ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
7 Feb 2019 - 14:25
author avatar
7 Feb 2019 - 14:25

مقدمه:
په دغه لیکنه کې تر ډېره بریده هڅه کوم چې په اوسنيو شرایطوکې چې په افغانستان کې څه روان دي، د افغانستان کورنى او بهرنى وضعیت او د ګاونډيو هېوادونو ملي ارزښتونه او ګټې د افغانستان په سوله او جګړه کې او همدارنګه بین الافغاني مذاکرات اصلاْ څه ته وایي او څرنګه را پیدا شوي، په دې اړه يوڅه رڼاواچوم . 

د افغانستان اوسنی وضعیت:

په افغانستان کې اوسنی وضعیت ډېر پېچلی دی او تر نورو وختونو اوس حساس حالت روان دی، ګران هېواد افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په کورنيو جګړو کې ښکیل دی، په لسګونو زره بې ګناه ولسي وګړو د ښځو، نارینوو او ماشومانو په ګډون خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. ځوانان او روڼ اندي مو دخلقي، پرچمي، مجاهد، دولتي چارواکي، طالب، جاسوس او کفر نومونو له منځه ولاړه.

 معارف مو خراب شو، پخواني تحصیل لروونکي ځوانان خو مو یا له منځه ولاړه او یا هم بهرنیو هېوادنو ته مهاجر شول.

له یوې خوا فساد، له  بلې خوا د خلکو بې باوري پر حکومت او دېموکراسي نوره هم  په ډېرېدو ده. څوک حق ته حق نه شي ویلی، که یې ووایي یا یې دنده له لاسه ځي  یا خو په یو نامه او بل نامه ذلیل او بدنامه کېږي.

 په تېرو څو میاشتو کې چې د ولسي جرګې لپاره کومې ټاکنې ترسره شوې،  د دېموکراسۍ په تمثیل کې هغه بې باوري یې رامنځته کړه، چې د خلکو د باور د بېرته لاسته راړلو لپاره  باید له صفر څخه کار پیل او اړتیا ده چې دا تشه ډکه  شي.

 د سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف، دافغان ولسمشر د دويمې دورې لپاره زیات تاکید او د طالبانو ضد حکومتي ټاکنې، ترخو او جدي خبرو اوکنفرانسونو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. له بلې خوا دطالبان د سولې خبرې چې ټولې د (اې ایس ای) تر چتر او مشورو لاندې په بېلابېلو هېوادونو کې روانې دي. کېدای شي چې ددغو هېوادونو د هلو ځلو ترمنځ کومه همغږي وجود ونه لري، خو د سولې پر وړاندې یو ډول خنډونه پیداکولی شي، څنګه چې په تېرو وختونو کې تجربه  شوي هم دي.  

د سولې شورا تر چتر لاندې مختلفې ډرامې او کارونه مخته ولاړل، چې حتی خلکو په ترکیه، دوبۍ او لندن کې کورنه پرې اخيستل، د سولې شورا نه بلکې سم یو ډول د فساد پروژه وه، چې په دا وروستیو وختونو کې یې دفترونه په ولایتونو کې وتړل شول، چې دا د فساد پر ضد یو نیک او ښه اقدام  وو.

د سولې هلې ځلې له اوس څخه نه دي پیل شوې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ډېرې هلې ځلې وکړې، خو د (ای ایس ای) له خوا د سولې پروسه د ملا محمد عمر د مرګ له اعلان سره وځنډېده، په داسې حال کې چې ملاعمر له وخته لا خپل ژوند له لاسه ورکړی و، دا چې څنکه یې ژوند له لاسه ورکړ، دلته پردې بحث نه کوو. وروسته له هغه چې کله د دويم ځل لپاره د سولې خبرې پيل اوبیا تر ډېره حده مخته ولاړې، په دې وخت کې تصادف نه، بلکي قصدي او د ترتيب شوي پلان له مخې د ملا ملامحمد عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور هم ووژل شو، چې شیخ مولوی هیبت الله یې پر ځای کېناست او دسولې پروسه سبوتاژ شوه او له هغه وروسته به دکویټې او پېښور شوراګانو هغه ټول کسان په یو نامه او بل نامه د ( ای ایس ای) له خوا نیول کېدل کوم چې سولې ته به ژمن وو.

