ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
17 May 2020 - 11:46
author avatar
17 May 2020 - 11:46

په زده کړیز (تعليمي) سکتور کې د کرونا ویروس له امله زده کوونکي په پراخ ډول اغیزمن شوي دي. د ویروس د لا خپریدو د مخنیوي لپاره عامه ځايونه ( ښوونځي، پوهنتونونه، دولتي ادارات) تړل شوي دي ترڅو خلک په کورونو کې پاتې شي او د ویروس د خپریدو مخه ونېول شي.

د پوهانو له لوري داسې ارزول کيږي چې دا وبا به ډیر اقتصادي زیانونه ولري او د دې ترڅنګ به زده کړیز سکتور باندې هم منفي اغيزې وکړي، د یونسکو له لورې خپاره شوي ارقام ښایي چې د اپريل تر ورستيو پورې ۱.۷۲۵ بلیونه زده‌ کوونکي د ویروس له امله د زده کړیزې پروسې څخه پاتې شوي دي. یونسکو وړاندوینه کوي که چېرې د ویروس خپریدل دوام پیدا کړي دا ارقام به لا نور هم زيات شي.

په نړیواله کچه د‌ زده کړیزو موسسو تړل به د زده کوونکو په زده کړیزه پروسه منفي (همدارنګه غیر مساوي) اغیزې وکړې. زده کړیزه (تعليمي) کچه په ټولو هېوادونو کې يوشان نه ده او د ویروس له امله به پرمختيايي هېوادونه د لويو ستونزو سره مخامخ شي.

افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د سواد کچه یې ډېره کښته ده او زده کړیز سکتور يې د لويو ستونزو سره مخامخ دي، په هیواد کې په ډېره کمه اندازه زده کړیزې زیربناوې شتون لري او د کلونو جګړې وروسته په هیواد کې د روزل شويو ښوونکو او باسواده خلکو کمښت احساسېږي. په همدې حال کې نړیواله ټولنه د دولت سره مرسته کوي چې په هېواد کې ښوونځي جوړ کړي او زده کړیز سیستم کې اصلاحات راولي.

په ۲۰۱۲ کال کې د دولت له لوري شوي څیړنې ښایي چې په هېواد کې د ځوانانو د سواد کچه ۳۴ سلنه ده، دغه ارقام د کليو او ښارونو ترمنځ ډېر زيات توپیر لري، ارقام ښایي چې په کلیو او بانډو کې ۶۳ سلنه نارينه او ۹۰ سلنه ښځينه بیسواده دي. په هیواد کې د کرونا ویروس له امله اقتصاد زیانمن شوي دي چې دا به په مستقيم ډول د هېواد په زده کړیز (تعليمي) سکتور هم اغیزې ولري.

په داسې حال کې چې په هېواد ‌کې زده کړیز سکتور تړل شوي دولت او مربوطه ادارات، د درسي پروسې د بیا پیل او څرنګوالي په اړه کوم‌ مشخص ‌پلان نه لري. په‌ دی ورستيو کې زده کړیز سکتور د ګڼو خنډونو سره مخامخ دي. دا چې د زده‌ کړیز سکتور د تړل کیدو څخه څه باندې یو میاشت تېرېږي اوس دولت اعلان وکړ چې زده کړیزه پروسه به د‌ انټرنېټي او معلوماتي تکنالوژي څخه په استفادې پرمخ یوړل شي.

د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ښوونځيو زده‌ کړیزه پروسه به‌ د راډيو او ټلويزيون څخه په استفادې پرمخ ولاړه شي، د پوهنې وزارت په وینا دغه سیستم په دغه شرایطو کې د زده کوونکو لپاره د زده کړو د جریان یوه ښه وسیله ده، دوي زياتوي چې په دغه برخه کې ستونزې شته او نوموړي وزارت کوښښ کوي چې ستونزې لمنځه یوسي.

