ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جرمني هېواد د کولن په ښار کې د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۱ نېټه د افغانستان د ملي تحریک په نوښت په اروپا کې د مېشتو افغانانو له خوا د (افغانستان نن او سبا) تر سرلیک لاندې یو علمي سیمینار رابلل شوی او په منني سره باید ووایم چې د سیمینار سمبالوونکو ماته هم د ګډون بلنه راکړې وه. په سیمینار کې د بحث او مقالو لوستلو لپاره یو شمېر په زړه پورې موضوعګانې ټاکل شوې وې چې د سیمینار له سرلیک سره یې سر خوړ. د سیمینار د موضوعګانو په منځ کې یوه موضوع یې هم (د هېواد د طبیعي زېرمو سمه کارونه) وه، دا چې زه د کانونو او ځمکې پېژندنې د شاګردۍ ویاړ لرم، ومی پتېیله چې په دې برخه کې د هېواد تر ځمکې لاندې طبيعي زېرمو (کانونو) او د هغو د سمې کارونې په اړه لنډ معلومات د سیمینار د ګډونوالو او د دې برخې له مینه والو هېوادوالو سره شریک کړم.

د افغانستان کانونه چې پخوا مې یې هم په اړه لیکنې کړې دي، په دې وروستیو کلونو کې کله ناکله د هېواد دننه او بهر رسنیو د لومړیو مخونو موضوع ګرځېدلې ده، زه یې په دقت څارم؛ دا ځکه چې ما د وظیفوي مکلفیت له مخې د کابل پولي تخنیک انسټیټیوټ چې اوس یو پیاوړی پوهنتون دی، د استادۍ پر مهال له دغو زېرمو سره سرو کار درلود او همدارنګه د کانونو او صنایعو وزارت د کانونو او جیولوجي د سروې ريیس په توګه مې د ټول افغانستان په کچه د کانونو د لټولو او اکتشافي چارو مسوولیت پر غاړه درلود. په همدې خاطر مې سیمینار ته د وړاندې کولو په موخه د دې موضوع په اړه خپل لع تېرو لیکنو څخه په ګټه اخیستلو سره د یوې لنډې لیکنې تابیا وکړه. له دې لیکنې څخه مې موخه دا نه ده چې د افغانستان د کانو په اړه یوه علمي څېړنه وکړم، بلکې غواړم د عامو پوهاویو په کچه د هېواد په نن او سبا کې د هېوادوالو د سوکالۍ لپاره د کانونو رول څرګند کړم؛ البته د دې لپاره چې لیکنه د ټولو لپاره د پوهېدلو وړ وګرځي، زه به کوښښ وکړم چې له بېخي ډېر اړین حالت څخه پرته د دې برخې له پېچلې مسلکي ترمینالوژۍ څخه تېر شم.

کله چې د یوه هېواد د طبيعي زېرمو په اړه خبره منځته راځي، په ظاهره داسې ښکاري چې ګویا دا یوازې یوه اقتصادي موضوع ده او بس، خو دا مقوله باید هېڅکله هم له یاده و نه باسو چې «سیاست د اقتصاد یوه فشرده بڼه ده؛ نو که غواړو یا نه غواړو، مجبور یو چې دې موضوع ته په یوه یا بل شکل له سیاست سره هم تړاو ورکړو.

د افغانستان د کانونو موضوع له ۲۰۱۰ کال راهیسې په کور دننه او یو په بل پسې د نړیوالو رسنیو د مهمو خبرونو سرخط ګرځي. دا خبره هغه وخت راپورته شوه چې د امریکا یوې مشهورې ورځپاڼي چې فکر کوم واشنګټن پوسټ به وو، د زر میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان تر ځمکې لاندې زېرمو د شتون خبر خپور کړ. نوموړې ورځپاڼې دا خبر د پنټاګون (دفاع وزارت) د جیولوجستانو د څېړنو د راپور له مخې چې په افغانستان کې یې په دې اړوند یو لړ کارونه ترسره کړي وو، نشر ته سپارلي وو. هلته لیکل شوي وو چې «د افغانستان غرونه او دښتې یو رښتینی طلایي کان دی، د دغه هېواد تر ځمکې لاندې د نورو مهمو کانونو ترڅنګ په لویه پیمانه د اوسپنې، مسو، کوبالت، طلا او لیتیوم زېرمې شتون لري. لیتیوم یو ډېر ارزښت لرونکی فلز دی چې له هر څه زیات یې په بيټریو کې کارول ورځ تر بلې پراختیا مومي.» په راپور کې دا هم ویل شوي دي، لکه څرنګه چې سعودي عربستان د تېلو په بحر کې لاهو دی او له دې کبله نړیوال شهرت لري، افغانستان به د لیتیومو د استخراج له مخې همدومره شهرت ومومي او د لیتیومو عربستان به شي.

