ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
31 Jan 2019 - 15:59
author avatar
31 Jan 2019 - 15:59

د هرې ورځې په تېرېدو سره دا جوتېږي چې افغانان له زړه غواړي چې له چين سره د يوه ښه ګاونډي او پرمختللي هېواد په توګه  سوداګريزې، فرهنګي، علمي او ټولنيزې دوه اړخيزې اړيکې ولري،   دا اړيکې اوږد مهاله او د دواړو هېوادونو د ملي منافعو په رڼا کې لاټيګښت او پراختياومومي. 

له ٢٠٠١کال راهيسې چې کله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته نوى نظام رامنځته شو، له همغه راهيسې چين په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته راودانګل، په بېلابېلو برخو کې يې د مرستو ژمنې وکړې او هغه ژمنې يې يوه په بله پسې په عمل کې پلې کړه، په دې ژمنو کې د افغان کادرونو روزنه ، د اداري کارمندانو د ظرفيت لوړول، د طبيعي پېښو له ځپلو سره مالي مرستې، د ټکنالوجۍ په برخه کې مرستې، د افغانستان په کورنيو او بهرني سياست کې نه لاسوهنه ، د افغانستان د قانوني نظام ملاتړ، په نظامي او لوجستيکي برخو کې مرستې او نور هغه څه دي چې د ټولو يادول زيات وخت ته اړتيا لري.

د چين هيله دا ده چې دوى دې په خپل ګاونډ کې يو ارام او له ترهګرۍ پاک افغانستان ولري، چې خلک يې له اقتصادي پلوه په  خپل ځان متکي او له جګړو خوندي وي، ترڅو يې زيان دوى ته هم ونه رسيږي. چين په دې ښه پوهيږي او د تاريخ په اوږدو کې ورته تجربه شوې چې افغانان ددوى ښه ګاونډيان دي او هيڅکله به ترې زيان ونه ويني.

 افغانان هم د چين په اړه همداسې نظر لري او څومره يې چې په توان کې وي تر هغې کچې به هڅه وکړي چې له افغانستان سره د چين پولې خوندي او هيڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د نړيوال تروريزم شومه پديده د افغانستان له لارې خداى مه کړه د چين پولو ته ورسېږي چې دا بيا د رښتينې دوستۍ ښکاره نښه ده. 

افغانان له ډېر پخوا راهيسې له چين سره سوداګريزې راکړې او ورکړې لري او دغه بهير د ورځې په تېرېدو سره د غوړېدو په حال کې دى، که تاسو ځير شوي ياست په دې وروستيو کې د افغانستان نادره وچه ميوه جلغوزي چې په لويه پکتيا کې په پراخه کچه حاصلات لري، اوس د يوه تړون له مخې د هوايي دهليز له لارې چين ته ځي چې په بيه کې يې څو چنده زياتوالى راغلى او د لويې پکتيا اوسېدونکو ته يې د ښه اقتصاد ډېرې هيلې پيدا کړې دي. له دې مخکې به دغه جلغوزي پاکستان ته تلل او پاکستان به تر يوڅه پروسس او بسته بندۍ وروسته په خپل نامه نورې نړۍ ته صادرول چې هم به يې ډېر پيسې ترې ترلاسه کولې او هم به د شهرت خاوند و.

 ددې ترڅنګ د هرات زعفران چې اوس يې نړوال شهرت او مقام پيدا کړى چين هېواد ته صادريږي چې دې کار په افغانستان کې کروندګرو ته دا هيله پيداکړې چې د زعفرانو د کر په برخه کې ددوى خواري بې ځايه نه ده او له لارې يې ښه عايد پيداکولى شي، نو چين ته د زعفرانو په صادرېدو سره له يوې خوا په افغانستان کې د زعفرانو په بيو کې لوړوالى راغلى او بل پلو کروندګر په دې وپوهېدل چې دغه بوټي نړيوال مارکېټ ته لار پيداکړه او زيات کر به يې دوى ته ډېره ګټه وکړي .

