ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
24 Apr 2018 - 18:45
author avatar
24 Apr 2018 - 18:45

د سهار اته بجې د کابل ښار اسمايي واټ کې ملي نګارستان ته له مخکينۍ وعدې سره سم ورسېدم، ګورم چې ګڼ شمېر پوهان، استادان، فرهنګيان را رسېدلي وو؛ استاد محمد اصف صمیم، استاد نجیب منلی، پوهاند ظريف تڼيوال، پوهاند رازقي نړيوال، څېړنپوه مولاجان تڼيوال، څېړنپوه ډاکټر شريف ځدراڼ، ډاکټر خوشحال روهي، ابراهيم هوتک، جمال ناصر اصولي، څېړنوال عبدالقيوم مشواڼی، څېړنوال شهزاده توحيدمل، څېړندوی مولوي محمد امان رسولي، محبوبه بابکرخېل، مينه ځدراڼ، څېړندوی رحيم الله حريفال، څېړندوی محمد داود ناظم، څېړندوی عبدالاحد منګل، څېړندوی فريد نوري، څېړنيار معصوم جان معصومي، نوماند څېړنيار خوشحال تسل، نوماند څېړنيار حضرت اغا همدرد… ټول لګيا دي او په موټرو کې سره تنظيميږي. ما فکر کاوه چې خوست ولايت ته دې سفر کې به کم کسان ځي، خو چې دوی او نور ګڼ شمېر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي او هنرمندان مې وليدل، زړه مې ډاډه شو چې سفر به ان شاءالله زړتنګی نه وي. اته نيمې بجې شوې. پوهاند رازقي خو د وزارت يوه مسوول ته دا خبره هم وکړه چې تر خوست پورې ۲۳۸ کيلومتره لار ده، بايد حرکت وکړو، چې وختي ورسېږو. له دې سره مې دا خبره هم تر غوږ شوه چې صلاحي صاحب لا نه دی رسېدلی، چې را ورسېږي، حرکت کوو. څېړنوال محمد نبي صلاحي چې معمولاً هر سهار دفتر ته په ناوخته راتګ عادت شوی، دا عادت یې په دې سفر کې هم پرځای کړ، ايله نهه بجې راورسېد او په دې سره موټرو چې شپږ فلاينکوچونه وو، حرکت وکړ، پر شور بازار له تېرېدو او له کابل ښاره تر وتلو وروسته، چهاراسیاب او بيا مخ په لوګر روان شو.

موږ سره په موټر کې پوهاند تڼيوال، شريف ځدران، مولاجان تڼيوال، خوشحال تسل، احد منګل ناست وو او استاد توحيدمل او استاد حریفال، چې د لوګر اوسېدونکي دي، د دې ولايت له هرې سيمې څخه د تېرېدو په وخت کې د هماغې سيمې په اړه معلومات راکول. ما قصداً د لارې د لنډولو په خاطر په ادبياتو کې د «ترانې» ژانر بحث ور وړاندې کړ او هر يوه استاد په کې خپل خپل نظريات وړاندې کول. د پکتيا پوهنتون ته چې ورسېدو، د کاروان نور موټر هم ولاړ وو، ځينې نور فرهنګيان هم موټرو ته راوختل او د غرمې لپاره د ډوډۍ خوړلو هنګامه توده شوه، ټول لکه چې وږي شوي و، خو حال د ويلو نه و،خو له ګردېز ښار چې لږ ووتلو، موټر د يوه هوټل په لوري ور تاو شول. په «ښکلي خوست کوکارک ابا» هوټل کې مو غرمنۍ وکړه، زما خو يوه ملګري ته پام و چې د يوه په ځای يې دوه خوراکه «روش» نوش جان کړل. هملته مو د ماسپښین لمونځونه هم وکړل او بيا مو حرکت وکړ.