ډېری کتونکي دا د تعجب او حیرانتیا وړ خبره بولي چې پنټاګون د څه لپاره د جنګ په دغه حساس وخت کې دا راپور خپور کړ. همدغې خبرې د څېړونکو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه را وپارول. ځینو لوېدیځوالو څېړونکو دې موضوع ته په عادي ډول یوازې په اقتصادي سترګه وکتل او دا یې له اقتصادي پلوه یو په زړه پورې خبر وګاڼه او له دې لارې یې د موضوع په تبلیغ او خپرولو کې ونډه واخیسته. ځینو بیا د سیاسی موخو په پام کې نیولو سره دا خبره و شنل. ډنمارکي رسنیو هم دلته په ډنمارک کې دا خبره د راز راز سرچینو په حواله پرله پسې واړوله را واړوله؛ د بېلګې په توګه د جیم لېوني په نامه د (ای پي اېس) خبري اژانس یو ژورنالېست وایي چې د دغو کانونو کشف خو د تېرې پېړۍ د اتيایمو کلونو لاسته راوړنه ده چې د شوروي اتحاد کان پېژندونکو په مټ ترسره شوې ده. د نوموړو کارونو پایلې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا د جیولوجیکي خدمتونو د انسټیټيوټ له خوا او همدارنګه د برېتانیا د جیولوجیکي څېړنو په مجله کې هم په ډاګه شوې دي، بیا نو د څه په خاطر په دې وخت کې دومره پام ور اړول کېږي؟ د مارک امبینډر په نظر چې د اتلانتیک په مجله کې یې څرګند کړی دی، دا د پنټاګون د تبلیغاتي لوبو یوه برخه ده چې په دغه وخت کې یې د افغانستان کاني شتمني د نړیوالو رسنیو زيږه سرلیکونه وګرځول.

لکه څرنګه چې یاده شوه، په دې لوبه کې د پنټاګون سره یو ځای لوېدیځوالو هم لویه ونډه واخیستل. ډنمارکي رسنیو هم خپله ونډه ادا کړه او ژورنالېست جیم لیوبي چې په دې ډله کې یې موضوع ته لږ غوندې په ژوره کتلي، د هغه په حواله لیکي چې پنټاګون دا موضوع په دې خاطر رامنځته کړې ده چې له روان منفور جنګ څخه د عامه ذهنیت پام بلې خوا ته واړوي او د دوام لپاره یې له خپلو خلګو څخه یو څه نور فرصت او وخت ترلاسه کړي. دی لیکي: «اخیرنیو ټولپوښتنو وښوده چې امریکایان نور د واشنګټن د هغو پرېکړو ملاتړ نه کوي چې د جنګي حل لارې ته باید دوام ورکړل شي. واشنګټن او د ناټو انډیوالان یې اوس ډېر لږ وخت لري چې خپل خلک پر دې قانع کړي چې د طالبانو پر وړاندې د دوی ستراتیژي اغېزناکه او کاري ده. دی زیاتوي چې د افغانستان د معدني زېرمو په اړه د پنټاګون تبلیغات د دې لپاره دي چې خپلو خلکو ته دا وښيي چې په دې جنګ کې زموږ درانه لګښتونه بېځایه نه ځي او د طالبانو ماتول هم دا ګړۍ یوازې اصلي موخه نه ده، بلکې د افغانستان معدني شتمنیو ته لاسرسی هغه څه دي چې باید په ستراتیژیکي موخو کې له پامه ونه غورځول شي. »

