ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Nov 2017 - 15:49
author avatar
25 Nov 2017 - 15:49

 مخکې له دې چې د اوبو د وېش او د ملي یووالي  حکومت له خوا د اوبو  د مهارولو په پلان لیکنه وکړو، غواړم د اوبو په هکله ګرانو هېوادوالو او عزتمندو لوستونکو ته لنډاو ګټور معلومات د اوبو په اړه وړاندی کړم.

اوبه:  يوه کيميايي ماده ده چې کيميايي فورمول يې H2O دی. دا يو داسې ماليکول دی چې د اکسيجن له يوه او د هايډروجن له دوو اټومونو د کوالېنټ تړنګ په پايله کې رامنځ ته کېږي. په ثابتې تودوخې او حالت کې اوبه د يوه مايع په بڼه وي، خو په ځمکه باندې اوبه د مايع تر څنګ په جامده بڼه لکه يخ او کنګل او د ګاز په بڼه لکه بړاس هم موندل کېږي. اوبه په اوب-کرکجنو هوارو د مايع کرېسټالونو په بڼه هم موندل کېږي.

اوبو د ځمکې د سرمخ ۷۰،۹% پوښلې، د ژوند هر يوې بڼې او اړخ ته يو اړين شی دی، د ځمکې پر سر اکثراً اوبه په سمندرونواو سمندرونو نه دباندې په نورو اوبزېرمو کې موندل کېږي، ۱،۶٪ اوبه د ځمکې نه لاندې زېرمو کې موندل کېږي او ۰،۰۰۱ % اوبه په اتمسفير کې د بړاس، ورېځو او نورو بخاراتو په بڼه موندل کېږي، سمندرونه د ټولو اوبو ۹۷ ٪ برخه، کنګلتونونه او د واورو قطبي غرونه د اوبو ۲و۴ ٪ برخه او په وچه کې د اوبو زېرمې، دريابونه، ډنډونه او رودونه دا ټول ۰،۱ ٪ برخه جوړوي. د ځمکې د اوبو ډېره لږه برخه په ژونديو بيالوژيکي اورګانيزمونو او نورو صنعتي توليداتو کې موندل کېږي.

ټولې هغه اوبه چې تر ځمکې لاندې‌،‌د ځمکې پر سر او یا سطح پیدا کیږي د هایدرو سفیر په نامه سره یادیږي. د خاورې پر سر د اوبو تمویل په حجمي ډول سره 1,338,000,000 km3 دی.‌

د اوبو دوران : د اوبو دوران په علمي ډول سره د هايډرولوژیک دروان په نامه سره یادیږي. عبارت د یو دوامداره تبادل اوبو دی چې د هايډروسفیر، اتموسفیر ،‌ دخاورې د اوبو، د ځمکې د سر اوبه ، ترځمکې لاندې اوبو او نباتاتو تر منځ صورت نیسي.

اوبه پورته یادو شوو ځایونو ته په لاندې طریقو انتقال مومي.

  1. تبخیريevaporation
  2. ورښت precipitation
  3. سېلاب runoff

اوبه په اسلام او ساینس کې : ساینس پوهان په دې باور دي چې د اوبو ارزښت دومره زیات دی د (Viscosity) یعني لزوجیت له پلوه چې په هیڅ مایع شي کې نشته چې ورسره پرتله او ور سره مقابله شي.

اسلامي ساینس پوه هارون يحی وايي:

اوبه د خپلو کیمیاوي او طبعي ځانګړتیاوو سره سره د ژوند اصلي جوهر او بنسټ دی، ځمکه او د ځمکې ژوند پر اوبو ولاړ دی، الله جل جلاله انسان پیداکړ، ځمکې ته يې را ولېږه چې پرځمکه ژوند وکړي او بشریت يې هدایت ته چمتو او اماده کړی، وروسته د انسان ژوند پر اوبو وتړل شو او همدارنګه اوبه د انسان د ژوند لپاره یو بنسټ او د انسان   ژوند ته يې توازن  ورکړی دی.

