ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Jul 2016 - 11:30
author avatar
26 Jul 2016 - 11:30

«افغانستان در پنجاه سال اخير» د هغه کتاب نوم دی، چې ما دوه لسيزې مخکې ناڅاپه له يوه کتاب پلورنځي په آمستردام کې  تر لاسه کړ. يوه خدای بښلي ملګري مې زه د افغاني مغازې په نيت د يو افغان دوکان ته بوتلم. د خبرو په ترڅ کې ياده شوه، چې دغه افغان د خرڅلاو لپاره کتابونه هم لري. د مغازې په لومړي پوړ کې يې ډېر کتابونه د خرڅلاو لپاره لرل، خو لومړی يې ما ته د نور محمد تره کي يو کتاب، چې زما په ګومان «د بنګو مسافري» نومېده راکړ. زما سترګې د «افغانستان در پنجاه سال اخير» پر کتاب ولګېدلې او دغه کتاب مې ترېنه واخيست، چې نن يې منځپانګه د (پي ډي اېف) په بڼه له هېوادوالو سره شريکوم. بايد ياده کړم، چې د (پي ډي اېف) چارې يې سيدعبدالله ولي زي تر سره کړې دي، خو ما دغه څو کرښې پرې تورې کړې دي.

تاسو به ډېر څه اورېدلي وي او هرو مرو لوستي به مو هم وي، چي د ملت بابا لږ تر لږه ۴۰ کاله په افغانستان کې ټولواک وو، خو له بده مرغه چې د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه په اړه هغه اړين، رښتيني او بې پلوه څرګندونې لږ تر سترګو کېږي. له يو پلوه په اعلیحضرت محمد ظاهر شاه باندې د خپل تربور او اوښي محمد داوود خان لخوا کودتا وشوه او له واکه لرې کړای شو او له بل پلوه وروسته له سرې، شنې او سپينې غميزې د همايون محمدظاهر شاه فکري، قومي او اېډيالوژيکي مخالفين واکمن شول. د وروستيو ۴۰ کلونو په اوږدو کې يې خپل تبليغاتي ماشين هم تر وروستي برېده د محمد ظاهر شاه پر ضد وکاراوه، چې نن سبا يې په ځوان نسل کې هم يو تبليغې غبار د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په اړه، په اړو دوړو کې پياوړی ساتلی دی.

له نن څخه لږ تر لږه پنځه لسيزې مخکې ظاهر شاهي ضد غبرګونونه په ننني افغانستان کې رامنځ ته شول، چې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې د کندهار د کرزيو، د جلال آباد د مومندو او د شمالي د اخواني غورځنګونو پاڅونونو ته کېدلی شي نغوته وشي، خو په ټولنه کې يې هرومرو د ټولنيز پرمختګ د ډپ کېدو پيلامې رامنځ ته کړې، چې د چپيانو په مرسته د ظاهر شاه تربور داوود خان کودتاه پرې وکړه او د افغانستان اوسنۍ اوږدمهاله بدمرغي يې رامنځ ته کړه، چې هم وچ او هم لوند په کې سوځي.

د افغانستان په بدمرغيو کې د داخلي فکتورونو لکه قومي، ژبنيز، سليقوي، ايډيولوژيکي او حرثي غوښتنو تر څنګ د نړيوال زبرځواکونو تبليغي، نظامي، پولي او مستعمراتي ذهنيت هم بايد له پامه و نه غورځول شي. له دويمې نړيوالې جګړې مخکې افغانستان د سوسياليستي روسيې او انګريزي امپرياليزم تر منځ پنجې نرمولې او وروسته له دويمې نړيوالې جګړې افغانستان د سړې جګړې د شوروي او امريکا د ګواښونو د ازموينې ډګر شو، چې پايله يې د روسانو بربنډ يرغل او د امريکايانو ټغن مقاومت شو، چې افغان ولس يې دا دى د څو لسيزو په ترڅ کې قرباني ورکوي.

