ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
10 Nov 2015 - 09:54
author avatar
10 Nov 2015 - 09:54

الله تعالى هر انسان ته جلاجلا عادتونه، پوهه او ټولنيز خصلتونه ورکړي دي. زیادتره اجتماعي کړه او وړه د انسان په خټه کې په فطرتي توګه اخکدل شوي دي. ډیرى شیان سړی له یو بل نه په طبیعي توګه او یا د زده کړې له لارې حاصلولى شي خو اجتماعي سلوک د هر سړي له بل سره فرق لري او یو انسان د بل انسان ځای په ټولنه او اجتماع کې نه شي نیولى. خدای بښلى محمد حسن حسام هم یو له هغو انسانانو څخه و چې د هغه تشه ډکول ممکنه نه ده.

الحاج محمد حسن حسام چې زما نږدې ملګری و، په اخري څلور کلونو کې  دواړه زیاتره وخت ډیر سره یو ځای و او دده د ژوند دوه اخري ورځې مو په کونړ کې سره یو ځای تیرې کړې.  حسام صیب لیکوال او شاعر و، دی ملي تجار، قومي، سیاسي او هر اړخیزه شخصیت و. د خاص طبعیت او مزاج خاوند و  چې د ده کمیني، تواضع، میړانه، مېلمه پالنه، علمیت او د علم او فرهنګ په لاره کې مرستې د یادولو او د قدر وړ دي. حسام صیب به همیشه د غریبانو لاسونه نیول او له هغوى سره به یې مرستې کولې او کوښښ به یې کاوه چې بې ریا مرسته وکړي.

د حسام صیب له مرګ نه یوه ورځ د مخه، د شنبه په ورځ  چې د ۲۰۱۵م کال د مارچ د میاشتې  ۱۴مه نېټه وه، د کونړ ولایت د کوز نورګل په کلي کې د حسام صیب په کور کې مېلمانه و چې یو وړوکى ماشوم چې د لسو کلونو و راغى او له حسام صیب نه یې غاړه چاپیره کړه. دا هلک چې پاچا یې ورته ویلې په ظاهري توګه خیرن او لیونى و خو حسام صیب وویل چې دا ماشوم عجیبه عادتونه لري او ټول یې په دغه سیمه کې پیژني، د هیچا پروا نه لري او د نورګل د ټولو خلکو د ټېلېفون شمیرې یې په یادو یادې دي. دغه هلک د حسام صیب نه د هغه ټېلېفون واخيست او په ټېلېفون کولو یې پیل وکړ او هم د ټولو عکسونه یې اخيستل. حسام صیب وویل چې ده ته څه ویل نه دي په کار او پریږده چې خوشحاله وي. حسام صیب دې ماشوم ته دومره مینه ورکړه چې زه فکر نه کوم چې که خپلو اولادونو ته هم څوک داسې مینه ورکړاي شي. د حسام صیب زړه سوی او کمینتوب په همدغه قصه کې ښه خلاصه کیدای شي.

حسام صیب به همیشه خوش رویه و اوکه چیرې به په قهر هم شو نو بیا به یې وروسته خندلې چې کله کله همداسې هم په کار ده ځکه دده غوصه او قهر د کینې او عقده نه نه و او هر څه به یې د یاده ویستل چې د ښه او مسلمان انسان صفت همدا دی چې کینه او عقده له درې ورځو څخه زیاته ونه ساتي البته دا په دی معنی نه ده چې څوک له خپلو پرنسپونونو تیر شي.

حسام صیب له افغانستان او خپلو خلکو سره خاصه مینه درلوده او همیشه به حاضر و چې د ملی وحدت او وطن د سوکالۍ لپاره قرباني ورکړي او دحق ویلو په ځای کې به له چا څخه ډار او وېره نه درلوده. د ۲۰۱۴م کال له انتخاباتو نه مخکې موږ یوه ډله دوستان سره راټول شولو، د فکر او عمل جرګه مو جوړه کړه او دا مو وپتیله چې راځئ له هغو مشرانو سره اړیکې ونیسو څوک چې غواړي او یا اراده لري چې د جمهوری ریاست څوکۍ ته ځانونه کاندیدکړي ترڅو د دوی ترمنځ اتحاد راولو نو حسام صیب مو د دې جرګې د منشي په توګه وټاکه. له زیاتو بحثونو او تماسونو څخه وروسته یوه ورځ مو علي احمد جلالي ، ډاکټر اشرف غني احمدزی، ډاکټر زلمی خلیل زاد، قیوم کرزی، ډاکټر انورالحق احدي، محمد حنیف اتمر او د فکر او عمل جرګې د رهبرۍ یو شمیر غړي د هلمند د پخواني والي محمد ګلاب منګل په کور کې سره راټول کړل او د دوی نه مو وغوښتل چې تاسې باید سره یوځاى شئ او که نه موږ ستاسې له یوه نه هم هیڅ ملاتړ نه کوو.

دفکر او عمل د جرګې په استازیتوب حسام صیب خبرې وکړې او دې مشرانو ته یې داسې سختې وویلې او ورته یې وویل  که تاسې یوځاې نه شئ نو تاسې موږ ته هیڅ ارزښت نه لرئ. تاسې یقین وکړئ چې د دې ټولو مشرانو نه یې لار ورکه کړه. د همدې جرګې د غړو هلې  ځلې وې چې د تحول او تداوم ټیم جوړ شو او د ډاکتر اشرف غنی په مشری د هغه د کاندیداتوری څخه يې ملاتړ وکړ. د دی نه برسیره موږ مختلفو ولایتونو ته سفرونه وکړل او ولس مو دې ته وهڅوو چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. د انتخاباتو د داستان قصې ډیرې اوږدې دي او که وخت مساعد شو نو د کتاب په شکل به یې ولیکم چې چا څه او څه وکړل.

