ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
8 May 2016 - 10:09
author avatar
8 May 2016 - 10:09

د امنيتي او سياسي نا امنيو له کبله د ملي وحدت حکومت په داخلي او بهرني پانګه اچوونکو کې بې زړه توب او ډار رامنځته کړی دی. اقتصادي وده د ۲۰۱۳کال د ۳.۷ سلنې څخه دا کال ۱.۳ سلنې ته راټيته شوې او توليدات هم د تېر په نسبت کم دي. شخصي پانګه اچونه د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۵۰ سلنه رالوېدلې ده. د خورا پوځي او دفاعي لګښت له کبله کلنۍ خرڅې له عايداتو څخه زياتې شوي چې له کبله به يې د افغانستان لپاره نړيوالې مرستې د ۲۷۰ ميليونو ډالرو څخه دا کال ۴۹۰ ميليونو ډالرو ته پورته شي. خو مهمه پوښتنه دا ده چې تر کومه به دا مرستې دوام وکړي؟ د عراق اوسنى حالت زموږ په وړاندې دی. 

په افغانستان کې د شخصي او بهرنۍ پانګه اچونې خورا ضرورت دی، د تېرو دوو کلونو په پانګه اچونې کې دومره توپير نه و.  همدارنګه په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د ملي توليداتو سلنه ۳.۹ اټکل کيږي چې د تېرو کلونو (۳.۱ سلنې) په پرتله دومره زيات توپير نه لري.

په داسې حال کې چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې مو د زده کړې، روغتيا، روزګار پېدا کولو، د ژوند د هوساينې د کچې ، سړکونو په پوخوالي او د ژوند په نورو اړخونو کې يو څه پرمختګ کړی خو اوس هم خورا زيار ته اړتيا ده. مهمه پوښتنه داده چې ايا افغانستان د بهرنيو مرستو بې غير ساه اخيستلای شي که نه؟ په خواشينۍ سره چې دا مهال بهرنۍ مرستو ته د تېر په پرتله ډېره اړتيا ده . البته په راتلونکي کې که امکان لري چې په خپلو پښو ودريږي په هغه صورت کې چې نه يوازې اوسنۍ مرستې په شفاف ډول مصرف شي او د اداري فساد مخه ونيول شي، بلکې پانګه اچوونکو ته د امن ډاډ ورکړل شي، چې له طبيعي زېرمو څخه کار واخيستل شي، ملي فابريکې فعالې شي ، ملکي وګړي وروزل شي او په دندو وګومارل شي. 

د هېواد د پرمختګ لپاره دولتي چارواکو ته يو څو وړاندېزونه په لاندې ډول  بيانوو:

الف: د امنيت د ټينګښت لپاره: 

۱. د امنيتي ځواکونو د کچې زياتول او په صحيح ډول روزنه. 

۲. د لوړ پوړو دولتي چارواکو د خپل منځي اختلاف خاتمه او ملکي مسايلو ته بشپړه توجه اړول.

۳. د استخباراتي شبکو د راپورونو کره والى او په وخت يې له امنيتي ځواکونو سره شريکول.

۴. په بهرنيو ځواکونو فشار راوړل تر څو افغان ځواکونه او استخباراتي ادارې په نويو الاتو اکمال کړي بلکې په دغه لړ کې خصوصي روزنه ورکړي.

ب: اقتصادي وړاندېزونه

ا. د غربت د خاتمې لپاره د پرمختيايي ګامونو پورته کول. د بېلګې په توګه، په بنګله دېش کې د ډاکټر محمد يونس (نوبل جيزه ګټونکی اقتصاد پوه) د مايکرو فاينانس پروګرام د دغه هېواد غربت په غټه کچه راټيټ کړ. د دغه پروګرام له مخې نه يوازې د هېواد غريبه طبقه په دندو وګومارل شوه، بلکې په پای کې د خپلو شرکتونو خاوندان شول. د دې مياشتې په پېل کې کولمبيا اعلان وکړ چې ډېر ژر به د ډاکټر محمد يونس دغه پروګرام په خپل هېواد کې پلي کړي. افغانان د هنر ، کسب او لياقت په ډګر کې له نړۍ کم نه دي خو د دولت لخوا د دارنګه پروګرامونو د نه شتون له کبله وروسته پاتې دي. 

۲. په هندوستان کې  د آغا خان د کوپراتيفو بانکونو له کاميابې تجربې څخه افغان دولت هم يو څه زده کولای شي. دغو بانکونو وروسته پاتې کلي نه يوازې په اقتصادې توګه په پښو درولي، بلکې د صحت په ډګر کې يې هم ډېره مرسته کړې ده.

ج: زراعتي وړانديزونه

د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د زراعتي عايداتو له لارې خپلې شپې سبا کوي. همدارنګه زراعت د افغانستان د ټولو عايداتو ۴۰ سلنه برخه تشکيلوي نو ځکه خورا زيات اهميت لري.

دولت بايد: 

ا. د داخلي او بهرني تکړه زراعت پوهانو او روزونکو په موجوديت کې د بزګرانو لپاره د خصوصي ورکشاپونو زمينه برابره کړي.

۲. د کوکنارو د مخنيوي او د متبادلو فصلونو د کر او ګټو په اړوند معلومات ورکړي.

۳. بهرني شرکتونه او USAID وهڅوي تر څو د افغانستان د زراعت په خصوصي سکتور کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.  

۴. د زراعت په برخه کې د سبسيډۍ (Subsidy) کچه زياتول، د بېلګې په توګه د سرې (کود) ، زېرمه، د تخمونو او بوټو په کم قيمت مهيا کول. 

۵. د زيات فصلونو او د پېرودونکو د نه شتون په صورت کې د دولت لخوا د دغو فصلونو په خپله پېرودل او يا نورو هېوادونو ته د صادرولو زمينه برابرول. 

د: د روغتيا په اړه وړانديزونه 

له ۲۰۰۱ م کال راهيسې که څه هم افغانستان د روغتيا په اړه يو څه پرمختګ کړی خو اوس هم خورا زيار ته ضرورت دى. اوس هم افغان وګړي په لوړه کچه د ناروغيو د درمل او په خصوصي توګه د جراحي عملياتو لپاره ګاونډي هېوادونو ته ځي چې له زياتو ستونزو سره مخامخ کيږي.

دولت بايد ترټولو لومړی د طب پوهنځي محصلينو ته په زياته کچه د بهرنيو هېوادونو د بورسونو بندوبست وکړي تر څو په معاصرو زده کړو او وسايلو سمبال شي او لا نور د هېواد په داخل کې وروزي.

همدارنګه هېوادوال د ارزانه او معياري درملنې ترڅنګ زياتو روغتونونو ته اړتيا لري. د امبولانسونو او صحي عملې د کمښت له کبله زيات شمېر ناروغان په لارو کې مړه کيږي.  

 افغانستان کې د لياقت، هنر ، کسب ،  د هېواد د بيا ودانۍ ولوله، د طبيعي زېرمو کمښت نشته خو دولت ته لازم دي چې کار اهل کار ته وسپاري، اداري فساد له منځه يوسي او د هېواد د پرمختګ په لار کې د هيڅ قسمه وسايلو له کارولو درېغ ونه کړي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.