ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
23 Nov 2017 - 11:41
author avatar
23 Nov 2017 - 11:41

له څو لسیزو جنګ جګړو او سیاسي بحرانونو وروسته په ګران هېواد افغانستان کې د نوي باب په پیلېدو سره د مساعدې سیاسي فضا، د سولې، بیا جوړونې، پرمختګ ، د ښوونې او روزنې د د ودې لپاره زمینه برابره شوه. دا زموږ د هېواد د غمځپلو اما په عین حال کې د معارف پالونکو خلکو لپاره یو ښه شګون او زیری دی چې د دولتي پوهنتونونو، انسټیټيوټونو او ښوونځیو تر څنګ، خصوصي تعلیمي سکتورونه هم ایجاد شوي او پر فعالیت یې پیل کړی دی او په زیات شمېر خصوصي تعلیمي موسسې د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې پرانيستل شوي دي چې په ټولنه او ځوانانو باندې یې مثبته اغېزه کړې ده. د ویډیو فلمونو د صالونونو ځای اوس کورسونو، ښوونځیو، انسټیټيوټونو او پوهنتونونو ونیو. دمګړۍ ډېرو ځوانانو دغو تعلیمي ادارو ته مخه وکړه چې د هېوادوالو د خوشحالۍ سبب شول او هېوادوالو په ډېر ورین تندي سره ورته ښه راغلاست ووایه.

څرنګه چې موږ او تاسي ټول ګورو چې هېواد کې موجوده اداري فساد داسې کچې ته رسېدلی چې د کانکور ازموینه هم ترې په امان کې پاتې نه شوه. یانې د کانکور ازموینه د فساد په څنګ کې د قومي سمتي او لساني تعصباتو ښکار شوه او هر کال زموږ ډېر با استعداد ځوانان د غیر عادلانه پایلو له وجې بې وسه او بې سرنوشته پاتې شول. د خصوصي تعلیمي ادارو په پرانيستلو سره زموږ ځوانانو ته د لوړو زده کړو موکه او زمینه برابره شوه. همدارنګه خصوصي تعلیمي ادارې د دولتي ښوونیزو او روزنیزو موسسو تر څنګ د نورې نړۍ د هېوادونو په شان زموږ د هېوادوالو د تعلیمي کچې په لوړولو کې ډېر ښه او د ارزښت وړ رول لوبولی شي. خصوصي تعلیمي ادارو او ښونځیو ته ډېر مستحق ځوانان او ماشومان جزب او وبلل شول چې دا هم د لوړو زده کړو او د ښوونې او روزنې د وزارتونو لپاره لویه لاسته راوړنه شمېرل کېږي او د وطن د ترقۍ او پرمختګ لپاره لوی ګام دی. په دې خاطر پوهان وایي د یو ښوونځي په پرانيستلو سره د یو زندان دروازه تړل کېږ (نېکمرغې، خوشالې او سوکالې) ټولنې ته ور په برخه کېږي. د خصوصي تعلیمي ادارو کار، فعالیتونه او خدمات تر یوه حده د قناعت وړ هم دي او ډېر خصوصي پوهنتونونه، انسټیټيوټونه او ښوونځي یو څه ښه ځلېدلي دي چې ښه مثال یې په پلازمېنه کابل کې د افغان امریکن، دنیا، کاردان او سلام په نومونو پوهنتونونه، په ختیځ زون کې خراسان او الفلاح پوهنتونونه او همدارنګه په ښوونځیو کې د افغان ترک، کابل نړیوال، افغانیار، خانه نور او شمس لندن اکاډمي یادولی شو چې په خورا لنډ وخت کې یې زیات شمېر محصلین او زده کوونکي جزب کړي او د ښه شهرت لرونکي دي. په ختیځ زون کې د الفلاح د لوړو زده کړو موسسې له خوا د تېر کال د کانکور له ازموینې څخه پاتې شوي زده کوونکي په ټیت او مناسب فیس جذب شول. موږ د الفلاح د لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه دغه وطنپال او ولسپال ملي گام او کړنه ستایو او هغو ته له دې امله کور ودانی وایو او له لوی څښتن تعالی څخه ورته په دې برخه کې بری غواړو. د دغو ښو خدماتو تر څنګ د نوموړو خصوصي تعلیمي ادارو پالیسۍ په تېره بیا د فېسونو او داخلې په برخه کې زموږ د هېوادوالو له اقتصادي او معاشي وضعيت سره په ډېر لرې واټن کې پرتې دي. څرنګه چې زموږ د ټــولنې اکثـــریت غریب تشکيلوي، بناُ ډېره زیاته ستـونزمنه او ناشـونې به وي چې له دغو خـدماتو څخه هغوی برخمن او ګټندوی شي. مثلآ یو محصل د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ فیس چې د یو سمسټر رقم یې ۱۸۰۰۰ افغانۍ کېږي، یا د افغان امریکن پوهنتون یو کلن فیس چې ۵۰۰۰ امریکایي ډالره جوړېږي، د پورته یادو تحصیلي موسسو د زده کوونکو لپاره ډېر لوړ او ملا ماتوونکي فیسونه دي. له دې خدماتو څخه ډېر لږ او د ګوتو په شمېر کسان ګټه پورته کولی شي او بس. همدارنګه د ښوونځیو داخله، فیس، د کتابونو قیمت، د زده کوونکو ځانګړی لباس چې هر ښوونځي د یونیفورم په توګه ټاکلی، ګاونډیو هېوادونو کې تیارېږي. همدارنګه (کلاس پروموشن في) یانې لوړ ټولګي ته د ارتقا کولو په وخت د کال په پای کې د ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ افغانیو ورکول د هر زده کوونکي او د هغه د کورنۍ پر اوږو بې حده ډېر دروند بار دی. دا ډول پالیسۍ که له یوې خوا د زده کوونکو او د هغوی د کورنیو پر اوږو دروند اقتصادي بوج دی، له بلې خوا هره ښوونیزه موسسه د ځان لپاره د تدریس ځانګړی (کوریکولم) لري چې دا چلند نه د نړیوال ستنډرډ سره سر لګوي او نه هم د لوړو زده کړو وزارت له پالیسیو سره. بله عمده موضوع دغو ښوونیزو موسسو ته د خارجې استادانو راجلبول دي، افغانان وایي پردی کټ تر نیمو شپو دی. د دغه متل نه په پند اخیستو سره باید د خپل هېواد له کدري او علمي ظرفیتونو څخه استفاده وشي؛ یانې تر څو چې د خپل وطن علمي ظرفیتونه پیاوړي نه شي، د روزګار ستونزه هم حل نه شي، د وطن علمي کدرونه ونه روزل شي او له هغوی څخه ګټه پورته نه شي، د هېواد اوسنی ښوونیز بحران نه شو کابو کولای. که له افغاني کدرونو څخه د نوي نسل په روزلو کې استفاده وکړو، په اینده کې به د قوي علمي او اکاډمیکو ظرفیتونو او کدرونو خاوندان اوسو.

