ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Aug 2017 - 22:45
author avatar
22 Aug 2017 - 22:45

دې کې شک نشته چې د هر هېواد خلک دا هيله  لري چې په خپلومټو متکې وي او د نورو ملکونو په مرستو او حمایت ولاړ نه وي ، خو له بده مرغه په افغانستان کې څلورو لسیزو جګړوحالات داسې راوستل چې لومړى افغانستان د نړۍ د سوړ جنګ له امله د لویو قوتونو ترمنځ د جګړې میدان شو، ورپسی د افغانستان د حکومتونو، ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو د غلطو پالیسوله امله، په افغانستان کې د بېلا بېلو ترورستي ډلو ځالې جوړې شوې چې بالاخره دا ډلې نړیوالو ته او هم د افغانستان خلکولپاره په لوی ګواښ بدلې شوې.

په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې ڼېټې له  پېښې وروسته افغانستان یو ځل بیا د امریکا، سيمه ييزو هېوادونو اونړیوالې ټولنې پاملرنه ځانته جلب کړه، او د افغانستان خلکو ته هيلې پیدا شوې چې افغانستان کې به تل پاتې سوله رامنځته شي. اما د تېر په څېر  د افغانستان د حکومتونو، ګاوندې هېوادونو او نړیوالې ټولنې د مقطعي او نیمګړو پالیسو له امله هغه امیدونه چې افغانانو درلودل  لاسته ته رانغلل، افغانستان کې جنګونو زور واخيست او د دایمي ثبات امیدونه تر ډېره حده له منځه لاړول.

د افغانانو بې باورې په خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې په ماموریت او موجودیت باندې زیاته شوله او افغانستان بیا د نړې د ترورستي ډلو د پټنځای په توګه اهمیت پیدا کړاو د منطقوي او نړیوالې ستراتیژیکو سیالیو نښې نښانې هم بیا راوټوکېدلې.

د امریکا د نوي  جمهور ریيس، دونالډ ټرمپ په راتګ سره په افغانستان او هم په سیمه کې د امریکا د نوې حکومت تګلارې په اړوند اندېښنې زیاتې وې او څومره چې دا نوې ستراتیژي ځنډېدله، د افغانستان خلکو او حکومت لپاره تشویشونه زیاتېدل. افغانستان کې طالبانو او نورو ترورستي ډلو د سمیه يیزو هېوادونو په ملاتړ جنګ ته دوام ورکړ. سیمه يیزو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان نه غوښتل چې په خپله تګلاره کې بدلون  راولي او د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر د مختلفو جنګي ډلو  له ملاتړ  نه لاس واخلي.

دا چې نن د ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان او سیمې په اړوند خپله ځنډېدلې ستراتیژي اعلان کړه، د افغانستان خلک  د یو شمېر هيلو ترڅنګ یوڅه تشویشونه هم لري.

امیدونه دا دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې وویل چې د یوې ښې پایلې لپاره به  دیپلوماتیک، اقتصادي او پوځې هلې ځلې سره همغږې کړي. په نورې ستراتیژي کې راغلي دي چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره به مرستو ته دوام ورکوي، د پوځونو د وتلو مسله مطرحه نه ده او امریکا به په افغانستان کې د خپلو پوځونو د زیاتوالي او کموالي په اړه تصمیم د افغانستان د امنیتې حالاتو په پام کې نیولو سره نیسي. د جنګ مدیریت به له واشنګټنه نه کیږي او د امریکا د پوځي عملیاتو په هکله چې کوم محدودیتونه موجود و، هغه یې لرې کړل. امریکا نه غواړي چې د خپل جنګ د تاکتیک په هکله زیات تفصیل ورکړي.

طالبانو او د هغوى حامیانو ته له یوې خوا ګواښ ورکړ شوی چې طالبان نه شي کولى چې د جنګ په ډګر کې بریالي شي، خو له بلې خوا د بې قیده او شرطه خبرو اترو له لارې طالبان کولى شي چې خپل سیاسي مشروعیت د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو او سولې د پروسې له لارې لاسته راوړي. د طالبانو د حامیانو او په ځانګړې  توګه پاکستان ته یې په ډاګه کړه چې دوی نور د دوه مخو پالیسیو ملاتړ نه شي زغملای او باید د افغانستان په ثبات او د جنګ په پای ته رسولو کې د امریکا او د افغانستان  له حکومت سره مرسته وکړي که نه امریکا به له پاکستان سره خپلې مرستې ودروي او پاکستان به ډېر څه  له  لاسه ورکړي.