په افغانستان کې د څو لسيزو په ترڅ کې بېلابېل افغاني نسلونه په پرديو ملکونو کې وزېږېدل، وروزل شول او لوی شول، چې نن سبا يې يو شمېر په نړيوال اسلامي بنسټپالنه کې اخته دي، ګڼ شمېر يې د شيعه او سوني په تله کې ځان تلي او نور يې بيا د روشنګري تر پلمې لاندې د پنډېو په لوڅولو او د څڼو په غوړولو لګيا دي. د افغانستان د خلکو نه درد، نه يې درمل او نه يې هم خيال ورسره شته، نو په داسې حالت کې ما ته هم اړينه وبرېښېدله، چې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په اړه يو کتاب، چې عمر يې زما له عمر سره برابر دی او په هغه کال خپور شوی، چې ما په دغه کرغېړنې نړۍ کې سترګې پرانيستې دي، د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د تلين په درشل کې يو ځلې بيا وګورم. پر ځای ګڼم، چې زموږ وېشل شوی افغان ولس دغه کتاب يو ځلې تر سترګو تېر کړي، چې د دې توپير وکړي، چې ټولنيز پرمختګ يعنې څه؟ او د هېوادپالنې جوهر په څه کې نغښتی دی! ځکه يو شمېر ډالري ليکوالان او په شنو پړسول شوي افغانان، د دې هڅه کوي، چې د ولس سترګو ته خاورې وروشني او په تبليغاتي ماشين کې د ملت سترګې ړندې کړي.

له بده مرغه ډېر ليکوال په دې استدلال کوي، چې په وروستيو څو لسيزو کې نه سرو، نه هم شنو او نه هم سپينو د دې امکانات تر لاسه کړل، چې خپل هېواد ته خدمت وکړي. کمونستان په خپلو تبليغاتو کې هڅه کوي، چې اشرار ګرم وګڼي، مجاهدين بيا پاکستان ملامتوي، خو له هېره باسي، چې دوی ټول په همدغه پاکستان کې روزل شوي دي او همدا ټول ننني لشمک تکنوکراتان بيا پړه پر کلاشنيکوفي طالبانو اچوي، مګر ملت له ټولو کړېدلی، ربړېدلی، ځورېږي او نن هم قرباني ورکوي.

په ۱۳۵۲ لـمريز کال کې محمد داوود خان د چپيانو په مټه کودتاه وکړه او افغانستان يې د شوروي خولې ته ورنېږدې کړ، چې بيا کمونستانو سوسياليستي کومې ته ورټېل وهلو، چې د افغانستان ۱۴ کلنه سره غميزه يې رامنځ ته کړه او بيا پاکستاني او ايراني مجاهدينو افغانستان د ملکولطوايفي ډګر وګرځاوه، چې د امريکايي بربنډ يرغل ته يې زمينه برابره کړه، چې دا دى ۱۵ کاله پر افغان ولس بمونه ورول کېږي او په خپلو درو او رغو کې ويشتل او وژل کېږي.

کله چې جمهوري نظام رامنځ ته شو، نو تبليغات يې روان و، چې افغانستان د ولسواکۍ پړاو ته ورننوت او د موډرنيزم پر لور روان شو، خو برعکس د داوود خان په ۶ کلنه واکمنۍ کې داسې عام المنفعه پروژه تطبيق نه شوله، چې د يادولو وړ وي، پرته له هغه يو شمېر پروژو چې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې پلان شوې وې، چې ښه بېلګه يې د مخابراتو د وزارت نوی تعمير، د افسوټر او مکروريانو پراختيا ته نغوته کېدلی شي.

