ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 Jan 2018 - 14:58
author avatar
30 Jan 2018 - 14:58

د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۲۴ زېږديزکال کې د وخت پاچا امیر امان الله خان  له خوا جوړ شوى. دغه هوايي ځواک او الوتکې د کورنۍ جګړې په وخت کې د بچه سقاو له خوا په کال ۱۹۲۸زېږديز کې ويجاړ شو. په ۱۹۶۰ زېږديز کال کې دمیک ۱۵  الوتکې افغانستان ته ولېږدول شوې او په ۱۹۷۷ زېږيز کال کې چکسلواکیا دایرول -39الباتروس الوتکې د افغانستان هوایي ځواک ته ورکړې. په ۱۹۸۰ کال کې د افغانستان د پوځي الوتکو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېد. د افغانستان د جګړې په وخت کې روسي پوځ افغانستان ته عصري بریدګرې چورلکې ولېږلې. روسي پوځ له  میل مۍ  ۲۴ چورلکو څخه د مجاهدینو د منځه وړلو لپاره ترې کار اخیست. روسي پوځ په دې جګړې کې ۳۳۳ چورلکې له لاسه ورکړې.

د شوری اتحاد له یرغل څخه روسته اوپه تېره بیا دډاکترنجیب الله دحکومت په دروان کې افغانستان یوداسې پیاوړى هوايي ځواک درلوده چې په سیمه کې يې سارى نه درلوده. افغان هوايي ځواکونو په سلګونو جیټ جنګې الوتکې درلودې چې په ورځنۍ پرمخ تللې ټکنالوجۍ سمبالې وې، همدارنګه په سلګونو چورلکې ، ترانسپورټي الوتکې هم دلته موجودې وې. ولې بدبختانه دویلوده  کله چې دشوري یرغلګر ځواکونه له هېواده دافغان پیاوړي ملت په مرسته وشړل شول اوداخلي جنګونه پيل شول، نو دنورو بدبختیو ترڅنګ چې ددې هېواد خلکو ولیدې یوهم دهوایي ځواک ویجاړتیا وه چې مغرضو ګاونډیانو ته يې دښکاره مداخلې چانس ورکړ، کله چې دامریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه دملګرو ملتونو دامنیت شورا په پوره همغږۍ افغانستان ته راغلل اوکرزی واک ته ورسېد، نو داسې کومه طرحه يې په خپل حکومت کې جوړه نه کړاى شوه چې د هېواد اساسي برخه هوايي ځواک ورغوي.

اوس راځو دې ته چې ایا د ولسمشر غني حکومت افغان هوايي ځواک ته په تېره لنډه دوره کې چې تقریبا درې کاله کیږي داسې څه وکړل چې له تېرو حکومتونو سره يې توپير درلوده اوکنه دنوموړي حکومت هم دتېر په څېر هوايي ځواک ته ځانګړې طرح نه درلوده.

هغه څه چې دولسمشرغني په مشرۍ نوي حکومت په ټولو برخو کې ولي خاصت دهوايي ځواکونو په برخه کې ترسره کړي په لاندې ډول خلاصه کوو.

