ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
13 Feb 2018 - 17:46
author avatar
13 Feb 2018 - 17:46

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ د امریکا او پاکستان ترمنځ کړکېچنو اړیکو ته  په کتو هغه مهال د یوه  ستر ګوزار په ترڅ کې په خپله ټویټر پاڼه، پاکستان یو دروغجن او فریبکاره هیواد وباله. له دغه اعلان سره سم کابو دوه ميلیارده ډالرو مرستې چې باید پاکستان ته ورکړل شوې وای وځنډول شوې. همدا راز، د امریکا د مشرتابه له خوا پاکستان ته د ډیورنډ کرښې ته څېرمه او د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د پرتو ترهګرو ډلو چې د پاکستان له  خاورې په افغانستان کې فعالیت کوي پرضد د ګامونو پورته کولو غوښتنه وشوه. د امریکا د حکومت د غوښتنو د نه منلو په صورت کې دغه هېواد ته اخیستل شویو ګامونو په پرتله لا نورو جدي ګامونو پورته کولو ګواښ هم وشو چې په کې د پاکستان تر ولکې لاندې قبایلي سیمو او ان نورو لویو ښارونو کې د عملیاتو یادونه وشوه.

د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په کړکېچ کې ډېر بحثونه د امریکا په افغانستان کې شتون او همدا راز د روان بحران په افغانستان د اغېز بحثونه ډېر مطرح دي. ډېرى لوېدیځوال شنونکي وېره لري چې د امریکا پاکستان سره د اړیکو خرابېدل به د دغه هېواد ماموریت ته په افغانستان کې تاوان ورسوي ولې چې د امریکا ټول لوجیستکي اکمالات د پاکستان له لارې کیږي.

امریکا د تېرو اوو کلونو په اوږدو کې له پاکستان څخه په افغانستان کې د نه همکارۍ او مخالفو وسله والو ډلو ته د پټنځایونو د ورکړې له امله ګیله منه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ په دغه موده کې اړیکې لوړو ژورو سره مخامخ پاتې شوي چې په دې لړ کې د مۍ میاشتې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن پرضد د امریکایي پوځ خپل سري عملیات او د همدې کال د نومبر په میاشت کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د امریکايي الوتکو بمباري د یادونې وړ ده. د سلاله حملې څخه وروسته چې په کې ۲۸ پاکستاني سرتېري ووژل شول د پاکستان غوسه را وپاروله چې په لړ کې یې پاکستان د امریکا د عسکرو اړوند د لوجیستکي توکو انتقال تر هغه مهال وځنډاوه چې هغه مهال د امریکا د باندنیو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلنټن د پاکستان څخه د پېښې له امله رسمي بښنه وغوښته.

د ټرمپ د ادارې د وروستیو دړکو او ورسره تړلیو عملي اقداماتو ته په کتو پاکستان په ځواب کې ویلي چې موږ به  له امریکا سره خپله ملګرتیا پای ته ورسوو. همدا راز، پاکستان په وروستیو کې هڅه کړې ده چې د امریکا د بدیل لټه وکړي. خو ځمکنیو حقایقو ته په کتو د پاکستان نه همکاري به پر امریکا کوم ځانګړې اغېز و نه لري او همدا راز پاکستان ته به د امریکا بدیل پیدا کول هم اسانه نه وي.

په لومړي سر کې که امریکایي سرتېرو ته په افغانستان کې د لوجستیکي امکاناتو د برابرولو بحث کیږي نو د یادونې وړ ده چې امریکا او ناټو په ټولیزه توګه د هغه شمېر په پرتله چې له ۲۰۱۴ کال څخه د مخه یې په افغانستان کې د سرتېرو وو په مراتبو کم دي. دغه مهال امریکا او ناټو اړ وه چې کابو ۱۳۰۰۰۰ عسکرو ته امکانات او وسلې ولېږدوي خو دا شمېر د اوس مهال لپاره یوازې د ۲۰۰۰۰ څخه د ۳۰۰۰۰ ترمنځ دى. د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د سرتېرو د کم والي له کبله په افغانستان کې د ناټو اړتیاوې کمې شوي دي، افغانستان د مالونو او لوجیستکي امکاناتو د لیږدولو ګڼې نورې لارې هم پرانیستلې دي چې د هغو له جملې د چابهار یادونه له ټولو ترمخه کیداى شي.

