ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
6 Jul 2017 - 14:08
author avatar
6 Jul 2017 - 14:08

د پاکستان له جوړېدو راپه دېخوا د پاکستان د نظامیانو او ملکي حکومتونو پالیسي د افغانستان په اړوند همېشه ثابته پاتې شوې ده. ډېر ملکي حکومتونه او پوځي مشران يې تغییر او تبدیل شول، خو د افغانستان په اړه د هغوی په پالیسیو کې هېڅکله ستراتیژیک تغییر نه دی راغلی او همېشه یې په خپلو کړنو کې د افغانستان په اړه تاکتیکي تغییرات د حالاتو په بدلېدو سره راوستلي دي.

د پاکستان پالیسي ډېره واضح ده؛ هغوی یو ضعیف افغانستان غواړي چې همېشه باید پاکستان ته محتاج وي او هر څوک چې له افغانستان سره معامله کوي، هغه باید د پاکستان په خوشه وي. پاکستان په واضح توګه همېشه په بین المللي غونډو او محافلو کې نړیوالو لوبغاړو ته وایي چې افغانستان ته د سولې لار پر اسلام اباد تېرېږي او بله لار نشته.

ایران په افغانستان او هم په سیمه کې هیجومینې (Hegemony) سیاست لري او نه غواړي چې د دوی سیمه يیز او نړیوال رقیبان په افغانستان کې د پښو اېښودو ځای ولري. دوی همېشه غواړي چې د افغانستان په داخلي سیاست کې باید خپل لاسپوڅي او ګوډاکیان ولري. د دی مقصد لپاره ایران همېشه د سافټ پاور (Soft Power) یا نرم افزار قوت نه کار اخيستی دی او د فرهنګ، ژبي، دین او کلتور په نوم یې خپل نفوذ زیات کړی دی. که څه هم له تېرو څو لسیزو راپدېخوا ایران له هارد پاور (Hard Power) نه هم کار اخستی دی او مختلفو ډلو ته یې پيسې او سلاوې ورکړې دي، خو په زیاته توګه یې د سافټ پاور پالیسي موفقه وه او حتی د افغانستان له ارګ نه هم محمود احمدي نژاد د کرزي صېب په وخت کې د امریکا پر ضد بیانیه ورکړه. د ایران په سیمه ییزه او له افغانستان سره په دوه اړخیزه توګه پالیسیو کې همېشه له تاکتیکي تغيیر نه کار اخیستل شوی دی اما د دوی اصلي پالیسي چې په سیمه کې د دوی هیجومنې سیاست قوي کړي، کوم ستراتیژیک تغییر د حکومتونو او نظامونو په تغییر سره نه دی راغلی او نه به راشي.

که څه هم د افغانستان پخوانیو حکومتونو یو څه ثابته پالیسي د دواړو ګاونډي هېوادونو په اړوند درلوده خو برعکس د افغانستان حکومتونو په تېرو پنځلس کلونو کې کومه ثابته پالیسي نه درلوده او د افغانستان د پالیسې اصل د دواړو هېوادونو په اړه په عاطفي برخوردونو ولاړه وه. د افغانستان د حکومتونو پالیسي د هوا د حالاتو په څېر وه چې په هر موسم کې یې تغییر مونده.

زما په اند د افغانستان پالیسي اصل همېشه د پاکستان او ایران او هم د نورو هېوادونو په اړوند باید ثابت وي؛ یعنې خپل ستراتیژیک دوستانو او دښمنانو لپاره باید مشخص تعریف ولري او له ټولو هېوادونو سره د افغانستان پالیسي باید په خپل منځیو ګټو ولاړه وي. له تاکتیکي تغیيراتو سره باید تاکیتکي چلند وشي، که څه هم د افغانستان د موجوده حکومت پالیسي له تېر یو کاله نه راپه دېخوا یو څه پر خپلمنځیو ګټو ولاړه ده خو د دې پالیسۍ د دوام لپاره د ولس پوره ملاتړ ته اړتیا ده. متاسفانه د داخلي اختلاف له امله د افغانستان موجوده حکومت او سیاسیون لا تر اوسه د ملي ګټو د پالیسو په اړوند اختلاف نظر لري او حکومت له پالیسو نه څنګه چې لازمه ده حمایت نه کوي. تر اوسه لا د افغانستان ملي ګټې په سمه توګه تعریف شوې نه دي چې ټول ولس او سیاسیون باید له هغو ګټو نه په شریکه دفاع وکړي. که داخلي اختلاف هر څومره زیات هم وي خو د ملي ګټو په خاطر باید د ټولو موقف ثابت وي او څوک چې له ملي ګټو دفاع نه کوي هغوی باید په ټولنه کې تجرید او په ځینو مواردو کې که تخطي جدي وي، د ملي خیانت په نوم اشد مجازات سزا هم باید تطبیق شي.

که څه هم افغانستان ونه شو کړای چې له ۲۰۱۱م کاله راپه دېخوا د نړیوالې ټولنې له موجودیت او ملاتړ له موقع نه په سمه او مناسبه توګه ګټه واخلي او دا طلایي چانس یې یو څه د لاسه ورکړی دی خو اوس هم یو څه فرصت شته دی. که د افغانستان حکومت او سیاسیون سمه لوبه وکړي نو کولی شي چې د دواړو هېوادونو د هیجومني سیاستونو د سیوري نه ځان خلا ص کړي او بالاخره افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 16

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.