ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
9 May 2020 - 16:32
author avatar
9 May 2020 - 16:32

د لوړو زده کړو وزارت له کرونا ويروس څخه د مخنيوي اضطراري کمېټې د طرحې پر بنسټ چې د کابيني له خوا تصويب شوه، په هېواد کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې د لومړي ځل لپاره د روان لمريز کال وري مياشت په لومړۍ نېټه د همدې کال وري مياشت تر ۳۰مې نېټې رخصت کړل. د غويي په لومړۍ نېټه ياده رخصتي د دويم ځل لپاره د غويي تر شلمې نېټې تمديد شوه او لا هم معلومه نه ده چې په يادو تحصيلي ادارو کې به حضوري زده کړې کله پيلېږي. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د حضوري زده کړو احتمالي پيل لپاره د غبرګولي مياشت لسمه نېټه د لومړي او د يادې مياشت پای د دويم احتمال په توګه ښوول شوې ده.

د رخصتيو په لومړيو کې په انلاين بڼه د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ او پوهنتونونو مسؤلينو ترمنځ د رخصتيو په موده کې د پوهنتونونو له خوا محصلينو ته د تدريسي چارو وړاندې کولو په شونتيا او څرنګوالي مشورتي مجالس ترسره شول چې په کې د حضوري زده کړو په بديلو لارو چارو خبرې وشوې، د لوړو زده کړو وزارت له خوا د محصلينو نظر پوښتنه وشوه چې له مخې يې ۵۴ سلنه محصلينو د معلوماتي تکنالوژۍ پرمټ انلائن زده کړو سره خپل رضايت څرګند کړ، له دې وروسته د حضوري زده کړو د بديل طرحه جوړه شوه او د کابيني له خوا تائيد شوه. د يادې طرحې له مخې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټول پوهنتونونه مکلف شول چې د لوړو زده کړو ښوونيز مديريت سيستم څخه ګټه پورته کړي، دا چې ياد سيستم به له کومه ځايه په کومو شرائطو ترلاسه کېږي او بايد کومې ځانګړنې ولري، د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ تر دې دمه د بحث موضوع ده. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د يو داسې سيستم ځانګړنې چې ياد وزارت ته د قناعت وړ وي، د چک لست په توګه د ۴۹ برخو په درلودلو سره ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره شريکې شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت تازه معلوماتو پربنسټ، دا مهال د هېواد په ۱۷۰ دولتي او خصوصي پوهنتونو کې نږدې ۴۵۰۰۰۰ تنه محصلين په زده کړو بوخت دي. د دولتي پوهنتونونو له جملې څخه د ګوتو په شمېر يې د زده کړو ښوونيز مديريت برېښنايي سيستم درلودونکي دي. همدا شان، ګڼ شمېر خصوصي پوهنتونونه له په خوا راهيسي د ښوونيز مديريت متفاوت سيستمونه کاروي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا اوسنيو شرايطو ته په کتو وضع شوي ځينې معيارونه نه پوره کوي.

د کرونا ويروس مخنيوي په موخه ډېرو دولتي پوهنتونونو چې د لوړو زده کړو ښوونيز مديريت سيستم يې نه درلود، د ټولنيزو ارتباطي وسيلو لکه وټس اپ او مسنجر له لارې درسونه پيل کړي دي. ځينو خصوصي پوهنتونونو بيا ګوګل کلاس يا د زوم اپليکېشن- چې تر ډېره د انلائن کنفرانسونو لپاره کارول کېږي- په مرسته خپلو محصلينو ته په ژوندۍ بڼه د درسونو وړاندې کولو لړۍ جاري ساتلې ده. ځينې نورو خصوصي پوهنتونونو د درسي موادو ترڅنګ ثبت شوي غږيز لکچرونه سيستم ته پورته کړي دي او له همدې لارې يې محصلين د خپلو ځانګړو برېښنايي اکاونټونو څخه اړوند درسي لوست توکي او غږيز لکچرونه ترلاسه کوي. دا ډول زده کړو څخه هغه محصلينو چې برېښنا او انټرنټ ته لاسرسی لري، اقتصادي وضعيت يې نسبتا ښه دی، خوښي څرګنده کړې ده ليکن نور ګڼ شمېر هغه محصلين چې يادې اسانتياوې نه لري له اليکترونيکي زده کړو څخه خوښ نه دي او د انټرنټ له بيو او برېښنا نه شتون څخه شکايت کوي.