کله چې خېټې ډکې شي، نو معمولاً ځينو باندې خوب غلبه کوي، خو ځدراڼ صاحب او تڼيوال صاحب ويل چې اوس د خوب وخت نه دی، د سيل سيمې په را رسېدو دي، تر «تيرا» چې تېر شو، نو له هغه وروسته په يوه ښکلي ځای، لوړو لوړو غرونو ور پېښ شو، له ونو ډک و، اب او هوا يې جنتي وه، ښکلې منظره وه، دا ځای د «سټو کنډو» په نوم یادېږي، عکسونه مو واخيستل او د خوست په لور مو يون پيل کړ. خوست ته په رسېدو سره یې هره سيمه د شريف ځدراڼ او څېړنپوه تڼيوال له خوا راپېژندل کېده: د پاچا خان ځدراڼ کلی، د ملي مبارز ببرک خان ځدراڼ تاريخي کلا، بيا د نادرشاه کوټ هوارو سيمو او باغونو ته ورسېدو، دلته لږ وړاندې د استاد صديق روهي کور کلی هم و چې د ملګرو له خوا را وپېژندل شو، بالاخره موټر سيده د خوست د ولايت پخواني مېلمستون ته ننوتل، تر لږ دمې وروسته، هرو څو کسانو ته د خوب خونې ور معلومې شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري او څو نور چارواکي او د وزارت مسوولين د مېلمستون يوې ودانۍ او پاتې نور د مېلمستون په بله ودانۍ او ځينې نور مېلمانه د باندې په نورو ځايونو کې ځای په ځای شول. په دې وخت کې مو خونې ته پوهاند نړيوال او څېړنوال شهزاده توحيدمل راننوتل، پوهاند صاحب ګيله من ښکارېده، ويل يې چې چا يې قدر ونه کړ، بايد چې په يوه مناسب ځاى کې ځای په ځای شوی واى. ويل يې چې احتجاجاً يې يوه کس ته ټيلفون کړى چې راشي او له ځان سره یې بوځي. موږ څه ناڅه دلاسا کړ، خو زور مو پرې ونه رسېد.

تر دمې کولو وروسته، احد منګل وويل چې څو تنه ځوانان ځو، موټر مې راغوښتي، چکر وهو. د خوست يوې غونډۍ ته وختو، د مازيګر او ماښام ترمنځ وخت و، ټول خوست ترې ښکلی برېښېده، عکسونه مو واخيستل او د تياره په خپرېدو سره، بېرته مېلمستون ته راغلو. لوی سالون کې نور استادان هم ناست وو، چې په دې سره پوهاند باوري، د وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د ولسمشر نوی ګومارل شوی سلاکار وزير مولوي سردار ځدراڼ او نور ګڼ شمېر چارواکي راغلل، له ټولو سره تر روغبړ کولو وروسته، د خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي هم راغی. تر کابو نيم ساعت مجلس وروسته د ماخوستن ډوډۍ خوړلو لپاره خوړنځي ته لاړو. د والي صاحب په خبره چې نن مو درته د خوستوالو ډنډکی تيار کړی دی. بيا نو هر څوک خپلې خونې ته لاړل او د سبا سيمينار لپاره د مقالو په لنډيز برابرولو سره بوخت شول.

شپه تېره شوه، سهار چې راجګ او لاندې منزل ته راښکته شوم، ګورم چې استاد ناظم د سهار د جماعت لپاره تياری نيسي، څو نور مشران استادان هم راغلل او جماعت وشو. دباندې هوا دومره ښکلي وه چې ټول يې ور وتلو ته وهڅولو. يو رنګين او معطر سهار، د «رات کې راني» او نورو ګلانو خوشبويي، د مرغانو آوازونه او نری نری باران! اخوا مې کتل چې ډاکټر خوشحال روهي هم راوتلی او پياده روي کوي، د شپې پوښتنه يې رانه وکړه چې څنګه درباندې تېره شوه؟

په همدې ښکلي سهار کې، شريف ځدراڼ د مېلمستون په ودانۍ کې د ګرځېدو پرمهال د ببرک خان ځدراڼ د اتلوليو کيسې او خاطرې بيان کړې، ويل يې چې ببرک خان ځدراڼ به پښې يبله ګرځېده، بيا يو وخت چې امان الله خان د لمر لوړ مډال ورکاوه، نو ورته يې ويلي و چې ولې داسې پښې يبله ګرځې؟ هغه ورته ويلي و چې زما ټول خلک او ولس پښې يبله ګرځي! امان الله خان د مډال ور ټومبولو په وخت کې ورته وويل چې اورېدلي مې دي چې په ټوپ اچولو کې ډېر تکړه یې؟ تر دغې غټې ويالې به خېز واچوې؟ ده د هو! ځواب ورکړ او ټوپ يې واچاوه. په دې وخت کې ترې هماغه مډال په اوبو کې وغورځېد او ورک شو، نو ډېر پرې خفه شو، خو غازي ورته وويل چې خفه کېږه مه! بيا يې بل مډال ورکړ.

