ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
13 Apr 2019 - 19:53
author avatar
13 Apr 2019 - 19:53

له ۲۰۰۲ زېږدیز کال را دیخوا د افغانستان حکومت په ټولو برخو کې د مرستندویه هېوادونو او بنسټنونو د مالي مرستو په ملاتړ خپل عادي، پراختیایې، ملکي او نظامي چارې په ښه توګه پر مخ بیولي دي. له دې مرستو یوه ستره برخه یې د مرستندویه هیواونو او بنسټونو له لوري په مستقیمه توګه لګول کېږي او پاتې برخه یې د افغانستان حکومت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ملي بودجې له لارې لګول کېږي. د ملي یووالي حکومت په راتلو سره پاملرنه دې ته واوښته، چې څنګه وکولی شو د بهرنیو مرستو ستره برخه د هیواد د ملي بودجې له لارې مصرف کړو. پرلپسې هڅو او د یوه منظم مالي پلان په رامنځ ته کېدو حکومت وکولی شول دغه تشه ډکه کړي او ښې لاسته راوړنې ولري. د افغانستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې خپل ظرفیت او وړتیا ښه کړه او په لومړي ځل یې په ۱۳۹۷ کال کې خپله پراختیایي بودجه له۹۲ سلنې زیاته ولګوله.

دا ستره لاسته راوړنه د دوو علتونو په بنسټ را منځ ته شوه:

لومړی دا چې هېوادوالو ته غوره پراختیایي خدمتونه وړاندې شول او بل مرستندویه هیوادونو ته دا وښودل شوه، چی د افغانستان د حکومت وړتیا لوړه شوې او اوس کولی شي چی خپله بودجه په ښه توګه مصرف کړي. دا چې مرستندویانو ته د افغان حکومت د بودجې لګښت وړتیا په ډاګه شوه، دوی ته اړینه ده چې خپله مرسته د هیواد د ملي بودجې له لارې ولګوي او خپلې مرستې د ملي بودجې له لارې لا زیاتې کړي.

د افغانستان د حکومت د ملي بودیجې له لارې مرستې لګول پرته له شکه چې د حکومت لپاره ښه لاسته راړنه ده. خو ښکاره حقیقت دادی، چې نړیواله مرسته را کمه شوې ده او ورو ورو به نوره هم کمه شي. د افغانستان ملي یووالي حکومت په دې پوه شوی، چې نور باید د خپلو لګښتونو او ملت ته د پراختیایي خدمتونو وړاندې کولو، همدا شان د خپلې اقتصادي او مالي ځان بساینې لپاره لاس په کار او په تدریجې ډول په راتلونکو څو کلونو- نهایتآ تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په خپلو پښو ودریږي او خپل ټول لګښتونه په خپله پیدا کړو.

د اقتصادي او مالي ځان بساینې لپاره حکومت کوم ګامونه پورته کړي؟

 د دغه مهم کار لپاره کومې پالیسۍ او تګلارې جوړې شوي؟ آیا په دغه سندونو او تګلارو کې د نړیوالو همکارانو نظرونه اخیستل شوي او د دوی لپاره د منلو وړ دي؟

افغان حکومت د خپلې مالي او اقتصادي ځان بساینې لپاره په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د جینوا نړیوال کانفرانس کې” د افغانستان د اقتصادي ودې اجنډا: د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له لاری د بنسټیز بدلون او ځان بساینې لپاره“ تر عنوان لاندې له خپلو نړیوالو همکارانو سره د ځان بساینې اجنډا شریکه کړه. په دې کنفرانس کې د افغانستان حکومت په ډاګه کړه، چې نړیوال همکاران مونږ ته باید د یوه فعال شریک په سترګه و ګوري، نه د یوه داسی هیواد په توګه چې یوازي مرسته غواړي او  پر خپلو پښو د ودریدلو هوډ نلري. د افغانستان حکومت وغوښتل، چې د مرستی پر ځای زمونږ په هیواد کې پانګونه وکړئ، تخنیکي مرستې وکړئ، ښه او اوږد مهاله پور راکړئ او زمونږ د تولیداتو لپاره خپل بازارونه پرانیزئ. دغه آجنډا په یوه غږ د ګډونوالو لخوا ومنل شوه او ټولو د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ. دا لومړی ځل وو چې په یوه نړیوال کانفرانس کې افغانستان د مالي مرستو غوښتلو پر ځای په خپله ځان بساینه او پانګونه خبرې کولې.