راځو دا نږدې وختونو ته، د تېر کوچني اختر په ورځو کې کله چې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ درې ورځنى اوربند اعلان شو، نوې هیلې را ژوندۍ شوې، د خلکو په زړونو کې یو ځل بیا دا احساس پیدا شو، چې سوله به راځي، افغانستان به جوړېږي حتی طالبانو اوحکومتي عسکرو یو بل ته غېږې ورکړې، چې وروسته له اوربند څخه زیات شمېر هغه طالبان چې په اوربند کې یې  ولس او حکومتي عسکرو ته غاړې ورکړې وې او یو بل یې پر مخ ښکل کړي وو، یا خو ګوښه شول، یا تبدیل او یا هم تعزیزي مجازات ورکړل شول. که دا ډول کړنې تحلیل کړو، نو دې پایلې ته  رسېږو، چې دا اوربند طالبانو نه، بلکې دپاکستان (ای ایس ای) یا په بله اصطلاح ایسټابلیشمینټ کړی و، ترڅو پورې چې افغان ولس او حکومت ته وښیي چې که دوی وغواړي په ضرب دڅو ساعتونو کې ټول افغانستان کې به ډز  نه وي . ددې هدف شاته د دوی هغه غوښتنې پر افغانانو باندې منل دي کوم چې پنجاب یې له ۱۹۴۷ ملادي کال راهیسې خوب ویني.

راځو دوست هېواد امریکا  ته: د امریکا متحده ایالاتونو مبارزه له تېرو اوولسو کلونو راهيسې د تروریزم پر ضد پيل شوې ده چې د براون پوهنتون د اټکل په اساس د امریکا متحده ایالاتونو نظامي  کلنى لګښت چې په افغانستان  او عراق کې يې کوي  د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه ۵.۹ تریلیونه ډالرو ته به پورته شي.

 د سټمبر له یوولسمې نېټې څخه تر ۲.۷ میلیونو زیات امریکایان له تروریزم سره مبارزه کې وجنګدل او تر پنځلس زرو زیاتو امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، وینې يې توې شوې دي او بېخي زیاتې پیسې يې مصرف شوې دي، مګر بیا هم په افغانستان کې امینت رانه غی او هغه پیسې چې د افغانستان د بیارغونې لپار راغلې وې د دولتي فاسدو چارواکو شخصي جیبونو ته ولاړې.

 د امریکا د متحده ایالاتو ولس په وارو وارو غوښتنې کړې دي، چې نور هغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، کوم چې د امریکا لپاره يې تر ګټو زیانونه ډېر دي، یعني د دوی دهېواد ځوانان له وطن څخه ډېر ګوښه وجنګیږي او بیادي مړه شي، د ویلو خو لا داده چې د ولسمشر ټرمپ د بریا یو راز دا وو چې د بریا په صورت کې به امریکایي پوځیان له افغانستان او سوریې څخه باسي. د ولسمشر ټرمپ تر ډېره بریده پورې هلې ځلې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیان وتل دي، مګر په یو دم سره نه، بلکې په تدریجي ډول سره چې کېدای شي تر ۱۸ میاشتو پورې دا سلسله جریان ومومي او د افغانستان سیاسي حالت تر جدي څار وروسته د وتلو پروسه پای ته ورسوي.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان او عراق لپاره پخوانی سفیر  زلمی خلیلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه وګوماره چې د سولې په روانو خبرو کې به دنوموړي  په مشرۍ امریکایي پلاوی له طالبانو سره بېلابېلې غونډې جوړې  کړي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دا پروسه روانه ده، په پایله کې یې خلیلزاد په خپل ټویټر کې  داسې لیکلي دي (موږ له تروریزم سره د مبارزې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پام وړ پرمختګ کړی دی  دا زموږ خبرو‌اترو ته د پای ټکي ایښودلو څرګندونه نه کوي. موږ تر اوسه پورې د یادو مسایلو په اړه وروستۍ موافقه نه ده کړې، او لاهم د نورو مهمو مسایلو لکه د افغانانو خپل ‌منځي خبرو‌اترو او د بشپړ اوربند لپاره کار کولو ته اړتیا لیدل کیږي.).