په دې خبرو خبرو کې احد منګل هم د سپورت لپاره راوتلی و او منډې يې وهلې. ځدراڼ وويل: وګورئ، بيا ونه وایئ چې د منګلو خلک سپورت نه کوي، عصري شوي نه دي!

بيا مو تر حمام او ناشتې کولو وروسته، په سيمينار کې د ګډون لپاره مو تياری ونیو. په بلنليک خو د سيمينار ځای د خوست د شيخ زايد پوهنتون کښل شوی و (البته په کارت کې د زايد په ځای زاهد لیکل شوی و، چې دا ناسم دی)، خو چې ليدل مو سيمينار همدلته د مېلمستون په تالار کې و. دا سيمينار چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د “ناوړه دودونه او د اصلاح لارې چارې” په نوم د ۱۳۹۷هـ ش کال د حمل په ۲۹مه جوړ شوى و، ٩:٣٠ بجې د قاري رحمت الله اکرام په ملکوتي غږ د قرآن کريم په تلاوت سره پيل شو. پرانيستونکې وينا د خوست مرستيال والي شېر باچا اورګوني وکړه. هغه وويل چې په خوست کې په بدو کې د ښځو ورکول کم شوي او آن په نشت حساب دي، تعليم خاصتاً د نجونو تعليم عام شوى دى. ده وړانديز وکړ چې په هېواد کې د ملي يووالي د لا ټينګښت په خاطر دې د ولايتونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اشخاصو علمي سيرونه پيل او زيات شي. ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري، لومړى سيمينار ته د ولسمشر محمد اشرف غني ليکلى پيغام ولوست او بيا يې خپلې خبرې پيل کړې. ده د خپلې علمي وينا په ترڅ کې وويل چې دودونه تصادفي او بېړني منځ ته نه راځي، د يوې اړتيا له مخې رامنځ ته کېږي او بيا وده کوي، کله چې دا ضرورت ختم شي، نو دود هم ورسره له منځه ځي. بريالۍ ټولنې هغه دي چې مثبتو دودونو ته وده ورکړي او منفي شاته وغورځوي. دا چې د سيمينار سرليک مو ولې دودونو ته ځانګړى کړى، لامل يې دا دى چې دودونه سره له دې چې په نورو ولايتونو کې هم شته، خو خوستوال را ويښ شوي او غواړي د ناوړو دودونو د له منځه وړلو پيل له همدې ولايته وکړي.

وزير زياته کړه چې په بېلا بېلو ولايتونو کې يې فرهنګي اونۍ ترسره کړي او دا دى اوس په خوست کې پيل شوه. له دې څخه هدف دا دى چې ولسونه پوه شي چې مرکز کې د حکومت چارې محدودې نه دي او ولايتونه نه دي هېر شوي؛ بله دا چې، په دې سره غواړو يو بل ته خپلې تجربې ولېږدوو. ورپسې د علومو اکاډمي پيغام د څېړنوال صلاحي له خوا ولوستل شو.

تر دې وروسته، د غونډې علمي برخه پيل شوه. د ناستې رئيس پوهاند محمد ظريف تڼيوال اعلان شو او هغه په نوبت سره، ويناوال د مقالو لوستلو لپاره رابلل. لومړۍ مقاله د څېړندوی عبدالاحد منګل وه، ورپسې پوهنيار نجيب الله واثق، خوشحال تسل (البته د څېړنپوه سيد محي الدين هاشمي مقاله يې ولوسته)، پوهنمل عبدالجليل شهيدزوى، څېړنوال محمد نبي صلاحي، څېړندويې ساهرې شريف، پوهنمل مياولي شاه مياخېل او عبدالکريم پتنګ مقالې ولوستې. بيا دوهمه علمي ناسته پيل شوه، چې لومړى له کابله تللي ماشوم يوسف ناظم خپل خوږ نظم (مشرانو څخه د ماشومانو هيلې) ولوست.

د دې نظم ځينې برخې دا وې:

مشرانو موږ ته دښمني مه پرېږدئ

زموږه سترګو ته اغزي مه پرېږدئ

موږه واړه ګلونه

ستاسو شملو ته احترام کوو….

عزتمنو چې خفه نه شئ

زما په ماشومه ژبه

موږه تاسو ته ځولۍ غوړوو

ډېر په مينه درنه غواړو

سم دودونه درنه غواړو….

موږه واړه ګلان

ګلان ماشومان

زړه کې د اسيا سره جنګي مه پرېږدئ

مشرانو موږ ته دښمني مه پرېږدئ

زموږه سترګو ته اغزي مه پرېږدئ

نه غواړو ناسم دودونه

غواړو موږ سم دودونه….

