ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Aug 2018 - 09:46
author avatar
26 Aug 2018 - 09:46

محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته لومړۍ کار دا وکړ چې محمد حنیف اتمر یې خپل د ملي امنیت سلاکار مقرر کړ او په دې توګه یې هغه ته دا واک هم ورکړ چې د امریکا له متحده ایالتونو سره متنازع امنیتي تړون لاسلیک کړي. زما د معلوماتو پر اساس په دوو مهمو امنیتي وزارتونو (دفاع او کورنیو چارو وزارتونه)، د ملي‌ امنیت لوی ریاست او د ملي امنیت د سلاکار د پوستونو لپاره د وزیرانو او رییسانو د ټاکلو لپاره ولسمشر باید چې د امریکا د سفارت او ناټو موافقه هم واخلي؛ ځکه د امریکا او متحدینو نظامي‌ مرستې د افغانستان له دفاعي او امنیتي سکتور سره مشروطې، محتاطې‌ او د بهرنیانو د مشخصو ګټو په نظر کې نیولو سره تړلې دي. د اتمر صېب تر استعفأ مخکې هم د امریکا سفیر له اتمر صېب سره کتلي و.

د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر اړیکې د افغانستان له نړیوالو نظامي‌ او سیاسي‌ متحدینو سره په ځانکړې ډول له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره (منځنۍ اسیا، منځني‌ ختیځ،‌ جنوبې اسیا،‌ روسیه،‌ ایران او پاکستان) سره فوق العاده پرمختللې‌ وې.‌ هغه د ملي امنیت د سلاکار په توګه هره اوونۍ د درېیو تر څلورو هېوادونو له سفیرانو سره لیدنې لرلې، اتمر د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان او سیمې د سیاسي‌ او امنیتي‌ پرمختګونو،‌ د افغانستان اوسني سیاسي‌ او امنیتي‌ وضعیت او راتلونکو تهدیدونو په اړه میاشتنۍ معلوماتي‌ ناستې هم لرلې.‌ دا داعش تروریستې ډلې د شتون او ګواښونو په اړه د روسیې‌ او منځنۍ اسیا د هېوادونو د شته اندېښنو رفع کولو لپاره محمد حنیف اتمر ډېر کار وکړ.‌ اتمر روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو‌ او ایران ته مکرر سفرونه وکړل،‌ د روسیې خبریالان یې افغانستان ته را وبلل، څو د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې پر ضد د افغان حکومت د اقداماتو په اړه مستند معلومات ورسره شریک کړي. اتمر دغه کار په روسیه کې د افغانستان د حکومت لپاره د مثبت ذهنیت سازي لپاره وکړ. له ایران سره یې هم د تفاهم مشترکه ژبه پیدا کړې وه،‌ په عین وخت کې امریکایانو هم پرې د یوه هوښیار،‌ ژور فکر خاوند‌ او با تدبیره شخص په توګه ډېر باور کاوه.‌ د امنیتي سکتور په اصلاحاتو کې یې هم چې د نړیوالو نظامي‌ مرستو لپاره یو مهم شرط‌ و، له امریکایانو او نورو بهرنیانو سره یې لازم مشترک اقدامات تر لاس لاندې نیولي‌ وو،‌ لکه د خیالي‌ سرتېرو د لګښتونو د کچې را ټیټول،‌ د مقرریو،‌ تبدلیو، نظامي‌ قراردادونو او ترفیعاتو د منظوریو په برخه کې چې ښايي په هغه ډول چې لازم و، د بهرنیانو د قناعت وړ نه و.‌

