ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
17 Aug 2015 - 16:50
author avatar
17 Aug 2015 - 16:50

د ملکي کسانو د تلفاتو زیاتیدونکې کچه چې د یوناما د راپور له مخې د 2015 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده، ډیره د اندیښنې وړ ده.

په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د تلفاتو کچه چې د لوړیدلو په حال کې ده، تر ټولو د اندیښنې وړ ده. سربیره پر دې چې یوناما د 2015 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو په تلفاتو کې یواځې یو سلنه زیاتوالی ښيي، خو د دغو تلفاتو یوولس سلنه ښځې جوړوي چې د 2014 کال په پرتله 23 سلنه زیاتوالې څرګنده کوي. همدارنګه د ملکي تلفاتو له مجموع څخه 26 سلنه ماشومان دي چې د تیر کال په پرتله د ماشومانو د تلفاتو په شمیر کې 13 سلنه زیاتوالې ښيي.

دا یواځې شمیرې دي خو په حقیقت کې د افغانانو د ژوند له منځه تلل ښکاره کوي. په زرګونو کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي او یا هم د دوي د کورنیو غړې ټپي او یا هم معلول شوي دي. خلک کار کولو او بازرا ته له تللو څخه ویریږي او له ډاره خپل ماشومان ښوونځي ته نه استوي. هر یو برید فرصتونه له لاسه وړي او راتلونکې له منځه ځي.

د آګست 7 برید – له 2001 کال نه را په دې خوا تر ټولو خوړنی برید – دا په ډاګه کوي چي د ملکې خلکو په نښه کول د تروریستانو د کار په سر کې قرار لري. با وجود د دې چې بار بار ادعاوې شوي دي چې داسې نه ده. دا هم د اندیښنې وړ ده چې د ځانمرګو او ډله ایز بریدونو له امله د ملکي خلکو وژنه 78 سلنه او د هدفمندو وژنو کچه 57 سلنه زیاته شوې ده.

د ملکی کسانو په نښه کول باید ودرول شي او ټولو خواوې خپل هڅه وکړي ترڅو ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي. افغانان باید وکولائ شي چې خپل کار، بازار او روغتیایي مرکزونو ته لاړ شي او نیکمرغه ژوند ولري. هر ډول خنډ د فقر لامل ګرځي او د افغانانو راتلونکې له منځه وړي.

د مثال په توګه کولائ شو د پولیو د واکسین د پروسې په نښه کولو، چې په افغانستان کې په 2015 کال کې د دغې ناروغۍ شپږ قضیې ثبت شوې دي، څخه یادونه وکړو. هغه ماشومان چې په پولیو مبتلا کیږي یا خو له منځه ځي او یا هم په ټول ژوند کې فلج پاتې کیږي. د دغې ناروغۍ هیڅ ډول علاج نشته یواځې وقایه کیدلی شي. څوک غواړي چې ماشومان له دغه ناروغۍ څخه ورنځیږي؟ ولې باید افغانستان په ټوله نړۍ کې یواځینی هیواد اووسي چې د واکسین د شتون سره سره د پولیو ناروغي پکې له منځه نه ځي؟

اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو ښځې، نارینه او ماشومان له خپلو بشري حقونو څخه ګټه پورته کړي.

په کافي اندازه وژنې شوي دي. اوس ټولو افغانانو ته د سولې او آشتي فرصت رارسیدلی چې یوځای د افغانستان لپاره ښه راتلونکې جوړه کړي.

زه له ټولو ښکیلو غاړو غوښتنه کوم ترڅو د ملکي کسانو په نښه کول ودروي او ژوند ته درناوی وکړي، ځکه چې د افغانانو ژوند اهمیت لري.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

فرانز مایکل میلبن د اروپاېې ټولنې ځانګړې استازې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.