  1. د ولسمشر غني یوانتخاباتې شعار هم داو چې ترهغه چې افغان هوايي ځواکونه په پښو ونه دریږی، نو موږ له موجوده تحمیلي جګړې سره مقابله په اسانۍ سره نه شو کولى، نو پرهمدې بنسټ يې یوه څلورکلنه طرحه رامنځ ته کړه چې اوس دعمل په درشل کې ده.
  2. دولسمشرغني حکومت د یوې ځانګړې او کارا پالیسۍ پربنسټ چې مخکې له مخکې یې جوړه کړې وه ، وشواى کولى خپل خارجي دوستان دې ته قایل کړي چې پرافغان هوايي ځواک سرمایه ګذاري وکړي.
  3. له تېرې بدبخته جکړي څخه وروسته افغان هوايي ځواک په لومړي ځل د یوه داسې رادار درلودونکى شو چې د هېواد په هره سمیه کې به دمشکوکو او مغرضو ګاونډیانو دالوتکو څارنه کوي چې داکار د ولسمشر غني د حکومت لاسته راوړنه بولم
  4. په لومړي ځل امریکا اوناټو مشرانو د ولسمشرغني کارا او رغنده طرحې قبولې کړې او ویې پتیله ترڅوافغان هوايي ځواک پر پښو ودروي چې د ام ۳۵ او نورو څرخې الوتکو ورکړه يې ښکاره بېلګه ده
  5. تر ۲۰۲۳ کال به دامریکا متحده ایالات افغان هوايي ځواک ته ټولټال ۱۵۹بلک هاک جنګي اوترانسپورټي الوتګې چې داوسني عصر ماډرن ترین او په عصري ټکنالوجۍ سمبالې  دي ورکړي.
  6. همدارنګه امریکا متحده ایالاتو د چریکي جنګونو د مهارولو لپاره افغان هوایي ځواک ته دM-35  سپکې الوتکې ورکړي چې د چريکي جګړې  پرمهال په ډګر کې ډیرې مثبتې او ګټورې تمامې شوې دي.
  7. امریکا اومتحدینو يي دچریکي جکړې د مهارلو لپاره دسپور ټوکانو الوتکې چې په لرې ویشتونکو راکیټونو سمبالې دي هم په داسې حال کې افغان حکومت ته تسلیم کړي چې د ولسمشرغني سره یوځانګړي تفاهم ته ورسېدل .
  8. کله چې ولسمشرغني هند ته سفر درلوده نو هغوى وهڅول ترڅو افغان هوايي ځواک ته الوتکې ورکړي اوهغوى هم داخبره ومنله او څلورجنګې روسي (ام ای ۱۷) ډوله  الوتکې  چې دکندوز دجکړي په مهار کې يي رغنده رول ولوباوه ورکړې که څه هم تېرو حکومتونو  ډېرې هڅې کړې وې ترڅودهند له حکومت نه یادې الوتکې ترلاسه کړي، خو داچې هغوى یوه ځانګړې طرح نه درلوده ترڅو دهند حکومت دې ته قایل کړي چې یادې الوتکې ورکړي ولې له ټولو ستونزو سره سره چې په سیمه او شاوخواکې يې شتون درلوده ولسمشر وکولى شو چې هندیان دې ته حاضرکړي چې الوتکې افغان هوایي ځواک ته ورکړي
  9. امریکا افغانستان کې له ۱۶ کلنې ښکېلتیا وروسته پر افغان هوایي ځواک د ۱.۴میلیارده ډالرو پانګونې پرېکړه کړې او ټاکل شوې دغه ځواک عصري او پیاوړی کړل شي د افغان پوځ شمېر ۱۹۵۰۰۰ سرتېرو ته رسېږي چې ۸۰۰۰ په کې هوایي ځواک دی، خو اوس پتېیل شوې د دغه ځواک شمېر ۱۵۰۰۰ ته لوړ او په عصري تجهیزاتو سمبال شي.
  10. افغان هوایي ځواک اوسمهال تر ډېره بریده پر روسۍ ام ای ۱۷ الوتکو تکیه دی چې زړې شوي او بلک هاک الوتکې یې په تدریجي ډول ځای نیسي.

د افغان پوځ الوتکې او ډولونه:

بلک هاک: ۶

ام ای ۱۷ چورلکې: ۵۲

ام ای ۳۵ چورلکې: ۱۱

ام دي ۵۳۰ چورلکې: ۱۶

  •  

سي ۲۰۸ ترانسپورټي الوتکې: ۲۶

سي ۱۳۰ ترانسپورټي الوتکې: ۳

پي سي ۱۲ ترانسپورټي الوتکې

پایله:

افغان حکومت هیله لري چې د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړي کولو لپاره نوې هڅې به د وسله والو مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې مهم بدلون راولي.

د افغانستان حکومت وايي چې د هېواد د هوايي ځواک د عصري کولو لپاره سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي شوي او د دې ځواک د پیاوړي کولو نوې هڅې به د وسله والو مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې مهم بدلون راولي.

ولسمشر اشرف غني په هرځل د خپلې وینا پرمهال  د هېواد د هوايي ځواک د تجهیز لپاره د هڅو د پیل خبرې کړي او ویلي يې دي  چې ډېر ژر به د شپږسوه اتیا میلیون ډالرو په لګښت سره د هېواد هوايي ځواک پیاوړی شي.

د ولسمشر  مرستیال ویاند چې له رسنیو سره يې خبرې کولې وايي چې د هوايي ځواک پیاوړتیا به د وسله والو مخالفینو پرضد د پوځي عملیاتو له بریا سره ډېره مرسته وکړي نو له یادو پورته څرګندونو داسې برېښي چې ولسمشرغني ټینګه اراده کړې ترڅوافغان هوايي ځواک په پښو ودرول شي چې په دې توګه به په راتلونکو کلونو کې افغانستان د یوقوی هوايي ځواک درلودونکى وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.