ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
7 Aug 2020 - 20:53
author avatar
7 Aug 2020 - 20:53

جرګه زموږ دومره پياوړى ارزښت دى چې ولس خو پرېږده حکومتونه او نړيوال يې هم په افغانستان کې د سترو لانجو د  حل يوازنى لار ګڼي. خو ستونزه داده چې جرګه د افغاني نرخ په رڼا کې نه راغوښتل کېږي. د حکومت او طالبانو اوسني حالت ته ورته وخت کې جرګه د بډيالو يا مخالفو لويرو په غوښتنه او خوښه راغوښتل کېږي. ښکېل لوري  جرګې ته واک ورکوي چې د جرګې پرېکړې به مني او جرګه به له داسې خلکو جوړه وي چې دواړه لوريو ته د منلو وړ وي. جرګه مچلګه هم ږدي، جرګه مشورتي نه وي.

 مشورتي جرګه يانې څه؟
 حکومتونه په  يو اړخيز ډول او د پرېکړې له واک څخه پرته د خپلې خوښې جرګې پر ولس ورتپلو او د ولس د تېرايستلو لپاره  راغواړي، د مشورو منل يې هم  حکومت پورې تړلي وي، نو اغليو او ښاغليو د سولې  مشورتي جرګې غړو:

هغه حکومت چې د پرديو پرمټ په ٣٠٪ خاوره واک لري او٢٠ کاله کېږي جګړه کې ښکيل دى. غړي يې ټوله نړۍ په لومړۍ درجه پساتګرو(فسادګرو)  پېژني.٩٠٪ قوانين يې په هېواد کې ترپښو لاندې کړي. مشر يې خپله وايي چې په ارګ کې راګير دى او له بهرنيو ملګرو پرته ٦ مياشتې حکومت نشي کولاى. ګاونډيان يې په هېواد توغندي راوروي، خاوره يې  نيسي او بمونه د ارګ خوا کې ورالوزوي،خو دوى د هغوى په اړه پوښتونکى له جرګې په زور وباسي. ٢٠ شکاله جګړې سره دوى لا کالتوس هم پخپل هېواد کې نشي جوړولاى چې د ګاونډيو او بهرنيو د يرغل ځواب ووايي.

دغه  حکومت له نړيوالو بېشانه مرستو سره په اته کاله کې له ٣٥٪ څخه٩٠٪ د ولس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ته اړ کړ. ولس يې خپل بچي او د بدن غړي خرڅوي، خو دوى٣٣٠ ميليونه افغانۍ ستاسې لپاره په يو غونډه لګوي او ميلياردونه په نورو ورته ډنډورو. موخه يې يوازې د خپل حکومت موده غځول او پړه پرتاسې اچول دي. پر جرګې وخت او سرچينو بېځايه لګښتونه ټول ملت په يوه خوله، د ملي شتمنيو تالان بولي چې زغمل يې د ولسمشر لومړي مرستيال لپاره ګران وو او په احساساتي غبرګون کې يې د حکومت  يوه  بله نادوده څرګنده کړه، چې حکومت د لوړپوړو چارواکو او هغو سياسيونو لپاره چې د دوى ملاتړي دي، پر ساتنه د کال ۴.۲ ميليارده افغانۍ لګوي، دوى بايد دغه لست خپور کړي چې دا په چا لګول کېږي؟

داسې حال کې چې هېواد د کرونا له وبا سره لاس او ګرېوان دى. دومخى او توپيريز چلند خو ګورئ چې د حکومت د روغتيا وزير څه وايي هغه ستاسې لپاره نه کوي، يوازې لومړى کتار څوکۍ د روغتيايي چارو له وړانديز سره سم واټن لري. د جرګې د نورو غړو څوکۍ څنګ پر څنګ اېښودل شوي چې٥٠ سانتي واټن هم نه لري،خداى مه کړه، که په جرګه کې تاسې په کورنا اخته شوئ دا ستاسې کورنيو، خپلوانو او ولس ته مرګونى ګواښ دى.

 ولسمشر غني او عبدالله چې تر ١٥٠٠ ډېر سلاکارن لري، دغو سلاکارانو سره دوى کله هم مشوره  نه ده کړې،  ډېرى ددوى انډيولان يا هغه کسان دي چې د سلاکار په نوم  حق السکوت ورکول کېږي. د سولې تېرې مشورتي جرګې خپله نهمه ماده کې دا پرېکړه کړې ده چې د ښه نيت لمخې او د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره دې بنديان پرېښودل شي. حکومت کولاى شول چې هغه سند کړي او بنديان خوشې کړي. حکومت د سولې او پخلاينې شورا لري، د سولې وزارت لري. دولت ولسي او مشرانو جرګه لري. دا ددغو دولتي او حکومتي زرګونو کسانو تاريخي مسوليت دى ولې يې  هغوى نه ترسره کوي؟

 په هېواد کې ستر حقوقي، ملي او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې شوي، تر ټولو نادوده دا چې حکومت د هغه ٤٠٠ بنديانو پرېښودلو په اړه حقوقي او عدلي مشورې لپاره تاسې راغواړي  د چا په اړه چې تاسې هېڅ مالومات نه لرى!تاسې د جرګې غړي بايد له ځانه پوښتنه وکړئ، ستاسې د پرېکړو منل هم  راغوښتونکي پورې اړه لري خو مسوليت به يې تاسې او ستاسې کورنۍ ته تر ابده راجع وي. نو تاسې ته مو مشوره ده چې له تاريخي ملامتۍ خپل ځان او کورنۍ وژغورئ. حکومت ته وواياست چې موږ او ملت سوله غواړو. حکومت د ملت د استازولۍ دعوه لرئ. ولسمشر دې د حکومتي اړوند ادارو او قوانينو لمخې د ملي ګټو په رڼا کې خپله پريکړه وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نوررحمان لېوال د لېوال ملي مړښت پروګرام مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.