ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
20 May 2018 - 14:49
author avatar
20 May 2018 - 14:49

پاکستان له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړې، د دې جګړې له امله افغانستان د پرمختګ له کاروان، لسیزې وروسته پاتې شو او میلیونونه افغانان د دې جګړې قربانیان دي. پاکستان پوځ او استخباراتي شبکه تل په مستقیم او غیر مستقیم د دې جګړې رهبري پر غاړه اخیستې، خو کله داسې هم کېږي چې پاکستان پوځیان او لوړ پوړي جنرالان، عملا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ترڅنګ لیدل کېږي او د افغان پوځ پر وړاندې په جګړو کې مخامخ ونډه اخلي. په تازه پېښه کې پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس یو پاکستانۍ جنرال چې افغانستان ته د روانې جګړې د سمبالښت او رهبرۍ لپاره راغلی و، د افغانستان په قبایلي سیمو  کې د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوی او جسد يي په پاکستان کې د هغه کورنۍ ته سپارل شوی.

دا متقاعد جنرال شاهد عزیز نومېد چې د مخکیني دیکتاتور ولسمشر پرویز مشرف نږدې ملګری و. د راپورونو له مخې شاهد عزیز په دوه زره پنځم کال کې تقاعد ته سوق شو خو په افغانستان کې يي ماموریت دوام درلود. نوموړي په ځلونو افغانستان ته سفرونه کړې او د افغان امنیتي ځواکونو پرضد د وسله والو طالبانو ترڅنګ پاتې شوی.

 دا څه نوې کیسه نه ده چې د افغانستان په روانه جګړه کې پاکستاني جنرالان وژل کېږي او جسدونه يي د پاکستان په پوځي ښارګوټو کې د هغوی کورنیو ته سپارل کېږی. دا هغه څه دي چې رسنیو ته لار پيدا کوي او د وژل شویو جنرالانو د کورنیو لخوا افشا کېږي. د دې ډول کیسو یوه لویه برخه د استخباراتي شبکو د اسرارو په حدودوه کې د رسنیو او خلکو له لید پټه ساتل کېږي. دا د افغان حکومت د هغې ادعا ثبوت دی چې له کلونو راهیسې يي په نړیوالو غونډو کې ویلي چې د افغانستان د روان ناورین ریښه په پاکستان کې ده.

ښايي پوښتنه رامنځ ته شي چې ولې پاکستاني جنرالان د طالبانو ترڅنګ د جګړې لیکو ته را درومي؟  دا په دې مانا ده؛ هغه ترهګریزې شبکې چې د پاکستان د استخباراتو له ملاتړ څخه برخمنې دي، د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې او مخامخ کېدو ظرفیت او توانایي نه لري او نو له همدې امله پاکستان جنرالانو ته اړتیا پیدا کېږي چې د جګړو په لیکو کې د طالبانو ترڅنګ پاتې شي، دوی د جګړې لیکو ته سوق کړي او جنګي پلانونه يي عملن په ساحه کې تطبیق کړي.

په دې ورستیو کلونو کې په نړیواله کچه د پاکستان دوه مخۍ سیاست بربنډ شوی او په خپله پاکستانیان هم په افغانستان کې د دغه هېواد له نیابتې جګړې ستړي شوي او اعتراف کوي چې افغانستان ته د ناورین د صادرولو سیاست او تګلاره، د لاهور، پېښور، کراچۍ او کوټې امن هم له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په دې وروستیو کې د منظور پښتین په مشرۍ د پآکستان په لویو ښارونو کې د دې ادعا ثبوت دی چې د پاکستان عوام خلک د پاکستان د دې نیابتي جګړې دوام نه غواړي. د پاکستان په لویو ښارونو کې د پښتنو په میلیوني مدني خوځښتونو کې په ښکاره د پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان کې د عامو خلکو د وژل کېدو او  روان ناورین اصلي لامل په ګوته شو.

د دغه وضعیت د بنسټیز تغییر په موخه، اړتیا ده، چې د پاکستان پوځ، نور په افغانستان کې د نیابتی جګړې له ترسره کولو سره خدای په امانی وکړی. پاکستان د دغه سیاست په پرېښودو او د افغانستان اقتصاد پر ودې د مثبت رول په ادا کولو سره، کولی شی، د افغانانو زړونه او فکر خپل کړی. د اقتصادی ثبات او پرمختیا په شتون کې، نه هند کولی شی، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروی او نه نورې خپل سرې وسلوالې ډلې. جګړه او وینه تویدنه ده چې ستونزې رامنځته کوی او د هیچا په ګټه نه ده.

د قضیې په اړخ کې د ډيورند کرښې دواړه غاړې ولسونه باید پوه شي چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او هغه وسله والې ډلې چې د اسلام تر سپېڅلي نوم لاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي غولول شوي او دا جګړه د پاکستان د سیاسي موخو لپاره ترسره کېږي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.