ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکل شوې د روان کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې، د اسیا زړه کنفرانس اوومه ناسته ترسره شي، چې په‌کې به د سیمې او نړۍ د لسګونه سازمانونو استازي ګډون وکړي. دا کنفرانس، په ۲۰۱۱ ز کال کې د چین، روسیې، ترکیې، هند، پاکستان او مرکزي اسیا هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو په ګډون د «استانبول پروسې» تر عنوان لاندې پیل شو او موخه یې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، ترانزیټي او امنیتي همکاریو زیاتوالی بلل کېږي.

تر اوسه ددې پروسې شپږ ناستې ترسره شوې او اوومه هغه یې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې غړي هېوادونه یې له ګڼو اقتصادي، سیاسي، ترانزیټي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د اسیا زړه کنفرانس غونډه به هغه فرصت وي، چې غړي هېوادونه وکولای شي په خپلو منځو کې د باور فضا رامنځته کړي او د ګډو همکاریو له لارې شته ګواښونه محدود کړي.

 ګډې ستونزې

ددې کنفرانس اصلي غړي د چین، هند، روسیې، ترکیې او پاکستان ترڅنګ د مرکزي اسیا هېوادونه او نړیوال سازمانونه دي او د وروستۍ غونډې عمده موخه دا ده، چې دغه هېوادونه څنګه وکولای شي په خپلو کې د باور فضا په رامنځته کولو، همکاري پیاوړې کړي.

ددې سازمان غړي هېوادونه اوسمهال د ترهګرۍ له تر ټولو لویې ستونزې سره مخ دي، چې هره ورځ یې له ملتونو قرباني اخلي او د افراطیت دې څپې د ټولو غړو هېوادونو په امنیت او اقتصاد منفي اغېز کړی دی. ترهګري په ځانګړي ډول د هغو پرمختګونو پر وړاندې خنډ ده، چې سیمه یې د ترلاسه کولو په هڅه کې ده. جرمي ډلو له نشه‌یي توکو، انساني قاچاق او تور بازار څخه په ګټنې د دغو هېوادونو امنیت ته لوی سرخوږی جوړ کړی او د فعالیت دوام یې هغوی په خپلمنځي بې باورۍ اخته کړي دي، چې له امله یې د دغو هېوادونو ګډه همکاري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د بې باورۍ او اړیکو کمزورۍ بله مهمه ستونزه، ددې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو نشتوالی دی، چې له دې خلا څخه استفادې هم د جرمي ډلو د غښتلتیا زمینه برابره کړې. دغه هېوادونه له یو بل سره د تړل کېدو پرېمانه سرچینې او امکانات لري او د اقتصادي سرچینو په شراکت کولای شي نه یوازې شته ستونزې له منځه یوسي، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه په غښتلو اقتصادي شریکانو هم بدل شي.

ددې سازمان غړي هېوادونه د انرژۍ پراخې سرچینې او مارکېټ لري، خو ترمنځ یې د شته بې باورۍ له امله د افغانستان په ګډون د ډېری غړو هېوادونو ملتونه په لوږه او بېوزلۍ کې ژوند کوي. د انرژۍ د تولید او ترانزیټ له شته فرصتونو څخه هم د ګټې نه اخیستو له امله، تر نیمو زیات خلک په تیاره کې ژوند کوي.

دغو ستونزو له اقتصاد نیولې تر ټولنیز ژوند پورې، ددې سازمان غړي هېوادونه له ګواښونو سره مخ کړي، خو د ګډو فرصتونو او همکاریو چانسونه هم شته، چې ټول له دې حالت څخه اېستلی شي او د اسیا زړه وروستی کنفرانس د همدې هڅو یوه برخه جوړوي.

 ګډ فرصتونه

ددې سازمان غړي هېوادونه که ګډ ګواښونه لري، د ګډو فرصتونو چانسونه هم لري، چې په عملي کولو یې ټول له اوسني بحراني وضعیت څخه وتلی شي. ګډ فرصتونه د ټولو ملتونو ترمنځ ګډې همکارۍ رامنځته کوي او ګډې همکارۍ شریک اقتصاد ته لار پرانېزي، چې د ځان بسیاینې یوازینۍ کیلي ده. سیمه او نړۍ په لاندې برخو کې ګډ فرصتونه لري.

۱- له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه:

ترهګري او د جرمي ډلو فعالیتونه ددې سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی، چې ورسره د ګډې مبارزې فرصت ټولو ته له دې عذاب څخه د خلاصون چانس برابروي. متأسفانه، چې ځینې هېوادونه له ترهګرو ډلو د سیاسي ابزارو په توګه استفاده کوي، خو د هغوی بې پولې فعالیتونو له امله نن په خپله هم قربانیان دي. وخت را رسېدلی چې ددې ګډ ګواښ پر وړاندې له شته ګډ فرصت څخه سمه ګټه پورته شي او یوازې رښتینی عمل کولای شي، سیمه د خپلو ملي ګټو پر اساس سره ونښلوي او د بې باورۍ فضا له منځه یوسي.