د یادونې ده چې د روان کال د فبرورۍ پر پنځمه ولسمشر ټرمپ خپل ملت ته په وینا کی وویل: ((ستر قومونه نه ختمېدونکي جنګونه نه کوي او زیاته یې کړه چې ما په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره مذاکرات ګړندي کړي دي، همدارنګه یې د سولې خبرې ګټورې وبللې او په اخیر کې یې وویل چې دا لا نه ده معلومه چې موږ موافقې ته سره ورسېږو او که نه خو موږ په دې پوهېږو چې له دوو لسیزو جنګ څخه وروسته اوس د سولې لپاره کوښښونو ته اړتيا ده .))

له بلې خوا د خلیلزاد له بېلابېلو غوڼدو څخه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو مسله راپورته شوه، دا وورسته له هغه چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو څخه ډډه وکړه.اوس راځو دې ته چې بین الافغاني مذاکرات څه ته وایي؟ د طالبانو تحریک او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترو ته ولې موږ بین الافغاني مذاکرت نه شو ویلی؟ بین الافغاني مذاکرات دې ته وايي چې بېلابېلې وتلې څېرې او د سیاسي ګوندونو مشران له طالبانو سره د افغانستان موجوده اوږدې جګړې او نورو اختلافي مواردو ته د يوې معقولې حل لارې د پيدا کېدو په اړه سره خبرې  وکړي، ترڅو دا ناورين پاى ومومي .

له دې مذاکراتو څخه موخه داده چې د سولې خبرې ډېرې ژورې او عمقې دي، ډېر فصاحت او بلاغت ته اړتیا لري، سوله دومره ژر هم نشي راتلای لکه څنګه چې موږ او تاسې ورته فکر کوو او افغان ولس ورته بې صبره سترګې په لاره دى، د سولې شاته مختلف شرطونه وجود لري، چې هر ګاونډى هېواد خپلې ملي ګټې او ارزښتونه په پام کې نیسي دا هم ممکنه نه ده، چې د څو غونډو په ترڅ کې یوې۴۰ کلنې جکړې ته د حل لاره پیدا او یا هم د پای ټکی کېښودل شي. دا د افغانانو لپاره ښه وخت دی چې دسولې په ژورو خبرو ځان خبر کړي، تر ټولو مهمو موضوعاتو ته راځو، هغه دا چې د ګاونديو هېوادونو ګټې او ارزښتونه د افغانستان په سوله کې څه دي؟ ولې ایران جلا، چین جلا، پاکستان جلا او روسیه جلا ښکیل دي، او سعودي خو د سولې په پروسه کې دقطر منځګړیتوب نه مني، د سعودي موضوع ‌ډېر پراخ بحث ته اړتیا لري، دلته يواځې د ګاونډيو هیوادونو په اړه خبرې کوو.

د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ساحوي ښکېل اړخونه:

الف: پاکستان:

دا چې پاکستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي، داسې نه دی چې دوی د افغانانو غم اخیستي دي او نه هم د خدای لپاره داکار کوي، بلکې هغه د افغان او با په ځانګړې توګه د پښتنو په بتاهۍ کې خپل د پنجاب ابادي ویني. په هرحال، پاکستان ته خپلې ملي ګټې او ارزښتونه تر هرچا مهم دي او کله چې  هره مسله په نظر کې نيسي، دوی ته  خپل ملي ارزښتونه او ملي ګټې لومړيتوب لري چې دلته  په څلورو کلیدي موضوعاتو بحث کوو.

لومړى: د ډیورنډ فرضي کرښې سرنوشت په رسمي ډول معلومول، یعني د پاکستان نظامي قوت چې په راس کې یې (اې ایس ای) دی اوس په دې ښه پوهېږي چې افغانان نور له جنګ څخه ستړي دي او سوله په هر قېمت  چې وي غواړي یې، که ټولپوښتنه (ریفرنډم) وشي ، تاسې به په ټول افغانستان کې یو کس پیدا نه کړئ چې ووایي  سوله نه غواړو، یعني تر ټاکنو، تر معارف، تر هرڅه دمخه سوله غواړي او سولې ته  لېواتیا ښيي.

دويم: هغه اوبه چې له افغانستان څخه تر لاهوره ځي، په ځانګړي ډول سره د کونړ سیند چې د هغو اوبو د بندونو مخنوی وکړي، ترڅو پورې په رتالوونکي کې د دوی د ځمکو د خړوبولو موانع نه شي.