زه په خپله هم سره له دې چې د نوموړي ژورنالېست له دغه نظر سره همږغی یم چې په افغانستان کې د کاني زېرمو شتون څه نوې خبره نه ده او سره له دې چې دا ډار هم راسره شته چې د دغو زېرمو شتون به خدای مه کړه د روان جنګ پر اور باندې غوړي توی کړي، خو خوشبین نظر او اپتیمیزم تل په شر کې خیر لټوي؛ ځکه نو زه په دې کار کې یو مثبت ټکی هم وینم او په دې خاطر یې ګټور بولم چې د نړۍ د پانګوالو پام یې د افغانستان کانونو ته را واړاوه او هغوی یې پر دې باندې ډاډه کړل چې هلته په ر‌ښتیا هم هغه څه شته چې پر پانګې اچونې او لګښتونو باندې ارزي. دا زیرمي که هر څومره سترې هم وي، خو تر څو چې استخراج نه شي، هېڅ ګټه ورڅخه ترلاسه کولای نه شو. د لویو کانونو را ایستل بیا لویې پانګونې ته هم اړتیا لري چې افغاني جنګ ځپلي بودجې لا له بده مرغه تر اوسه پورې د دومره لویو لګښتونو توان نه دی پیدا کړی. د نړیوالو پانګو را ماتول بیا دومره ساده او اسان کار نه دي. نړیوال باید د پانګوني په موخه پر دې باندې ډاډمن کړل شي چې د اړوند کان د استخراج لپاره پانګه اچونه بېځایه نه ده. که ما غوندې د هېواد سلګونه متخصصین هره ورځ په ساعتونو د ټلویزیوني کامرو مخې ته کښېني او زر سوګندونه وخوري او پوره علمي دلایل هم وړاندې کړي چې موږ پریمانه معدني زېرمي لرو، د نړۍ پانګه وال به تر هغه وخته دا ونه مني څو خپل ماهران یې راغلي نه وي او دلته یې اړینې څېړنې ترسره کړې نه وي خو د پنټاګون د جیولوجستانو نظر دوی ته په ټوله معنی د ډاډ وړ دی. که د امنیت له پلوه لږ ډاډ ترلاسه کړي، پانګې اچونې ته لېوال کېږي. لنډه دا چې دا هغه خیر دی چې په روان شر کې لټول کېدلای شي.

دا خبره بیا چې ګویا شوروي ماهرانو دا زېرمي په اتیایمو کلونو کې کشف کړې دي، پر ځای نه ده. دلته دوه خبرې د پام وړ دي چې یوه یې د کان کشف او موندل دي او بله یې په معدن کې د پرتو زېرمو د څومره والي (کمیت) یا مقدار محاسبه ده. زه د اوږدو کلونو لپاره د ټول افغانستان په کچه بې له نفت او ګازو چې د تېلو په ملي موسسې پورې یې اړه درلوده، د نورو ټولو معدنونو لټولو او د ټول هېواد د جیولوجیکي سروې او هایدروجیولوجيکي چارو مسوول وم چې په دې توګه مي هر څه تر سترګو لاندې تېر شوي دي. اتیایم کلونه د شوروي له یرغل (۲۷ / ۱۲ / ۱۹۷۹) وروسته د وطن د ازادۍ لپاره د جنګ کلونه وو. د ۱۹۸۰ له پیل څخه د عینک د مسو پر معدن باندې له کار نه پرته نور نژدې په ټولو ولایتونو کې د جیولوجیکي نقشې اخیستلو (نقشه برداري) او کان پلټنې په موخه زموږ ټول ساحوي کارونه د امنیت د نشتوالي له کبله یو په بل پسې په ټپه و درېدل چې د عینک د معدن د ساتلو خبره زما په نورو لیکنو کې په لږ زیات تفصیل سره یاده شوې ده. له دې څخه پرته د بغلان ولایت په پلخمري کې د کرکر ــ دودکش د ډبرو سکرو پر کان او د غوري د سمنټو فابریکې لپاره د اومو موادو پر څیړلو باندې هم په ټاکلي کچه کارونه روان وو.

د کانونو او صنایعو په وزارت کې د کانونو او جیولوجي سروې د چارو ریاست چې د ۱۹۷۸ کال په پیل کې یې د بېلګي په توګه نژدې ۳۶۰۰ تنه پرسونل درلود، د اتیایمو کلونو په پای کې دا چې د کار ساحه یې ډېره محدوده شوې وه، تشکیل یې نژدي نیمې برخې ته راټیټ شو. په دې شمېر کې هم زیاته برخه هغه مسلکي کسان وساتل شول چې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه یې سندونه درلودل؛ دا هغه مهال وو چې د کابل پولي تخنیک انسټیټیوټ د اړوندي څانګې، د کابل پوهنتون د سیانس پوهنځي د جیولوجي څانګي او همدارنګه د شوروي اتحاد د اړوندو تعلیمي موسیسو یو په بل پسې محصلان فارغېدل چې باید پر دندو ګومارل شوي وای. دا یو ډېر ستونزمن کار وو.