د چارواکو ادلون بدلون، ګوښه کېدل او استعفاوې که څه هم په ډیموکراتیکو نظامونو کې یوه عادي چاره ده، اما د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار استعفأ چې له پیله په ټولو متنازعو مواردو او حالاتو کې یې ولسمشر مشورې اخیستې،‌ یو څه مهمه او د توجه وړ ده. د ولسمشر غني‌ او اتمر تر منځ د اصلاحاتو په موخه له پیله ځینې اساسي‌ ستونزې او د نظر اختلاف شتون درلود. د سیمه يیزو اړیکو خصوصاً‌ له روسیې او ایران سره د اړیکو پر سر هم د دوی دواړو تر منځ د نظر اختلاف شتون درلود، په اکثره مواردو کې امریکایان هم د اتمر له نظر سره موافق او د ولسمشر له هغه سره مخالف وو. د ولسمشر په مقرریو کې هم په اکثره مواردو کې اتمر ملاحظات درلودل؛ د بېلګې په توګه د غزني‌ مخکنی والي ښاغلی کریم متین د ملي‌ امنیت شورا د مشترکې پرېکړې پر اساس په حکومت کې بلک لېست شوی و او هېڅکله باید دوباره نه وای والي‌ شوی؛ ځکه د حکومت د یو فعال والي ‌او مامور په توګه یې د حکومت پر مهمو امنیتي‌ او استخباراتي ارګانونو اتهامات لګولي‌ وو، اما کله چې اتمر د جرمني‌ په سفر بوخت و، نو ولسمشر متین کریم یو ځل بیا د غزني‌ د والي‌ په توګه وټاکه.

ولسمشر په خپلو کړو ټولو ژمنو کې پاتې راغلی،‌ په نظامي‌ سکتور کې اصلاحات،‌ سیاسي معاملې‌،‌ د امنیتي وضعیت خرابېدل،‌ د نظامي‌ مقرریو او د موضوعاتو د جدي‌ تعقیب په برخو کې هېڅ اقدامات ونه شول. داسې ویل کېږي‌ چې په دې برخه کې هم د ولسمشر او اتمر تر منځ اختلاف شتون درلود.

یوه بله مهمه موضوع چې اوسنۍ او تازه ده، هغه د غزني د سقوط فاجعه وه؛ د غزني‌ د سقوط‌ اصلي‌ کیسه کې ویل کېږي چې د حکومت دننه هم وېشلو‌ نظرونو شتون درلود.؛ لومړی خو دا چې طالبانو مستقیم له امریکا سره خبرې اترې پیل کړې‌ وې او افغان حکومت یې د مذاکراتو له مېز څخه ایستلی و.‌ دا موضوع د افغان حکومت خصوصاً ‌د ولسمشر غني‌ لپاره حیثیتي وه او په دې برخه کې د ولسمشر او امریکایانو تر منځ د نظر اختلاف و او شته دی.‌ همدا دلیل و چې افغان حکومت په روسیه کې له طالبانو سره کېدونکې غونډه تحریم کړه او له ګډون څخه یې هم انکار وکړ او له امریکایانو یې هم وغوښتل چې دا غونډه تحریم کړي چې بالاخره امریکایان هم مجبور شي ګډون ونه کړي.

بله خبر دا چې کله ولسمشر د غزني د سقوط‌ په اړه وویل چې ده ته د غزني‌ په اړه تر درېیمې ورځې نا سم معلومات ورکول کېدل،‌ نو دا خبره یې سمه وه؛‌ ځکه امریکایانو غوښتل غزني د طالبانو لپاره د امن پر سیمه بدل کړي، په دې برخه کې شاید د حکومت یو شمېر امنیتي‌ چارواکي د وزیرانو په کچه هم خبر او له امریکایانو سره همغږي‌ وو، اما ولسمشر چې ښايي د دغه کار مخالف و، په حاشیه کې ساتل شوی و؛ ځکه ولسمشر غني نه غواړي چې طالبان د افغان حکومت پر ځای له امریکایانو سره خبرې وکړي؛ ځکه طالبانو یوه غوښتنه له امریکایانو څخه د دغه‌ حکومت لرې کول او پر ‌ځای یې د یوه بل جوړښت رامنځته کېدل و. دغه کار ولسمشر نه غواړي، خو کله چې په سوشل میډیا کې او د نورو مطبوعاتو له لارې پر حکومت فشارونه زیات شول، نو مجبور شول د غزني په اړه تصمیم بدل کړي او بالاخره ولسمشر ته سم معلومات ورکړي،‌ هماغه و چې د غزني د سقوط‌ پلان رسوا او کیسه ترې خرابه شوه.