درېیم: هغه د هند د فعالیتونو مخنوی دی، پاکستان تل دا وېره  لري،  که داسې یو حکومت په افغانستان کې شتون ولري، چې مناسبات یې له هند سره تر پاکستان ښه وي، نو کېدای شي چې دپېښور، کويټې او وزیرستان پښتانه او د بلوچستان بلوڅان د دوی پر خلاف تقویه او استعمال کړي.

څلورم: د افغانستان ضعیف ساتل او ملک الطوایقي په کې رامنځته کول

ب: هند:

هند هم غواړي چې دافغانستان دسولې په پروسه او مذاکراتو کې مستقیم یا غیر مسقیم ځان خبر وساتي هغه په دې معنا که چېرې په افغانستان کې سوله راځي، نو دوی دکشمیر مسله هم مطرح کولی شي او له داسې یو حکومت څخه هم وېره لري، چې سبا د دوی پر ضد دی، افغانان د کشمیر په ترهګرو ډلو کې د هند په خلاف وجنګېږي
 

ت: ایران:

ایران هم له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانانو په بربادۍ او وژنه کې بې برخې نه دی پاتې شوی، له طالبانو سره خپل تر حده یې مالي او نظامي مرستو ته  زور ورکړی، حتی د فراه، هلمند، نیمروز او هرات طالبان يې د روزنې لپاره زاهدان نظامي کمپونو ته لېږلي، ترڅو یې ښه استخدام او ورزنه ورکړل شي، چې  د دوی یواځنی هدف  دا و ترڅو طالبان د امریکا پر ضد د افغانستان په خاوره کې وکاروي او همدرانګه امریکا ته داسې یوه ضربه ورکړي، چې ددوی د اقتصادي بندیزونو یو غچ مثال شي او همدارنګه  د سلما، کجکي، کمال خان او بخش اباد د اوبو بندونو چې ددوی پر وړاندې د اوبو موانع کېږي، له منځه یوسي او یا يې هم  لږ تر لږه  کارونه  له خنډ سره مخ کړي چې تر یوه سرحده په دې کار کې بریالي روان هم دي، نور شرطونه هم نه لري چې په سر کې يې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو حضور کمول اویا په  بشپړ دول ایستل دي.

 او بل له هغو ‌ډلو سره چې د ایران په اذان روژه ماتوي او په افغاستان کې شتون لري له هغوی سره د دوی اړیکو ته  پراختیا او مشروعیت ورکول دي.

ج: روسیه:

روسیه هم له پخوا څخه د افغانستان خوبونه لیدل او حتی د دوی یرغل پرافغانستان باندې د دوی لپاره د اقتصادي پرمختګ او سيمه ييز سیاست کې یوه نوې طرحه رامنځه کړه، چې هدف یې هند او د پاکستان د مارکېټونو انحصار او وروسته بیا  عربو ته لاره پیدا کول دي، خو د روسيي هغه خوب پوره  نه شو او هر څه يې سرچپه ثابت شول.  په اوسني وخت کې روسیه هم کوښښ کوي چې د امریکا مخه په یوه نه یو ډول ونیسي او وایي: چې امریکا باید ووځي، موږ کوښښ کوو چې په ګاونډیو هېوادونو کې داسې سوله راولو چې نړیوالو ته خطر نه وي. یعني هدف یې دا دی چې خپل نفوذ کرار کرار په افغانستان کې بېرته لاسته راوړي او د امریکا وتلو ته د امکان تر حده پورې زمینه برابره کړي.

د: چین:

د چین په موخه تراوسه زياتره افغانان نه پوهېږي، د چین اصلي هدف خپل ځان له احتمالي اور څخه ساتل دي، هغه په دې معنا چین وېره لري چې د وخت  په تېرېدو سره هغه مسلمانان ورته سر درد جوړ نه شي کوم چې په چین کې مېشت دي، یعني په ساده لهجه د دوی ترس او وېره له خدای څخه نه ده، ځکه دوی نه خدای مني او نه هم رسول، بلکې له داعش څخه ده، نو کوښښ کوي چې طالبان صحنې ته راولي، ترڅو له داعش سخت دریځې ډلې مخنيوی پرې وکړي.