اوبه په قرانکریم کې :

 أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ. (سجده: ۲۷)

ایادوی ونه لیدل چي موږ اوبه په وچې او بې ګیاه ځمکه کې جاري کوو، نو د هغه په وسیله کښت راباسو څو يې دوی هم وخوري او څاروی يې هم ، ایا دوی نه ویني؟ 

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ… (فصلت: ۳۹)

او د الله له نښانوڅخه یوه داده چې ته ګورې ځمکه ویده پرته ده، نو کله چې موږ پرې اوبه واوروو نو په ناڅاپي ډول هغه خوځیږي اوغوړیږي.

وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ. (ق: ۹)

او له اسمان څخه مو برکتناکې اوبه نازلې کړې دي او په هغو سره موباغونه او د رېبلو وړکښتونه، غلې دانې را زرغونه کړي.

د اوبو ارزښت : هر شی په اوبو سره ژوندی دی، یقینا که انسان د ځمکې کُرې ته ځیر شي،  یو نظر  ورته واچوي، څه فکر او د ښکلي تصور مزي وغځوي، نو دا به ورته جوته شي چې د هر ژوندي شي (حیوان او نبات) د ټولو ژوند په اوبو پورې تړلی دی، چې دا یو نړیوال ساینسي ، انساني او معقول واقعیت دی هیڅوک ور څخه سترګې نه شي پټولی، د انسان بدن که څه هم غوښه، هډوکي، مالګې او نور څه لري خو زیاته ونډه د اوبو ده په کې  او هر څه چې دی يې خوري زیاته برخه يې اوبه دي؛ که چېرې په یوه انسان کې اوبه کمې شي یعني د اوبو له  کموالي (Dehydration) سره لاس او ګرېوان شي نو انسان د پښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږي. (دتعلیم الاسلام ویب پاڼه  عبدالغفار جبیر لیکنه )

 

دافغانستان او ایران ترمنځ د اوبو وېش او موجوده ستونزه:

دافغانستان او ایران ترمنځ  داوبو د وېش تړون په ١٣٥١کال  کې دکب دمیاشتې په ٢٢  نېټه چې د ١٩٧٣ میلادي کال د مارچ له ١٣ نېټې سره سمون خوري دهېواد پلازمېنه کابل ښارکې  د وخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او دایران  صدراعظم  امیر عباس هویدا  له خوا لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې،ایران ته د هلمند له سیند څخه باید په کال کې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ولاړې شي.
د افغانستان کابو ۷۰ سلنه اوبه د دوی پر لور روانې دي، او دکورنيو جګړو اوګړکېچونو له امله دهغه تړون دایرانه له خوا په صداقت سره  عملی نه شو او دمعلوماتو له مخې، حتی ایران هیڅکله د پورتنۍ پرېکړې له مخې عمل نه دی کړی او دتړون پرېکړې يې هم عملي کړې نه دي، ایران تقریبا په ۴۴ کلونو کې تر خپل حق ٧٥ سلنه زیاتې اوبه وړې دي..زموږ با تدبیره ولسمشر د اوبو ښه مدیریت په موخه د بندونو جوړولو او داوبو دمهارولو ته مخه کړې او جامع پلان او امکانات یې ورته برابرکړي دي او دا به دهېواد په سیاسي او افتصادي تاریخ کې يوه لویه لاسته راوړنه وي.

