ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
13 Aug 2017 - 09:07
author avatar
13 Aug 2017 - 09:07

له تېرو دوو میاشتو راهیسې واشنګټن په ډېره چټکۍ سره کوښښ کوي چې د افغان ماموریت سرنوشت معلوم کړي، په لومړیو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته پوره صلاحیت ورکړ، څو د افغانستان روان ماموریت وڅېړي او په خلاص لاس کولی شي د جګړې د ستراتیژۍ په اړه پرېکړه وکړي.

د امريکا دفاع وزارت هم  له  یو لړ  بدلونونو سره سره د څلورو زرو اضافي سرتېرو د لېږد سپارښتنه وکړه، هغوی داسې فکر کاوه چې ټرمپ به د دغې پرېکړې سره هېڅ ستونزه ونه لري او ډېر ژر به د نورو سرتېرو لېږد پیل کړي، خو په سپینه ماڼۍ کې حالات بل ډول شول او د پنټاګون له سپارښتنو خوښ نه برېښېدل.

 د جولاى په ۱۹ مه نېټه ټرمپ له خپلو امنیتي سلاکارانو څخه په یوه ناسته کې پوښتنه وکړه چې ولې امریکا له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې اوس هم په جګړه کې بوخته ده او د ختمېدو هېڅ څرک یې نه لیدل کیږي؟ په دغې ناسته کې د دفاع وزیر جیمز مټیس او د پوځ مشر جنرال ډانفورډ له ټرمپ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال نیکولسن له دندې لرې کړي او پر ځای یې بل وړ جنرال ولېږي، همدارنګه ټرمپ د جنګي لګښتونو په بدل کې د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه چې شاوخوا ۱ ټریلیون ډالره ارزښت لري، هم خبرې وکړې.

د بلک واټر  امنیتي شرکت د پخواني مشر سپارښتنې:

 د بلک واټر شرکت پخواني مشر ایریک پرینس تېره اوونۍ سپینې ماڼۍ ته د جګړې د شخصي کولو لپاره پروپوزل ولېږه.

 هغه وايي،   ۵۵۰۰ قراردادي سرتېري او ۹۰ جنګي الوتکې چې د افغان سرتېرو مشورتي، روزنیز او حمایوي ماموریت به پر مخ وړي ډېره اغېز لرونکې پالیسي ده. که څه هم د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر او د دفاع وزیر جیمز مټیس د جګړې له شخصي کولو  چندان خوښ نه ښکاري، خو د ټرمپ یو شمېر نور سلاکاران او په ځانګړي ډول د ولسمشر  لپاره  د ستراتيژي جوړولو د ډلې مشر سټیف بینان وايي چې د افغان ماموریت له  شخصي کولو سره علاقه لري او په دې اړه خبرو ته چمتو دی.

د وایسرای ډوله جګړې بېلګه :

د بلک واټر شرکت پخوانی مشر ایریک پرنس وايي چې د تېرو شپاړسو کلونو په اوږدو کې افغان جګړه په خلاص مټ نه ده اداره شوې او وخت ناوخته  قوماندانان او سفیران بدل شوي دي او د دندو په وخت کې  د سیاسي پرېکړو او پالیسیو له امله ډېرى  فعالیتونه یې  زيات اغېزناک نه وو.

 هغه وايي چې که څه هم افغانان د کالونۍله نوم څخه بد وړي، خو دا جګړه باید د وایسرای له خوا اداره شي، وایسرای چې پخوانۍ برېتانوي اصطلاح ده او په برېتانوي کالونیو او د استثمار سیمو کې یې د خپل نماینده په لاس ټولې چارې سمبالولې او پرېکړې به هم د وایسرای له لوري کېدلې، ایریک پرینس وايي، افغان جګړه باید داسې څوک رهبري کړي چې سیاسي پالیسیو او تګلارو ته ډېر غوږ نه نیسي او په خلاص مټ پرېکړې وکړي.

 همدارنګه د دغه شرکت پخوانی مشر وايي چې که ماموریت دوی ته وسپارل شي امریکا ته به دا جګړه په ډېر لږ قېمت تمامه شي، امریکا سږ کال په افغانستان کې د ۴۰ بیلیونه ډالرو جنګي لګښت  اټکل کړی چې دا شرکت به ترې یواځې د کال ۱۰ بیلیونه ډالر  وغواړي.