زه پر دې ښه پوهېدم چې دا مسلکي کسان یوه ستره ذخیروي پانګه ده او دا هیله مي هم له لاسه نه وه ورکړې چې یو وخت به د شوروي یرغلګرو ټغر ټول، په وطن کې به بیا ارامي او امنیت راشي او دغه مسلکي پانګه به په کار واچول شي. له بده مرغه مې دغه خیال او خوب رښتیا نه شو، د مسلکي کادرونو د ساتلو په موخه مې کال په کال د غیر مسلکي پرسونل په کمېدو سره د مسلکي تشکیل برخه زیاتوله، له نیکه مرغه د دغه ریاست ټول لګښتونه د دولت د انکشافي بودجې له لارې په پام کې نیول شوي وو چې د پلان په وزارت پورې یې اړه درلوده او هلته زیات شمېر داسې مسلکي کادرونو کار کاوه چې زما د دغو هلو ځلو پر اهمیت پوهېدل؛ ځکه یې نو له بیروکراتیکو جنجالونو سره نه مخ کولم، که چېرې دا لګښتونه د عادي بودجي د لارې وای، نو د مالیې وزارت زوړپالو بیروکراتانو به هېڅکله هم زما دغه موخه درک کړې نه وای.

په دغو کلونو کې مو د مسلکي کادرونو ډېره برخه د دې لپاره چې بېخي بېکاره پاتې نه شي، په هغو کارونو لګیا کول چې ډېر اړین نه وو. البته یو د پام وړ شمېر کسان د کابل په ولایت کې په هایډروجیولوجیکي (د ځمکي لاندې اوبو څیړنه) کارونو، د ساختماني موادو د معدنو د کمیت او کیفیت په څېړلو، جیوفیزیکي کارونو او په یو لړ ډېرو ګټورو کارونو لکه جیو انجینري څېړنو بوخت وو چې د پلان شوو ودانیو او تاسیساتو د بنسټ د فزیکي او میکانیکي ځانګړتیاوو څېړنې یې سرته رسولې. دغه د جیو انجینري کارونه ډېر اړین وو چې د پروژو جوړولو مرکزي انسټیټيوټ (پما) د ادارې په سپارښتنه ترسره کېدل.

په کار ده د ډېرې خوښي په څرګندولو سره ووایم چې د معدنونو او جیولوجي سروې په ریاست کې ډېر صمیمي او وطنپال پرسونل راټول شوی وو چې د مشرتابه کړیو او کارکوونکو ترمنځ په لوړه کچه متقابل احترام او پوهاوی واکمن و. همکارانو مې ستونزې ښې درک کولې او په حل کې یې د زړه له کومې مرسته راسره کوله خو د خاد اجنټانو او په ګوندي لومړي سازمان کې یو څو د ګوتو په شمېر فرصت طلبو او ناځوانه کسانو په خپلو دسیسه بازیو سره بېشمېره ستونزې راته زېږولې. همکارانو مې زیات درناوی راته کاوه او د یوې ټینګي کلا په شان را څخه چاپیر وو چې باید د زړه له کومې یې منندوی و اوسم.

له پورته اړینو یادولو وروسته به راشم د پنټاګون راپور او په هېواد کې د معدني زېرمو د څرنګوالي موضوع ته.

په افغانستان کې د شوروي ماهرانو په مټ د جیولوجیکي نقشې اخیستلو (نقشه برداری) او کان لټولو ډېر کارونه د شپېتمو او اویایمو کلونو په ترڅ کې ترسره شوي دي، نه په اتیایمو کلونو کې لکه د پنټاګون په راپور کې چې یې یادونه شوې ده. د شورویانو د دغه وخت د ترسره شوو کارونو په سلګونو پنډ پنډ راپورونه او بې شمېره اړوند علمي اسناد په انګریزي او روسي ژبو اماده او د کانونو او جیولوجي د سروې ریاست په ارشیف کې ساتل کېدل چې یوه برخه یې د تنظیمي ناورین پر مهال د اور لمبو وخوړل او له نېکه مرغه زیات شمېر یې د وطنپالو انجینرانو او نورو کارکوونکو په مرسته د ډېرو ستونزو په ګاللو سره وژغورل شول او په خیرخانه مېنه کې د ریاست د تخنیکي خدمتونو په څانګه کې چې هغه وخت تر یوې کچې د امن سیمه وه، په خوندي ځایونو کې ځای پر ځای شول. البته د دې جریان کیسه په زړه پورې او د اروېدو وړ ده، خو دا چي اوږده ده او د دې لیکنې د زغم نه بهر ده، ور څخه تېرېږم.