د ملي یووالي حکومت او شخصا د ډاکتر محمد اشرف غني دافتصادي او زیربنايي پروژو دتطبیق دپلان له مخې چې په هېوادکې به د اوبو ټولې سرچینې او منابع مهاروي او برېښناکوټونه او دبرېښنا بندونو  (د کجکي، کمال خان ) بندونو د سروې او په ځینو باندې دکار دپیل او همدارنګه دسلما بند له افتتاح څخه وروسته دګاونډیانو غبرګونونه را وپارل:

د ایران د جمهور ريیس حسن روحاني غبرګون: “په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدو په هکله چوپ  نه شي پاتې کېدلی ، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اوزموږ د ژوند په چاپېریال باندې اغېز کوي” 

په وروستیو کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت مشر علاوالدین بروجردي وویل، چارواکي د اوبو کمښت ته کمه پاملرنه کوي، خو دا یوه امنیتي موضوع ده ، د ایران د انرژۍ وزیر حمید چیتچیان هم وايي، د ایراني ولس پایښت د اوبو کمښت له خطر سره مخ کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران د ولسمشر خبرې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري، چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي او موږ دومره وايو چې د ایران ولسمشر دې د خپلو خبرو په هکله یو فکر وکړي.
د طالبانو(د ملا رسول ډلې د ایران د ولسمشر څرګندونې غندلې دي)

د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا دافغانستان داوبو او د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې. د ایران ولسمشر څو ورځې مخکې په افغانستان کې داوبو د بندولو پر جوړولو اعتراض کړی و او زیاته کړې يې وه، چې دا مسله ایران ته زیان رسوي. د طالبانو د عالي شورا ملا رسول ډلې ویاند عبدالرحمن نیازي په یوه رالیږلې خبرپانه کې ویلي، چې د ايران ولسمشر حسن روحاني بي مسووليته څرګندونې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، چې دوی د ایران د ولسمشر څرګندونې په کلکه ردوي او سخته غندنه یې کوي. دغې ډلې د ایران د ولسمشر څرګندونې د افغانستان د خپلواکۍ پر ضد او د افغانستان د دښمنۍ په معنی بولي . په خبرپاڼه کې راغلي، فغانستان ازاد او خپلواک هېواد دی، اوبه یې د افغانانو خپل ملکيت دی، موږ د ايران له حکومت څخه جدي غوښتنه کوو چى په راتلونکي کې له داسې څرګندونو ډډه وکړي. د افغانستان حکومت اوملي شورا هم د ایران د ولسمشر څرګندونې غندلې دي ، د بندونو جوړول د افغانستان حق دی.

د نیمروز بلوڅانو هم کابل کې د ايراني ولسمشر د خبرو پر وړاندې احتجاجي غونډه درلوده او له حکومته یې غوښتي چې د اوبو اداره کولو چارې دې پیاوړې کړي.

له افغان پولې سره د ایران د ۴۰ بندونو شتون:

افغان چارواکي وايي، دوی یواځې څو بندونه د ایران له پولې سره ولایتونو کې جوړوي، خو ایران دا ډول ۴۰ بندونه او ډنډونه جوړ کړي دي.

خو د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي بي بي سي ته وویل، چې افغانستان ملي ګټو او نړیوال کنوانسیونونو ته په پام خپلې اوبه کنټرولوي.

دی وايي: “افغانستان کرنیز هیواد دی. له اوبو کار اخیستل یې اقتصاد جوړوي. د برېښنا دا بندونه له ځواکمن او اباد افغانستان سره مرسته کوي.

  روحاني  د حامد کرزي په دوره کې هم دې ته ورته د بهرنیو ځواکونو په شتون هم غبرګون ښودلی و او ویلي و:«موږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د کړکیچ په راپورته کېدو اندېښمن یوو اوباور لرو چې درست بهرني پوځیان باید له سیمې ووځي او د افغانستان امنیت د دغه هېواد خلکو ته وسپارل شي.» حسن روحاني ټینګار وکړ چې ایران په سیمه، منځني ختیځ او «فارس» خلیج حوزه کې د هر بهرني پوځ د حضور مخالف دی.(تاند )