بلک واټر څوک دي :

دا شرکت چې بنسټ یې د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو یوه متقاعد سرتېري ایریک پرینس ايښى په لسګونه زره د ځانګړو ځواکونو پخواني ریزرف سرتېري لري، دوی په تېرو کلونو کې په افغانستان او عراق کې یو شمېر امنیتي قراردادونه هم درلودل چې خلکو ترې ډېرې بدې خاطرې درلودې، په بغداد کې د ملکي وګرو په وژنه او د ولسي وګړو په منځ کې د لاسي بمونو په غورځولو هم تورن وو ، همدا لامل شو چې د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت د دغه شرکت د فعالیت جواز هم لغوه کړ.

د ټرمپ له کابینې سره د بلک واټر د پخواني ريیس اړیکې:

د  ټرمپ د کابینې یوه غړې میرمن ډیواس بیټسي چې د امریکا د پوهنې وزیره ده د بلک واټر د شرکت د پخواني ريیس ایریک پرنس خور ده او د هغې له لارې یې په سپینه ماڼۍ کې هرې خبرې ته غوږ نیول کیږي، که څه هم سپینې ماڼۍ د بلک واټر د جګړې خصوصي کولو طرحې ته د هو او نه ځواب نه دی ویلی، خو داسې ښکاري چې حکومت روانه جګړه نیمايي یا یې درېیمه برخه خصوصي شرکت ته ورکړي.

ګټې او زيانونه:

که جګړه د بلک واټر شرکت ته وسپارل شي ماموریت ممکن له ځانه سره ګټې او زيانونه ولري، د پلان له مخې هغوی به ټوله جګړه د روزنیز او مشورتي ماموریت په نوم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له منځه کوي، په الوتکو او نورو جنګي عرادو به د افغان پوځ نښان او نومونه لیکل شوي وي، د بلک واټر قراردادیان به د افغان پوځ یونیفورم اغوندي، که جګړه په سم ډول روانه وه افغان ځواکونه به ډېر پیاوړي شي او د لږ وخت په تېرېدو سره به بلک واټر سیمې له طالبانو پاکې کړي.

 خو په بلک واټر څوک دا اعتبار نه لري چې ګواکې جګړه به په شریفانه ډول مخته یوسي کنه یو بل سرخوږی به راوټوکوي، د افغان پوځ نښان لرونکې الوتکه چې د بلک واټر سرتېري په کې سپاره وي او ولسي مرګ ژوبله واړوي د افغان سرتېرو لپاره به په ډېر لوی قیمت تمامه شي، دا چې د بلک واټر په شتون کې د ولسي مرګ ژوبلې چانس هره دقیقه شته، ځکه هغوی به د کومې سیاسي او مسوولیت لرونکې قوماندې پرته پر هر حال جګړه مخته بوځي او د هېچا پروا به هم نه کوي، د بلک واټر د تېرو تجربو له مخې ممکن د ولسي مرګ ژوبلې ګراف د بل هر وخت په پرتله  لوړ شی، همدانګه که له  جګړې سره د یوې امریکايي کالونۍ او وایسرای په څېر قومانده شي ممکن افغان حکومت او ولس ورسره ډېرې ستونزې ولري او بیا به د شته حساسیتونو له امله افغان حکومت او خلک د جګړې له دې ډول سره بېخي مخالفت وښيي، همدارنګه دا به طالبانو ته په جنګي مورال کې د لوړوالي سبب شي.