دا خبره اړینه ده او باید یاده یې کړم چې د شپیتمو او اویایمو کلونو په ترڅ د راپورونو او علمي اسنادو له ارشیف پرته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ټولو موجودو تیږو د نمونو ارشیف او همدارنګه دوه جیولوجیکي موزیمونه، یو د کابل په پوليتخنیک انسټیټيوټ کې او بل د مسلخ ترڅنګ د کانونو او جیولوجي سروې ریاست په نوي تعمیر کې جوړ شول چې دا ټول د تنظیمي غوبل پر مهال د مجاهدینو په نامه د ورانکارو ډلو له خوا چور او له منځه ولاړل. له دې ټولو پرته د راپورونو د ارشیف یوه یوه کاپي په تاشکند او مسکو کې هم ساتل کېده چې تر دا اوسه پورې هلته خوندي پاته دي. دا خبره ځکه په ټینګار سره د یادولو وړ بولم چې افغان اوسني چارواکي او د کانونو وزارت باید ورباندې خبر و اوسي. د اړتیا پر مهال کېدلای شي د راپورونو د ارشیف هغه برخه چې تنظیمي چپاول وهلې ده، رسماً ترېنه وغواړي. ښایي په دغه خبره باندې له ما او یو څو تنو د ګوتو په شمېر کسانو پرته چې په دغې دنده یې کار کړی، نور څوک نه وي خبر. هیله ده د کانو وزارت د اړتیا پر مهال دغه امکان په پام کې ولري.

دویمه خبره چې د پنټاګون په راپور کې پر ځای نه ښکاري؛ هغه دا ده چې د معدني زېرمو د یادولو سرچینه دوی په خپل راپور کې همدغه د شوروي کارپوهانو له خوا لیکل شوی راپورونه یاد کړي دي؛ دا ځکه چې د راپورونو زیاته برخه د بېلابېلو سیمو د جیولوجيکي څرنګوالي او جیولوجیکي نقشو په اړه دي، نه د کانونو د زېرمو. د یادونې وړ ده چې د معدن د پیدا کولو لومړۍ مرحله د سیمې د جیولوجیکي نقشې اخیستل دي. د جیولوجیکي نقشې پر مخ د ځمکې د قشر داخلي جوړښت، د طبقو (لایو) شکل، د تیږو منرالي ترکیب، د هغوی عمر او د منځته راتلو منشا‌ء او نور اړین معلومات ښودل کېږي. د همدې نقشې له مخې یو جیولوجیست کارپوه کولای شي په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو معدنونو د شتون اټکل وکړي او بیا هلته ولاړ شي، خپله پوهه او د کان لټولو میتودونه په کار واچوي چې دا بیا د کار دویمه مرحله ګڼل کېږي. که معدن پیدا شو، نو درېیمه مرحله به یې اړوندو مېتودونو سره د کان د زېرمو محاسبه او د څومره والی (کمیت) تثبیتول وي. په څلورمه مرحله کې باید د کان تخنیکي ـ اقتصادي څېړني ترسره شي. که چېرې څلورمه مرحله بریالۍ وه او زېرمي کافي وګڼل شوې، نو پنځمه مرحله پیلېږی چې د کاني موادو را ایستل او استخراج دي. کېدلای شي مارکیټنیګ یې شپږمه مرحله وبولو.