سوله او د افغانانو بې صبري سره لویې هیلې:

اوس نو سوله راتلل به افغانان ته په کوم قېمت تمامه شي، ددې ځواب په وخت او د افغانانو په سیاسي شعور، بصیرت، ځانګړتیا، وړتیا او مهارت پورې اړه لري، افغانانو تل په سیاست کې ناکام پاتې شوي دي، دا څرګنده خبره ده چې ملي حاکميت دخلک د ممثلینو له خوا تمثلېږي، څرنګه چې ټاکنې مو تر ‌‌‌ډېره بریده ناکامه دي، له ظلم او فساد څخه ډکې تېرې شوې، نو فکر نه کوم چې  د خلکو د ممثلینو له خوا دې د افغانستان ملي حاکمیت تمثیل شي، نو دلته په کار ده چې مدني ټولنې، ځوانان، ښځې، قومي مشران، سیاسي ګوندونه بې له کوم شخصي امتیازاتو څخه د هغو ملاتړ ونه کړي، چې د قدرت په سر د پاتې کېدو لپاره خوبونه ویني او نه هم د هغو ملاتړ وکړي، چې قدرت ته د رسېدو لپاره له هرې ممکنې لارې څخه کار اخلي. هدف باید سوله وي هغه په داسې ترتیب او میتود چې په هغه کې د افغانستان د ملي ارزښتونو او ګټو ساتنه او د (ای ایس ای) د چلونو او فریبونو مخنيوی شوی وي. یعنيی اړتیا داده چې لاسته راوړنې باید وساتو او افغان پوځ پیاوړى کړو.

 له بلې خوا څخه د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزی وایي چې د سولې په راتلو او امریکا پوځ له وتلو وروسته به افغان پوځ  منحل کېږي او په ځواب کې یې ولسمشر اشرف غني وایي چې دا کار به ونه شي او د پوځ وسایل به بیا پرګانډیانو ونه پلورل شي. که چېرې افغانان د ګاونډیانو په ګټو، منطقوي او ساحوي سیاست باندې ځان خبر وساتي فکر نه کوم چې هغه د پخوا تجریبې دې بیا تکرار شي او دا ولس هغه د ۱۹۹۲ م کال ولس نه دی چې څوک هر څه ووایي او ولس یې ومني.

که چېرې سوله راځي نو دا کېدای شي، تر اتلسو میاشتو حتی تر دوو یا درې کلونو پورې وخت ونیسي، نو زما په نظر هغه سوله چې د افغانستان ملي ارزښتونه په کې خوندي وساتل شي، هغه که د ولسمشر اشرف غني له واک څخه د ګوښه کېدو په قرباني وي او یا هم د ولسمشر غني د حکومت په راس کی پاتې کېدو او ځینو نور تغیراتو په سر وي،  په دې معنا چې غني به په خپل ځای پاتې وي او په  همدې ټاکنو کې به طالبان برخه  نه اخلي، ترڅو چې  نوى نظام د شفافو رایو او پراخو ټولټاکنو په پايله کې راځي.

د ولسمشرۍ څوکۍ په بدل کې باید د سولې اړونده مسایل د لمر او سپوږمۍ روښانه وي، یعني که چېرې غني واک سپاري بیا به يې پر ځای د نړیوالو په ضمانت د شپږو شپږو میاشتو لپاره د انتقالي حکومت په راس کې داسې کسان راځي او ځي چې موجوده نظام  په خپل حال وساتي او د منحل لپاره هیڅ ملي اداره  ونه ټکل شي.

وروسته بیا د غني او نورو ټولو سیاسي رقیبانو ترمنځ داسې ټاکنو ته زمینه  برابره شي چې یو منتخب حکومت د شفافو رایو په ترڅ کې رامنځته شي او د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتلو ترڅنګ موجوده فساد، بې عدالتي او بې وزلي ختمه کړي.

باید په یاد ولرو چې که امریکا د ټاکنو بودیجه افغانستان ته منظور نه کړه، نو خپله اوسنی حکومت د موقت حکومت شکل او بڼه غوره کوي. حساس وخت دی، ډېر عمق، ژور او صریح فکر ته اړتیا لرو او په ژورو  موضوعاتو باید تل ځان پوه وساتو، تر څو د اګاهانه قرباني مخه ونیسو، سوله به راځي، ان شا‌ءالله.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 424

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.