حسام صیب د کونړ اکثره ولسوالیو ته سفرونه وکړل له خلکو سره یې وکتل او له خپله ځانه یې مصارف وکړل تر څو د تحول او تداوم ټیم د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ بریالى شي. موږ د ډاکټر اشرف غني حمایت د هیواد د ابادۍ، ارامۍ او په سوله يیزه توګه د قدرت د انتقال په خاطر کړی و. د فکر او عمل د جرګې غړو حمایت د ډاکټر اشرف غني د ټیم نه د شخصي ګټو او څوکيو د نیولو په سر معامله نه وه نو په همدې منظور به حسام صیب او د فکر او عمل د جرګې نور غړي ډاکټر صیب ته همیشه سپینې خبرې کولې.

یو ماښام د کونړ یو شمیر مشران ډاکټر اشرف غني خپل کور ته وغوښتل نو په اخره کې ما ورته وویل چې زموږ مشکلات اسانه دي او خپلو منځو کې يې حل کولای شو او څه خبره نشته دی. ډاکټر صیب اشرف غنی وویل چې یوه خبره پاتې ده ځکه تا او حسام صیب به ما ته ویلې چې زه حوصله نه لرم خو اوس ګورم چې زه حوصله لرم اما تاسې بې حوصله کیږئ او هر څه وایي او ما غوږ نیولی دی. د داکټر صیب په دویم دور کې موږ همدا اوسني خوبونه لیدل که د کمیاين دا بعضې غړي چې په دویم دور کې یې هر څه په لاس کې نیولي و که په حکومت کې دوی همداسې خپلو شومو اهدافو ته دوام ورکړي نو د ډاکټر صیب اشرف حکومت به د سختو ستونزو سره مخامخ کړي. زموږ اټکل سم و.

په هر حال د الله تعالی او بنده وعده برابره نه وي. کله چې موږ د شنبه په ورځ رخصتیدو نو وعده مو کېښودله چې سبا ته به په نرنګ ولسوالي کې سره یوځاى کیږو او د مرحوم وکیل صیب غلام محمد خان له جنازې څخه وروسته به شپه چغه سرای ته وړو او هلته به د معاون حاجي (حاجي صیب فضل اکبر) په ځای کې شپه په شریکه تیرو او ښه ګپ او شپ به سره وکړو. د يکشنبه په ورځ د سهار له خوا ما حسام صیب ته د خاص کونړ ته ډیر ټېلېفونونه وکړل خو ټېلېفون یې رخ نه شو او زما مطلب دا و چې د غرمې لپاره که خاص کونړ ته زموږ ځای ته راشي نو ښه به وي بیا به له هماغه ځایه نه د نرنګ ولسوالۍ ته لاړ شو تر څو په دوه بجو د وکیل صیب غلام محمد خان په جنازه کې چې له امریکا څخه یې جنازه راوړې وه برخه واخلو. وکیل صیب غلام محمد خان دې الله وبښي هغه هم د کونړ ولایت دروند، عالم او فاضل مشر و چې د ډ یموکراسۍ په هغه دوره کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی و. په هر حال زه نرنګ ته لاړم او له ده سره مې هیڅ تماس ونه شو نیولى ځکه د هغه د ډریور نمبر هم کار نه کاوه. په جنازه کې مې معاون حاجي صیب ولیده او راته یې وویل چې د حسام صیب د ډریور ناصر سره یې تماس ونیوه او حسام صیب باندې په همدغه ورځ سهار د یوولس بجو په شاوخواکې د زړه حمله راغلې او جلال اباد ته یې په عاجله توګه وړی دی.

په جلال اباد کې یې حسام صیب یوه شخصي روغتون ته وړی و او ډاکټرانو ورته د معدې دوا ورکړې وه او ورته یې ویلي و چې باید استراحت وکړي. ناصر حسام صیب د هډې فارم ته چې هلته یې د چرګانو لوی فارم درلوده، انتقال کړی و. کله چې موږ له ناصر سره خبرې وکړې هغه راته د ده د تکلیف علایم وویل نو زما زوی ډاکټر نایل محمود چې له امریکا څخه راغلی و نو سمدستي یې ورته وویل  چې دا بیرته روغتون ته یوسئ او هلته دې ډاکټران تر نظارت لاندې ونیسي ځکه دا علایم د زړه د حملې دي. له همدې نه وروسته چې ناصر غوښتنه چې دی روغتون ته انتقال کړي په دې باندې بیا د زړه حمله راغلې وه او روغتون ته یې په لاره کې ساه ورکړه. انا لله و انا اليه راجعون.

دی لاړو خو د ده کيسې او ارمانونه له موږ سره باقي دي. د ده مرګ د ده د کورنۍ، دوستانو او د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده. د حسام صیب تشه نه ډکیدونکې تشه ده او داسې کسان په هره سیمه او کورنۍ کې په پیړیو کې یو کس پيدا کیږي چې د حسام صیب په شان هر اړخیزه صفتونه ولري. الله تعالی له دربار څخه ورته جنت فردوس غواړم او روح دې ښاد وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.