ددغه میتود پر وړاندې ډير خنډونه شتون لري چې هغه اړین یې په‌ دی ډول دي، لومړي دا چې په‌ ټول هېواد کې د راډيو او ټلويزيون ارتباط (انتن) شتون نه لري او که‌ چیرته دغه ارتباط شتون هم‌ لري هلته وګړي د بریښنا د نشتوالي سره مخامخ دي. په‌ دويم قدم کې لویه ستونزه دا ده چې دغه میتود د هېواد لپاره ډیر نوې دې ښوونکي په دغه برخه کې د تدریس کافي تجربه نه لري او ښوونکي په دغه برخه کې روزل شوي هم نه دي نو له دې امله ددغه میتود کیفیت ښکته کوي. د دې ستونزو ترڅنګ د هېواد یو ډېر شمېر وګړي په کليو او بانډو کې ژوند کوي دا تر ډیره هغه سیمې دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او په دغه برخو کې زده کوونکي هېڅ ډول اسانتياوو ته لاسرسي نه لري.

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت هم اعلان وکړ چې د پوهنتونونو زده کړیزه پروسه به په انلاين (پرلیکه) ډول پرمخ ولاړه شي، په‌ دي وروستيو کي د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیزې پروسې لپاره يو انلاين (پرلیکه) میتود جوړ کړي چې د HELMS د سیستم په نامه یادېږي او د انټرنټ پر شتون کې به زده کوونکي وکولاي شي چې خپل درسونو ته په منظم ډول دوام وکړي، ستونزه په دې کې ده چې د هېواد ډیر شمیر سیمې د مخابراتي شبکو د خدماتو څخه برخمنې نه دې او زده کوونکي په دغه سیمو کې د دغه سیستم څخه په سمه توګه ګټه نشي پورته کولای. د مثال په توګه زه د هېواد په یوه لري پرته سیمه کې ژوند کوم او د انټرنټ د ارتباط لپاره ۲ کليو متره لرې پرتې سيمې ته ځم، د دې ستونزو ترڅنګ په هېواد کې د انټرنټ د بیو په اړه هم اندیښنې شتون لري ځکه په هېواد کې د انټرنټ بیې ډېر لوړې دې او ټول زده کوونکي په مساوي توګه انټرنټي خدماتو ته لاسرسي نه لري. نورې ستونزې هم شته چې باید ورته پاملرنه وشي په هیواد کې د انلاين (پرلیکه) زده کړو لپاره زیربناوې، تکنالوژیکی وسایل او تجهیزات هم شتون نه لري ترڅو په معیار برابر انلاين زډه کړیز مواد برابر شي.

پورتنيو فکتورونو ته په کتلو سره داسې ارزولی شو چې انلاين (پرلیکه) زده کړې چې د فزیکي (مخامخ) زده کړو لپاره بديل ګڼل کېږي په هیواد کې دومره ژر ښه او يوشان نتیجه ورنه کړي، دولت اړ دي چې کار وکړي او د ټولو زده کوونکو لپاره په مساوي توګه درسي خدمات برابر کړي.

د موضوع د پورته روښانتیا څخه وروسته زما په اند دولتي ادارې، د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت باید لاندې کړنې ترسره کړي. تر ډېره بریده ټول زده کوونکي یو ډول نه یو ډول زیرکو ټلفونونو ته لاسرسي لري پورتني ادارې باید کوښښ وکړي چې نوموړو زده کوونکو لپاره له دې لارې خدمات ارزانه او ټولو لپاره یو شان زمینه برابره کړي، اړينه خبره دا ده چې دولت بايد د مخابراتي شرکتونو سره هماهنګي وکړي او زده کوونکي ته پرته له مصرف څخه زده کړیز مواد په اختیار کې ورکړي.

همدارنګه پورتني نومول شوي ادارات کولې شي له هغه کمپنیو سره قرارداد لاسلیک کړي چې له مخکې ترتیب شوي درسي مواد او کافي اندازه تجربه لري.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نعمان شاداب د زدکړیال مجلی بنسټ ایښودونکی او د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.