د افغانستان حکومت ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې په کور دننه به د خپلو اوبو پر سمبالښت د هغوی حقونه زیانمن نه کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت د ایراني ولسمشر هغو څرګندونو ته غبرګون ښوده چې په افغانستان کې د بندونو جوړول یې د خپل هېواد پر کرنه او چاپیریال د ناوړه اغېز لامل بللي وو، خو د نړۍ د تودوخې په زیاتېدو سره د اوبو ستونزه ورځ له بلې پر نړیواله مسله بدلیږي او داسې ښکاري چې افغان حکومت څومره د خپلو اوبو د مهارولو هڅه کوي، ورسره به یې د ګاونډیانو نیوکې او ان په مقابل کې لاسوهنې زیاتیږي.

 خالد احمد کوهستانی، د “د افغانستان اوبه کولی شي چې ۲۰۰ ميلیارده ډالره کلنی عواید ولري(تر عنوان) لاندې لیکی:

افغانستان په مجموع کې ۱۸ مېلیارده متره مکعبه تر ځمکې لاندې اوبه لري چې له همدې اوبو څخه یې د کاله ۳ ميلیارده متره مکعبه مصرفیږي.

همدارنګه افغانستان د کاله ۵۷ ميلیارده متره مکعبه اوبه چې د اورښتونو په پایله کې په رودونو او سیندونو کې بهیږي لري، د همدې ۵۷ ميلیارده متره معکبه اوبو څخه یې صرف ۱۸ ميلیارده متره مکعبه اوبه په هېواد کې د ننه مصرفیږي او پاتې ۳۹ ميلیارده متره مکعبه اوبه یې  ګاونډيو هېوادونو ته په وړیا توګه ورکول کیږي، په داسې حال کې چې په نړیوالو بازارونو کې د اوبو بیه في متره مکعبه په ۱،۵ یو اعشاریه پنځه ډالره پلورل کیږي.

که چيرې افغان حکومت وکولی شي چې د خپلو اوبو مدیریت په ښه او دقیقه توګه وکړي، کولی شي چې د کاله ۶۰ ميلیارده ډالره یواځې د خپلو ګاوندیو هېوادونو څخه تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د افغان حکومت ټولټال کلني مصارف ۱۰ ميلیارده ډالر دي او کولى شي چې خپل شپږ کلن مصارف په یو کال کې تر لاسه کړي، که چیرې افغان حکومت په دې وتوانیږي چې دغه اوبه په افغانستان کې دننه مصرف کړي، ۷ ميلیونه وزګار وګړي به په دندو بوخت شي او د کاله به تر ۲۰۰ ميلیارده ډالرو پورې عواید هم تر لاسه کړي، چې په دې سره به افغان حکومت اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي او له مصرفي هېواد څخه به  صادراتي هېواد ته او د مرسته غوښتونکي هېواد څخه به مرسته کونکي هېواد ته  تبدیل شي.

په مجموع کې هغه هېوادونه چې لوړ اوپرمختللی اقتصاد لري، امنیت یې تامین او له لوړ  نړیوال اعتبار څخه برخمن دي، چي اتباع یې کولى شي بېلو سوداګریزو او یا هم سیاحتي وېزو څخه نورو پر مختللوهېوادونو ته سفرونه ولري.

ایران او پاکستان د کاله تر ۳۰۰ ميلیارده ډالرو پورې د افغانستان له اوبو څخه د کښت او کروندو په واسطه تر لاسه کوي او ترکمنستان هم د کاله ۱۶۰ ميلیارده ډالرو پورې د افغانستان د اوبو په واسطه د برېښنا له تولید څخه تر لاسه کوي.

(افغان تحریک- ټول افغان ویب پاڼه)

همدارنګه د نوي افغانستان په نامه د څیړنو مرکز وايي، افغانستان خپلې یوازې ۳۰ سلنه اوبه کاروي او پاتې نورې پرته له اغېزناکې کارونې ګاونډيو هېوادونو ته ورځي.