مګر ځینو خصوصي پوهنتونونو او تعلیمي ادارو بیا د خپل کیفیت لوړولو پر ځای پر تجارتي اړخ او مادیاتو باندې تکیه لګولې ده. ډېرو وګړو او ځوانانو ته تش په نامه داخلې ورکوي، نه خاضري مطرح وي، نه لیکچرونو کې گډون، صرف پر فیس باندې اکتفا کېږي. همدارنګه په مرکز او ځینو ولایتونو کې ډېر هغه دولتي چارواکي چې په حقیقت کې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي وو او په لوړو دولتي موقفونو کې ځای پر ځای شوي، د زور او زر له لارې بې له دې چې په فزیکي لحاظ یې پوهنتون ویلی وي، د پوهنتون د فراغت سندونه او اړوند مونوګرافونه په ناچله توګه ترلاسه کوي او خپل ځانونه د رښتينو کادرونو په لیکه کې وهي. دا ډول فراغت وطن، خلکو او هېواد ته د خدمت پر ځای یو ملي او نه جبرانېدونکی لوی خیانت بلل کېږي. د خواشینۍ ځای دی چې د لوړو زده کړو او معارف وزارتونو په خپل اداري جوړښت کې خصوصي ښوونیزو ادارو لپاره مستقل ریاستونه ایجاد کړي مګر تر اوسه د دې جوګه شوي نه دي چې یوه جامع ستراتیژي او د تعلیمي نصاب لپاره روښانه او ګټوره کړنلاره جوړه کړي.

