ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
10 Apr 2019 - 19:10
author avatar
10 Apr 2019 - 19:10

افغانان په تاریخ کې شریف، نجیب، با دوده، منلي او ښکلي خلک وو؛ دوی به سر ورکاوه خو سنګر نه؛ لويه بها به یې اداء کوله خو دودونه به یې نه ماتول. دوی به وطنونه ورانول، دښمن به یې نیست نابود کاوه، دښمن به یې تارو مار کاوه خو د دښمن سرتورو، مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ته به یې څه نه ویل. د غیرت، سړیتوب، احساس او معیارونو جګړې د افغان تاریخ غوښنه برخه جوړوي.‌

افغان څه لا چې د پیغمبر (ص) له زمانو دغه فنون راپاتې دي،‌ د جګړو اصول را پاتې دي، د جګړو هنر را پاتې دی،‌ سنزو د چین یو نظامي فیلسوف و، نوموړی که څه هم ډېر متشدد جنرال و خو د جنګ لپاره یې خاص اصول وضع کړي وو. ‌د جګړو هنر کتاب یې چې ما تفسیر کړی، د جګړو او په جګړو کې د اخلاقي موازینو له ارونو ډک دی.

سیف الله خالد بن ولید، سکندر مقدوني ‌او حضرت عمر د جنګې اخلاقو نمونې دي، په داسې حال کې چې افغان جګړه د تاریخ مرموزه، بې اصوله، وحشي، پېچلې او څو بعدي شخړه ده؛ څوک یې ورور وژنه بولي او څوک یې د پاکستان-هندوستان سیاسي سیالي، عربستان- ایران مذهبې تقابل او چین- امریکا اقتصادي پهلواني ګڼي.

دغه راز څوک یې د نشه یې توکو کاروبار، څوک یې د فساد پایله، څوک یې د ملت اغفال، څوک یې غربت او بېکاري او څوک یې د بعضو افغان سیاسي ‌مشرانو بې ضمیرتوب له امله یادوي چې خپل اولادونه او کورونه ساتي ‌خو د غریب بچي په مختلفو پلمو له تېغه تېروي.‌

هر څه چې وي خو جګړه روانه ده؛ هره ورځ سپین سرې میندې د ځوانيمرګو زامنو ساندې غږوي او هره ورځ سپین ږیرې بې وزله پلرونه د خپلو قربانې شوو بچو لپاره د قبر ځایونه لټوي.‌

په کليو کې د مړو خښولو ځایونه کم شول، کلیوال پر جنازو ستړي شول، امریکا ستړې شوه، سیمه ییز خشن او شریر ګاونډیان له جنګ نه شا ته کېدونکې ي، عربان په لومړي ځل پر افغانانو دردمن ښکاري او اوس د منځګړیتوب غوښتنه کوي، خو زما افغان وروڼه لا اوس هم د یوه بل وژلو ته تیار ناست دي. ‌په دې جګړه کې هېڅ اخلاق نه مراعاتوي، په دې جګړه کې ټول سرحدونه شا ته پرېږدي، په دې جګړه کې لکه تیږه داسې کلک دي، هم ځان وژني، هم بل. ‌په دې جګړه کې که یوه اړخ جومات شهید کړ او بل اړخ د دښمن په کور ورغی او ښځې یې ترې یووړې.

که یوه اړخ په یوې مړۍ ډوډۍ پسې ورک حکومتي مامور وواژه، نو بل اړخ هر پټکی لرونکی او ږیرور سړی د طالب په نامه ګوانتانامو، بګرام او پلچرخې ته واستاوه. دغه راز که یو اړخ بېچاره انجنير غرغره کړ، نو بل اړخ پر ودونو بمبارونه وکړل او ښادۍ یې وغمولې.

په دې جګړه کې څه څه ونه شول! تاریخ یې په یادولو ژاړي، تاریخ د شرم احساس کوي، خو موږ بې حسه انسانان اوس هم غړۍ پورته پورته وړو او پر خپلو کړو وحشتونو ویاړ کوو.

د بېچاره انسانانو وژل، بندي کول، تښتول، اخلاق له منځه وړل، ملت کلونه کلونه شاته وړل، فساد کول، جنګ لکه لنګه غوا لوشل او په سلو نومونو د وینو دا لړۍ ژوندۍ ساتل زموږ د معاصر تاریخ توره برخه شوه.

