ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
14 Feb 2018 - 17:59
author avatar
14 Feb 2018 - 17:59

دا کومه ورځ ده؟‌ ولې ورته ولنټاین وایې؟‌زما په ویرجن کلي څه کوي؟‌ ایا زه به هم دا ورځ نمانځم؟‌

دلته ډېر خلک نفرتونه زېږوي.‌ دلته خلک د دوه مخیتوب په رنګ کې ډوب دي.‌ دلته څوک د مینې په نامه څه نه پېژني.‌ دلته مینه فقط یو نوم دی.‌ هو بس یواځې یو نوم.‌ دلته د مینې هویت بدل دی.‌ دلته مینه د تکلیف د شیندلو لپاره کاریږي.‌دلته مینه خوب دی.‌هو یو څو مینان خلک به وي مګر مینه ترې تروړل شوې.‌ د زمان شرایطو بدرنګ کړي.‌ د زمان اجبار ترې بې مینې او بې مروته خلک جوړ کړي.‌

دلته هر سهار مرګونه وي.‌هره ورځ جنګ وي.‌دلته د اسلام په نوم معصوم انسانان وژل کېږي.‌دلته د سیاسي مخالفت په نوم د خلکو ازادۍ سلبیږي.‌ دلته د دوستۍ په نامه د  ځوان کهول د نیکو احساساتو  نه بده ګټه پورته کیږي. دلته مشر په کشرانو شفقت نه کوي ‌او دلته کشران د مشرانو د کرامت انداز نه ساتي.‌دلته ځينې خلک د قدرت خاوندان د عام ولس په مرګ کې خپل ژوند وي او دلته عام ولس هک پک د یوې مړۍ ډوډۍ په تلاش کې دى.‌

دلته مینه د کرکې لوخړو خړپړ کړې او دلته مینه دودیز تهمت ګڼل کیږي.‌دلته مینه د وروسته پاتې فکرونو ځانګړتیا ده او دلته مینه د پخوا زمانو راپاتې کیسه ده.‌ دلته لیلی-مجنون، فرهاد-شیرنۍ او مومن-خان شیربانو مطلق لیوني پېژندل شوي‌ او دلته مینه یواځې د لیوني شهوت د پوره کېدو لار ګڼل کېږي.‌

ولنټاین ډې په ۱۴ قرن کې هغه وخت ایجاد شوه چې د عیسوي مذهب مشر ولنټاین په دې تور بندي شو چې عسکرو ته یې د واده مراسم برابر کړل. هغه مهال عسکرو ته د واده اجازت نه وو او باید یواځې ټوپک په لاس بې مینې له دنیا تللي وای.‌ له هغې وروسته اوس دا ورځ د جولای په ۶، د جولای په دېرشمه او د فبرورۍ په ۱۴ نېټه هر کال د دې لپاره نمانځل کېږي چې د ولنټاین، پرسبیټر او هیرومارټر شخصیتونو ته د مینې په زور درناوی وړاندې کړي.‌

دا ورځ په ځينو هېوادونو کې مذهبي،‌ په ځينو ټولنو کې دودیز او بعضې یې د سوداګریزو توکو د ډېر خرڅلاو لپاره نمانځي.‌ هر څه چې وي، هر چا چې رامنځته کړي او په هره موخه که بنا وي هغه بېله مسله ده، مګر اړینه داده چې زما ژړغوني کلي څومره د مینې لپاره ذهنآ چمتو دي؟‌ زما په کلي کې د مینې قاتلانو تر کومه بریده مینه زندۍ کړې ده؟‌

پوهیږئ! مینه له موږ خفه ده، مینه مرګونې ده، ‌مینه تورنه ده، ‌مینه جنسي غریضه ده، مینه د شومو سیاسي، ټولنیزو او سوداګریزو هدفونو د ترلاسه کولو وسیله ده.‌ مینه ګیله لري چې ولې یې موږ د پخوا په شان سپیڅلې نه ګڼو؟‌ ولې یې د ژوند لار او د ارام وسیله نه بولو؟

خو زه وایم چې مینه- مینه ده.‌ مینه د هر پیچلي ماموریت د ترلاسه کولو توان دی.‌ مینه، لکه فرهاد، د مینې لپاره په تېشه د غره د سوري کولو ژمنتوب دی.‌ مینه ښکلا ده،‌ مینه وفا ده، ‌مینه د بې وزلو د لاسنیوي راز دی، مینه د شکېدلو ګرېوانونو د ګنډلو اراده ده،‌ مینه په چاودو چاودو شونډو د مسکا د پیداکولو پلمه ده. مینه ارام دی، مینه ژوند دی،‌ مینه د نفرت د مخنیوي لار ده، مینه سړیتوب دی.‌ مینه شخصیت دی،‌مینه پوهه ده،‌ وقار دی، سرمایه ده، مینه د هر رنځ لپاره کیمیا اکسیر دی، مګر کومه مینه؟‌

هغه مینه چې زما په ټولنه کې یې یواځې نوم پاتې دی. یو سوداګریز نوم، دودیز نوم، ‌مذهبي نوم، دا ټول نومونه نا سم دي، ځکه مینه له  خدای سره د پیوستون وسیله ده، دنیا کې د ښېګڼو دلیل او جنت ته د رسېدو لار ده،‌ مګر له بده مرغه دلته مینه نشته، دلته د هر څه بڼه بدله شوې، د ډېرو ارزښتونو تعریف بدل شوی.‌ دلته انسانیت او انساني خلوص د شومو خلکو له خوا یواځې د ډول ډول بدرنګو موخو د پوره کولو لپاره کارول کیږي.‌ دلته د مینه پالو او مینه ناکو خلکو له پاکو احساساتو سره لوبې کیږي.‌ دلته په سینو کې د مینې پر ځاى لویې لویې ګرګې پرتې دي.‌ دلته مینه کمه او نفرت ډېر دی.‌ دلته خلک د مینې په ځاى دښمنۍ زېږوي او دلته خلک د مینې تر نامه لاندې د باورونو فضا وژني، ځکه خو هر څه خړپړ دي او دلته هر څیز قاتل قاتل دی.‌

پوهیږئ! ‌دلته مینه دوه مخي انسانان کاروي،‌ دلته مینه جنسي لوږه ده،‌ دلته عاطفه،‌احساس او متقابل درک ورک دی.‌ دلته بس مینه د شهوت جنون دی او دلته مینه افراطي او مروته تعامل دی.‌ هو، دلته هېڅ مینه نشته، مینه هېڅ نشته، مینه هېڅ نشته، ځکه نو راځئ په خپلو مټو جنګ ته نه ووایو، نفرت ته نه ووایو او تمهت ته نه ووایو.

راځئ د نفرتونو وېشونکي او د مینې وژونکي د مینې کولو ته په مینه اړ کړو.‌ انسان خواره نور د بېګناه انسانانو له غوښو خوړلو نه ستانه کړو او د مذهب،‌ پوزیشن، اپوزیشن،‌ موافق، مخالف، بې ږيرې او ږيره دار په نومونو دا نړۍ بې مینې نه کړو،‌ نو راځئ یوه ګلرنګه، خوږه،‌مخلصه او داسې باوري نړۍ جوړه کړو چې ټول په کې د مینې اصلي ارزښت، هویت او اغېز درک کړو.‌

د مینه ناکې نړۍ د جوړېدو په انتظار.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 38

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.