د دغه څیړنیز مرکز مشر عبدالله هېواد ناامني هم د اوبو له ستونزو سره تړي او په دې اند دی چې یو شمېر هېوادونه غواړي افغانستان همداسې ناامن وي تر څو يې دوی له اوبو وړيا ګټه واخلي.

”هرکال زموږ ۱۹ میلیارده متره مکعبه اوبه پاکستان ته ورځي، که يې په پيسو وشمېرو او هر متر مکعب په دوه ډالره حساب کړو شاوخوا ۳۸ میلیارده ډالره مو د اوبو له حسابه پاکستان ته ورځي. هغه معلومات چې موږ راټول کړي ۳۴ میلیارده متره مکعبه اوبه مو ایران ته ځي. سترې سترې زېرمې يې ورته جوړې کړې. ان ايران پر کوېټ د افغانستان اوبه پلوري. ايران دولت موږ ته يوه روپۍ هم نه راکوي. پاکستان ته چې ځي يوه روپۍ نه راکوي. په مقابل کې هره ورځ پنځه او شپږ زره کډوال له پاکستانه راباسي .  هېواد وايي افغانستان یواځې له ایران دولت سره تړون لري چې له مخې يې افغانستان بايد په ثانيه کې ۲۶ متره مکعبه اوبه هغه هېواد ته ورکړي. ”

د نړیوال بانک موندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو نورو سرچینو تر څنګ د درېیو سترو، په شمال کې امو ، په ختیځ کې کابل سیند او په سوېل کې هلمند سیند په درلودو سره ۵۷ ميلیارد متر مکعبه اوبه لري، چې د هغه له جملې یواځې ۱۷ ميلیارد متر مکعب څخه کار اخیستل کیږي او داسې اټکل شوی چې راتلونکي کې له ۳۰ ميلیارده متر مکعب اوبو څخه کار واخیستل شي. (نړیوال بانک راپور)

افغانستان دټولې سیمې د اوبو د تولید مرکز دی:
کونړ،هلمند،کابل،بلخ اب، کوکچه اومرغاب هغه مهم سیندونه دي،چي زموږ له خاورې سرچینه اخلي، خوموږ په خپل وطن کې له تندې مرو، نه د څښلوپاکې اوبه لرو اونه هم  د اوبه خور لپاره اوبه لرو،مګر زموږسیندونه ګاونډیانوته په ميلیاردونولیټره اوبه ورکوي او موږ تراوسه دخپلواوبو یوازې  ۱۰% مهار کړې دي.
همدا ډول  باید ګاونډي هیوادونه هم داوبو دعادلانه وېش لپاره یوه اصولي موافقه وکړي.
موږ د هلمند د اوبو پرسر له ایران سره موافقه لرو او ددې موافقې په چوکاټ کې کیدای شي ډېر اغېزمن ګامونه واخلو.
اوسني نړېوال شرایط دامني چي د ځینو طبیعي موادو دکارونې لپاره باید منظم سمه يیز تیاری ونیول شي،ځکه داهم حقوقي اوهم عملي اړخونه لري.
معادن او اوبه زموږ دهیواد دطبیعي پانګې ستره برخه جوړوي ،خوموږ ترې تراوسه کومه د پام وړ ګټه نه ده اخيستې .
ځنګل زموږ هغه ستره طبیعي پانګه ده چې موږ  ورڅخه ډېره ناوړه اوناچیزه ګټه اخيستې.