د کمونستانو په واکمنۍ کې خو پر ښاري او لويو لارو هم دقريزي سړکونو پر سر د قيري يا کانکرېټي پولو بندښتونه (جمپونه) جوړ شول، چې موټر په سرعت له پوستو تېر نه شي او مجاهدينو بيا ورته پاټکونه پر همدغو پوستو کې واچول، چې دغه د غلې، فساد، درغلۍ، دروېزه ګرۍ او بېګارۍ ذهنيت، نن هم په يو شمېر افغانانو کې شين شوی دی، چې د غربت خښته يې همدغو سرو کمونستانو کېښودله او مجاهدينو بيا پسې رونق ورکړ او غربي تکنوکراتانو بيا بېساري عوج ته ورسوله.

پوښتنه دا کېږي، چې ولې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وای او بيا د ديموکراتيک جمهوريت او اسلامي جمهوريت په اخ وډب کې وران شوی وای، چې هم يې هېواد برباد کړ، هم يې خلک وکړول، هم وينې تويې شوې او هم ټول، له سره نيولې تر شنه او سپينه ټول بهر ته مهاجر شول او افغانستان يې له فساد، غربت او بدمرغيو سره لاس او ګرېوان کړ.

که نړۍ ته په لنډه توګه ځير شو، نو وينو چې د انګرېز شاهي دولت دا دی ۵۰۰ کاله د يوې کورنۍ په واک دی، چې وروستي شپیته کاله ملکه اليزابت د واک پر خره سوره ده. په عربستان کې د وروستيو څو سو کلونو په اوږدو کې شاهي  حکمروايي ده، چې د السعود ډله د وروستيو ۲۰۰ کلونو يکه تاز پاچاهان دي، هم د وهابيزم او هم د سلفيزم بټۍ توده ساتي، چې نن يې نړيوال تروريزم د داعش په لمن کې رامنځ ته کړی دی. د شاهي کورنيو بېلګې هم په اسلامي نړۍ کې او هم په نورو ملکونو کې ډېرې دي، چې د لوېديځوالو بېلګه يې د هالنډ، ډنمارک، سويډن، بلجيم، انګرېز، او نور، د اسلامي نړۍ بيا د مراکش حسن زاده، د بحرين ملکزاده او د عربستان سعود زاده او د بوديستانو جاپانيان، کولی شو ياد کړو، مګر شاهي او جمهوري ټولنيز لابراتوار او د ذهني شخړو ډګر يې بيا افغانستان شو.

اوس مهال هم د افغانستان ګڼ شمېر ليکوال يا د تېرې مشروطه خواهۍ بټۍ تودوي، يو شمېر بيا د جمهوريخواهۍ ډنډوره غږوي او نور بيا ظاهر شاه يا بل متدين ټولواک ته د سپکو سپورو شپلۍ وهي. د افغاني نننيو ليکوالو فکري سوژه هم په ډنډورو، د ماجرا جويي پېښو او ما ويل تا ويل کې نغښتې ده، مګر د افغانستان د اداري سيستم، ټولنيز پرمختګ، اقتصادي، علمي پروژو او د ژوند د هوساينې کوم څرک نه په کې ليدل کېږي. د نامه تر مخ به يې د اکاډميسين مختاړی او يا د پوهاند منځتاړی وي، خو ليکنې به يې په ما ويلي او تا ويلي کې نغښتې وي، چې نه ذهني تنده پرې ماتېږي او نه د هېوادپالنې فکري غوښتنه پرې تر سره کېږي.

د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په څلوېښت کلنه واکمني کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمتونه شوي دي، چې د ترانسپورټ په برخه کې له کابله تر کندهاره، بيا له کندهاره تر هراته او له هراته تر ميمنې او بيا تر مزاره او له مزاره بيا تر کابله د ۲۰۰۰ کيلومترو حلقوي سړک جوړېدل او په ۱۹۶۳ کال د سالنګ د تونل پرانيستل او له پلخمري تر تالقانه او له کابله تر تورخمه د سړکونو غځول، د يادولو وړ دي. همدا ډول د افسوټر کمپنۍ، د آريانا ملکي هوايي شرکت، چې هغه مهال يې د نورو الوتکو تر څنګ درې د بوينګ الوتکې هم درلودلې او تر ۲۰ زياتو ملکونو ته يې الوتنې کولې، خو کمونستانو بيا د کشتمند په لاسليک د افغانستان يوه ډي سي ټېن بوينګ «DC 10» الوتکه په نيمايي بيه خرڅه کړه، خو مجاهدينو بيا د افغانستان د وسله وال ځواک نظامي الوتکې هم له ټانګونو سره يو ځای، پسې کباړ کړې.

د هېواد د اداري سيستم په جوړونه کې د ظاهر بابا په موده کې، د افغانستان واکمني د ۲۸ ولايتونو په اډانه کې رامنځ ته شوه، چې د هر ولايت د ادارې تعميراتي جوړښتونه يې ورغول. په هر ولايت کې د ولايت مقام، محکمې رياست، امنيې قومانداني، مستوفيت او نور اړين تعميراتي واحدونه يې را منځ ته کړل، چې د ننني افغانستان د اداري جوړښت بنسټ يې مضبوط کړ. په هر ولايت کې د ښاري سړکونو او کوڅو په پخېدو کارونه پيل شول، چې د کابل تقريباً ټول سړکونه او کوڅې په قير وپوښول شوې او یا هم کانکرېټي جوړې شوې، مګر نن په کابل کې د سړکونو په ډنډو کې د هېليو تر څنک واړه او زاړه دروېزه ګر هم لامبو وهي او موټر په کې ډوبېږي.

د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ کار شوی، چې د کابل پوهنتون، د ننګرهار پوهنتون، د کابل پولي تخنيک پوهنتون، د کابل د طب پوهنتون او ګڼ شمېر نور د لوړو زده کړو موسسې لکه دارالمعلمينو، د پيداکوژي انستيتيوتونه او ثانوي تخنيکومونه په يو شمېر ولايتونو کې جوړ شوي وو، چې د هېواد ډېر مسلکي کدرونه په کې وروزل شول. له سرې غميزې مخکې د مير غلام محمد غبار په حواله، په ټول افغانستان کې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ ښوونځي فعال و ، مګر په ۱۹۹۰کال کې د کمونستي واکمني د ښوونې او روزنې د هغه مهال وزير ښاغلي بشرمل په خپله مرکه کې ياده کړې وه، چې په ټول افغانستان کې تر ۵۰۰ ښوونځي فعال دي او بيا د بي بي سي له راپور سره سم د مجاهدينو په ملکوالطوايفي کې په ټول افغانستان کې نور ښوونځي هم له منځه ولاړل، چې په ټول افغانستان کې د مجاهدينو په انارشي کې له ۱۵۰ ښوونځيو څخه لږ ښوونځي فعال و، چې د افغانستان بربادي ته په کمونستي او جهادي واکمنيو کې نغوته کوي.

زما پلار تجارت پېشه و، نو د داوود خان په واکمنۍ کې د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ ته د تذکرې اخيستلو لپاره تللي وو، چې له نېکه مرغه هم مهال مې د کجکي برېښنا بند هم وليد او د هلمند د لشکرګاه وړه امريکا مې هم له سترګو تېره کړه، بيا څه موده وروسته د کندز او تالقان پر لوري روان شولو، چې خپلې ځمکې وګورو، نو د شېر خان بندر تر څنګ مو د دغو ولايتونو او نورو سيمو د پرمختګ نښې او نښانې هم وليدلې. د وردګو د چک بند خو مو په خپله سيمه کې وو، نو کله به چې کوترې ته ولاړلو، د چک د راده پر اوبو به مو د چک بند ته سترګې رڼې شولې.

د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې د برېښنا په برخه کې هم ډېر کار تر سره شوی وو، چې د کابل په راده لږ تر لږه د ماهيپر، درونټې، سروبي او نغلو بندونه د پام وړ دي، چې د کجکي، چک او جب السراج بندونو تر څنګ يې د خلکو کورونه رڼا کول. په فارياب، جوزجان او نورو ولايتونو کې د تيلي يا ډېزلي برېښنايي جنراترونو فعالول يې بله بېلګه ده، چې د مازديګر له ۶ بجو د بيګاه تر ۱۲ بجو به يې د خلکو تياره کوټې رڼا کولې او په مزارشريف کې د کود برق فابريکه فعاله وه او په پلخمري کې افغاني سمټ توليدېدل، خو جمهوريخواهانو د افغانستان ټولې شتمنۍ او ارزښتونه په اوبو کې لاهو کړل، مګر لاپو او پټاقو يې ټولې برېښنا پانې لړلې دي.

وروسته له شير علي خان څخه، بيا ظاهر بابا د افغانستان د نظامي او امنيتي سيستم په برخه کې په پراخ بنسټه کار لاس پورې کړ، چې په مهتاب‌قلا کې يې حربي ښوونځی او په پلچرخي کې يې حربي پوهنتون جوړ کړ، د پوليسو د اکاډمي بنسټ يې کېښود، فرقې او قول‌اردو ګانې يې جوړې کړې او د امنيت اداري او تعميراتي واحدونه يې رامنځ ته کړل، چې دافغانستان په متوازنه پرمختګ او ټوليز امنيت کې يې اساسي رول ولوباوه او افغانستان وکولی شول، د يو اوږده مهال په ترڅ کې خپله بې پلوي وساتي او د خپل مملکت د پرمختګ جوګه شي.

کمونستي شډلانو او جهادي خډلانو د همدغه افغاني اردو او پوليسو د يو شمېر نا اهلو په مټه لومړی خاديستي ذهنيت او بيا جهادي برادريزم رامنځ ته کړ، چې هم يې خپل سر وخوړلو او هم يې افغانستان تباه کړ. زموږ لوستي جنرالان له عسکره مخکې له روسيي اروپا ته ورسېدل او بيا امريکا ته ورتېر شول، چې خپل مسلکي ځای يې نننيو ماشيني جنرالانو او ټولنيزو جنجالانو ته پرېښود، چې نه بيا اردو اروده شوه او نه پوليس پوليس شول، ځکه نو په وروستيو څو لسيزو کې يا د قومي ملېشو غوجل دی او یا هم د سیمه ييزو ګلمجمانو غوبل دی، چې پر ولس تېرېږي.

پايله:  درنو افغانانو! په دې هیله چې تاسو دغه په ۱۳۴۷ لمريز کال کې په فارسي خپور شوی کتاب، چې زما همزولی دی، په غور ولولئ، چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د څلوېښت کلنې ټولواکۍ يو څرک درته ولګېږي او تاسو ته د دې ذهنيت پيدا شي، چې په څه ډول خاموشه هېوادپالنه په ځان کې وروزي او له خپلې وسې، پوهې او امکاناتو سره سم د خپل هېواد د پرمختګ او د خپلو خلکو د هوساينې په اړه يو جوت نظر ځان ته جوړ کړي ، د افغانستان د متوازن پرمختګ او توليدي پروګرامونو په اړه سوچ درته پيدا شي، چې په تاسو ځوانانو کې د اتفاق ولولې د هېواد د شېرازۍ لپاره رامنځ ته شي او نور د ايډيالوژۍ، ديني، قومي او ژبنيزو ډنډورو ښکار نه شئ. د سياسي مخکښو او اداري چارواکو لپاره کېدلی شي په دغه کتاب کې د پټو او بربنډو پروژو څرک ولګېږي، چې کېدای شي د افغانستان په ټولنيز پرمختګ کې رغنده رول ولري او يا د افغانستان د بيا رغونې په راتلونکو پلانونو کې ورته پام وشي.

یادونه:  تاسې کولای شئ دا کتاب د ټول افغان د کتابونو له برخې په لاندې لینک پرانیزئ او ښکته يې کړئ.
 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 84

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.