۲- انرژي او ترانزیټ:

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نږدې په خپله هره اقتصادي وینا کې پر همدې اصل ټینګار کوي، چې هېوادونه باید له یو بل سره د ترانزیټ له لارې ونښلول شي، څو له یو بل سره په سوداګریزې راکړې ورکړې د باور فضا او ټولنیز تړون ته زمینه برابره کړي. د ملتونو ترمنځ د باور فضا په رامنځته کېدو فرهنګي تړون رامنځته کېږي، چې د سیمې ملتونه له معنوي اړخه هم له یو بل سره تړي . ترانزیټ کولای شي سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره ونښلوي او افغانستان دا مهال د مهمو لویو پروژو په عملي کولو سره د عطف ددې ټکي په توګه د خپل ځای خپلولو په حال کې دی. د انرژۍ ترانزیټ به د یو بل مارکېټونو ته تولیدات ورسوي او په دې توګه ګډ اقتصادي فرصتونه زیاتېږي.

انرژۍ ته د سویلي اسیا جدي اړتیا افغانستان ته چانس ورکوي، چې له مرکزي اسیا څخه د انرژۍ د ترانزیټ له لارې په دغو ګډو فرصتونو کې شریک شي او نور هېوادونه هم دې ته اړ باسي، چې د افغانستان اهمیت ته په کتو، په امنیتي برخه کې همکاري وکړي.   

۳- ګډه پانګونه:

دا سیمه په مختلفو برخو کې پریمانه ظرفیتونه لري لکه، کانونه، انرژي، کرنه، چاپیریال ساتنه او بشري ځواک. خو د شته ګډو ګواښونو له وجې متأسفانه تر اوسه ترې سالمه استفاده نه ده شوې. ددې سالمې استفادې پر وړاندې لوی خنډ د ګډې پانګونې نشتوالی دی. هماغسې چې پورته یې یادونه وشوه، کله چې د بې باورۍ فضا له منځه یوړل شي، په امنیتي او اقتصادي برخه کې د شراکت په کچه همکاري پیل شي، نو په خپله د ګډې پانګونې فرصت ته زمینه برابرېږي. افغانستان په دې برخه کې پرېمانه سرچینې لري او د اسیا زړه کنفرانس، هغه فورم دی، چې د دغو فرصتونو د تشریح لپاره ترې استفاده کوي او د ټولو لپاره د یو ګډ فرصت په توګه به ورسره په سیمه کې امنیت، اقتصاد او فرهنګي همکارۍ وغوړېږي.

په دې سیمه کې د ګډې پانګونې نشتوالي له امله ده چې له ګډو تجربو او امکاناتو استفاده نه کېږي او د پورتنیو ستونزو په زیاتوالي کې یې رول لوبولی دی.

 پایله

شته ټولو ګډو ګواښونو او ګډو فرصتونو ته په کتو، اوس ټول غړي هېوادونه او سازمانونه هڅه کوي یو بل قانع کړي او افغانستان هم تمه لري، په دې کنفرانس کې په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو سره د ستونزو په شریکولو هغوی قانع کړي، هغه لړۍ چې له وړاندې پیل شوې او د ګډو همکاریو لپاره دوام کوي. 

له اقتصادي اړخه افغانستان د دغو ګډو فرصتونو ځینې اقدامات له وړاندې پیل کړي، چې یو له هغو څخه د ټاپي پروژه ده، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ اقتصادي شراکت رامنځته کوي او په افغانستان کې به یې عملي چارې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې پیل شي. دا لویه سیمه ییزه پروژه هغه ثبوت دی، چې افغانستان یې ګډ فرصت ته د رښتینولۍ په توګه د سیمې هېوادونو او نړۍ ته وړاندې کولای شي. 

که سیمه ییز ناسم رقابتونه په ګډو فرصتونو بدیل شي او ټول په رښتینولۍ عمل وکړي، نو ورسره د ټولو ګډې اقتصادي، امنیتي او ټولنیزې ګټې نغښتې دي، چې دا له شته وضعیت څخه په وچه کې د ایسار افغانستان د وتو لپاره ښه خبر دی. 

ملي وحدت حکومت هڅه کوي دغه ګډ فرصتونه په خپل رول پراخ او غښتلي کړي، څو د ترهګرۍ او بېوزلۍ پر وړاندې د ګډو اقداماتو په ترسره کولو، سیمه په یوه پرمختللي اقتصادي زون بدله شي

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.