زما د وطن شجاع سرتېری د سر په بدل کې د دښمن نیزې ته سینه سپر کوي، جنګ کوي خو د هېواد بعضې مشران یې پر وینو قیمار کوي، وژني یې، هیروي یې، ‌طالب او افغان سرتېري د دغه وطن بچې دي؛‌ هو منم چې نن یو بل ته په سنګر کې ناست دي، مګر هرو مرو به سوله راځې، ‌خو مخکې له دې چې سوله راشي، راځئ د دغه وطن دنګ دنګ ځوانان د دې بې خونده، بې رنګه او بې اره جګړې ښکار نه کړو؛ هڅه وکړو چې د نورې وینې له تویېدو مخنیوی وکړو.‌

د جنرال نیکولسن، جان کیري او باب ګېټس په کتابونو او وینو کې راغلي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لانجه به تل له امریکا او بهرنیانو سره پر ملکي وژنو، د شپې له خوا پر کورونو پر چاپو، مقدساتو ته پر بې عزتۍ او پر سپیو د جوماتو تلاشې کولو پر سر وه. دوی اعتراف کوي‌ چې کرزی په حقه و؛ ځکه افغانستان د تاریخي سیر له پړاوونو تل د دودونو، معیارونو، ارزښتونو او ارونو وطن پاتې شوی دی. په دغه وطن د نورو ارزښتونو سربېره ناموس د مرګ او ژوند ترمنځ د اندازه ګېرۍ مقیاس دی.

د امریکا استخباراتو هم طالبان پر څلورو ډلو وېشلې؛ یوه ډله په کې هغه طالبان دي چې بهرنیان او حکومت یې پر کورونو ورغلي وو، د مېرمنو مخ کې یې توهین کړي وو، پلټلي یې وو او بې پوښتنې یې په زندانونو کې تعذیب کړي وو؛ ځکه نو دې ډول طالبان ته یا غچ وو او یا مرګ. زه د یوه ناپېیلي افغان په حیث کلونه کلونه د سولې په لار کې منډې ترړې وهم، پر ټولو اړخونو د جنګ درولو غوښتنه کوم، مګر هر اړخ د خپل زور په نشو کې ډوب دی خو په یاد ولرئ، څو چې یو بل ونه بښئ، د سولې ذهنیت جوړ نه کړئ، د کار او زیار نوی باب خلاص نه کړئ او د سولې معاصر، عملې او منطقې ارونه ونه منئ، سولې ته نه شئ رسېدلای.‌

وروستۍ دا!

په دې کې هېڅ شک نشته چې په جګړو کې تر مذاکراتو مخکې مرحله ډېره حساسه وي؛ شدت زیاتېږي، وژنې کېږي او یو بل ته د غښتلتیا په نمایش اخته وي، مګر دغه فرمول په بې دینه، لامذهبه، بې بندوباره، ظالمه او وحشي ټولنه کې د منلو وړ دی. کله چې د افغان جګړې دواړه طرفونه مسلمانان او افغانان دي، د دوی ترمنځ د جګړې شدت افغانان مسلمانان وژلی شي ‌او بس.

هیله ده د طالب او افغان لورو مشرتابه غیر معمولي، غیر تجربه شوي او طغیاني جګړه ییزې مانورې پرېږدي، پر زماني حساسه مرحله سر خلاص کړي، د یوه بل پر سینو چړې خښې نه کړي او ځانونه کاغذي پړانګان جوړ نه کړي. زه هیله لرم چې د سولې په دې مرحله کې نه نور طالبان د جګړو خبرونه خپاره کړي ‌او نه هم افغان او بهرني ځواکونه د خلکو پر کورونو ننوځي، سړي یې مړه کړي او ښځې یې یرغمل یوسي.‌ دا نو کومه پښتو او ایمان شو؟ دا نو کوم منطق او اوجاغي شوه؟ دا نو څه ډول افغان تاریخ شو چې پر ښځو هم لاس پورته کیږي.؟

د هلمند د باباجې مسئله که هر څه وه، خو منطقې نه وه، پر وخت نه وه، ښه نه وه او ګټوره نه وه.

رسول اکرم ص هم په جنګ کې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د سر ساتنې امر کړی، خو اوس نو داسې ښکاري چې موږ کې پښتو چېرته ایمان چېرته دی.‌

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.