ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
18 Jan 2016 - 14:47
author avatar
18 Jan 2016 - 14:47

پښتانه چې په دې نړۍ کې نن سبا پېژندل شوي خلک دي، ژبه يې هم د نړۍ په لر او بر کې خلک پېژني. له نيکمرغه ګڼ شمېر پښتو اثار نورو ژبو ته ژباړل شوي دي، د پښتو ژبې د عظيم او نابغه شاعر خوشحال خټک «دستارنامه» ويل کيږي چې د نړۍ تر ۱۷ ډېرو ژبو کې ژباړل شوې ده.

که څه هم پښتو ادب ثابت تاريخ نه لري، خو د يو شمېر پوهانو نوې څېړنې او موندنې ښيي چې دا ژبه ۷ زره کاله پخوانۍ ده.

دا ژبه چې هر وخت د دښمن لخوا پرې بېلابېل چپاوونه شوي دي، يو شمېر نسخې يې ورکې او سوځول شوې دي، د نورو ژبو لخوا پرې بېلابېل يرغلونه شوي ترڅو د دې ژبې خوږوالی، سلاست، سوچه والی، لرغونتوب، نړيوالتوب او پېژندنه له منځه يوسي، نو ځکه خو ارواښاد محمد ګل خان مومند بابا ويلي دي: «که غواړې هر قوم له منځه يوسې، نو ژبه ترې واخله.»

د تاريخ پاڼې په دې ډکې دي چې پښتو تر پښتنو ډېره ځپل شوې او ژوبل شوې ده، خو دا ژبه چې حمزه بابا لا له وړاندې جنتي ژبه بللې ده، تر څو چې دا نړۍ وي، دا افغان وي نو پښتو به ويل کيږي، ليکل کيږي او لوستل کيږي به.

يوويشتمه پېړۍ چې په هر لحاظ له ماضي څخه ښکاره توپير لري او په ټوله کې مخته تللې او له امکاناتو ډکه سنه شمېرل کېږي، د پښتو په څېر ژونديو ژبو باندې لا هم يرغلونه او بريدونه روان دي.

معلومه خبره ده چې يوه ټولنه دوه قدمه وروسته وي، نو ژبه يې هم وروسته وي. که يو روغ هېواد په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې مخته  لاړ شي، دغه برخې يې جوړې او قوي شي نو ژبه يې هم له نورو ژبو سره سيال شي.

که څه هم په وار  وار او کراتو کراتو د پښتو يو شمېر خواخوږ، څېړونکو او ليکوالو د ژبې د پرمختګ او په خپله ژبه د زده کړې لپاره لوی لوی سيمينارونه جوړ کړي دي، په بېلابېلو وختونو کې يې غونډې ور بللې دي، تر نړۍ يې چغې وهلې دي ترڅو په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق ورکول شي خو دغه کار په دې خاطر تر ډېره پايله نه ده ورکړې چې نن په «خېبر پښتونخوا» کې دا جنتي ژبه د يو شمېر دوزخيانو لخوا په ډېرې سپين سترګۍ له نصابه شړل کيږي خو نور ورته په بټو بټو ګوري او هيڅ نه وايي.

سرله دې چې په افغانستان کې هم تر ډېره دا ستونزه ليدل کيږي، يوازې دا نه چې په يو شمېر سيمو کې پښتانه پر خپلې خوږې ژبې له زده کړې محروم دي، بلکې پښتون مېشتو سيمو لپاره چې کوم تعليمي نصابونه جوړ شوي دي د پښتو ژبې د يو شمېر عالمانو له ګڼو نيوکو سره هم مخ شوي دي او ډېرې غلطۍ په کې ښکاري.

