولو له لارې جلبوي، ځوانانو ته د زور زیاتي بیلا بیلې ویډیوګانې ښودل کیږي ترڅو ځوانان خپل حساسیت په دې اړه ښکاره کړي.

که چیرې ملت همغږی او یو موټی وي هیڅ ډله نشې کولای پرهغو د زور له لارې خپلې خبرې ومني، څو ورځې وړاندې د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې ۱۳ تنه قومي مشران د طالبانو له لوري تښتول شوي وو چې درې تنه یې په هماغه ورځ راخوشې شوي وو او د لسو تنو یې برخلیک تر دوه ورځو پورې لا معلوم نه وو په ازرې ولسوالۍ کې مېشتو قومونو ګواښ وکړ که چیرې د دوى قومي مشران خوشې نشي نو دوی به د طالبانو پر وړاندې په یادې ولسوالۍ کې ولسي پاڅون وکړي او په یاده ولسوالۍ کې به طالبانو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي چې له دغه ګواښ څخه دوه ورځې وروسته طالبانو یاد قومي مشران هم راخوشې کړل، ایا په جګړه کې ښکېلې ډلې غواړي چې ځان له ولس سره په ټکر کې واقع کړي چې داکار هیڅکله هم شونی نه ښکاري،  بل داچې ملت  د سولې راوستو لپاره لکه څنګه چې اړینه ده خپل مسوولیت نه ادا کوي او یوازې ترهغه وروسته چې وځپل شي غږ پورته کوي او د سولې راوستو چغې وهي، په پایله کې ویلی شو چې د سولې په هکله د لومړنیو دوه ډلو ترڅنګ درېیمه ډله عام ولس لکه څنګه چې اړینه ده ژمن نه دى او په دې برخه کې فعاله ونډه نه اخلي.

هغه دوه لومړنۍ ډلې چې یوه یې دسولې راوستو له پروسې څخه او بله یې له روانو جګړو څخه خړوبیږي هیڅکله به هم دې ته ژمن نشي ترڅو په هیواد کې سوله راشي.

تیره ۱۴ کلنه دوره د هیواد په تاریخ کې د ځمکو د غصب چور او تالان په برخه کې توره دوره ونومول شوه، پوښتنه داده چې داغصب چا کړی او څنګه ترسره شوی داچې له اصلي موضوع څخه لرې لاړنشو غواړم په لنډ ډول سولې ته د دغو غاصبینو د نه ژمنتیا لاملونه درته وړاندې کړم.

په تیره ۱۴ کلنه دوره کې د ولسمشر له مرستیال څخه نیولې تر وزیر، معین ، رئیس، والي، ولسوال، امینه قوماندانانو، د ولسي جرګې وکیلانو او حتی د ولایتي شورا وکیلانو هم صرفه نه ده کړې خو ډیری کسانو یاد غصب شوې ځمکې د خپلو خپلوانو په نومونو پلورلي او ثبت کړې دي.

هغوی چې ټوله راټوله کړې هستي یې له همدغو نامشروع غصب شویو ځمکو څخه ترلاسه کړې وي ایا دې ته چمتو دي ترڅو په هیواد کې قانوني او په ټولو موازینو برابر حکومت رامنځته او له دوی څخه غصب شوې ځمکې بیرته را وګرځوي، نو دا ډله په هیڅ صورت سوله نه غواړي او د جګړې بل اورته لمن وهي ترڅو د دوى نامشروع ګټې په کې خوندي وي.

ملت او دولت ته په ګډه په کار ده چې د غاصبینو په وړاندې په کلکه ودریږي او د جنګ جګړو ریښې ور وچې کړي خپله ملي ،اسلامي او وجداني دنده په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړي، زه په دې باور یم چې د دې ناخوالو په له منځه تللو سره به سولې راتلو ته لاره هواره شي او د نسبي سولې خبروته به مو څوګامه ور اخیستي وي او په دې برخه کې به مو خپله ژمنتیا په رښتیا سره پوره کړې وي.

 د یوه سوله يیز با ثباته او یو موټي افغانستان په هیله

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.