ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Jan 2018 - 17:55
author avatar
22 Jan 2018 - 17:55

د رسنیو اهمیت نن سبا دومره زیات شوی چې د یو حکومتي نظام په درې ګونو(قضائیه، مقننه، اجرائیه) قواوو سربېره اوس څلورمه قوه بلل کېږي، دا چې رسنۍ په رښتیا هم د حکومتي نظام په ټینګښت او پاېښت او همدارنګه په سقوط کې فعال رول لوبوي.

نو په کار ده چې د دې مسلک څخه يوه داسې په زړه پورې او روا ګټه واخيستل شي،چې خلک پرې حقيقي ژوند ته متوجه شي او په ټولنه کې شته ستونزې ورسره حل شي، د دې لپاره چې له دغه ډله ييزو (انځوریز،غږېز،چاپیزو،خواله رسنۍ او…) رسنيو څخه مثبته ګټه واخېستل شي، موږ ته په کار دي چې د رسنیو رسالت د ټولنیز چاپېریال په رڼا کې وپېژنو.

په دې کې هېڅ شک نه شته چې په موجوده عصر کې رسنیو مو ځوان کهول په افراطي ډول منحرف کړی دی، بې دیني او سیکولریزم يې په بې ساري ډول په افغاني مسلمانه ټولنه کې خپاره کړي  او په ټوله کې پروژې دي چې د غرب له خوا تمویلېږي او د افغانانو په ژبو (پښتو /دري) افغانانو ته په ذهن کې د بې دینۍ او بې غیرتۍ نظريې او مفکورې پيچکاري کېږي.دا خو يې يو څو ساري ما وړاندې کړل خو که د ټولنې متن ته مراجعه وکړو او د خلکو نظریات په دې اړه واخلو پایله به یې منفي وي، نو داسې دې څوک و نه انګېري چې ګواکې موږ د ژورنالېزم مخالف یو، نه! ژورنالېزم ته موږ په درنه سترګه ګورو او د ټولنې یو ارزښت يې ګڼو.

ژورنالېزم یو مسلک دی، نو لازمه ده چې د دې په اړه لنډ او خلاصه معلومات ولرو،او په داسې طريقه يې استعمال کړو چې د هېواد، ټولنې، کلتور، عقيدې او د هېواد د بيا رغونې  په لار کې  ورڅخه کار واخلو زه د ژورنالېزم او خبريال سخت درناوی لرم او ورته په درنه سترګه ګورم ، ځکه چې زه خپله هم دې برخه کار کوم او ځيني شیان تر نورو ما ته ښه معلومېږي.

اوس خبر دا ده چې خبريالي او خبريال کېدل یو پاک او له احساس څخه ډک مسلک دی او په ټوله نړۍ کې یې خلک درناوی لري، ولې په افغانستان کې له دې سپېڅلي او پاک مسلک څخه څومره چې اړتیا وه ګټه نه ده اخيستل شوې او تر ډېر بریده دا سپېڅلی مسلک د شخصي او ځاني ګټو ښکار شوی دی هر چاه د خبریال له نامه څخه په استفادې له مایک او کامرې څخه ګټه پورته کړې ده.

رسنۍ(میډیا) د حکومت او خلکو ترمنځ نښلوونکی پُل همدارنګه د نړۍ د ولسونو ترمنځ د پېښو په اړه د معلوماتو رسولو وسیله ده او خبريال همداسې د ټولنې هينداره ده چې د ټولنې وګړي خپل ځان په کې وویني که دا هینداره خیرنه وي نو د ټولنې دې خدای چاره  وکړي.

او په دې کې شک نشته چې افغانستان کې موږ یو شمېر همداسې خبريالان او رسنۍ لرو چې د ټولنې لپاره زهر دي ترملي  ارزښتونو شخصي ګټو ته ژمن دي او له دې سپېڅلي مسلک څخه په استفادې خپل شخصي جیبونه ډکوي  د ولس او خاورې غم ورسره نشته خپله ژبه،مایک او کامره د پيسو پیداکولو لپاره چلوي نه د ټولنې د دردونو او ستونزو را برسیره کولو لپاره،داسې کسانو ته خبریال یا ژورنالېست نشو ویلی دا جعلي ژورنالېستان یا خبريالان دي، د ټولیزو رسنیو قانون او ولسواکۍ له نامه څخه سوأ استفاده کوي.

مسلکي ‌‌‌ژورنالېست هغه ژورنالېست ويلی شوو چې د ژورنالیستکي وسایلو له لارې د ټولنې ناخوالې دردونه د خلکو تر غوږونو  ورسوي او  ژورنالېزم ته په اسلامي ټولنه کې یو دروند رسالت ور په غاړه دی چې د دغه رسالت په بهیر کې لاندې عمده او مهم ټکي یادولی شو:

لومړی: خلکو ته دحقايقو روښانه کول

دویم: د اداري فساد،اخلاقي فساد او  په هېواد کې د خيانتونو مخنيوى کول

درېیم: دحق او باطل ترمنځ فرق کول

څلورم: د لوېديځ د کلتوري یرغل مخنیوی

پنځم: د مسلمانانو تر منځ د يووالي او ورورولۍ عامول

شپږم: د اسلامي احکامو تر ټولو انسانانو رسول

دا او دې ته ورته ځینې شیان دي چي ژورنالېزم او خبريال یې باید ترسره کړي.

خبریال باید ډېره مطالعه ولري حد اقل په اوونۍ کې باید یو کتاب مطالعه کړي، هر ورځ باید دسيمي، نړۍ له پېښو او حالاتو باخبره اوسي.

د خبر لیکلو پروخت باید له رښتينولۍ او بې پرې توب کار واخیستل شي د پېښو او حوادثو نقلولو پروخت باید کره او رښتیني خبرونه په بې پرې توګه نقل شي، ځکه د درواغو او غیر مؤثقو خبرونو خپرول له یوه خبریال څخه خلک کرکجن کوي او په رسنیز ډګر کې یې‎ اعتماد ته هم سخت زیان رسوي چې بیا یې څوک په رښتیا خبرې هم باور نه کوي.

د خپل هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د مشهورو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو په هکله باید پوره معلومات ولري او د هغوى په ژوندانه او سیاسي تاریخ او تړونونو ځان خبر وساتي، د یوه کامیاب خبریال لپاره اړینه ده ترڅو د پېښو نقلولو پروخت خپله ګوندي اړیکه یوه طرف ته پرېږدي؛ حقایق او پېښې په پوره رښتينولۍ سره خلکو ته له هرقسم تعصب څخه پاکې او بې پرې توګه ورسوي.

د دې ترڅنګ ښه اخلاق باید ولري او د ټولني او ولس درد باید خپل درد وبولي که مو دا څه په یو خبریال يا ژورنالېست کې ولیدل نو پوه شئ چې رښتينی او مسلکي خبريال دی که یاد پورته ذکر شوو ټکو ته یې پام نه کاوه، نو معلومه خبره ده چې جعلي خبریال دی او له دې پاک مسلک څخه ناوړه ګټه اخلي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 24

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

حافظ احمد نصرت ژوندون راډیو تلوېزیون سره هلمند کې د خبر په برخه کې کار کوي او ترڅنګ يې وادي هلمند پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.