د محصلينو ستونزې څه دي؟

د حضوري زده کړو د بديل طرحې تائيد سره سم د کابيني لخوا مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته دنده ورکړل شوې وه څو د لوړو زده کړو وزارت او د مخابراتي چارو د تنظیم ادارې (اترا) په مرسته له مخابراتي کمپنیو سره د نیکسا (NIXA)  له سیسټم څخه د ګټې اخیستنې په څرنګوالي، لرو پرتو ولسوالیو او کلیو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او چمتوکولو کې د اسانتیاوو په را منځته کولو تفاهم وکړي. د لوړو زده کړو او د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارتونو د انټرنيټ د بیو پر را کمولو او د محصلینو لپاره د ځانګړي پیکیج جوړولو  لپاره ګډ کار لا تر  اوسه عملي نتيجه نه ده ورکړې. د انټرنټ لوړو بيو او په لېرې پرتو سيمو کې د برېښنا نشتون سربېره ډېری محصلين د الکترونيکي زده کړو وسائلو کارولو سره بلدتيا هم نه لري. دوی که له يوه پلوه انټرنټ او برېښنا ته اړتيا لري، له بل پلوه په معاصره نړۍ کې د پوهې ترلاسه کولو، انتقال او ساتنې اړوند ټېکنالوژۍ کارونې وړتياو پيدا کولو ته هم ډېره اړتيا لري.

د پوهنتونونو ستونزې څه دي؟

د لوړو زده کړو وزارت لارښوونې پر اساس د پوليتخنيک او کابل پوهنتونونو يو شمېر استادانو له خوا د لوړو زده کړو ښوونيز مديريت برئښنايي سيستم (HELMS) رامنځته او د وري مياشت په ۱۲مه نېټه پوهنتونونو ته د تطبيق په موخه ور وپېژندل شو. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ياد اپليکېشن (زده کړيز ماډل) د تطبيق په اړه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د کاروني جدي امر شوی څو پوليتخنيک پوهنتون سره د ځانګړي تفاهم له مخې د ياد سستم څخه ګټه اخستنه پېل کړي ليکن خصوصي پوهنتونونه د ياد سيستم په تطبيق نيوکې لري د وزارت له ياد تصميم څخه خوښ نه دي.