د چابهار بندر چې ایران کې موقعیت لري افغانستان د اوبو له لارې هندوستان سره تړي او دغه بندر ته د پاکستان د ګوادر د بدیل په سترګه کتل کیږي. که څه هم د امریکا او ایران اړیکې له تېر یو کال څخه د خرابوالي یو نوي پړاو ته ننوتي خو امریکا کولى شي چې د هندي قراردادیانو په مرسته غیر نظامي لوجستیکي لېږدونې د چابهار بندر له لارې وکړي. د یادونې وړ ده چې له ټولو ستونزو سره سره، امریکا د چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې په لړ کې تل د افغانستان د هڅو ملاتړ کړى دى. بله خوا دا چې ایران غواړي چې چاربهار د هند او افغانستان لپاره د یو ښه بدیل په توګه پرمختګ وکړي نو له امریکا سره د دښمنۍ سره سره به دا هېواد د لوجستيکي لېږد مخه ونه نیسي.

د چار بهار ترڅنګ افغانستان د مرکزي اسیا له یو شمېر هېوادنو سره د د سوداګریز لېږد په لړ کې تړونونه کړي دي. که څه هم روس به هڅه کوي چې د خپل اغېز څخه د کار اخیستنې له لارې امریکا ته اجازه ورنه کړي چې په ډاډه زړه لوجستکي لېږد وکړي خو د بېلا بېلو لارو څخه په ګټه اخیستنې د هغو تړونونو پرمټ چې د افغانستان حکومت د مرکزي هېوادونو سره کړي امریکا به وکړاى شي چې د خپلو سرتېرو اړتیاوې په افغانستان کې پوره کړي.

له بلې خوا تر کومه ځایه چې د نظامي لېږد خبره ده، دا چې د ناټو د سرتېرو شمېر په افغانستان کې کم شوی نو د دوى نظامي اړتیاوې هم کمې دي. ناټو او امریکا د خپلو سرتېرو اړتیا وړ نظامي درنه وسله او وسایط ټول امریکا ته د تېرو پنځلسو کلونو په لړ کې لېږدولي دي. سپکه وسله بیا کیداى شي د هوا له لارې په منځني ختیځ کې شته نظامي مرکزونو څخه انتقال شي.

د بدیل په توګه پاکستان تر ډېره بریده په چین او روس باندې د تکیه کولو په فکر کې دي.  دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا اوس د بودیجې کلنى کسر ۸ ميلیارده ډالر  دى چې د پاکستان د ټولې بودیجې نیماي برخه جوړوي. د دې ترڅنګ پاکستان اړ دى  چې هر کال کابو یو ميلیارد ډالر نړیوالو ادارو ته د هغو قرضونو سود چې دغه هېواد ترې اخیستي، ورکړي. په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصادي حالت جدي ستونزو سره مخامخ دى، د پاکستان د کلنۍ بودیجې ۶۰ سلنه په نظامي چارو او پوځ مصرفیږي.

د پاکستان د پوځ اړوند مصرف د پاکستان د بودیجې غوښنه برخه پاتې شوې ده خو دا مصرف د پاکستان لپاره دا اوس مهال د ځانګړي اهمیت وړ ده. پاکستان دا اوس په بلوچستان ایالت کې د بېلتون پالو د چریکي جګړې سره مخ دى، بله خوا د پښتونخوا قبایلي سیمو کې له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دى. همدا راز د پاکستان په هندي کشمیر کې ښکیلتیا هم نظامي مصرف ته اړتیا لري او پاکستان ګلګت او بلتستان سیمه کې هم د وسله وال پاڅون سره لاس او ګریوان دى. د دې ټولو نظامي ښکیلتیاوو سره سره پاکستان د سند ایالت مرکز کراچۍ ښار کې د جرمي مافیا د فعالیت څخه هم ځوریږي.