#دعادلانه نظام لار#

دایران اړیکو ته کتنه :

افغانستان له ایران سره ۹۷۸ کیلومتره پوله لري ترځنګ يې دغه دواړه هیوادونه سره  ګډه  ژبه، کلتور، دین  او  دود هم  لري چې هر یو یی کولی شي په دې اړیکوکې ښه رول لوبولی شي، همدارنګه د تاریخ په اوږدو کې افغانستان او ایران  په خپلو منځونو کې د ګاونډيتوب بیلا بیلې اړیکې در لودي ، کله به ښې اوکله به کړکیچنې او دیو بل په زیان وي. او دافغانستان دتېرو رژیمونه سره د ګاونډیتوب داصولود ښو اړیکو او شو ژمنو که هغه سیاسي پرتوکولونه و واو که سوداګریز تړونونه وو، دوی تل  په سپین سترګۍ  سره  ترې سرغړونې کړي  په ایران کې د مېشتو افغانانو نا قانونه اعدامول او د هغوی  دشکنجو، توهینولو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ  سرحدي تجاوزاتو چې دایران له خوا د برهان الدین رباني په دوره کې ډیر سرحدي تجاوزات دهرات ولایت په سرحدي سیمو کې یې کړي، زموږ د هیواد زیاته برخه خاوره یې لاندې کړې او د سرحداتو ټول اوصول او قوانین یې تر پښو لاندې کړي.

 همدارنګه دسوادګرو د مالونو او دتیلودټانکرونو په قصدي ټوګه ځنډول ،حتی دسیاسي مداخلې ترکچې  پورې هم رسیدلي  په تېره بیا کله چې دافغانستان دخلق دیموکراتیک نظام دزبر ځواکونو ،دنړیوالواودمنطقوي استخباراتي شبکو دتوطیو او دسیسو له امله سقوط وکړو او زموږ غښتلې ملي اردو او نظام ویجاړ او له منځ ولاړو، ایراني اخوندانواو د دوی تالي څټوته زمینه برابره شو ترڅو زموږ په ګران هیواد کې مداخلې وکړي او د خپلو روزل شوو ګوډاګیانوپه وسيله يې کورنیو جنګونوته زمینه برابره کړه او ددوی دسیاسي ، لوژیستکي اقتصادي او نظامي مرستو په پايله کې يې په زرګونو هېوادوال دهزار ،پښتون ، تاجک او ازبک په نومونو ووژل شول.

 قومي ، مذهبي ،سمتي او لساني تعصبات یې راوپارول او ددې ترڅنګ یې خپله فرهنګي ، سیاسي او اقتصادي مداخلې ته لانوره زمینه برابره کړه، خپلو ګوډاګیانو ته یې روزنیز مرکزونه،فرهنګي مراکز او خصوصا مذهبي مرکزونه تاسیس کړل او د هېواد له غږيزو او صوتي رسنیو او تلوېزیونو سره يې خپلې اړیکې جوړې کړې او حتی دهغوی لپاره یې مادي او معنوي امکانات برابرکړل ترڅو دوی په اسانه  توګه خپلې ژبې لپاره کار وکړي او دخپل سیاسي نفوذ ساحه پراخه کړي او د ملي یووالي د حکومت هرهغې بنیادي او زیربنایي پروژو سره مخالفت ښودل دي.

 د بېلګې په توګه دکاسا زر پروژه،  دورېښمینو دلارې د پروژې ، دسلما بند پروژه په افغانستان کې د ٢٩ هېوادونو افتصادي کنفرانس (دکابل پروسه )د سبوتاژولو ناکامه کوښښ ، د رستاخېزیانو په وسيله لاریونونه او مظاهرې کول،  دانقرې سیاسي  ایتلاف جوړول او اوس  د جمهور ريیس له خوا دخپلواوبو دمهارولو دپلان په هکله غیر دیپلوماتیک او غیراصولي غبرګون یې ښه مثال کیداشی.