ناظم کوي اعلان

په مينه دا بيان

چې نوي نسل ته بدي مه پرېږدئ

مشرانو موږ ته دښمني مه پرېږدئ

تر دې وروسته د غرمنۍ لپاره وقفه اعلان شوه. بيا غونډه د څېړنوال محمد اصف احمدزي د مقالې په لوستلو پيل او ورپسې يوه بله مقاله د شيخ زايد پوهنتون د يوه بل استاد له خوا واورول شوه او په دې سره د غونډې رئيس اعلان وکړ، چې نور وخت کم دى او د نورو مقالو لوستلو ګنجايش نشته. نوموړي د هغو استادانو نومونه اعلان کړل چې مقالې يې ليکلې، خو په تأسف سره چې د وخت د کمښت له امله نه شي اورېدل کېدى، اما د مقالو په ټولګه کې به خپرېږي. دا کسان دا وو: مولوي شاه محمد، حضرت الله ګهيځ، شريف ځدراڼ، محمد امان رسولي، داود ناظم، سپين روان نورزى، سيد احمد شاه، شهزاده توحيدمل او اميد همدرد. په دې سره ډاکټر شريف ځدراڼ د غونډې له منځه را غږ کړل چې د سيمينار په لومړۍ مقاله کې راغلي و چې «فرهنګ» فارسي کلمه ده. دا ناسمه ده، «فرهنګ» اريايي کلمه ده. نور د سيمينار د پاى شېبې رانږدې شوې او د ارزونې لپاره استاد نجيب منلي ته بلنه ورکړل شوه.

نوموړي، سره له دې چې د غونډې علمي برخه مثبته وارزوله، خو يادونه يې وکړه چې د غونډې تخنيکي برخې ستونزې لرلې او هغه دا چې، مقالې بايد داسې عيار شوې واى چې د ټولو مقالو نچوړ په کم وخت کې لوستل شوی واى. ده وويل چې په سيمينار کې وړاندې کېدونکې هره مقاله بايد په درې برخو ووېشل شي؛ لومړى د مقالې طرحه چې تر ليکلو مخکې کميسيون ته وړاندې کېږي، بله په خپله مقاله يا علمي اثر دى او درېيمه هغه څه ده چې په سيمينار کې وړاندې کېږي. د مقالې دغه وروستۍ برخه بايد داسې ارايه شي چې د يوه اعلان غوندې صحنه وړاندې کړي، اورېدونکى وهڅوي چې وروسته چاپېدونکې دغه مقاله په پوره علاقمندۍ بيا ولولي، چې د دغو درېيو ټکو په پام کې نيولو سره به موږ د سيمنارونو د کم وخت او د زياتو مقالو د لوستلو چانس پيدا کړى وي.

په اخر کې پوهاند رازقي نړيوال خپل څو ټوکه ليکلي آثار شيخ زايد پوهنتون ته ډالۍ کړل او له همدې موقع څخه په استفادې يې د لويې پکتيا په ستاينه کې خپل شعر هم پر ګډونوالو واوراوه. بيا استاد ناظم هم خپل څو ټوکه کتابونه همدې پوهنتون ته ور ډالۍ کړل. دا سيمينار په ٤ بجو د مولوي امان رسولي په دعا پاى ته ورسېد. البته د سيمينار له پيل مخکې استاد صلاحي د سيمينار پر ګډونوالو کابو ۲۵۰ خپل کتابونه ولورول او په خپله يې پرې ووېشل.