 د اویایمو کلونو په اوږدو کې د افغانستان ټوله ځمکه د یو پر پنځه سوه زره ( ۱/۵۰۰۰۰۰ ) په مقیاس جیولوجیکي نقشې و پوښل چې دا دهغه وخت یوه ډېره ستره لاسته راوړنه وه؛ دا ځکه چې تر دې وخته پوري د افغانستان نورو ګاونډو هېوادونو له ایران، پاکستان او هند د خپل ټول قلمرو لپاره په دغه مقیاس جیولوجیکي نقشه نه درلوده. په ۱۹۸۰ کال په پاریس کې د جیولوجستانو په نړیوال کانګرس کې ما د افغانستان د استازي په توګه دغه نقشه په ډېر ویاړ سره وړاندې کړه چې ګډونوالو ته په نه منونکي ډول په زړه پورې وګرځېده؛ ځکه دوی په افغانستان غوندې وروسته پاته هېواد کې د داسې یوې نقشې درلودو فکر هم نه شو کولای. له نوموړې نقشې سره یوځای د ټول هېواد په کچه په همدغه مقیاس د معادنونو نقشه هم له چاپه ووته. د دغو دواړو نقشو تفصیلي معلومات هم په روسي او انګریزي ژبو چاپ شول. دا چې د معدنونو نقشه مو هغه مهال د محرمو اسنادو په ډله کې راوستې وه، په همدې خاطر مې له ځان سره د پاریس کانګرس ته یو نه وړه خو په خپلو څرګندونو کې مې د هغې د شتون خبره یاده کړه. د کانونو د نقشې دا مقیاس که د ټول هېواد په کچه لوی مقیاس دی خو د یوه ځانګړي معدن د څیړلو لپاره بیا ډېر وړوکی او کاري نه دی. معدني سیمه باید له دې نه په ډېر لوی مقیاس سره یانې یوپر لس زره ( ۱/۱۰۰۰۰ ) څخه تر یو پر زر ( ۱/۱۰۰۰ ) مقیاس باندې وڅېړل شی چې کله کله لا له دې نه هم و لوی مقیاس ته اړتیا لیدل کېږي. له دغو دوو نقشو سره زما ډېري خاطري تړلې دي چې کاشکې یې د یادولو موقع یو وخت په لاس راشي.

زما په ګومان همدغه د معدنو نقشه وه چې پنټاګون یې له مخې خپل راپور ترتیب کړی دی. تر ټولو د خوښۍ خبره لا دا ده چې د نوموړې نقشې پر بنسټ د پنټاګون په راپور کې د یادو شوو کانونو په ګډون د مندلیف د دوره ای جدول د نژدې ټولو عناصرو شتون څرګند شوی دی. که څه هم په خپله دا کار په راتلونکي کې د هېواد د لوړ اقتصادي پوتنشیال یو نېکمرغه زېری دی، خو د معدن په توګه د دغو ټولو عناصرو یادول لا تر اوسه د وخت نه وړاندي خبره ده. راشئ وګورو چې معدن څه ته وایي او ایا د هر عنصر ښکاره کېدل د معدن د شتون معنا ورکوي؟

د افغانستان د معدني زېرمو په قانون ( ۱۹۹۳ کال ) کې چې د جوړوونکي کمېسیون مشري یې تر لویه بریده زما پر غاړه وه، معدن (که څه هم دا ګړی زما ټکي په ټکي په یاد نه دی او هغه قانون هم اوس په بله بڼه د ازاد بازار په ګټه د هېواد له تقنیني دود سره په نا انډول ډول تعدیل شوی دی) په ټولیز ډول داسې تعریف شوی دی: معدن د اړتیا وړ منرالونو، تیږو (ډبرو)، مایع او ګازي موادو هغه شتون دی چې په طبيعي ډول د ځمکې د قشر په یوه برخه کې سره راغونډ شوي او د بشپړ مقدار کچه یې دومره وي چې په اقتصادي لحاظ د را ایستلو (استخراج ) په لګښتونو و ارزي.

په ټولیز ډول هم دغه د معدن تعریف دی. د لوړ تعریف له مخې د یوه عنصر شتون که هر څومره قیمتي هم وي او د لخ دغه تعریف سره سر ونه خوري، يعني استخراج یې اقتصادي تمام نه شي، معدن ورته ویلای نه شو، د بېلګې په توګه که په یوه پراخه سیمه کې د لسګونو ټنو طلا شتون محاسبه شي او اقتصادي ـ تخنیکي څېړنې و ښيي چې د طلا د دغو زېرمو پر را ایستلو باندې دومره لګښت راځي چې دغه استخراج شوې طلا یې جبرانولای نه شي، بیا نو د اوسني تخنیکي پرمختګ په پام کې نیولو سره دغو لسګونو ټنو طلا ته معدن نه شو ویلای.