د افغانستان حکومت ته یې هم په ډاګه کړه چې دوی غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي،  خو دوی ته سپين چک نه شي ورکولی او په اخره کې دا د افغانستان  په خلکو پورې اړه لري چې د خپل راتلونکي په هکله تصمیم ونیسي ترڅو دایمي سوله په افغانستان کې ټینګه شي. دوی افغانانو ته نه وایي چې څنګه حکومتولي دې وکړي او نه دوی په افغانستان کې د ملت جوړونې لپاره راغلي، بلکې دوی د ترورستانو د له منځه وړولو لپاره راغلي دي.

هغه اندېښنې چې د اکثره افغانانو او د افغانستان حکومت سره موجودې وې که امریکا په ناڅاپي توګه خپلې  مرستې کمې کړي او یا خپل  پوځونه له افغانستان نه وباسي، لکه څنګه چې د روسانو د پوځونو له  وتلو نه وروسته افغانستان د خپلمنځي او نیابتي جګړو میدان وګرځېده، هغه تجربه به بیا تکرار شي، له منځه لاړول. ځکه د امریکا په نوې ستراتیژي کې واضحه شوې چې دوی نه غواړي د عراق په څېر د پوځي قواوو  وتلو تجربه په افغانستان کې تکرار کړي.

د دغې نوې ستراتیژي د عملي کېدو په اړوند تفصیل واضحه نه دی که باالفرض پاکستان، طالبان او یا نور ګاونډي او سیمه يیز هېوادونه  له  دغې ستراتیژي نه ملاتړ  ونه کړي، د دغو هېوادنو او هم د امریکا عکس العمل به د جنګ په میدان کې څه وي؟

زما په اند،  له  ۲۰۱۴م کال نه وروسته، په افغانستان کې د بې ثباتۍ او بې باورۍ زیاته سلنه د امریکا د حکومت د ځنډېدلې پالیسي پورې تړاو درلوده؛ ځکه په افغانستان کې طالبانو او نورو ترورستي ډلو او هم سمیه يیزو هېوادونو نه غوښتل چې په خپلو تګلارو کې بدلون راولي او په  ځانګړې توګه پاکستان د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر تر اوسه  له  مختلفو ډلو نه حمایت ته دوام ورکړ اونه یې غوښتل چې خپل ستراتیژیک ملګري  له  لاسه ورکړي. اوس هم د دې احتمال نه شته چې د جنګ په ډګر کې به ډېر ژر څه ځنډ او توپیر راشي؛ ځکه طالبان او په ځانګړې توګه پاکستان به د امریکا نیت او جنګي تاکتیک تر یوه حده وازموي او په لنډمهال کې به جنګونه زیات شي.

که امریکا او د ناټو هېوادونه لکه څنګه چې طالبانو او پاکستان ته یې ګواښ کړى او د جنګ په میدان کې او هم  له  پاکستان سره په خپلو اړیکو کې عملي او جدي بدلون راولي، د دی ډیر احتمال شته چې په اوږدمهال کې به د امریکا ستراتیژي د افغانانو او افغانستان په ګټه وي. د دې ډېر چانس شته چې د افغانستان جګړه د Hurting Stalemate  یا د مذبذب حالت نه ووځي او دایمي ثبات په افغانستان کې ټینګ شي. د دې ستراتیژي غټه برخه د افغانستان  په حکومت پورې هم اړه لري چې څنګه  له  دغه فرصت نه سمه ګټه اخلي او د ښې حکومتولۍ او د فساد پرضد مبارزه کې د ولس حمایت لاسته   راوړلى شي.

که باالفرض امریکا د طالبانو پر وړاندې د جنګ په میدان کې او د پاکستان پر وړاندې جدي برخورد لکه څنګه چې یې په خپله ستراتیژي کې یادونه کړې، ونه کړي، دا به د افغانستان حکومت او خلکو لپاره ګټور نه وي او د افغانستان حالات به د بې ثباتۍ خواته نور هم لاړ شي. هيله  ده چې ټول اړخونه د دغې نوې ستراتیژي په اعلانولو سره مثبت فکر  وکړي، ترڅو په افغانستان کې دایمي ثبات ټینګ شي؛ ځکه دا یو واقعیت دی چې په افغانستان کې بې ثباتي له افغانانو څخه  برسیره د ګاونډي، سیمه يیزو او هم نړیوالو هېوادونو په ګټه نه ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.