د دوی په وينا، د لوړو زده کړو وزارت له خوا ښوول شوی د لوړو زده کړو ښوونيز مديريت برېښنايي سيستم نه يواځې دا چې نوی دی او خصوصي پوهنتونونو لپاره له اقتصادي پلوه په ډېر لوړ قيمت تمامېږي، بلکه په يو وخت کې له يو سَرور څخه د ۱۷۰ پوهنتونونو ډيټا کاروَنه د چارو د ټکني کېدو ترڅنګ د معلوماتو خونديتوب له خطر سره مخ کوي. بل لورته د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د يو واحد سيستم شتون دوی لپاره د نظارت او شفافيت د تضمين چارې اسانوي. د لوړو زده کړو وزارت سره د خصوصي پوهنتونونو د اختلاف يو بل دليل د خصوصي پوهنتونونو هغه موجوده سيستمونه دي چې په رامنځته کولو يې مليونونو افغانۍ لګښت راغلی، له کلونو څخه يې دوی کاروي او د لوړو زده کړو وزارت اکثره اوسنۍ غوښتنې او معيارونه پوره کولی شي. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د خصوصي پوهنتونونو لوړو زده کړو هغه برېښنايي ښوونيز سيستمونه د منلو وړ دي چې ویډیویې کنفرانس، موبایل اپلیکېشن، له رسمې ژبو څخه د ګټې اخیستنې وړتیا، مدیریتي سیستم، راپور ورکونې او د ارقامو ارزونې او د تحصیلي سیستم ټولې اړتیاوې لکه کورنۍ دنده، ازموینې، حاضري او د نورو زده کړه ېیزو برخو د اسانتیاوو لرونکی وي. ډېری دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر دې دمه داسې واحده او مشخصه زده کړيزه برېښنايي اسانتيا (سيستم) نه درلود، ځينو خصوصي پوهنتونونو په خپلو ښوونيزو بريښنايي سيستمونو کې د لوړو زده کړو وزارت نوې غوښتنې ورزياتې کړې څو په دې کار سره يې سيستم د وزارت د تائيد وړ وګرځي. په اوږد مهال کې د داسې سيستم رامنځته کول او کارول د ډېرو له نظره اړين دي ليکن په اوسنيو اضطراري حالاتو کې د ياد سيستم تطبيق د عاجلو اقداماتو په توګه چې د محصلينو د زده کړو د دوام لامل شي، ګټور نه برېښي.

برېښنايي زده کړې څرنګه په يو لوی فرصت بدلېدای شي؟

ټولو ستونزو ته په بد نظر کتل د انسان فکري ځواک ګواښي او بيا نه شي کولی چې ستونزې په فرصتونو بدلې کړي. په هېواد کې د لوړو زده کړو بنسټونو رخصتېدو سره برېښنايي زده کړې هغه وخت په فرصت بدليدای شي چې د لوړو زده کړو بنسټونو مسؤلين، ښوونکي، اداري کار کوونکي او محصلين د برېښنايي زده کړو اړوند وسائلو ارزښت او کارونې ته له دې وروسته ځانګړې پاملرنه وکړي. دولتي او خصوصي پوهنتونونه عملا دا ومني چې د ودانيو، درس خونو، چاپي درسي کتابونو او لکچر نوټونو ترڅنګ د محصل او استاد لپاره د انټرنټ او کمپيوټر شتون او کارونې ارزښت خورا زيات دی. د پوهنتونونو مسؤلين په دې پوه شي چې په عادي او پرمختيايي بودجه کې برېښنائي زده کړو لپاره د معاصرې تکنالوژۍ رانيول او په اړوند يې د خپلو ښوونکو، اداري کار کوونکو اومحصلينو ظرفيتونه لوړول څومره ارزښت لري. د لوړو زده کړو وزارت درک کړي چې د پوهنتونونو د نظارت په برخه کې کومې برخې له پامه غورځول شوي دي او دا چې له دې وروسته بايد ياد وزارت له نورې نړۍ سره په کومو برخو کې سيالي وپالي. که چېرې يادو برخو کې شاملې خواوې بې غوره پاتې شي، لېرې نه ده چې د کرونا ويروس وبا ختمه شي او په افغانستان کې د برېښنايي زده کړو بهير د تېر په څېر د ګټې او فرصت پرځای د لګښت او مالي بوج په نامه هېر کړای شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 9

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شمس الدين همت په اقتصاد او ماليه (economics and finance) کې د اسلام اباد نړيوال پوهنتون څخه لسانس لري او د پېښور له ای ايم ساينسز پوهنتون څخه په کاروباري مديريت (business administration) برخه کې ماستري لري. له تېرو پنځو کلونو راهيسي په خصوصي پوهنتونونو كې د تدريس، څېړنې او علمي چارو په برخه کې د پوره وخته کار کوونکي په توګه دنده ترسره کوي. د علمي څېړنو په برخه کې تر دې دمه په انګليسي ژبه ليکل شوې پنځه علمي-څېړنيزې مقالې په بهرنيو څېړنيزو ژورنالونو کې نشر شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.