• درى
  • English
  • پښتو

User login

To prevent automated spam submissions leave this field empty.
MENU
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • دولت او سياست
    • امنیت او جرمونه
    • سوداګري او اقتصاد
    • ښوونه او روزنه
    • روغتیا
    • کرنه
    • بیا رغونه
    • کډوال
    • پېښې
    • دین او کلتور
    • ټولنه
    • ښځې
    • نوښت او ټکنالوجي
    • چاپېريال ساتنه
    • لوبې
    • اطلاعات
  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • ګډون
f t g y r

لټون

وروستي خبرونه

  • خبريالانو د کابل ـ جلال اباد پر لاره د نيالګيو ايښودو کمپاين ترسره کړ
  • په لوګر کې له دوو روغتونونو سره د طبي وسايلو مرسته وشوه
  • په کابل ښار کې د اوبلن ګاز بیه دېرش سلنه لوړه شوې
  • کندهار ښار کې د علامه حبیبي واټ د پخولو چارې پیل شوې
  • د سوېل ختيځ زون سوداګريزو اتحاديو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو کاري اعتصاب وکړ
  • بغلان کې له بېوزله مېرمنو سره د جامو مرسته وشوه
  • "غزني کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي"
  • په جوزجان کې يوشمېر ماشومانو د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه
  • د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه
  • ولسمشر: اسلام اباد، تهران او مسکو د افغان ولسمشر دانتخابولو حق نه لري

د پژواک خدمتونه

د ويډيو څانګه

کابل نوی ښار ګلفروشي کوڅه د فبروري ۱۴ د مينانو نړيواله ورځ

نورې ويډيوګانې

د انځورونو څانګه

Previous وقفه وړاندې

نور انځورونه

غږيزه څانګه

  • Pajhwok- Audio Mines Gold Report - Afghanistan mineral and extractive industries news portal.mp3

نور غږونه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

نور غږونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

Media Release
Media Release
د سولې د روانو هڅو په اړه د افغان سمون ټولنې دریځ
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمن د سولې خبرو اترو په ھکله د افغانستان د خلکو د محور
د ولسمشریزو ټاکنو د روان بهیر او د نظام د بدلون د ګونګسو په اړه د افغان سمون ټولنې اعلامیه
نور خبرونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Click Here for more information

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
 
 

خبر شريک کړئ

پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ

د افغانستان لنډه پېژندنه
د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
د ۱۳۹۰ کال پارلمان و پېژنﺉ

د انتخاباتو ځنډېدل: تاواني لوبه

نجیب منلي
Jan 02, 2019 - 15:21
Election Articles

د ټاکنو «خپلواک» کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنې و ځنډولې او لاپه یې وکړه چې څلور ټاکنې به په یوه ورځ له مخکې ټاکل شوې نېټې درې میاشتې وروسته کوي.

کمېسیون د خپلې پرېکړې په توجیه کې ډېرې پلمې او بهانې ذکر کړې دي چې یوه یې په ژمي کې ساړه او یوه بله یې د کمېسیون د وړتیاوو کموالی دی.

د ژمي او یخنۍ خبره د کميسیون له خوا پر ځان او پر ملت ملنډې وهل دي: کله چې څو ورځې د مخه کمیسیون د حمل ۳۱ د انتخاباتو لپاره وټاکله، هغه مهال دوی نه وو خبر چې په ژمي کې د افغانستان په ګڼو سیمو کې هوا سړه وي. هغه کومې نوې څېړنې وې چې دا ستر واقعیت یې د یوې اونۍ په ترڅ کې را برسېره کړ؟

د کميسیون د وړتیاوو خبره هم په زړه پورې ده: د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو، د کميسیون د اصلاحاتو خبره مطرح وه. د میزان په میاشت کې پارلماني ټاکنې وشوې چې نتایج یې تر اوسه نه دې اعلان شوي. دا د کميسیون د اوسنیو وړتیاوو عیني انځور دی. په دریو میاشتو کې به کومې داسې معجزې وشي چې همدغه کمېسیون خپله وړتیا دومره لوړه کړي چې هم مهاله به څلور بېلابېلې ټاکنې په بریالیتوب تر سره کړي.

