ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 Oct 2015 - 22:18
author avatar
1 Oct 2015 - 22:18

که موږ د کور جوړلو نقشه ونه لرو او هر خوا دیوالونه جوړو او کوټي (خوني) ابادوو، ایا مونږ به داسی کور د اوسیدو جوړ کړي وي چې هم ښکلا ولري اوهم زموږ د ضرورت او امکاناتو په تناسب وي، چې بیا تری سمه او ښه استفاده وکړی شو؟ زما په اند نه. استفاده خو څه کوي، ډیري پیسي به مو بیځایه مصرف کړي وي، یوه خونه به یې هم د استفاده وړنه وي او یو دیوال به د بل دیوال په مخکې خونو ته د ورتګ لاره بنده کړی وي.

حکومتداری هم نقشې ته ضرورت لري. داسې نقشه باید وی چې زمونږ د ملک د ضرورت او امکاناتو په تناسب وي او تطبیقي جنبه ولري. معمار، نجار، اهنګر، رنګمال، برقي او د هرچا کار د نقشې په تطبیق کې معلوم وي. د نقشې په لوستلو ټول چارواکې باید پوه وي چې هماغه نقشه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تطبیق کړي. که کوم چارواکې په رنګ او روغن کې او یا د کور په دننه ښکلا او ډيزاین کې څه فرق راولي نو بیا فرق نه کوي او د نقشې عمومی بڼه کې تغیر نه راځي ځکه هغه به د چارواکو د سلیقې پوری اړه ولري. نه دا چې اوس د هرولایت او وزارتونوچارواکي ځانته جدا جدا نقشي لري چې نه د ولس په ګټه خوري او نه  يې دوی تطبقولي شي.

د ۲۰۰۵م کال د جولای په میاشت کې چې کله ما د کورنیو چارو وزارت له معینیت نه استعفا ورکړه نو ما په خپل خبری کنفرانس کې وویل چې که د حکومت انجن خراب وی نو که ډریوران یې سل ځله بدل رابدل شي دا موټر چیرته نه ځي. لس کاله وروسته هماغه حالت دی. هماغه پخوانی ناکامه ټیم د پخوانیو ناکامو پالیسو سره غواړي چې د حکومت یا نظام چاري په مخ یوسی. په تیرو کلونو کې په افغانستان کې ۱۵۰ زره خارجي مجهزې قواوې وې، هوایې قواوي یې درلودي او هم په بیلونونو ډالري ښکته پورته کیدلې خود تیروکلونو امنیتي، اقتصادی او د حکومتداری پالیسۍ ناکامه او موثریت یې  لږ و. سوال دا دی چې که په تیرو زیاتو امکاناتوسره پخوانۍ پالیسۍ د همدغه ټیم په برکت ناکامه وي نو مونږ ولې توقع وکړو چې همدا ټیم به په لږو امکانانو کامیاب  شي. زموږ توقع د موجوده حکومت نه دا وه چې د تصمیم ګیري په سر کې به یو نوی په کار پوه ټیم چې د ولس په منځ کې اعتبار ولري رامنځته کړي خو خبره سرچپه وختله.

د حکومتدارۍ د نقشې جوړولو اول کار دا دی چې محلي اداري یا ارګان های محل اداره باید لغوه شي او بیرته د کورنیو چارو وزارت سره وتړل شي.

موږ دری قسمه والیان لرو: عادی والیان چې هیڅ صلاحیت، قوت او امکانات نه لري او صرف د لاټری په راوتو والیان شوي دی. نه یې  دامنیې قوماندان په خوله پياز خوری، نه امنیت ملی او نه اردو. دا ډول والیان خپلي شپي تیروی او پهلوان زنده خوش است چې د والی صیب لقب ورته استعمال شي.

دویم ګروپ والیان VIP والیان دي.VIP  دوه معنی لری یو یې Very Important Person مګر په افغانستان کې د Very Illgegal Person معنی لري ځکه د افغانستانVIP کسانو لپاره قانون د نخود دانې په اندازه هم اهمیت نه لري او نه تری څوک پوښتنه کولې شي. دا ډول والیان په کابل کې د کوم وزیر او یا نورو چارواکو او یا کوم سیاسی مشر له خوا حمایه کیږي خو بیا هم ناکامه دي ځکه دوی هم یوازی هغه کسان خوشالوی ، د چا له خوا چې دوی مقرر شوي دي. د دوی په خوله هم امنیتي قواوي زردکي نه خوري نو دا ډول والیان هم څه نه شي کولي.