تر دې وروسته د ښار نوي جوړ شوي پارک ته چې د استاد حکيم تڼيوال په نوم و، لاړو، هلته نندارتون و چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له خوا پرانيستل شو. په دې نندارتون کې خوست مېشتو خپل صنايع او توليدات ايښي وو او ګډونوالو ترې ننداره کوله. بيا مو د متون غونډۍ په لوري حرکت وکړ، چې د هېواد په کچه دوهم لوى بيرغ په کې رپانده و. پر غونډۍ د بيرغ رپېدا د خوست عظمت لا پسې جلالي کړى و او د هېواد د ښې راتلونکې ښکارندويي کوله. ماښام مهال مېلمستون ته راستانه شوه. بيا زه او حريفال صاحب د خوست ښار جامع جومات ته د لمانځه ادا کولو لپاره لاړو. دا بې سارى او ستر جومات چې ويل کېږي د مولوي جلال الدين حقاني له خوا جوړ شوى، انسان په کې قلباً د ارامۍ احساس کوي. د ماخوستن له ډوډۍ خوړلو وروسته، وويل شول چې د جرګو په تالار کې هنري ماښام دى، بايد چې ورشو. کله چې ورغلو، نو تالار له ګډونوالو ډک او مخامخ پر پروجکټور يو فلم نندارې ته وړاندې شوی و، کتل مو چې د محمد ظاهرشاه اوسردار داود خان د وختونو د رسم ګذشتونو صحنې په کې ليدل کېږي. د دې صحنو په ليدلو سره مو د څلوېښتمو او پنځوسمو کلونو افغانستان ننداره کړ. بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تياتر ادارې له خوا نمايشنامه وړاندې شوه. ډېره دردوونکې ننداره وه، د خوښيو او خوشحالو په محفلونو کې د چاودنو او ډزو انځور په کې وړاندې شو، اداکارانو په ډېرې هنرمندۍ سره رول په کې ادا کړى و. ورپسې محلي ساز پيل شو او ځوانانو په کې ښکلی اتڼ وکړ. د شپې کابو ۱۲ بجې کېدونکې وې چې له دې محفله را ووتو او تر مېلمستون پورې له پوهاند تڼيوال، استاد منلي، څېړنپوه تڼيوال، توحيدمل، هوتک صاحب سره يوځای پياده لاړو او شپه مو جوړه کړه.

د سهار تر چای څښلو وروسته، پوهاند باوري سره له يو شمېر کسانو د خوست د يوه تاريخي ځای (منګس غونډۍ) ته لاړل او تر هغه وروسته، موږ ټول د شيخ زايد پوهنتون کې سره را ټول شولو. پوهاند باوري چې له وزارته مخکې د همدې پوهنتون رئيس و، له ټول پوهنتون څخه يې ليدنه وکړه او خاصتاً د شرعياتو پوهنځی چې نوی جوړ شوی او د باوري له خوا يې د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، ومو کوت. د پوهنتون موقعيت په رښتيا هم په يوه مناسب ځای کې و، د ښار په يوه څنډه او د غرونو په لمنه کې پروت و، د پوهنتون منځنۍ برخه په ګلانو او چمنونو ښايسته شوې وه او شاوخوا ترې د پوهنځيو ودانۍ راچاپېره وې. مېلمستون ته د غرمنۍ لپاره بېرته ستانه شو او تر څه دمې کولو وروسته، د استاد حکيم تڼيوال پارک ته يو ځل بيا لاړو، خو دا ځل نندارتون نه، بلکې د يوې خوندورې مشاعرې شاهدان و.

 د چنار دوديزه کلنۍ مشاعره وه، د مرستيال والي او سرپرست وزير له ويناوو وروسته، خوست مېشتو او مېلمنو شاعرانو په کې د خپل د زړه بړاس ووېسته، ځينو ښه شوخ او عشقي شعرونه زمزمه کړل او ځينو بيا د ملي او اسلامي فکر لرونکي شعرونه وويل او ترڅنګ به يې کله کله ترنم هم اورېدل کېده. يوه ځايي شاعر خو تر شعر ويلو مخکې د خوست د اطلاعاتو او کلتور پر رئيس  محمد امين شاه الفت زړه ښه تش کړه او د هغه نيمګړتياوې يې بيان کړې، چې بيا ځينو شاعرانو هم د ده د خبرو هرکلی کاوه او تاييدولې يې. د چنار مشاعره په يوه مزه دار باراني ماحول کې جوړه شوې وه، لاندې شين چمن، مخامخ د خوستوالو دنګې دنګې ودانۍ او د ودانيو تر شا غونډۍ. د مشاعرې په منځ کې له کابله تللي مېلمه، نعيم هزاره را اوچت شو او د ولايت مقام ته له باميانو راوړې تابلو يې ور ډالۍ کړه او بيا يې په خپلې وينا کې په پښتو او دري ژبو د خوست پرمختګونه وستايل او هم يې خوستوالو ته يو لړ وړانديزونه لرل. بيا د منګلو ځوانانو له خوا پوهاند باوري ته د وياړ پګړۍ ور په سر کړی شوه. سره له دې چې د مشاعرې په پيل کې ګډونوالو ښه پرېمانه وو، خو په وروستيو کې ډېر کم کسان او هغه هم له کابله تللي مېلمانه په کې پاتې شول. نږدې ماښام مهال مشاعره پای ته ورسېده. د تېر په څېر مېلمانه د مېلمستون په لور او موږ څو تنه د خوست «سرګردان چوک» ته چې د ښار مزدحمه برخه او بازار يې دی، لاړو. هلته مو د کابل له څو تنو نورو ځوانانو سره هم وليدل او بيا په دې خاطر مو دلته ډېر څه ونه خوړل چې ماخوستن د خوست د ښاروال مېلمانه وو. تر ډوډۍ نوش جان کولو وروسته د مېلمستون په تالار کې د محلي ساز محفل پيل شو چې عبدالحميد کندهاري په کې ښکلې سندرې وبوللې او بيا د محفل په وروستيو کې د ځوانانو له خوا خوندور اتڼ وشو. بيا خپلو خونو ته د خوب کولو لپاره وکوچېدو.