حکومت هم په خورا جرأت داسې څرګندوي چې ګواکې د کمېسیون پر پرېکړو هېڅ ډول مستقیم او غیر مستقیم اغیز نه لري خو د هرې پرېکړې په درشل کې د حکومت او کمېسیون تر منځ پټې او نیمه ښکاره ناستې کېږي.

د کمېسیون خپلواکي هماغومره د باور وړ ده لکه د ټاکنو د ځنډولو له پاره چې د کمیسیون توجیهات د باور وړ دي، نو په دې خبره کې چندان شک نه پاتې کېږي چې حکومت او کمېسیون په ګډه د یو بل څه په لټه کې دي. دا «بل څه»، څه کېدای شي؟

هغه ډلې او اشخاص چې په ټاکنو کې ونډه اخیستل غواړي، ځانونه له حکومت او برحاله ولسمشر سره په تناظر کې ګوري. په بل عبارت د ولسمشر له ټیم پرته نور ټول کاندیدان په یو ډول ځان له ولسمشر سره په رقابت کې ویني. دوی داسې انګېري، یا لږ تر لږه داسې ادعا کوي، چې ګواکې حکومت ټاکنې د دې لپاره ځنډوي چې په ټاکنو کې د لاپراخو درغلیو له پاره نوي تدابیر ونیسي چې د اوسني ولسمشر بیا ټاکل کېدو ته لار هواره شي.

د انتخاباتو او په انتخاباتو کې «انجنیري» هغه څه دي چې لا تراوسه یې دقیقه فارموله نه ده موندل شوې. هر څوک له خپل وس سره سم هڅه کوي د واقعي رایو په نسبت د ځینو تخنیکي «چلونو» په مرسته د رایو د صندوقونو محتوا په خپله ګټه بدله کړي. د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د رایو پاڼې، د نړيوالو څارونکو په حضور کې، بیا بیا وشمېرل شوې. هغعه واقعیت چې ټول پرې خبر دي او هېڅوک یې منلو ته غاړه نه ږدي، دا دی چې دواړو ټیمونو، علی السویه، درغلي کړې وه چې په وروستیو پایلو کې د دواړو لورو درغلۍ سره خنثی شوې او د حکومتي واک وېشلو ته مصنوعي لارې جوړې شوې. په وروستیو پارلماني ټاکنو کې، د یو ډېر ساده لوحانه تحلیل پر بنسټ، داسې وانګېرل شوه چې د نوو تخنیکي وسایلو کارول به په تخنیکي ډول د درغلۍ مخه ونیسي خو واقعیت بل رنګ شو. د نوو تخنیکونو کارولو، په ټاکنو کې، د درغلیو سپینول لا ستونزمن کړل. په ډاډ سره ویلای شو چې په راتلونکو ټاکنو کې به هم د تېر په څېر د درغلیو هڅه کېږي او د ټاکنو پایلې به په یو ډول نه یو ډول بې اعتباره کېږي.

تېرو تجربو ته په کتو، د انتخاباتو د انجنیرۍ پروسه، سل په سلو کې له ناکامۍ سره مخ کېږي او دا لوبه «د صفر جمعې لوبه» بلل کېدای شي چې هېڅ ګټونکی نه لري، خو واقعیتونه ممکن بل لوری ونیسي.

د ټاکنو ځنډول، په هر موخه چې وي، د حکومت په تاوان لوبه ده. په افغانستان کې د واک پر وړاندې ټولنیز- سیاسي برخورد، همېشه د ولسي ملاتړ برخورد دی. د تاریخ په اوږدو کې، افغانانو همېشه د برحاله حاکم ملاتړ کړی دی، که دا ملاتړ په فعال ډول د مشر تر شا د درېدلو له لارې وي او که په انفعالي ډول د مشر د مخالفینو سره د نه یوځای کېدلو له لارې. په افغاني ټولنه کې د واک د لېږد له پاره یوازې دوه ممکنې طریقې وجود لري: یا به برحاله واکمن په زور او قهر له واکه لوېږي او یا به په طبیعي ډول (په اکثرو مواردو کې د واکمن مړینه او په یو مورد کې قانوني ممانعت) واکمن بل واکمن ته ځای پرېږدي. تر اوسه داسې نه دي شوي چې کوم واکمن دې په خپله خوښه واک پرې ایښی وي.

