ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Dec 2015 - 16:19
author avatar
26 Dec 2015 - 16:19

((تېره شپه باران و، کومه کوټه کې چې ویده و، چټ یې نه درلود، ماشوم زوی او مېرمنې مې تر سهاره د باران له اوبو خوب نه دی کړی.)) دا د محمد هاشم په نوم د هغه سپين ږيري خبره ده چې تازه د باباجي له جګړې لښکرګاه ته له خپلې کورنۍ سره په دوه لاسه- دوه پښې راغلی.

د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه له ۲۰۰۱ز کاله تر اوسه د افغانانو په قربانۍ مخته روانه ده، پاکستان او هند له امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه لوی امتیازات تر لاسه کوي، خو افغان ولس تر کورنۍ جګړې وروسته، دادی څه کم، یوه نیمه لسیزه نور د جګړې په اور کې سوځي.  

د هېواد په سوېل کې هلمند یو خورا ارزښتناک او ستراتيژیک ولایت دی چې د هېواد لسمه برخه جوړوي، دا ولایت له پاکستان سره پراخه پوله لري چې له تېرو څه باندې څوارلس کلونو راهیسې نه ورته نړیوالې ټولنې او نه هم افغان حکومت د خوندیتوب تدابیر نیولي. هلمند د ملانصرالدین د قبر مثال لري، په کلیو کې هره ورځ امنیتي ځواکونه خورا ډيرې قربانۍ ورکوي، خو له پاکستان سره یې پراخه پوله خوشې ولاړه ده.

ایا په دې پوهېږئ چې په هلمند کې څه روان دي؟ په دې پوهېږئ چې په هلمند کې ولس له دولت سره څومره واټن نیولی؟ ایا په دې پوهېږئ چې د هلمند څومره سیمه د دولت تر واک لاندې ده؟ دا ټولې هغه پوښتنې دې چې د ملي یووالي حکومت یوه لوړ پوړي هم سر پرې نه دی ګرولی چې بلاخره د هلمند مرستیال والي د مراتبو سلسله له مجبوریته ماته کړه او د فېسبوک له لارې یې ولسمشر ته داسې پرانیستی لیک ولېږه چې له هرې کرښې یې دهلمند د ولس وینې څڅېږي. زموږ د مدني فعالانو هم ژبې وچې شوې، دادی بلاخره په خپل دردناک غږ باندې د یونما ددفتر ور ټکوو چې له جګړې مو وژغوري.

بدمرغي دلته ده، چې د سړې جګړې کاڼی زموږ پر سر مات شو، دا دی اوس بیا د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې نړیوالې جګړې کاڼی هم زموږ پر سر ماتېدونکی دی. د هلمند په لرې پرتو سیمو کې په صحنه کې هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو هر راز وسلې ازمایلې، د هلمند خلک بې له دې چې څوک یې پوښته وکړي وژل شوي، او کورنه یې ویجاړ شوي. لږ تر لږه یې دولت له تېرې لسیزې د روخام ډبرې امنیت هم ونشواى ساتلی چې هره ورځ ترې له سلو ډير موټر بارېږي او په هر موټر کې په ټنونو ډبره له هېواده قاچاق کېږي. موږ لږ تر لږه، د خپلو زراعتي ځمکو حاصلاتو اخیستو ته هم چا نه یو خوشې کړي، د هلمند د اوبو لانجه بیا بله ده چې ایران ورته په لوی لاس د هلمند امنیت خراب  کړی، ښه بېلګه یې داده چې د جګړې په ډګر کې درې وسلې نیول کېږي، هرو مرو به یې یوه د ایران جوړه وي. دا د افغانستان په جګړه کې د ايران د لاسوهنې د بوختېدا ښه بېلګه ده.

