ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 Apr 2018 - 15:50
author avatar
30 Apr 2018 - 15:50

افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې په جګړو کې ښکېل دى، لومړى د شمال له ګاونډي هېواد څخه پر افغانستان يرغل وشو، وروسته د ختيځ هېواد پاکستان له خوا له طالبانو سره مرستې او همکارۍ پيل شوې چې د پيل شوې جګړې د دوام لامل شو، ايران هم زموږ يو له هغو ګاونډيانو دى چې افغانان ترې ښې خاطرې نه لري او اوس افغان چارواکي وايي چې دوى هم له طالبانو سره ښې اړيکې لري او ملاتړ يې کوي.

خو زموږ يواځېنى بې ضرره ګاونډى هېواد چين دى چې ګټې يې ډېرې دي، خو ضرر او زيان يې تر اوسه افغانانو ته نه دى رسېدلى. چين د هر افغان په خوله کې دى، داسې افغانه کورنۍ نشته چې د چين جوړ شوي توکي په کې نه وي او له دغه نوم سره لوى او واړه ټول بلد نه وي.

چين او افغانستان ډېرې تاريخي، فرهنګي، اقتصادي او اسياسي اړيکې لري، خو په دې وروستيو کې د ښه ګاونډيتوب تر څنګ په نورو برخو کې هم د افغانستان او چين اړيکې ډېرې پياوړې شوې دي. له کله راهيسې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني پاى ته رسېدلې ده، نو چين د افغانستان په بيارغونه کې هم فعال رول ادا کړى، د دې تر څنګ د افغانستان په کانونو کې د چين پانګونه هم د پام وړ ده.

چين په لوګر کې د مس عينک او په شمال کې د امو دريا حوزې د ګاز پروژه کې هم فعال رول لوبولى او که چېرې دا دواړه کارونه عملي شي، نو نه يواځې افغانستان به پر خپلو پښو ودرېږي، بلکې د افغانانو په ژوند کې هم ژور بدلون راولي. د دې تر څنګ چين په دې وروستيو کې د افغانستان ملي ځواکونو د روزنې او اکمالاتو په برخه کې د پام وړ همکارۍ زياتې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر چې څو ورځې مخکې يې چين ته سفر کړى و، د دواړو هېوادونو تر منځ د بدخشان په پامير سيمه کې د يوې غرنيزې لوا په جوړولو کې يې د چين همکاري غوښتې وه او دا همکاري ځکه ډېره اړينه ده چې په افغانستان کې ٢١ نړيوالې او سيمه ييزې ترهګرې ډلې فعاليت کوي، د افغانستان او چين دښمنان به هڅه کوي چې دا ترهګر چين ته واړوي او د دغه ګاونډي هېواد امنيت هم له ګواښ سره مخ کړي؛ نو ځکه د غرنۍ لوا جوړول اړين او مهم دي چې په دغه کار سره د دواړو هېوادونو امنيت او ثبات ته ګټه رسېږي.

د نورو همکاريو تر څنګ چين د افغانستان د سولې او ثبات په راوستلو کې هم مهم رول لوبولى او له دې وروسته يې هم اړتيا ليدل کېږي. په دې برخه کې چې د افغانستان، پاکستان چين او امريکا تر منځ څلور اړخيزې د سولې غونډې وشوې، نو چين په کې رغنده رول ولوباوه. د دې تر څنګ درې اړخيزې ناستې هم وشوې چې چين، پاکستان او افغانستان سره کېناستل څو د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ښې کړي او سولې ته لاره هواره کړي.

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د افغان- چین اړیکې د نورو کلونو په پرتله ډېرې نږدې شوې؛ ځکه افغان ولسمشر اشرف غني خپل لومړنی رسمي سفر له چینه پيل کړ او د سولې په قضیه کې د چین د مرستې غوښتونکی شو.

دغه راز په ١٣٩٥ لمريز کال کې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله هم چين ته سفر وکړ او د دغه هېواد له چارواکو سره يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړې.

په ۲۰۱۳ کال چې کله په چین کې واک له څلورم نسل څخه پنځم نسل ته انتقال شو، نو “شي جین پینګ” د چین ولسمشر شو. شي جین پینګ داسې مهال چې د چین اقتصادي وده مخ په ځوړ روانه وه، له ځان سره د لویو اقتصادي پروژو طرحې راوړې او د عملي کولو لپاره یې ګامونه پورته کړل. یوه له دغو طرحو څخه د ورېښمو لارې بیا احیا یا بیا جوړونه ده.

د ورېښمو لارې دغه طرحه به له دوو لارو تېرېږي، د وچې او اوبو له لارې.

د وچې له لارې به دغه طرحه له چین څخه پیلېږي، له منځنۍ اسیا او ایران څخه په تېرېدو به منځني ختیځ او اروپا ته رسېږي. افغانستان له پيله هڅه کوله چې د چین په دې طرحه کې شامل کړي، خو اوس یې په عملي ډول له چینايي لوري سره د «یوه سړک یوې کړۍ» هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک او د ورېښمو په لاره کې د افغانستان له ګډون سره به پر افغانستان مثبتې اغېزې وښندل شي؛ ځکه له دې کبله به افغانستان د سیمه ‌ییز تجارت او ترانزيټ پر ډګر بدل شي، په افغانستان کې به د زیربناوو (سړکونو، رېل پټلیو) جوړونه کې پانګونې وشي چې دا به بیا د اقتصادي ضربي تاثیر (Multiplier effect) له کبله د افغانستان پر اقتصاد څو چنده مثبتې اغېزې ولري.

د دې ټولو کارونو تر څنګ په دې وروستيو کې د افغانستان او چين تر منځ په فرهنګي برخو کې هم راشه درشه ډېره شوې ده، هر کال لسګونه افغان ژورنالېستان، فرهنګيان، د پوهنتونونو استادان او د مدني ټولنې فعالان چين ته سفرونه کوي، د چين حکومت او خلک له نږدې ګوري او تجربې سره شريکوي.

افغانان په دې هيله دی چې چين په سيمه کې له خپل ځواک څخه په استفادې سره د افغانستان په سوله او بيارغونه کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

جاوېد هميم کاکړ د ننګرهار ولايت اوسېدونکى دى، په شرعياتو کې يې لوړې زدې کړې، خو له تېرو ٢٤ کلونو راهيسې د ژورنالېزم مسلک پر مخ بيايي، د پژواک اژانس د ولايتي خبريالانو مسوول ايډېټر دى، ددې ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورډ مجلې (افغان کرکټ) مسوول مدير هم دى. تر دې مخکې يې ګڼ شمېر رسنيو سره دندې ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.