ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Jun 2018 - 09:50
author avatar
4 Jun 2018 - 09:50

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال جان نیکولسن تیره اوونۍ د کابل څخه د سټیلایټ له لارې پنټاګون کې د خبریالانو یوې ډلۍ ته د افغانستان په اړه تازه معلومات ورکول، خپل ډېر معلومات یې د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره نوې پالیسۍ ته ځانګړي کړي وو.

پوښتنه داوه چې ایا رښتیا هم د ولسمشر وروستۍ اعلان شوې ستراتېژۍ په افغانستان کې مثبت اغېز درلود او که منفي؟ جنرال نیکولسن د خبرو د پیل په وخت کې په ډاګه کړه چې له دې پالیسۍ څخه هدف یواځې د وسله والو مخالفینو د سولې پروسې او خبرو اترو ته راوستل وو.

د پالیسۍ له اعلان وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم طالبانو ته د قید او شرط پرته د سولې یو پراخه وړاندیز وکړ او ور څخه یې وغوښتل چې د بین الافغاني سولې په پروسه کې ګډون وکړي، ولسمشر د سولې دا اعلان لوبه بدلوونکی وباله.

د ولسمشر غني دا اعلان په نړیواله کچه او ډپلوماتیکو چینلونو کې ډېر وستایل شو، بې مخينې وبلل شو او طالبانو ته د سولې او خبرو ډېرې دروازې هم پرانېستل شوې چې یو شمېر لیدنې او خبرې اترې هم په کې ترسره شوې.

د ولسمشر غني د سولې پروپوزل وروسته تازه تر دوه میاشتو پورې د طالبانو بریدونه تر ډېره راکم شول، خو د نوي فصل د عملیاتو له اعلان څخه وروسته یې بېرته په ملکي ځایونو بریدونه پیل کړل او د هوايي بریدونو څخه د ژغورنې لپاره یې د ملکي خلکو په منځ کې بریدونو ترسره کول یا یې په لرې پرتو ولسوالیو کې د لنډ وخت لپاره حملې کولې، مثلا د ولسوالیو نیول او په  ښارونو بریدونه کول، کوم چې د ساعتونو په ځنډ بېرته پرېښودلو ته اړه کیږي.

افغان امنیتي او دفاعي دستګاه او د غوڅ ملاتړ ماموریت که څه هم د طالبانو له لوري د سولې وړاندیز منلو ته سترګې په لار دي، خو له دې سره سره کوښښ کوي چې ملکي مرګ ژوبله راکمه کړي او همدارنګه ډېر ټینګار په دې دی چې په هلمند کې د نشه يي توکو  د تولید مخنیوی وکړي، ځکه د طالبانو لپاره د ګاونډیو هېوادونو د مالي مرستو او مشاورتونو سره سره د هلمند د تریاکو مارکېټ د طالب عملیاتو ۶۰ سلنه اړتيا پوره کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د ولسمشر ترمپ د جنوبي اسیا اعلان شوې پالیسي بریالۍ وه؟

تر ټولو مهمه خبره داده چې د ولسمشر ټرمپ اعلان شوې پالیسي په ډېره پراخه کچه په امریکا او افغانستان کې ملاتړ خپل کړ، په متحده ایالاتو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونو مهمو غړو او په افغانستان کې ټولو سیاسي غاړو ددې پالیسۍ هرکلی وکړ، هغه سیاسي پرېکړې چې ډېر بهرني او کورني ابعاد لري او ډېرې غاړې په کې ښکیلې وي مهمه ده چې د ډېرو اړخونو ملاتړ را خپل کړي.

دویم، د دې پالیسۍ له اعلان وروسته افغان چارواکو او طالب استازو څو ځلې پټې ناستې او لیدنې هم کړي، امریکايي ډپلوماتانو هم په دې ناستو کې ګډون کړی وو خو دا چې امریکا کوښښ کوي چې د سولې پروسه د افغانانو تر منځ وي یواځې د درېیمګري رول لوبوي.