دریمه ډول والیانVVIP (Very Very Illegal Person or Very Very Important Person) والیان دي چې تعداد یې ډیر محدود دی. دا ډول والیان په خپله سیمه کې هرکاره دي اود محلې ملوک الطوائف په توګه قدرت چلوي. دا سیمی د ظلم او استبداد په اساس ارامه ښکاري خود دی سیمو حالات هم په یوه لحظه کې خرابیدای شي. د دی قسم والیانو نه هم د نظام جوړولو توقع نشته دی.

د ښې حکومتدارې په نقشه کې باید  دا هم اضافه شي چې والي او ولسوال د منطقې اوله درجه امر دی اود ټولو امنیتي او ملکي ادارو مسوولیت  د دوی په غاړه وي. کله به چې پخوانیو رژیمونو کې په کومه سیمه کې امنیت خرابیده نو داسې والیان به ټاکل چې ملکي او نظامې ارګانونه به د هغه ترقوماندې لاندې وو،  د تغیر او تبدیل صلاحیت به یې درلوده او د حکومت  ټولو ارګانونو به یې خبری ته خبره ویله. اوس مونږ هم داسې والیانو ته ضرورت لرو چې په ولایتونو کې واقعا د اولې درجې چارواکې په توګه کار وکړي او صلاحیت ولري. داسې والیان چې د پیاده د بدلولو صلاحیت ونه لري، هیڅ نشي کولي. جمهور رئیس باید د صلاحیتونو تفویض وکړي او هسې په وړو شیانو خپل ځان مصروف ونه ساتي. جمهور رئیس باید یوازې پوښتنه  د وزیر نه وکړي ، حتې د والیانو  نه هم باید پوښتنه ونه کړي اوهغه دی پریږدي مربوطه وزارت ته ځواب ووايي. مونږ د جنګ په حالت کې یو اوداسي والیانو ته ضرورت لرو چې امنیتي او ملکي ادارو باندې قانونې کنترول ولري، د ولایت په کچه د حکومت د ټولو کارکوونکو د ټاکلواو لرې کولو صلاحیت باید ورته ورکړل شي. البته دا د مرکزی حکومت وظیفه ده چې د والي تصامیم ارزیابې کړي ، که کوم والې یوازي خپل خپلوان او یا د یو قوم او ډلې کسان مقرروی نو هغه والې باید د دندې نه لری کړی شي.

د ښې حکومتدارۍ په نقشه کې دعایداتو او مصارفاتوحساب ورکول ډېر مهم دي. شفافیت یا روڼتیا په بودجه او هم مصارفو کې باید موجود وي. ډیري پیسي د اوپراتیفي مصارفو په نامه امنیتي ارګانونو او یا محلې ادارو ته ورکول کیږي خو ددی پیسو د مصرف او درک نه لږیږي اودولتي چارواکي اوپراتیفي پیسي په خپلو جیبونو کې اچوي او د هغه موخو لپاره چې اوپراتیفې پیسي ورکړل کیږي یو سلمه یې هم داوپرایتفي کارونو لپاره نه استعمالیږي او همدا علت دی چې حکومت د مخالفانو د لیکو نه هیڅ معلومات نه لري.

د ښې حکومت داری په نقشه کې د امنیت، ادارې او اقتصادی مسایلو ترمنځ اړیکي ضروري دي. اقتصادی رشد بې له امنیته نه شي راتللی. امنیت او اقتصاد د ښې حکومتدارې په پایله کې ښه کیدلې شي.

په پای کې د ښې حکومتداری په نفشه کې دوه صفحې متحدالمال عملیاتی پلان د هری اداری لپاره ضروری دی چې د حکومت ټول چارواکي پري پوه وي. داسې نه چې د موجوده سلهاو ستراتیژي ګانو په تعبیر، تفصیر او عملی کولو باندی نه د دولت ټيټ پوړي چارواکي اونه هم لوړپوړي چارواکي يوهیږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.