د پاکستان پورتنیو نظامي بوختیاوو ته په کتو پاکستان اړ دى چې خپله نظامي بودیجه په خپل ځای وساتي. بله خوا بیا دا هېواد د بودیجې د کسر له کبله نه شي کولى دا مصرف پوره کړي. دا ډول اقتصادي ننګونو د پاکستان ټول ثبات له ستونزو سره مخ کړى او په داسې حال کې د امریکا د مرستو بندیدل به دا هېواد جدي بحران سره مخامخ کړي او پاکستان به یوې داسې دوه لارې کې ودریږي چې یوه ټاکنه به بل تاوان ورته وزېږوي. که چیرې نظامي مصرف کمیږي نو بېلتون پال او وسله وال حرکتونه به د پاکستان ثبات له ستونزو سره مخ کړي او که د نظامي برخې بودیجه ثابته پاتې کیږي نو کابو ۲۲۰ میلیونه ملت به جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان هم پاکستان سره خپله سوداګري په بې ساري ډول را ټیټه کړې ده. په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو هېوادنو ترمنځ سوادګري ۷۰ سلنه کمه شوې. د سوداګرۍ دا کموالى د پاکستان اقتصاد باندې لوی ګوزار ثابت شوی او په ځانګړي ډول د پاکستان زراعتي اقتصاد یې جدي ستونزو سره مخامخ کړی دى.

بله خوا پاکستان په ظاهره د دې ښودلو هڅه کوي چې ګوندې چین او روس به ددغه هېواد لپاره له اقتصادي او نظامي اړخه بدیل ثابت شي. خو د چین د خپلو ملګرو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو ته په کتو چین هېڅ کله هم د امریکا بدیل نه شي کیداى. امریکا په تېرو پنځلسو کلونو کې پاکستان ته ۳۳ ميلیارده ډالر د هیڅ په بدل کې ورکړي، خو چین به بله خوا د هر ډالر د ورکړې په بدل کې د خپلو ملګرو هېوادونو زېرمو او امکاناتو ته لاسرسى غواړي. په دې لړ کې پاکستان د ۶۰ ميلیاردو ډالرو په بدل کې د ګوادر بندر او له ژوانګ زو څخه تر ګوادره سړک د چین په واک کې ورکړي. له دې هغه خوا په پاکستان کې داسې کومې سرچینې نه شته چې د هغې په بدل کې دې چین  له پاکستان سره مرسته وکړي. همدا راز روس بیا په خپله دا مهال یوازې خپل عاید او مصرف د پرتلې د جوړولو په هلو ځلو کې بوخت دى. ورسره، د روس ملګرتیا هم تر ډېره بریده د نغدو پرځای د جنس په بڼه وي چې د پاکستان شته ستونزې نه شي حل کولى.

د پورته ټولو يادو ټکو ترڅنګ که چېرې د امریکا اړیکې له پاکستان سره نورې هم خرابې شي نو کیدىا شي چې دا هیواد د امریکا بندیزونو سره مخامخ شي. دا بندیزونه به د پاکستان په سوادګرۍ باندې نورې منفي اغېزې ولري چې په پای کې به د پاکستان ستونزې لا پسې پراخه کړي. 

د پورتنیو حقایقو په رڼا کې دا جوته ده چې پاکستان د امریکا له مرستو پرته نه شي کولى چې خپلې ورځنۍ چارې مخ ته یوسي. همدا لامل دى چې پاکستان به هېڅ کله له امریکا سره خپلې اړیکې پرې نه کړي او د امریکا د غوسې د کمولو په لارو چارو به کار وکړي. که څه هم د پاکستان حکومت خپل ملت ته د کاذب ډاډ ورکولو په لټه کې دى، د پاکستان چارواکي به هرومرو د دې لټه وکړي چې د امریکا او پاکستان اړیکې بیا سره ترمیم کړي. په دې لړ کې به پاکستان د امریکا ډېرې غوښتنې ومني او له دې لارې به هڅه وکړي چې د امریکا ملګرتیا له لاسه ور نه کړي.       

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.