تر هغه ځایه چې زما یاد دی، د اتیایمو کلونو له پیل څخه او د شوروي له خوا د افغانستان تر اشغال پورې د هېواد په شمال کې د لاجوردو، ګازو، تېلو، د خوړو مالګې، ډبرو سکرو او یو لړ ساختماني موادو او یو شمېر نورو وړو کانو صنعتي زېرمې، په لوېدیځ کې د هرات د مرمر او رخامو، په مرکزي برخو کې د حاجیګګ د اوسپنې کان، په جنوبي او ختیځو سیمو کې د هلمند د یورانیمو (خانشین )، مرمر او رخامو کانونه، د جګدلک د یاقوتو، د ننګرهار په ماماخېلو کې د تالک، په لوګر کې د کرومایټو، د غزني په زرکشان کې د طلا او په پنجشېر کې د زمرودو د کان زېرمې تثبیت شوې وې.

د عینک د مسو کان یوازېنی معدن دی چې اکتشافي کارونه یې د کشف (۱۳۵۳ کال) سره جوخت په ۱۳۵۴ کال پیل او د زېرمو ډېره برخه یې د اشغال په کلونو کې محاسبه او تثبیت شوه. د دغه معدن د کشف د کیسې په تړاو زما یوه خاطره ډېره په زړه پورې ده، انشاالله که مې فرصت پیدا کړ، یو وخت به یې تر لوستونکو پورې ورسوم. البته دلته په لوړو کرښو کې یوازې د هغو معدنونو یادوونه شوې ده چې د زېرمو پر ارزونې باندې یې تر لویه بریده اړین کارونه ترسره شوی دي. د دغه وړاندې شوي لېست پر بشپړتوب ټینګار نه کوم.

د نوموړو کانونو له ډلې د حاجیګګ د اوسپنې کان د اسیا تر ټولو لوی او په نړیواله کچه یو د لومړیو لویو معدنونو په کتار کې راځي او د عینک د مسو کان د نړۍ د څلورو سترو کانو په ډله کې پروت دی. د شمال د ګازو زېرمې سترې دی او د ډبرو سکرو زېرمې د هېواد د اړتیاوو بسنه کوي. د هغه وخت د ارزونو او محاسبې له مخې په افغانستان کې د تېلو زېرمې له بده مرغه ډېرې وړې وې چې د نننۍ اړتیاوو وړه برخه هم نه پوره کوي. خدای دې وکړي چې نوو څېړنو په دې هکله نوې هیلې را ټوکولې وي.

د پورته یاد شوو معدنونو پرته یو لړ نور واړه معدنونه هم وو چې زېرمې یې تر یوې کچې محاسبه شوې وې، لکه د نورستان بیروج، د غور سرب، جست او سیماب، د غوربند بیرایټ، د هرات د ډبرو سکاره، مس، قلعي، ګچ، مالګه او بیرایټ، د اروزګان فلورایټ او شامقصود، د بدخشان اوسپنه او طلا، د لوګر ازبست، ګرافیت او په دربند کې مس، د زابل مس او المونیم، د کندهار په دره نور کې سرب او جست او په خاکریز کې طلا، د فراه قلعي، د کونړ بیریل، د بلخ په البرز کې سلفر، د کابل په ماهیپر کې شامقصود، د خوست کرومایټ او د پکتیا په میرزکه کې طلا. ځیني نور د وړو معدنو څرګندویه نښې هم وې چې په یادولو نه ارزي.

لکه څرنګه چې می یاده کړه د شورویانو له خوا له اشغال څخه وروسته ټول هېواد د جنګ په لمبو کې راګیر شو، نه یوازې دا چې په اتیایمو کلونو کې نوی کان پیدا نه شو، بلکې پر هغو پخوانیو پیدا شوو معدنو باندې هم کار په ټپه ودرېد. له دې خبرې څخه هم سترګې نه شو پټولای چې د افغانستان د کانونو په کشف کې چې څومره شوروي ماهرانو کار کړی، بل هېڅ هېواد به هم په یوازې توګه دومره کار ونه کړي. د همدغه ډول کارونو له مخې خلګو ورته د دوستۍ غېږه پرانیسته، خو د کرملین لنډغر او عاقبت نه سنجوونکو واکمنانو هغه څه وکړل چې هم یې زموږ په هېواد کې د سترې غمیزې اور بل کړ او هم یې په دې داو کې خپله لویه امپراتوري له لاسه ورکړه.

