د ولسونو فکري تسخیر د سړې جګړې له عمده مباحثو څخه دی. له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته، استخباراتي شبکو او تروریستي ډلو پر تبلیغاتي جګړې پانګونه وکړه او د خپلو موخو د څارلو لپاره يې تر ټولو غوره وسیله همدا تبلیغاتي جګړه وبلله. په دې دلیل چې په افغانستان کې د لیک او لوست کچه ټېټه ده او د وګړو څه باندې نوي سلنه يې پوره سواد نه لري، نو ځکه دلته د تبلیغاتي جګړې زمینه تر بل هر هېواده ډېره اغېزمنه ده.
په افغانستان کې روانې جګړې ته دیني جنبه ورکړل شوې او د پاکستان په مدرسو کې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د دیني زده کړو پرځای په افغانستان کې د جهاد لپاره پوځي روزنې ورکول کیږي. دا جګړه لسیزې وړاندې د اسلام تر سپېڅلي نامه لاندې پيل شوې او تر همدې نامه لاندې تر اوسه توده ساتل کیږي.
د تېرو حکومتونو له خوا د دغې روانې جګړې د دفع کولو په خاطر هېڅ راز تدابیر نه و نیول شوي او د جګړې د پای ته رسولو په خاطر، پر بنسټیزو لارو چارو کار نه دی شوی. په بله وینا؛ په افغانستان کې د روان کړکېچ د هواري په برخه کې د حکومتونو له خوا له قضایاوو سره ځغلنده چلند شوی.
له کلونو ورسته، د ملي یووالي حکومت د جګړې پر اصلي ریښو تمرکز وکړ. د روانې جګړې ابعاد وڅېړل شول او د دغې تبلیغاتي جګړې سرچینې تشخیص او وپېژندل شوې. اوس د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې د اسلامي هېوادونو د اجماع له لارې د افغانستان جګړې حقانیت روښانه کړي او خلکو ته ښکاره کړي چې ټوله اسلامي نړۍ او اسلامي هېوادونه د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي او دا روانه جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې د بهرنیو استخباراتي شکبو د سیاسي اهدافو په خاطر توده ساتل کیږي.
د ملي یووالي حکومت د دې لپاره چې د افغانستان د ستونزې هواري ته يې بنسټیزه حل لاره موندلې وي، د بهرني سیاست کرښې يې، اړتیاوو او فرصتونو ته په کتو په پنځو کړیو ووېشلې او هرې یوې ګړۍ ته يې، لومړیتوبونه وکښل. په بهرني، پنځه کړییز سیاست کې، اسلامي نړۍ د همکارۍ ظرفیت ته په کتو، په دویمه کړۍ کې شامله کړه او له دغو هېوادونو سره يې د اړیکو پراختیا ته، له بل هر وخت ډېره پاملرنه وکړه.
جمهور رییس د لوړې له مراسمو وروسته په لومړني سفر سعودي عربستان ته لاړ او پيغام يې دا و چې د سعودي عربستان په ګډون اسلامي نړۍ افغانستان ته مهم دى او دوی د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولای شي. همداراز د بیت المقدس په موضوع کې د افغان حکومت بې ساري او روښانه دریځ هم وښوده چې افغانستان له اسلامي هېوادونو سره د همکارۍ نوي فصل ته دننه شوی.د همکارۍ په دې نوي فصل کې د افغانستان د ستونزې د هواري په موخه د اسلامي نړۍ اجماع رامنځ ته شوه او ټولو اسلامي هېوادونو په یوه خوله د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ څرګند کړ.
له بلې خوا ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د اسلامي نړۍ دیني عالمان په سعودي عربستان کې را غونډ او د افغانستان په تړاو په یوه لویه ناسته کې ګډون وکړي. دا غونډه به د دې لپاره جوړیږي چې د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه په يوه خوله د افغانستان روانه جګړه له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې وبولي. په دې کار سره به له یوې خوا هغه تبلیغاتي جګړه چې د افغانستان جګړې د روا بللو لپاره ترسره کیږي، باطله شي او له بلې خوا به په کوردننه وسله والې ډلې چې د نظام پر ضد جنګیږی هغوی ته هم د جګړې د دوام پلمې ختمې شی.
دا ناسته د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره جوړیږي چې د نړۍ ټول دیني عالمان به په يوه واحد غږ سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبولي او د دولت پر وسله والو مخالفینو به غږ وکړي چې د استخباراتي شبکو تر تبلیغاتي اغېز لاندې رانه شي او د بې ګناه مسلمانانو له وژلو لاس واخلي.
که څه هم د دې غونډې د پرېکړې اغېز به په لنډ مهال کې ډېر محسوس نه وي، خو کولای شي چې په کوردننه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو د پیل لپاره یوه ښه پيش زمینه وي او دا په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره لومړنى اساسي ګام وي چې د ملي یووالي حکومت له خوا پورته کیږي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن