ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس پړیکړه لیک چې د اکتوبر په ۴-۵ مه کې ترسره شو، تینګار کوي چې په افغانستان کې د اساسي قانون او په نړیواله کچه تضمین شوې بشری حقونه پلئ کول اړین دي. اروپاېې ټولنه او په افغانستان کې میشته غړې هېوادونه یې له دغه پر وخت او کلک ګام څخه هرکلئ کوي.  

افغانستان او اروپاېې ټولنه خپل دویم د بشري حقونو ډیالوګ د روان کال د جون د میاشتې به لومړئ کې ترسره کړ. په دغه ډيالوګ کې د اعدام سزا په ګډون یو شمیر نورو مسایلو باندې ژوره او رغنده بحثونه ترسره شو. افغانستان اروپاېې ټولنې سره د سیمې په کچه تر ټولو اغیزمن د بشري حقونو ډیالوګ لري چې د افغانستان دولت ورباندي ویاړلی شي. موږ بشري حقونو ته د درناوئ په برخه کې د افغانستان دولت د پياوړې لیوالتیا شاهدان اوسیدلې یو چې دا یوه ښه دلیل ده چې د افغانستان دولت څخه ستاینه وشي.

د اکتوبر په لسمه موږ د اعدام د سزا پر ضد اروپاېې او نړیوالې ورځ لمانځو. د یادونې وړ ده چې ۹۸ هېوادونه په مکمله توګه د اعدام سزا له منځه وړي دي او ۴۲ هېوادونه د پلئ کولو څخه یې ډډه کوي. افغانستان د هغه ۵۸ هېوادونو په ډله کې ده چې د اعدام سزا يې په قانون او عمل کې ساتلي ده. افغانستان باید د نړئ اکثریت هېوادنو سره یو ځای شي او د اعدام سزا له منځ یوسي.

په نړئ کې هر ډول قضایی نظام د انسان د اشتباهاتو څخه مصوون نه دي. یو ضعیف قضایی نظام لکه افغانستان، لا نور د دغه خطر سره مخامخ دي. د بیګناه کسانو اعدام همیشه تجربه شوي دي او په راتلونکې کې هم به وشي. د حبس د سزا پرخلاف د اعدام سزا د راګرځولو وړ نه دي. پر دې برسیره د ۲۰۰۷ زېږدیز کال څخه را په دې خواه د ملګرو ملتونو سازمان عمومی مجمع په کراتو اعلان کړې چې ” هېڅ داسې شواهد شتون نلري چې وښایی د اعدام سزا د جرمونو د کموالې سبب ګرځي. “

د افغانستان دولت، ځان د بشري حقونو د ارزښتونو د ترویج لپاره مکلف ګڼي او دغه مسله په بروکسل کنفرانس کې په واضح توګه څرګنده شوه. د اعدام سزا د بشر د حقونو او د انسانی کرامت چې نړیوال ارزښتونه ګنل کیږي، پر ضد دي. د اعدام سزا همدارنګه په نړیواله توګه د بشري حقونو ارزښتونه چې انسانان له شکنجه او نورو ظالمانه او غیر انسانی اعمالو څخه ساتي، نقض کوي.  

اروپاېې ټولنه او غړې هیوادونه یې د اعدام سزا پر خلاف اصولی او ټینګ دریځ لري. د اعدام سزا له منځه وړل نه یواځې په افغانستان بلکه په ټول نړئ کې زموږ د بشري حقونو د پالیسی یوه موخه ده.

د اعدام سزا پر ضد اروپایې او نړیوال ورځ په مناسبت موږ خپل دریځ باندې ټینګار کوو او افغان دولت هڅوو ترڅو د یو قانونی مهلت (moratorium) په ترڅ کې د اعدام سزا تطبیق په عاجله توګه تعلیق کړي. اروپاېې ټولنه او غړې هېوادونه یې د افغانانو د اوږدمهال دوستانو په توګه د افغانستان دولت له دغه ګام څخه به د بشري حقونو ته د درناوئ په حیث هرکلئ وکړي.

د افغانانو ژوند اهمیت لری او په کافی توګه خلک تر اوسه وژل شوې دي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.