د پنټاګون په راپور کې یوازې د جنوبي سیمو د معدني زېرمو ارزښت یو میلیارډ ډالر ښودل شوی دی چې هغه مهال د افغانستان د کانونو او صنایعو وزیر بیا د هېواد د معدني زېرمو ارزښت درې میلیارده ډالر یاد کړ. زما په نظر دا دواړه رقمونه دقیق نه دي؛ دا ځکه چې:

۱ــ په اړوندو سیمو کې د ټولو کشف شوو عناصرو شتون لا تر اوسه د معدن نومولو تر کچې څېړل شوي نه دي.

۲ ــ پر نوموړو معدنونو باندې اقتصادي ـ تخنیکي څېړنې ترسره شوې نه دي. زه باور لرم که د افغانستان طبيعي معدني زېرمې که په دقیق ډول د نوو مېتودونو او پرمختللي تخنیک پر مټ وڅېړل شي او دغو موادو ته د نړیوالو ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړتیا او د قیمتونو یو په بل پسې جګوالی په پام کې ونیول شي، کېدای شي چې ارزښت به یې له دې نه هم زیات وي، په هر حال یاد شوي رقمونه لا تر اوسه دقیق بللای نه شو.

د امریکایانو په راپور کې د یاد شوو کانونو د ذخیرو د محاسبې په اړه باید ووایم چې د رسنیو د معلوماتو له مخې امریکایي کارپوهانو د شوروی جیولوجیستانو له خوا د لیکل شوو راپورونو تر لوستلو وروسته پر ډېرو اړوندو سیمو باندې څېړنې د الوتکو پر مټ له هوا څخه ترسره او بیا یې پرمختللي ټکنالوجي هم له هوا څخه په کار واچوله او دغه معدنونه یې په درې اړخیز (سه بعدي) ډول وڅېړل. ښایي د پنټاګون له خوا خپور شوی راپور به د همدغو وروستیو څېړنو پایله وي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د دې ډول څېړنو د لارې د معدنونو په هکله ډېر اړین معلومات ترلاسه کېدلای شي مګر تر هغه ځایه چې زه د جیولوجي د یوه شاګرد په توګه پوهېږم، دغه څېړنې سره له دې چې اړینې دي خو بشپړې او کافي نه دې. د معدن د زېرمو دقیقه محاسبه تر دې ټولو برسېره و، ځای په ځای نېغ په نېغه کار، کیندنو او حتی برمه کاریو ته اړتیا لري چې دغه کار لا تر اوسه نه امریکایانو او نه هم د دوی نورو ايتلافي انډیوالانو ترسره کړی. که زېرمې په علمي مېتودونو سره دقیقې محاسبه نه شي، بیا یې نو مقدار یوازې د اټکل په کچه یادولای شو. کېدلای شي دا اټکل تر ډېره واقعیت ته نژدې وي خو پانګه وال پر اټکل شوي مقدار باندې و پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

لکه څرنګه چې مې په پیل کې یاده کړه، د افغانستان د جیولوجیکي نقشې له مخې د هېواد د خاورې تر ځمکې لاندې جوړښت لوړ معدن زېږوونکی پوټنشیال لري، که چېرې دا پوټنشیال د نوي پرمختللي تخنیک پر مټ وڅېړل شي، احتمالي موجود کانونه کشف او د کشف شوو کانونو د زېرمو په محاسبه کې له پرمختللې ټکنالوجۍ څخه کار واخیستل شي، په هېواد کې د جنګ لمبې مړې شي او د ډیموکراسۍ ترڅنګ د قانون ډیکتاتورۍ واکمنه شي، د اقتصادي مافیا او نورو زورواکو ټوپکیانو لاسونه پرې شي، فساد ته مرګ موش ورکړل شي او د کانونو له لارې ترلاسه شوې پانګه د یوه منظم علمي پلان له مخې د هېوادوالو د سوکالۍ په چارو کې ولګول شي، نو بې له شکه کېدلای شي چې تر ځمکې لاندې زېرمو او سرچینو له برکته د افغانانو لپاره خپل هېواد د ځمکې پر مخ جنت جوړ کړل شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 211

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.