قانوني ستونزې:

په ۲۰۰۷ م کال کې د بلک واټر شرکت څلور قراردادي سرتېري په عراق کې د ۱۴ ولسي وګړو په وژلو  محکمې پړه پېژندلي وو،  تېره اوونۍ د امریکا یوې فدرالي استېناف محکمې د سیمه يیزې محکمې پخوانۍ پرېکړه  رد کړه او د ټولو قراردادي سرتېرو دوسیې یې د دویم ځل څېړلو لپاره محکمې ته بېرته ولېږلې، که څه هم د بلک واټر په نوم دا شرکت د امریکا له حکومت سره د اوس لپاره رسمي راجستر نه دی، خو همدا شرکت له ۲۰۰۷ کال راهیسې چې کله د خبرونو د سر ټکی شو خپل نوم د بلک واټر یو-ایس-ای څخه د بلک واټر ورلډوایډ (نړیوال بلک واټر) ته بدل کړ، په ۲۰۰۹ کال کې یې شرکت د ایکس ايي خدماتو په نوم کړ، بیا یې خپل نوم د اکاډمي او وروسته د کانسټیلیس هولډینګ په نامه دى چې تر اوسه په همدې نوم د فعالیت جواز لري.

قضايي مصؤنیت :

د افغانستان او امریکا تر منځ په شوي تړون کې یواځې امریکايي پوځیان په افغانستان د عدلي او قضايي تعقیب څخه خلاص دي، د امنيتي او دفاعي همکاریو تړون د ۱۳مې مادې د شپږمې فقرې په اساس نظامي قرادادیان په افغان محکمو کې د قضايي پروسې لاندې نیول کیږي او قضايي مصؤنیت نه لري، که چېرې روانه جګړه شخصي شي ممکن امریکا او افغان حکومت په دې اړه خبرې اترې پیل کړي، تر څو نظامي قراردادیانو ته هم قضايي مصؤنیت ورکړي، ستونزه یواځې په قضايي مصؤنیت کې نه ده هلته په کور دننه امریکا کې هم داسې قانون شته چې حکومت نه شي کولی د قراردادیانو په واسطه یوه جګړه پر مخ بوځي.

ایریک پرنس چې ویل کیږي د بلک واټر په نوم د شرکت د فعالیت جواز لا هم نه لري، خو خپلې سپارښتنې او پروپوزل یې په دوبۍ کې د خپلې یوې امنیتي کمپنۍ  لینکاسټر ۶ په نوم سپینې ماڼۍ ته لېږلى دى، که قرارداد ورکول شي ممکن د بلک واټر په نوم د فعالیت جواز یې بېرته فعال شي یا به د دوبۍ په لینکاسټر۶ نومې شرکت خپل فعالیتونه کوي.

افغان حکومت باید څه وکړي:

بلک واټر یا ایریک پرنس د خصوصي امنیتي شرکتونو کې تر ټولو منفورترین او سرغړونکی شرکت دی چې په عراق او افغانستان کې یې قراردادي عسکرو ډېرې تېروتنې کړې دي، د هغوی د تېروتنو پړه د امریکا حکومت ته هم په رسمي ډول نه شي راجع کېدلی که هر ډول ماموریت په مخ بوځي همدومره به وي چې حکومت به یې قرارداد لغوه کړي، نړیوال بیا امریکا هم لکه د رسمي سرتېرو په څېر نه شي ملامتولی، نو افغان حکومت ته په کار ده چې دا جګړه نوره تجارتي نه شي او د امکان تر حده ورسره د جګړې د شخصي کېدلو مخه ونیسي زه ډاډه یم هغه پیسې چې امریکا یې هر کال په افغانستان کې لګوي که په همدې ورته د هوايي ځواک او نور اړین تجهیزات او عصري وسایل  واخيستل شي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په یوازې ځان له ټولو ډېر ګټور ثابت شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بشیر صافی په متحده ایالاتو کې د افغان کلتوري مرکز مشر دی. نوموړی د امریکا په اسپین پوهنتون کې د کورني امنیت او تروریزم  برخه کې خپلې زده کړې کوي، په ملي امنیت، دفاعي چارو او د معلوماتي عملیاتو په برخه کې لیکنې کوي، د لیکوال لیکنې د نوموړي شخصي دریځ دی او د افغانستان یا متحده ایالاتو د حکومتونو یا یې د کومې سیاسي نماینده ګۍ د رسمي نظر استازيتوب نه کوي. 

د اړیکې لپاره کولی شئ په ټویټر @BashirSafiAFG او  [email protected] بریښنا لیک له لارې ورسره تماس نیولی شئ.   

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.