ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغوی چې جنګ کوي د جنګ له زوره نه دي خبر

د سرو لمبو د غر غرو له شوره نه دي خبر

نن د جولای څلورمه ده. ځای ځای د امریکا اسمان د پټاقیو په لمبو سور او زرغون دی. مور او زوی سره ورکیږي. هیڅوک هم د چا غږ نه اوري. توره شپه ده. هر سړي سترګې اسمان ته نیولې او په هوا کې تیرې بیرې لمبې شمیري. ماشومان منډې رامنډې وهي او د میندو خولې یې له خندا نه راټولیږي.

ما هم د افغان ځوان په حیث په خپل وطن کی د ډزو اوازونه اوریدلي او لیدلي، هو ډیر درانه درانه اوازونه. د امریکا د نن شپې د ډزو اوازونه هم هماغه شان درانه دي، هماغه شان یې اسمان رڼا کړی ،مګر د نن شپې رڼا څه بل ډول ده. ته به وایې چې د دنیا ټول رنګونه یې په همدې ډزو کې حصار کړي، عجیبه ده.  ډزې شته مګر ویر نشته، هیڅوک هم نه وژل کیږي، هیڅوک هم نه ویریږي، هیڅوک هم په وینو سور نه دى او هره پلا چې د دې هیواد روښانه اسمان ته د پټاقیو رڼا پورته کیږي ،نو لیدونکو ته څه عجیبه شاعرانه او عاشقانه مزاج پیدا کیږي. 

نن هغه ورځ ده چې د ۱۷۷۶ کال د جولای په څلورمه نېټه د امریکا د ۱۳ مستعمرو (کالوني) مشرانو هوکړه وکړه ،چې سر له اوسه لره بره امریکا نشته او ټول به څنګ په څنګ د برتانیې په وړاندې جګړه کوي. ازادي اعلان شوه، برتاینه په تاریخ کې لومړی ځل په عملي جنګ کې ماته شوه، تاریخ جوړ شو، امریکا د نړۍ نظامي، سیاسي او اقتصادي ځواک شو او دا دی نن ټول ملت په هیاهیو د خپلو قهرمانانو ځواني او خپله ازادي نمانځي .

تاریخ وایي روسانو په لس کلن یرغل کې افغانستان ته ۲۵۰ ميلیارده معنوي او مادي زیان ورساوه، ۸۰۰۰۰ سپیڅلي مجاهدین  او ۱،۵ ميلیونه بېګناه خلک یې ووژل. ۷ سوه زره کسانو مختلف اندامونه له لاسه ورکړل چې یواځې سل زره کسان په کابل کې اوسیږي. هو همداسې ده مګر ډیره د حیرانۍ خبره ده، ځکه هغوی روسان وو او موږ افغانان. هغوی کافر او موږ مسلمانان. هغوی یرغلګر او موږ د خپلې خاورې ساتونکي. هو، په جنګ کې مړي کیږي، په نره مو د کور ساتنه وکړه او روس مو مات کړ مګر له هغې ورځې چې روس زموږ له هیواده وتلی ،نو قسم په رب که له څو شمېرلو خلکو پرته هیچا هم د افغان وینې ته ارزښت ورکړی وي، مشرانو د ویر لړۍ همداسې روانه او د ژوند قیمت همداسې ارزانه وساته. د هر چا چې په توان پوره شوه نو وینو تویولو ته یې لاره برابره کړه. د وخت جابرینو او وینه څښونکو مو تاریخ مسخه کړ، د امریکا د نننۍ ورځې په شان د ازادۍ سپڅلې ورځې مو بدرنګې شوې، او راتلونکې مو نامعلوم.

د هیواد سوله د څو کرایه شوو مشرانو په دام کې بنده شوه. هغه چا چې لسګونه کاله عقدوي خپل منځي اختلافات وکړل نو د لسګونو کلونو لپاره یې د جنګ تخم وکره ،مګر لا هم له بده مرغه د دې هیواد د سولې او جنګ واګي په لاس کې لري. افغان وګړي ،لکه بې څښتنه مال د لیوانو ښکار شول. مخکې له دې چې منزل ته ورسیږي،  ارمانونه یې سلګۍ سلګۍ په اسویلو کې ورک شول.

تیره ورځ مې د ۲۰۱۶ کال د ریاستي ټولټاکنو لپاره د دیموکراتانو کاندیدې هیلري کلنټن خبرې اوریدلې، ویل یې: تر ډېره حده د ژوند د بریالیتوبو او ناکاميو اساس د ماشوم په پنځو لومړیو کلونو کې نغښتی وي. تر۸۰ سلنې ډیر تلپاتې هوش په دې وخت کې د ماشوم په ذهن کې ترزیق کیږي. نوموړې زیاته کړه چې استعدادونه هر چیرته شته ،لیکن د رشد زمینه ورته برابره نه ده. هیلري کلنټن وویل: که مو ماته رایه راکړه نو ژمنه ده چې ستاسو په راتلونکو نسلونو به پانګه اچونه وکړم.

موږ افغانان هم د یوه ملت په حیث مشران لرو، هغوی هم د قدرت واګي په لاس کې لري، هغوی هم د زمان او مکان له حاضرو شرایطو سره د ښو او بدو د کړو اقتدار لري، مګر د هغوی کړه زموږ سره له یوې مخې جفا ده. د هغوی د نا سمو کړنو، حاسدو فکرونو، جنجالي زړونو او شومو ارادو له امله زموږ ځوانان وژل کیږي او ماشومان مو د جنګ په ذهنیت رالویږي. د همدې څو خلکو د کردار له امله مو حاضر او راتلونکی نسل د خاشاکو په حیث نقش اداء کوي. 

امریکا او افغانستان د دې ځمکې دوه څنډې دي ،مګر د ظاهري جوړښت له مخې په کې  یو ډول انسانان ژوند کوي. تر یوه اسمان لاندې سهار او ماښام راښکاره کیږي مګر په امریکا کې د یوه بل پر وړاندې عاطفه، احساس، او خواخوږي اوج ته رسیدلې ،مګر برعکس زما په هیواد کې ظلم، بې حسي او جفا اسمانونه لړزوي.

په هر حال، څو شیبې وړاندې مې شاو خوا ته راټول شوی ولس هرې پټاقۍ ته من من غټیده، مګر ماته د خپل کور او کلي چم رایادیده. فکر مې کاوه چې نن بیا د همدې ډول بدرنګو اوزاونو له امله څومره میندې بورې شوې او څومره میرمنې به کونډې شوې وي؟ څومره ماشومان به وژل شوي او څومره کورنۍ به د غم په ټغر ناستې وي؟

زما په اند د لرې برې دنیا خلک سره یو شان دي، مګر زړونه، ذهنونه او موخې سره فرق کوي، تر هغې چې د بل غم خپل غم ونه ګڼو نو لرې نه ده چې د بل غم زما کور ته راشي. د شومو زړونو هغه خاوندان چې د قدرت د وېش له وېرې د سولې پروسه ځنډوي او سوله يیزې هڅې شنډوي، هرو مرو به یې هډونه د دې جهنمي اور خوند وڅکي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 7

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.