په جګړه يیزه برخه کې د افغان ملي او امنيتي ځواکونو هوايي ځواک غښتلی شوی او د ځانګړو ځواکونو په نویو تشکیلاتو ډېره پاملرنه شوې، همدارنګه د هوايي مرستې او استخباراتي معلوماتو لپاره هم اوس کولی شي له بهرنیو ځواکونو څخه په پراخ ډول مرسته وغواړي، دا هغه څه وو چې د جنوبي اسیا له پالیسۍ مخکې ورباندې ډېر محدودیتونه لګېدلي وو.

د دې پالیسۍ له اعلان وروسته افغانستان په ديپلوماتیکو دستګاوو کې پام وړ لاسته راوړنې درلودې، هغه هېوادونه او ډلې چې د وسله والو مخالیفینو ملاتړ کوي د تېر په پرتله ډېر بربنډ شول او امریکا په رسمي ډول هغوی د طالب او نورو تروریستي ډلو په ملاتړ تورن کړل او په بېلابېلو ډولونو یې ورباندې کړۍ راتنګې کړې، مثلا په پاکستان د امریکا د یو شمېر دفاعي مرستو بندېدل، سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې په بې ساري ډول خرابېدل او په منطقه کې د حاشیې پر لور راښکل شو.

د تېر په پرتله په افغان ولس کې د جنګ او تروریستي پېښو، طالب او نورو ډلو په اړه عامه پوهاوی ډېر زیات شو، جنګ چې پخوا د مذهبي محتوا لاندې پرمخ روان وو اوس ټول ولس ته په ډاګه شوه چې طالب او نورې تروریستي ډلې د ګاونډیو هېوادونو د ګټو لپاره جګړه کوي او یواځې مرګ ژوبله یې عام ولس او امنيتي ځواکونو ته رسېږي.

افغانستان په نړیواله کچه په ديپلوماتیکه کچه ډېر ملاتړ ترلاسه کړی، اوس افغان حکومت نړیوالو ته قانع کوونکي دلایل لري، روانه جګړه یواځې تر افغانانو پورې محدوده تعریف نه شوه، بلکې نړیوالو ته وښودل شوه چې که جګړه مهار نه شي ډېرو هېوادونو ته به ریښې وکړي، که څه هم افغانستان په خپل کوربتوب ډېر کنفرانسونه دایر کړل او د ټولو مهمو او دخیلو هېوادونو ملاتړ یې خپل کړ، خو د یو شمېر هېوادونو په صادقانه ډول نه همکاري د دې لامل شوې چې تروریستي ډلې یې په خپله خاوره کې د افغانانو په ضد عملیات پلانوي او د هغوی له لوري حمایت، ملاتړ او زمینه سازي کیږي.

ممکن امریکايي مقامات او افغان حکومت روان حالات او  ددې پالیسۍ اغېز ارزیابي کړي، لومړۍ او وروستۍ پايله به یې له سولې او طالبانو سره د خبرې اترې وي، هغه هېوادونه چې د طالبانو په ملاتړ کې دخیل دي که وغواړي طالب د سولې پروسې ته پرېږدي ممکن دا به ډېره بریاله ستراتېژي وي، که دخیل هېوادونه لکه پاکستان او ایران د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي او د سولې پروسې سره د یوځای کېدو لپاره یې نه پرېږدي ممکن د پالیسۍ ځینې برخې تغیر شي، تر دې پورې هم امکان لري چې د پاکستان په خاوره کې طالب مشران په نښه شي او د دې تر څنګ په پاکستان نور ډول ډول فشارونه راوستل شي، تر څو ترې طالب په خپلواک ډول د سولې په اړه پرېکړه وکړي یا یې هغوی دې ته وهڅوي چې سوله وکړي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بشیر صافی په متحده ایالاتو کې د افغان کلتوري مرکز مشر دی. نوموړی د امریکا په اسپین پوهنتون کې د کورني امنیت او تروریزم برخه کې خپلې زده کړې کوي، په ملي امنیت، دفاعي چارو او د معلوماتي عملیاتو په برخه کې لیکنې کوي، د لیکوال لیکنې د نوموړي شخصي دریځ دی او د افغانستان یا متحده ایالاتو د حکومتونو یا یې د کومې سیاسي نماینده ګۍ د رسمي نظر استازيتوب نه کوي.

د اړیکې لپاره کولی شئ په ټویټر @BashirSafiAFG او [email protected] بریښنا لیک له لارې ورسره تماس نیولی شئ.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.