ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړۍ پرمخ مېشت ملتونه ،راز راز ملي او ټولنيز ارزښتونه پالي،د ځينو همدا ملي او ټولنيز ارزښتونه هېوادنۍ مينه ، د ملي ګټو خونديتوب ، د يوشمېر هغو لرغونو مقدساتو ژغورنه او ځينو نورو ملي ، اسلامي او  عقيدوي ارزښتونه جوړوي، چې همدا ملتونه د ذکرشويو ښېکڼو پربنسټ، د نن او سبا غوره ټاکنه ترسره کوي او له دغو  ولسي هېلو ټاکل شويو اهدافوته ځانونه راسوي ، که په دغه لاره کې ورته د سر او مال قربانيو اړتيا هم وليدل شوه. دوی يې نه دريغوي، بلکې په دغه ډګر کې لوبېدنه ورته  يو ستر وياړ ښکاري.

افغانان هم د نړۍ نورو خلکو او ملتونو په څېر ځينې د پام وړ ملي او اسلامي ارزښتونه پالي، د ډېر په باور دوى دا کار هغوی ته د تاريخ په اوږدو کې د يوشمېر برياليتوبونو او لاسته راوړنو سبب هم ګرځېدلي، د افغانانو ملي ارزښتونه، هېواد ساتنې سربېره، په ټولنه کې پر يو بل، لوی اعتماد کول او قومي ننګه تشکيلوي .

موږ وينو او ليدلي مو دي چې د افغانستان اتباع د همدغو ښېګڼو په لرلو سره نن هم په دې  هېواد کې  د اوږدې او دوامدارې کورنۍ تپل شوې جګړې سر بيا هم ،کلک متحد  ملت پاتې شوي ،نن د همدغو ولسونو په منځ کې د ځينو پردي پالو لخوا دا هڅې روانې دي چې  همدا يو غږ  ملت ،په خپلو کې د ځينو دسيسو او پلانونو له مخې ووېشي، دوی چې يو کار په ترسره کولو کې تر هرڅه زيات ټينګار لري هغه د افغان ملت ترمنځ سمتي ، ژبني او قومي تضادونه را مخې ته کول  دي، دا کړۍ غواړي په دې کار سره همدا مېړنی او وېښ ولس، د يو بل له ملاتړه راګرځوي، چې د افغان ولس او ملت  ترمنځ ځينې تازه قومي اختلافات يې ښې بېلګې دي . 

دوى د ځينو خاصو برنامو او پروګرامونو له لارې دا هڅه وکړه چې د ولس په منځ کې د پروژوي کارونو په ترسره کولو ديوشمېر ډولو کرکه يوشمېر نورو سره زياته کړي او يا هم د ولسونو پر سر سودا کولو هنر دې زموږ  وېښ ملت ته هم  را ولېږدوي ،خو مګر دا هرڅه چې دوى غوښتل او څه ډول چې پروګرام  يې درلود پر دغه ځوريدلي ملت يې  عملي نشواى کړای.

پوهانو وينا ده چې وايي : ((پوهيږو چې په ژوند کې هرڅوک د خپل ښه ژوندانه لپاره راز راز هڅې کوي او يا هم غواړي د هغو ملګرتيا وپالي کوم څوک يې چې دشخصيت لوړونې لپاره، د يو ټاکل شوي مهال لپاره اقتصادي لاسنوی کوي. خو ولې دلته ملت پېژنده مهمه ده ،ځکه په نړۍ کې د ځينو ټولنو ملي او ټولنيز ارزښتونه له منځه وړل ،د هغوی  ټولو لپاره د ژوندانه سره کرښه وي .

هېوادوالو ! دامنو چې جګړې راڅخه هر څه واخيستل ،موږ يې له نړۍ سره له سيالۍ څخه خورا لرې پرېښودو ،مګر نن هم چې نور ملتونه ترې بې برخې دي او موږ يې لرو، هغه زموږ د قومونو او ولسونو ترمنځ خپلمنځي اتحاد او اعتماد دی ،دا کار موږ ته  څه راکوي او ولې موږ پر دغه لاره مزل کول د غوره ټولنيز ژوند بنسټ ګڼلی شو؟

زما په باور دا کار د ولس له هغو هېلو  او حقپالنې يوه غوره ټاکنه ده چې  په يو هېواد کې مېشت خلک د مدني ، پرمختللي او سوله ييز ژوند پر لور بيايي، موږ وينو نن ورځ که څه  هم په افغانستان کې  لا هم د روانې جګړې اورنه بل پاتې دي ،خو ولې د همدې باور او اعتماد له نيکمرغۍ ،د اتحاد په غېږ کې  يوشمېر ولسونه  دلته ،په سوله ييزه فضا کې خپلې شپې او ورځې تېروي ،ددې علت دادی چې دغو ولسونو پردو ته چې د افغانانو ترمنځ يې له وېشنې وروسته  خپلو ارمانونو ته د رسيدو خوبونه لېدل ،د خپل ځواک شتوالي ځواب ورکړی،  زموږ دغه ولس پوهېده چې موږ ته هېڅ ډول خوبي او نيکمرغي په بې باورۍ کې د نيکمرغيو ور نشي راټکولی.

د يو خوستي قومي سپين ږي په قول :(( يو ځل يو بهرني اتباع ورته ويلي: که تاسې افغانان غواړئ په اروپا او نورې پرمختللې نړۍ پسې ورسيږي ،دا درته شاوخوا يوه پېړۍ وخت غواړي، خو که د تاسې ترمنځ ولسي اعتماد وڅېړل شي ، بهرنۍ  نړۍ او اروپا درپسې دوه پيړۍ نوره هم نشي رسيدلی. )) دا ځکه چې هغوی زموږ په څېر ملي او سيمه ييز ارزښتونه او قومي جوړښتونه نشي پاللی .

له دې ځايه ويلي شو چې کله موږ په نړۍ کې له نورو ښېګڼو او نيکمرغيو سره، دا ارزښتمنه پانګه په خپله غېږه کې لرو، نو راځئ د ښې راتلوونکې او روښانه سباوون لپاره  لا  نور هم دغه ځواکمنتيا ته  ولسي قوت ور وبښو چې ددوام په صورت کې به موږ د نړۍ پرمخ يو وېښ ملت وګرځو، ترڅنګ به مو دا کار د حقپالنې په څانګه کې د نن او پرون ټاکلو اهدافوته ورنږدې کړي ،کوم چې زموږ د ملت جوړونې اساسي بنسټ يې بللی شو.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.