د یادو ستونزو حل لارې :

۱ ـ د لوړو زده کړو او معارف وزارتونه باید یوه جامع ستراتیژي او کړنلاره چې د یو بین المللي ستنډرډ له تعلیمي نصاب سره سمون ولري، جوړه کړي.

۲ ـ د خصوصي تعلیمي ادارو د څارنې لپاره د نظارت او ارزونې کمېټه چې له مخلصو، وطنپالو او مسلکي کدرونو څخه جوړه وي، وګومارل شي، څو د خصوصي پوهنتونونو او تعلیمي ادارو د کانکور د ازموینې د څارنې، د استادانو د تحصیلي اسنادو ارزونې او کتنې، د میاشتني فیسونو د ټاکلو او کنټرولونې او د پوهنتونونو د چاپېریال د څارنې چارې سمبال کړي او په دې توګه د محصلینو د ستونزو حل لارې ولټوي.

۳ ـ د لوړو زده کړو او معارف وزارتونه باید هغه پوهنتونونه او تعلیمي ادارې چې د یادو وزارتونو د قوانینو او مقرراتو خلاف د کیفیت پر ځای پر تجارتي اړخ تکیه کوي، غیر قانوني کړنې او فعالیت کوي، د هغوی د فعالیتونو جواز باطل او ویې تړي.

۴ ـ خصوصي تعلیمي ادارو او پوهنتونونو ته باید د اوسنیو عصري پوهنو په لړ کې د ساینس او ټکنالوجۍ د سکالرشیپونو برابرولو، د هغوی د امنیت خوندي ساتلو، پر هغوی د لږې مالیې وضعه کولو، د درسي موادو، لابراتوارونو او څېړنیزو مرکزونو د برابرولو په برخو کې ورسره مرسته وکړي.

۵ ـ هغو محصلینو ته چې د لیسانس په کچه فارغېږي، د هېواد په دننه او بهر کې د ماسټرۍ کورسونو د نیولو لپاره زمینه برابرول او د پروګرام له تکمیلولو څخه وروسته په دولتي ادارو کې د هغوی جلبول او پر دندو ګومارل.

په پای کې د لوړو زده کړو او د معارف وزارتونو، په هېواد کې د پوهنتونونو او انسټیټیوټونو او د ښوونځیو له مسوولینو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په پوره افغاني او اسلامي روحیې، د ایماندارۍ، صداقت، وطنپالنې او ملي احساس په درلودو سره د خپلو ځورېدلو خلکو او د هغو د بچو د ښوونې او روزنې لپاره د یو (کوالیټي ایجوکېشنل سیستم) یا د زده کړې د عالي سیستم په جوړولو کې د زړه د اخلاصه مرسته وکړي او اوسنۍ حیرانوونکې ستونزې له منځه یوسي. دا په افغانانو پورې ویل کېږي چې هغوی له تعلیم سره مینه نه لري، که وليدل شي افغانان په نړۍ کې د استعداد لرلو ریکارډ لري. دا یوازې زموږ کمزوري، غافل او نا اهل حکومتونه دي، تور زړي ګاونډیان دي چې له افغانانو څخه يې د تعلیم په اړه هر څه اخيستي او هغو ته بېسوادي په سوغات کې ورکوي. هغه ملت چې له پوهې نه محروم شي، له خپل تاریخ سره یې اړیکې شلیږي. څوک چې پر خپل تاریخ نه وي خبر، هغه ته وطن او له هغه څخه دفاع معنا نه لري. بې وطنه خلک لوړ معنویت نه لري. له دې کبله راځئ چې په تراژیدئ کې د ډوبېدونکي افغانستان کښتۍ د پوهې په بصیرت او مهارت را وباسو، د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره په ښوونه او روزنه کې ځان سیال کړو. په دې برخه کې حکومت، خیر غوښتونکې ټولنې، د افغانانو هره کورنۍ او وګړي، نړیواله ټولنه او پوهه خوښوونکی بشریت د افغانانو د باسواده کولو په داعیه کې هر یو انساني او اخلاقي مسوولیت لري او یو شمېر له دوی ان دا چې مکلفیت لري.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.