دایران او افغانستان ترمنځ دشوي تړون په پنځمه ماده کې راغلي چې: افغانستان به داسې اقدام نه کوي چې ایران د هلمند د سیند د حقابې نه چې د همدې معاهدې په دوهمه، درېیمه او څلورمه ماده کې راغلي بعضا یا کاملا محروم کړي، خو افغانستان حق لري چې د هلمند  سیند د پاتې اوبو څخه هر ډول چې وغواړي استفاده کولی شي. ماده کې دا هم راغلي چې ایران هیڅ ډول ادعا د هلمند په اوبو کې د هغې اندازې نه زیات چې ددې تړون مطابق تثبیت شوې ده نه لري، حتی تر دې چې که د اوبو نوره اندازه د هلمند په کوزنۍ دلتا کې میسره هم وي او د ایران تر استفادې لاندې هم راتلاى شي. (لیکوال: انجینر حبیب حاذق)

موږ افغانانو ته دایران اوپاکستان دا بربنډې مداخلې او لاسوهنې او زموږ په افتصادي اوپرمختیایي سیاستونو باندې ددوی نا دیپلوماتیکه غبرګونونه دتحمل وړنه دي کله چې له ايران سره د محمد ظاهرخان په وخت کې د هلمند رود داوبو دوېش تړون کيدلو او دا مسله د وخت پارلمان کې دهیواد دځوانو سیاسي مبارزينو روڼ اندوپه وطن مینوافغانانو په ټول هيواد کې د مظاهرو په ترځ کې دا تړون په کلکو ټکو وغندلو. موږ  د ډاکتر محمد اشرف غني  داقتصادي پرمختایي سیاست خصوصا دافغانستان دطیعبي زېرمو اود اوبو دسرچینو مهارولواو مدیریت کولوپلان ستاینه کوو او خپل ملاتړ ترې اعلان وو . او هم دجمهورریس نه غوښتنه کوو چی په دې تړون له سره کتنه وکړي او دنړیوالو قوانینو اونورمونو سره دې دا مسله حل کړي. اوهمدارنګه دهیواد دټولو سیاسي ګوندونو،مدني ټولنو،ملي شخصیتونو ، قومي مشرانو د ټولو ملي جبهو او اتیلافونو د مشرانو نه غوښتنه کوو چې دهېواد دملي ګټواوملي تمامیت په خاطر د خپلو سیاسي ،ګوندي ،سمتي ،ژبني ،مذهبي او قومي ګټو نه تېر شي او ملي ګټو ته ترجیح ورکړي په یواواز سره دخپل منتخب حکومت او منتخب جمهور ريیس ملاتړي شي او دغه موجوده شرایط او اقتصادي چانس چې د جمهور ريیس دکامیابه بهرني او اقتصادي سیاست له امله ترلاسه شوي دي اونړیوالو ملاتړهم له ځانه سره لري او ګاونډیان یې سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ کړي دي اعظیمه ګټه پورته کړو او خپل ویجاړ هیواد سمسوره او اباد کړو او هيچا ته دا موقع ور نه کړو چې نور ددې هېواد د طبعي شتمنيو نه ناجایزه  ګټه پورته کړي . او خپله لیکنه د دروند استاد نعمان دوست په دغه  لیکنې سره پای ته رسوم چې داسې لیکې :

 که زه خطیب وای، هره جمعه مې د تقریر یوه برخه د اوبو اهمیت ته ځانګړې کوله.
خطیبانو!
تاسو ولې داسې نکوئ!؟
تاسو ته یې اهمیت نه دی معلوم؟
تاسو خو به دا آیت شریف بار بار لوستی وي او په ترجمه یې هم پوهیږئ:

وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ

دسرلوړی، سوکاله او پرمختللی متحد افغانستان په هیله

ماخذونه:

ویکیپیډیا

تعلیم الاسلام ویب پاڼه ( دعبدالغفار جبیر لیکنه)

بي بي سي پښتو څانګه

تاند ویب پاڼه

داستاد نعمان دوست فیس بوک پاڼه

دنړیوال بانک دا راپور

#دعادلانه نظام لار#

ټول افغان ویبپاڼه

ګوګل

نوي افغانستان په نامه د څېړنو مرکز څېړنیز راپور

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 27

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.