د دغې اجنډا سره سم، د افغانستان حکومت باید په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۸ میلیارده امریکایي ډالر عواید، په ۲۰۲۴ کال کې ۲ میلیارده امریکايي ډالره صادرات او افغانستان ۸ سلنه اقتصادي وده ولري. آیا دې موخو ته رسېدل امکان لري؟

هو! خو لاندې شرایط باید موجود وي.

  • سوله باید راشي. د دغې اجنډا جوړ شوی تطبیقي پلان یو امن او با ثباته حالت غواړي.
  • په حکومت کې د اصلاحاتو لړۍ دوام وکړي.
  • بشري سرچینې جوړې او باید تخنیکي شي.
  • د بنسټیزو کارونو لپاره مالي لګښت پیدا شي او د عوایدو او لګښتونو تر منځ مو یو د منلو وړ انډول رامنځته شي.

د افغانستان د دې اجنډا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په ټولیز ډول په درې مهمو سکټورونو تمرکز لري. دا هغه سکټورونه دي چی رښتیا هم د افغانستان د هوساینې او مالي او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره ډېر اړین بلل کېږي.

لومړی: کرنه: دغه سکټور کولی شي چی د اقتصادي ودې او کارموندنې لپاره ډېر موثر اوسي. په کال کې په منځني ډول ۱۵۰۰۰۰ هکتاره ځمکه باید خړوبه شي او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې ۳.۵ میلیونه هکتاره ځمکه باید د کرنیزې ګټې اخیستنې وړ شي. د بزګرانو لپاره باید تر ۴۰۰ زیات روزنیز مرکزونه جوړ شي او زارعتي پارکونه وده وکړي. د اوبو لګونې بنسټونه جوړ او منظم شي.

دویم: کانونه: دغه سکټور د عوایدو لوړوېدو او د غیر زراعتي صادراتو د زیاتېدو لپاره ډېر اړین دی. په هیواد کې د تېلو، اوبلن ګاز، مرمر، تالک او کرومایټ ډبرو، د شته وړو او لویو کانونو څخه په ګټه اخیستنه افغانستان کولی شي تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې ۱.۸ میلیارده امریکایي ډالره صادرات ولري.

درېیم: د سیمه ایز اتصال لوېې پروژې: د سیمه ایز اتصال سترې پروژې لکه ټاپي، تاپ، کاسا-۱۰۰۰ او داسې نور نوښتونه به د دې باعث شي چی په افغانستان کې سوداګري او ټرانزيت وده وکړي. د دغه پروژو په تطبیق سره به په سرحدونو کې اصلاحات رامنځته شي، د هیواد په کچه به اساسی بنسټونه جوړ شي او د سوداګرۍ لپاره به نوي فرصتونه پیدا شي.

د سولې په شتون کې به د دغې آجنډا مطابق ټاکل شوی عوایدي هدف د لاندې سرچینو څخه لاسته راوړل کېږي.

  • ۴.۲ میلیارده امریکايي ډالره د مالیاتي او غیر مالياتي عوایدو څخه، چی په مالي کال ۱۳۹۷ز کې راټول شوي عواید تقریبا ۲.۵ میلیارده وو.
  • ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالره د کانونو د استخراج او د سترو سیمه ایزو پروژو د اتصال ټرانزیتی فیس، چی دم ګړۍ دا عواید بیخي ناڅیزه او یا هیڅ نشته.
  • ۳.۴ میلیارده امریکايي ډالر نړیواله مرسته چې هغه وخت به زمونږ د کورنیو ناخالصو تولیداتو (GDP) ۱۰ سلنه جوړه وي.  

په صادراتو کې به په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۱.۸ میلیارده ډالر د کانونو او پاتي د زراعتي توکو برخه وي. د دغو مواردو پلي کول، د خصوصی سکټور پانګونه، د کاري فرصتو زیاتوالی، د لویو سیمه ایزو پروژو اغیز او متداومه نړیواله مرسته به وکولی شي د افغانستان اقتصادي وده تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې ۸ سلنې ته لوړه کړي.

نوټ: د افغانستان د اقتصادي ودې د آجنډا د لوستلو لپاره دغه ځای کلیک کړی. 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 12

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شمروز خان مسجدی، د مالیې وزارت د عامه پوهاوي او اړیکو رییس او ویاند او دغه راز د افغانستان د امریکایي پوهنتون استاد دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.