ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Jun 2018 - 09:37
author avatar
26 Jun 2018 - 09:37

شاوخوا ۱۷ کېږي چې افغانان له یوه بل سره په خپلو کې د دولت او طالب په نوم سره وژني، هره ورځ په لسګونه او سلګونه بې ګنا عام وګړي او د جګړې ښکیل اړخونه تلفات ورکوي. په دا دومره ډېر عمر کې هیڅ داسې لوری نه وو چې د افغانانو سوې چیغو ته یې غوږ نیولی واى او یو مثبت ځواب یې ورته ورکړی واى. هر ځل به که د سولې خبرې اترې کیدې یواځې څو نمایشي خبرې به وې چې هیڅ پایله به یې نه درلوده او هر ځل بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

اوس پوښتنه دا ده چې څه پېښ شول چې تر پخوا د سولې لپاره خوشبیني زیاته شوې او هغه لوري چې د سولې سر سخت مخالف وو دې ته واداره شول چې افغانان دې په سوله کې ژوند وکړي؟

تر ټول لومړی د هر افغان په ذهن کې دا پوښتنه ده چې شاوخوا اوولس کاله مخکې خو هم همدا دولت وو او همدا د دولت وسله وال مخالفین وو، نو بیا ولې د سعودي عربستان د نظام له لوري او د حرمین شریفین امامانو په لومړیو کې دا خبرې نه راپورته کولې چې په افغانستان کې روانه جګړه له اسلام سره په ټکر کې ده؟

د دې تر څنګ د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار محمد صالح الغفيلي هم په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې چې ددوی دولت د افغان سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ کوي. منځنۍ نقطه دا ده چې ددوى مشران په خپلو کې سره جوړ راغلي دي. یعنې دا موضوع دوه اړخونه لري، لومړی دا چې په سعودي عربستان باندې هم پاکستان او امریکا مستقیماً اغېزه لري دواړه هېوادونه یې په نړۍ کې لوی مدافعین دي.

همدا اوس هم په زرګونو پاکستاني ځواکونه په سعودي عربستان کې د امنیت ساتنې په موخه مېشت دي، دې ته ورته له امریکا سره ځکه غواړي چې روغې اړیکې ولري چې په نړۍ کې زبر ځواک حسابیږي، نو ویلی شو چې په هیڅ حالت کې دې هېواد نه شو کولی چې ددې دوو هېوادونو له امر او مشورې پرته د افغانستان په اړوند یې څرګندونې یا دا ډول پرېکړې کړې واى. یعنې ددې څرګندونو لوى لامل دا دى چې پاکستان او امریکا په خپلو کې له لویو ناندریو وروسته یوې ځانګړې پايلې ته سره رسېدلي چې نن د سعودي دولت او د حرمین شریفین امامان دا ډول څرګندونې کوي.

د دې تر څنګ هر افغان د دې شاهد دی چې د ټرمپ له واک ته رسېدو راهيسې پر پاکستان څومره زیات فشارونه وو. یعنې له اقتصادي اړخه نیولې چې د پاکستان پولي واحد یعنې کلداره څومره ښکته لاړه تاسې ولیدل چې د پاکستان دولت په خپله اعلان وکړ چې ددوى کرنسي د ۲۰۱۴ کال په څېر مخ په زوړ ده. یواځې دا نه بلکې د پاکستان د صادراتو کمښت، په نړیواله کچه د تروریزم د تمویل هېواد نوم ورکول، د ټرمپ له لوري د دروغجن سیاست درلودونکي نظام نوم ورکول، په پاکستان د ننه په بېلابېلو نومونو د دولت پر وړاندې کوچني خوځښتونو، دا او داسې نور مسایل وو چې امریکا غوښتل دوی د خپلې ستراتیژۍ مطابق وڅرخوي.

خو د پاکستان له لوري نه پلي کېدل، ددوى ټولو فشارونو یواځینی لامل د وسله والو طالبانو له صحنې لرې کول دي او پر ځای يې بلې ډلې ته زمینه مساعده کول دي چې په دې سره د پاکستان دولت خپل ځان او نږدې دوست هېواد چین په خطر کې لیده. یعنې د چین له لاسه ورکولو سره په پاکستان دننه د ميلیاردونو ډالرو پروژې له منځه تللی شي چې له همدې امله د پاکستان دولت په هیڅ صورت دا نه غواړي چې داسې دې وشي.

اوس تاسې ولیدل چې هر څه بېل ډول ښکاري، همغه امریکا چې تل به یې وسله والو ته د خبرو میز ته د نه کېناستلو خبرې کولې تازه اعلان کړی چې دوى د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو میز ته کېني. ددې تر څنګ د ټرمپ د ستراتیژۍ مطابق چې د پاکستان په دولت یې د مرستو بېلابېل بندیزونه لګول اوس تازه په امریکا کې د پاکستان نوی سفیر علي جهانګیر پاکستاني رسنیو ته خبر ورکړی چې دی اوس له ټرمپ او د نوموړي له زوم سره نږدې اړیکې لري. د پاکستاني رسنیو په حواله ویل شوي چې د علي جهانګیر او د نورو ډيپلوماټانو په هلو ځلو اوس د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د پخوا په پرتله خورا زیات مثبت تغیر راغلی دی. د پاکستاني سفیر په وینا، نوموړي ویلي چې اوس دواړه هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې په ګډې همکارۍ او مشورې به د ټرمپ پالیسي پر مخ وړي.

په ورته وخت کې تاسې ولیدل چې ځینو پاکستاني مقاماتو روښانه کړه چې  ډېر ژر به په یوه ناڅرګند ځای کې د افغان سولې په اړه خبرې پیل شي، د رسنیو په حواله ویل شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي چې له ډېر ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په یوه نامعلوم ځای کې خبرې پیلېدونکې دي. یعنې دې ټولو خبرو ته په کتو ویلی شو چې پاکستان بلاخره د متحده ایالاتو ټولو شرطونو ته تن ایښى دی او هغه ټول شرطونه به پلي کوي کوم چې به امریکا ورته وايي.

یو څه چې باید روښانه یې کړم هغه دا دي چې د امریکا پاتې کېدل په افغانستان کې د هیڅ افغان په خیر نه دي، ځکه چې دوی به تل ددې خاورې څخه د یو نظامي مورچل په توګه ګټه پورته کوي. همدوى به ددې خوار ولس د وژلو او نابود کولو لپاره بېلابېلې ستراتیژۍ او پلانونه جوړوي چې په دې سره به مو کلونه کلونه په جنګ جګړو کې تېر شي. اوس افغان ولس ته دا ښایي چې د شته نظام ملاتړ وکړي او بهرنیو ځواکونو څخه په یو غږ وغواړي چې له دې هېواد څخه ووځي. په دې سره به موږ او تاسې یو قوي نظام ولرو او د بهرنیانو له شومو دسیسو به وژغورل شو.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.