سهار تر چای څښلو وروسته، آغلې محبوبې بابکرخېل اعلان وکړ چې د باندې موټر ولاړ دي او د کابل په لور بېرته حرکت کوو. سهار اته بجې وې چې له خوست ښار سره مو مخه ښه وکړه او را روان شو. په موټر کې مې له پوهاند نړيوال څخه وپوښتل چې د چنار په مشاعره کې يې چې کله ته  ور وبللې، نو ويې ويل چې اوس به «شپونکی» راشي او خپل شعر به ووايي؟ ایا «شپونکی» ستا مستعار نوم دی؟ پوهاند صاحب لږ هيجاني غونته شو، ويې ويل چې وياند «جک» ووهل چې ماته يې دغه نوم واخيست، دا شاعران خو ټول (؟؟؟) دي. ما غوښتل چې په دې سره د پوهاند محمد صديق رازقي نړيوال مستعار نومونه د خپلې علمي مقالې د بشپړاوي لپاره چې د «مستعار نومونه» تر سرليک لاندې ده، معلوم کړم. په خبرو خبرو کې مې ترې د هغه ۱۱ مستعار نومونه یادداشت کړل. بيا يې وويل چې ما څو طنزي شعرونه ليکلي چې په هغه کې مې ځينې کسان مخاطب کړي، تاسو يې پيدا کړئ چې دا څوک دي؟ دغه شعرونه د (زه یم د ټرک ډرايور، چرچرک او درې چړيان) په نومونو دي. موږ د څو تنو استادانو نومونه ورته واخيستل، خو د هر نوم په اخيستلو سره به يې د نه! ځواب راکاوه، لکه موږ يې چې امتحانولو، تر اخره پورې پرې ونه توانېدو چې له ده دا معلومه کړو چې د دغو شعرونو مخاطبان يې څوک دي.

په هر حال، غوښتل مو په دې سره د لارې مزل لنډ کړو. ګردېز ښار ته چې را ورسېدو او د ډوډۍ خوړلو لپاره د (خوست اشنا هوټل) ته ښکته شو، د هوټل يوې خونې ته چې موږ لس تنه ننوتلو، نو ټول له سړو رېږدېدل، د پوهاند تڼيوال او پوهاند نړيوال په پښو مو کمپله وغوړوله او زه يې ترمنځ ناست وم. چا جرئت ونه کړ چې په دې يخ موسم کې اودس وکړي. بېرته چې موټر کې کښېناستو، احد منګل کوم ماشوم چې په لاس جوړ غاړکۍ يې خرڅولې، موټر ته راووست او په ټولو يې د هغه ټولې غاړکۍ پر موږ وپلورلې. بيا پکتيا پوهنتون ته لاړو او هلته په ننوتلو کې مو هېچا او آن پوليسو مزاحمت ونه کړ، مستقيماً د رياست مخې ته لاړو او په ګډه سره مو عکسونه واخيستل. بيا مو د لوګر په لور حرکت وکړ او کابل ښار حضوري چمن ته په کابو دوه نيمو بجو راورسېدو او په دې سره مې په «نجات منار» کې د سفر له خپلو درنو پوهانو، استادانو او ملګرو څخه اجازه واخيسته.

د جمعې ورځ، د وري ۳۱مه، ۱۳۹۷هـ ش کال

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 25

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمداصف احمدزى په ١٣٥٨ل کال د کابل ولايت په خاکجبار ولسوالۍ کې زېږېدلى، خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې په پېښور کې د حراء اسلامي په لېسه کې پاى ته رسولې دي. د ليسانس دوره يې په ١٣٨٦لمريز کال او د ماسترۍ دوره يې په ١٣٨٩ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې بشپړې کړې دي. اوسمهال د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړى دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.