خېبر پښتونخوا چې د لوی افغانستان برخه ده، پښتانه په کې ژوند کوي، د پښتو ژبې لوی لوی ليکوال، عالمان او پوهان په کې تېر شوي دي او اوس هم ژوند په کې کوي، خو د افغانانو او پښتنو دښمنان دومره سخت زړي دي چې پر افغان وژنه يې زړه يخ نه شو،  اوس  پر ژبه هم ګوزارونه کوي او نړۍ کې پېژندل شوې «پښتو» سيمه ييزه ژبه بولي.

زما په اند د پښتو په مروجوالي کې ليکوال او څېړونکو تر ډېره خپله مېړانه کړې او دغه حق يې تر يو بريده ادا کړی خو زموږ سياستوالو او يو شمېر معامله ګرو خپلې ژبې ته شاه کړې ده.

لوی کمی چې زموږ په وطن کې ليدل کيږي دا دی چې د چا دنده نه ده معلومه، تر ټولو مهمه خبره د ژبې سمول دي، هر څوک: ليکوال، سياستوال، رييس، ښوونکی، ډاکټر، انجينر او د دې هېواد او د دې ټولنې د هر وګړي بايد خپلې ژبې ته پام وي، زده يې وي، ګرامر، ادبياتو، تاريخ او په يو شمېر نورو مسايلو خبر وي، ژبې ته په احتمالي پېښېدونکو ستونزو پوه وي او له وړاندې يې بايد چمتووالی ورته نيولی وي. دا کار خو زموږ په ټولنه کې چا نه دی کړی، د شرم وړ خو دا ده چې  د وزارت پر څوکۍ به ناست وي خو په خپله ژبه به سمې او منظمې خبرې نه شي کولی، پوهنتون کې به ښوونکی وي خو د خپلې ژبې له ګرامر به ناخبره وي.

بله لويه ستونزه زموږ په ټولنه کې دا ده چې د پښتو ژبې څېړونکي او ليکوالو مو خپل کار نه دی پېژندلی او يا يې له وخت څخه رنګ اخيستی، پر ددې ځای چې ژبې ته کار وکړي سياست او څوکيو ته يې مخه کړې ده، چې دې کار هم پښتو باندې د دښمن ګوزار کولو ته زمينه برابره کړې ده.

خېبر پښتونخوا کې همدا اوس اوس د پاکستان دولت اعلان کړی چې «پښتو» دې له تعليمي نصاب څخه و ايستل شي، دوی وايي دا کار ځکه کوي چې دا يوه سيمه ييزه ژبه ده.

چې د يوې ژبې اثار د نړۍ په ټولو ژونديو ژبو وژباړل شي نو دا څنګه سيمه ييزه کېدلی شي؟

يوه ژبه چې اوه زره کلن تاريخ ولري،

يوه ژبه چې نړيوال يې پر تاريخ او لرغونتوب څېړنې وکړي او اثار په کې وليکي،

يوه ژبه چې نړيوال په کې پر يو ليکوال د خپلې ماسټرۍ تېزس وليکي،

يوه ژبه چې ميليونونه خلک يې په تلوېزيونونو کې واوري، څنګه سيمه ييزه کېدلی شي؟

تاريخ به په دې باب څه قضاوت وکړي؟

بس همدا فيصله به وکړي چې يو وخت «جنتي ژبه د نړۍ د دوزخيانو په ولکه کې وه او هر څه چې يې غوښتل پرې کولی يې شواى.»

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بصيرالحق عادل په ۱۳۷۱ل کې د خېبر پښتونخوا په باجوړ نومې سيمه کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې يې په همدغه سيمه کې بشپړې کړې دي، منځنۍ زده کړې يې د کونړ په عمراخان لېسه کې سرته رسولي، دوولسم ټولګی يې د هلمند انجينر عبدالمتين عالي ليسه کې سرته رسولى او په ۱۳۹۴ ل کې يې د هلمند پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له پښتو څانګې څخه د لېسانس سند ترلاسه کړی دی. نوموړی اوس هلمند کې د خبريال په توګه دنده ترسره کوي او يو شمېر پښتو ويب پاڼو ته ليکنې هم کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.