د افغانستان په سوېل کې له ۲۰۰۳ز کاله جګړه تونده شوې لا هماغسې تونده روانه ده. په سوېل کې بیا دهلمند ولایت، چې یوه ورځ یې هم سمه ورځ نه ده کتلې، یو ځل بیا د جګړې په ډير سخت اور کې سوځي، تر هغه وروسته چې د دولت وسله والو مخالفینو خپل نوی مشر اعلان کړ، له دې سره سم په هلمند کې جګړه تونده شوه. په سپټمبر میاشت کې لومړی د نوزاد ولسوالۍ سقوط شوه، وروسته د موسی قلعه ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوېده، تر هغه وروسته چې کندوز سقوط شو، او حکومت یې د خلاصون په موخه جدي او پراخ عملیات وکړل، کندوز یې بېرته ونیوی، هلته وزګار شوي د دولت مخالف وسله وال هلمند ته راغلل او دلته یې په نادعلي، لښکرګاه او ګریشک ولسوالیو کې جګړه پیل او په دوو ورځو کې یې د لښکرګاه څلورمه حوزه (باباجي) ونیوه.

ددې تر څنګ چې د هلمند خلکو ته نه پاکې اوبه رسيږي، نه ورته روغتیایي خدمات او نه هم ورته چا ښوونځی پرې ایښی چې ماشومان مو په کې زده کړې وکړي. له یوې خوا یې راباندې فاسد چارواکي مسلط کړي، له بلې خوا مو زراعتي محصولات د جګړې په ډګر کې خرابېږي او له کاره وځي. ځکه نو نن ورځ له جګړې بې ځایه شوي هلمندیان په فقر کې ژوند کوي.

د باغران او دېشو ولسوالۍ له تېرو دیارلس کلونو راهیسې د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي، د نوزاد ولسوالۍ یواځې د ولسوالۍ ودانۍ د دولت په لاس کې ده، د موسی قلعه او سنګین ولسوالۍ له ورته برخلیک سره مخ دي. د مارجې او خانشین هغه ولسوالۍ دي چې د ولسوالیو ودانۍ یې لا د وسله والو مخالفینو له لوري په محاصره کې دي، د نهرسراج او واشېر ولسوالۍ هم په سخته جګړه کې راګېردي. دا دی نن جګړه د لښکرګاه تر څنډو باباجي چې د لښکرګاه څلورمه حوزه ده رارسېدلي. خلک یې سرګردانه لښکرګاه کې په دې سړه هوا کې نه د خوراک او څښاک څه لري او نه هم د سرپناه لپاره کافي څه ورسره شته.

ددې تپل شوې جګړې، نه لومړۍ ورځ ده او نه هم اخره، موږ هلمندیانو هر کله دولت ته خواست کړی چې له دې روان ناورین څخه مو وژغوري، ماشومان او مېرمنې مو وژل کېږي، ځوانان مو وژل کېږي. اخر چاته وژاړو، له چا دا خواست وکړو چې له موږ سره د روان ناورین په کابو کولو کې مرسته وکړي. د مدني ټولنې د یوه فعال په توګه مې بلاخره مناسبه وبلله چې دا ځل د ملل متحده (یونما) دفتر ته دا پرانیستی لیک چې له هرې کرښې يې د هلمند د ولس د ټپونو آه خېژي ولېږم. هیله ده، ملل متحد د یوه خپلواک سازمان په توګه زموږ د لانجې او جګړې د حل په برخه کې غور وکړي، که جګړه سیمه يیزه وي او که کومه بله، د حل لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي، که نه هلمند به له کندوز څخه له بدتره بحران سره مخ شي.  

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

آغامحمد قريشي په ١٣٦٧ لمريز کال کې په هلمند کې زېږېدلی, لومړنۍ زده کړې يې د لښکرګاه د هلکانو په عالي لېسه او ثانوي هغه يې په خلج لېسه کې پای ته رسولې دي. نوموړی په ١٣٩٤ لمريز کال کې له اراکوزيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی فارغ شوی دی. قريشي د ازاد ليکوال او تحليلګر په توګه په یوه خصوصي څېړنیز مرکز کې د څېړونکي په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.