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې حامد کرزي دا قانوني امکان درلود چې په واک کې پاتې شي او د امریکا د صریحې مداخلې سره سره، په واک کې پاتې شو. په ۲۰۱۴ کال کې حامد کرزي په واک کې د پاتې کېدو قانوني حق نه درلود نو ځکه، له ستونزو سره سره، د واک لېږد ممکن شو او اشرف غني په سوله ییز ډول واک ته ورسېد. د حامد کرزي له خوا وړاندې شويو کاندیدانو هم د ولس قناعت حاصل نه کړ.

که د ټاکنو پروسه په خپل طبیعي سیر کې پاتې شوې وای، نو د افغانستان سیاسي تاریخ ته په کتو، د ولسمشر غني په قدرت کې پاتې کېدل حتمي وو. د تاریخي تولنیز-سیاسي برخورد له مخې رقیبو شخصیتونو لا خپل ولسي مشروعیت نه و تثبیت کړی او په واک کې ولسمشر د عام ملاتړ د ساتلو لپاره پر ټوله دولتي دستګاه تکیه کولای شوه. له بل لوري، د ولسمشر رقیبانو ډېر وخت له لاسه ورکړی دی. که چا واقعاً غوښتل چې په انتخاباتو کې د ګټونکي دریځ خپل کړي نو ورته په کار وه چې کم له کمه یو کال، یا تر هغه زیات یې له ولسونو سره تماس نیولی وای او خپلې طرحې یې ورسره شریکې کړې واي. دا کار هېڅ یوه احتمالي کاندید و نه کړ.

د ټاکنو د تقویم لومړي ځل اعلان احتمالي کاندیدان دې ته اړ کړل چې میدان ته راووځي. که ټاکنې په خپل طبیعي بهیر کې پاتې شوې وای نو رقیبانو یوازې څو اونۍ وخت درلود چې ولس سره خپل سیاسي نظریات شریک کړي. اوس چې احتمالي کاندیدانو خپل نیتونه څرګند کړي دي، هر څومره چې ټاکنې ځنډېږي هماغومره په واک کې د ولسمشر غني بقا تر ګواښ لاندې راځي.

د ولسمشر رقیبو کاندیدانو ته په کار دي چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي او خپلې تېرې شوې تورې بېرته په تېکي ننه نه باسي. که څه هم مشکله ده چې یو اوږد سیاسي دود په څو میاشتو کې بدل شي، مګر د حکومت دغه بې پامه اقدام یوه لار پرانیسته چې تاریخي بدلونونه هم شوني کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

  • 211 reads

نظر ورکړئ

More information about text formats

Plain text

  • No HTML tags allowed.
  • Web page addresses and e-mail addresses turn into links automatically.
  • Lines and paragraphs break automatically.
To prevent automated spam submissions leave this field empty.
Author’s brief introduction

نجیب منلی په ۱۳۳۷ لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. د کابل له استقلال لېسې يې بکلوریا اخیستې او لوړې زده کړې يې په فرانسه کې د ځمکپوهنې او کمپیوټر ساینس په رشتو کې کړې دي. اوس د ملي امنیت د شورا په دفتر کې فرهنګي سلاکار دی.

More posts by the Author

اعلانونه

Advertisement

About Us  |  Contact  |  Subscribe  |  Terms of Use  |  Google+

  • درباره ما
  • تماس-با-ما
  • اشتراک
  • شرايط استفاده از خدمات
  • زموږ په اړه
  • اړيکه
  • ګډون
  • خدمتونو-شرايط