بلخوا که وګورو د افغانستان زياتره لوى ښارونه د چينايي بېلابېلو مالونو د پلور ښه مرکزونه ګرځېدلي او زيات افغان سوداګر ډېر شمېر چينايي توکي افغانستان ته راواردوي چې دلته په افغانستان کې يې ښه بازار موندلى او د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه سوداګري رونق مومي.

د دې ټولو راکړو ورکړو ترڅنګ اوس چين ته د افغانانو تګ راتګ  هم زيات شوى، يو شمېر ځوانان د زده کړو لپاره ، يو شمېر حکومتي کارمندان د وړتيا لوړولو په موخه ، يو شمېر کسان د سياحت لپاره او يوزيات شمېر افغانان د سوداګريزو چار د پرمخ بيولوپه موخه چين ته روان دي او له بېرته راتګ څخه وروسته د چين د پرمختګ او ښه سلوک په اړه خپلو نورو افغانانو ته معلومات ورکوي، خاطرې ورسره شريکوي او چين ورته د يوه پرمختللي هېواد په توګه معرفي کوي، چې دغه کار بيا نور افغانان هم هڅوي چې له قانوني لارو له چين څخه ليدنه وکړي او د ليدو تنده يې خړوبه شي.

افغانان د هغې ورځې انتظار کوي او هيله لري چې په افغانستان کې تر بشپړ امن وروسته افغانستان له چين سره د سړک او اورګاډي له لارې وصل او د ځمکې له لارې بې له کوم قيد او شرط څخه خپل ګاونډي هېواد چين ته چې د نړۍ په کچه يو پياوړى او په ځان متکي هېواد دى، سفر وکړي او د دغه هېواد له بېلابېلو پرمختګونو څخه ليدنه ولري. دغه راز چينايي وګړي هم په ورته توګه افغانستان ته راشي او ددې هېواد ښکلې طبيعي منظرې او تاريخي ځايونه وګوري او ددغه هېواد له ځانګړتياوو ځانونه خبر کړي.

موږ په دې ښه پوهيږو چې د چين په څېر يوه پرمختللي او دوست هېواد سره زموږ ښه راتلوونکى تړلى دى او هرکله يې موږ ته ګټه رارسېدلې او رارسېږي، نو د ټولو افغانانو هڅه هم همدا ده چې بايد د پرمختګ په چارو کې د چين له تجربو او مشورو ګټه پورته کړو او له هغوى سره تل په اړيکه کې واوسو، چې دا کار په ښه اعتماد، ښې مخينې، رښتينولۍ او دوستانه راشه درشه سره کېداى شي، نو له همدې امله هر افغان په ځانګړې توګه ځوان نسل غواړي چې له چين سره دې دوستي نوره هم وغوړول شي او د زياتې دوستۍ نوره زمينه دې هم برابره شي.

زه يو له هغو افغان ځوانانو څخه يم چې په دې وروستيو کې مې چين ته رسمي سفر درلود او د هغه هېواد د خلکو په زيار، ابتکار او خولې تويولو مې افرين ووايه او دې ته وهڅول شوم چې ټول افغانان په ځانګړې توګه ځوان افغان قشر بايد د چينايانو په څېر شپه او ورځ زيار وباسي، ترڅو يې هېواد په بېلابېلو برخو کې د نړۍ له سترو قدرتونو سره سيال او د سيالۍ ډغرې ووهي، که داسې ونه کړو، نو د نورو لاسته به ناست او تل به د اړمنو انسانانو په څېر له ستونزو او احتياجيو ډک ژوند تېروو او راتلونکي نسل ته به هم څه نه لرو، نور د چين په څېر زيار او هڅه بايد د ژوند شعار او عمل وګرځو، ترڅو ځان او راتلوونکى نسل له کړاو ډک او خوار ژوند څخه وژغورو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.