که څه هم د اتمر استعفا د هغه پخوانی تصمیم و اما په غلط وخت کې رامخې ته شوه؛ ځکه که اتمر استعفا هم کوله، نو ښايي یو دوه میاشتې وروسته یې کړيې وای، مګر دا چې ستونزې زیاتې شوې نو د اتمر دا فیصله عاجله او تر وخت مخکې شوه.‌ ولسمشر د اتمر دغه کار په امنیتي‌ سکتور کې د اصلاحاتو په موخه د افرادو ادلون بدلون په موخه توجیه کوي او په امنیتي ‌سکتور کې بدلونونه له وروستیو امنیتي ستونزو سره تړي ‌او دا یوه عادي چاره ښيي، خو په حقیقت کې د اتمر استعفا لکه څنګه چې د هغه په استعفا لیک کې واضح شوې، ولسمشر غني ته ستر د خطر زنګ هم دی. اتمر په خپل استعفا لیک کې د حکومت رهبري د ملي وحدت د حکومت له پیله پر جدي خپلمنځي‌ اختلافاتو تورنه کړې،‌ د ټاکنو اختلافي‌ موضوع‌ چې اکثره سیاسي احزاب هم ستونزه ورسره لري ‌او ځیني‌ نور مسایل یې هم یاد کړي‌ دې.

فکر کوم د اختلاف اساسي‌ ټکی هم وروستي امنیتي‌ موضوعات خصوصاً‌ د غزني‌ موضوع او په هغې کې د ولسمشر، امریکایانو او د امنیتي‌ سکتور د رهبرۍ وېشلي‌ نظرونه او شوې بېغوري‌ او د ټاکنو جنجالي‌ موضوع ده.

روسیې سره د اتمر اړیکې له ډیرو هڅو وروسته یوه غوره پړاو ته داخلې شوي. د ولسمشر او اتمر تر منځ د اختلاف یو بل ټکی دا هم دی چې ولسمشر په روسیه له طالب چارواکو سره کیدونکي غونډه کې د افغانستان له ګډون نه انکار وکړ چې دا خپله د افغانستان او روسیې تر منځ د اتمر په هڅو رغیدلې اړیکو ته زیان رسوي. اتمر نه غواړي چې د روسیې او امریکا تر منځ دې د اړیکو بیلانس ته په دې مهم وخت کې هیڅ ډول صدمه ورسیږي.

د معلوماتو له مخې، اتمر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کېږي، هغه خپل دغه تصمیم تر اوسه ځکه له ملګرو او رسنیو سره نه شریکاوه چې هغه تر اوسه د امریکا او نړیوالو متحدینو موافقه او سیاسي همکاري په دې برخه کې نه وه ترلاسه کړې.‌ اوس چې اتمر استعفأ ورکړه، معنا دا چې د بهرنیانو له موافقې او مشورې وروسته یې دغه کار کړی او راتلونکو ټاکنو ته نوماند دی.

دا چې د ولسمشر غني سیاسي‌ متحدین د اتمر په شمول له ولسمشر غني‌ څخه ښه خاطره نه لري، له سیاسي‌ احزابو سره، ملت سره، ځوانانو سره، ځینو ولایتونو سره یې کړې ژمنې یوه هم نه کړه پوره،‌ نو ښايي د هغوی لپاره هم اتمر د راتلونکي‌ دورې لپاره غوره بدیل وي. ولسمشر غني خپل نږدې ملګري‌ او د منشور او فکر خلک هم له ځانه لرې کړل، ملکي‌ حکومتولۍ کې هم هېڅ ډول مثبت تغییرات رانه غلل، فساد نه دی کم شوی، ‌د مخدره توکو کښت او قاچاق کم نه شو،‌ د فقر کچه لوړه شوه، بېکاري زیاته شوه او نور. د امنیتي وضعیت خرابېدل، د ولسمشر سیاسي معاملو او د قدرت له حده زیات شوق حتا بهرنیان هم د ولسمشر په اړه د نظر بدلولو ته مجبور کړي‌؛ ‌هغوی په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني ‌پر بدیل فکر کوي چې قوي‌ احتمال شته محمد حنیف اتمر یې انتخاب وي.

راتلونکي‌ پلانونه

محمد حنیف اتمر به اوس د یوه قوي سیاسي‌ ټېم پر تشکیل فکر کوي؛ د یوه داسې‌ سیاسي حزب پر رامنځته کولو چې شاید د ګلبدین حکمتیار به مشرۍ حزب اسلامي یې هم ملاتړی وي، د نجات ملي‌ په نوم د څو سیاسي‌ او جهادي‌ احزابو ایتلاف هم شاید له ولسمشر غني سره په راتلونکو ټاکنو کې ملتیا ونه کړي. په راتلونکو څو اوونیو کې به معلومه شي چې د حنیف اتمر راتلونکي سیاسي‌ پلانونه څه دي.‌

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.