ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
27 May 2020 - 14:17
author avatar
27 May 2020 - 14:17

سريزه:

ايا د پرمختللو ټولنو د پرمختګ په اړه مو کله فکر کړې دي؟ د  ایراسموس په وینا د پرمختګ اساسي هیله د هېوادونو زده کړیز نظام او د هغوي پوه وګړي دي. د تکنالوژیکي او مخابراتي پرمختګونو سره نړۍ د یوه نوي او په زړه پورې زده کړیز میتود پر لو روانه ده. فکر وکړي چې په خپل کور کې یاست د ښوونځۍ، پوهنتون له تګ څخه خلاص یاست او خپل درسونه په خپله خوښه په خپل تقسیم اوقات په خپل کور کې مخ ته وړي، ایا دا په زړه پورې نه ده؟

بلې دا د نړۍ نوې زده کړیز میتود دي چې ورته انلاين (پرلیکه) زده کړیز میتود ویل کېږي، دغه زده کړیز میتود په همدې لومړيو کې خپل ارزښت ښودلې او نړيوال یې په عملي کولو بوخت دي، دا چې دغه میتود په‌ نړۍ کې یو نوی میتود دي نو ښکاره خبره ده چې پر وړاندې به یې خنډونه او ننګونې شتون ولري، په دې لیکنه کې به د دغه میتود د ارزښت په اړه ولولي او همدارنګه به په دې وپوهېږي چې په پرمختللو او پرمختیایی هېوادونو کې دغه میتود څه ډول ننګونو سره مخ دی او حل لارې یې څه دي.

اصل متن:

د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ په رامنځته کېدو سره د انسانانو ژوند هر اړخیز بدلون کړي دي. د تکنالوژۍ پرمختګ د نړیوالتوب لپاره لاره هواره کړي ده او انسانان یې تر بل هر وخت یو او بل ته نږدی کړي دي. د انټرنټ د سرعت په زیاتوالي او کمپیوتري اسانتياوو په رامنځته کېدلو سره زده کړیزې پروسې هم بدلون کړي او نړۍ انلاين (پرلیکه) زده کړو ته پام اړولی دی.

د انټرنېټي یا انلاین زدکړو لپاره په انګلیسي ژبه مختلف نومونه ورکړل شوي دي لکه؛

E- Learning ،Distance Learning ،Online Learning ، Digital Learning او داسې نور… چې په ټوله کې دغه ورکړل شوي نومونه یو مفهوم افاده کوي.

د انلاین زده کړو لپاره پوهانو بیلابیل تعریفونه وړاندې کړي دي، تر ټولو ساده تعریف یې دا دې چې انلاین زده کړې هغه زده کړو ته ويل کېږي چې د انټرنټ له لارې ترسره کېږي، او زده کوونکي درسي موادو په هرځای او هر وخت کې د انټرنټ په شتون کې لاسرسي لري.

په ۲۰۱۷ کال کې ۱۹.۷ ملیونه وګړو په بېلا بېلو انلاین زده کړیزو پروګرامونو کې ګډون درلود. ۳۴ سلنه د دولتي زده کړیزو موسسو زده کوونکو په انلاين ډول په یو نه یو کورس کې ګډون درلود. په نړۍ کې ۸۷ سلنه خلک د ټېليفون څخه په استفادې د انلاين (پرلیکه) زده کړو په اړه پلټنې کړي دي او له دې جملي څخه ۶۷ سلنه خلکو خپل انلاین (پرلیکه) زده کړیز پروګرام د ټېليفون په وسيله مخ ته وړي دی.

په لومړيو کې داسې انګېرل کېدل چې انلاين (پرلیکه) زده کړې د هغه وګړو لپاره مناسبې دي چې مخامخ (فیزیکي) زده کړو ته لاسرسي نلري، خو د وخت په تېرېدو سره دا ثابته شوه چې انلاين زده کړې د هر فرد لپاره مناسبې دي او هر څوک ورڅخه ګټه پورته کولې شي.

د انلاين (پرلیکه) زده کړو اهمیت ورځ تر بلې زیاتېږي او خلک ورڅخه په پراخه کچه ګټه پورته کوي، په اکثرو افریقايي هېوادونو کې ۹۵ سلنه زده کونکې د زده کړو لپاره کافي اندازه مصارف نه لري اړ دې چې قرضې واخلې، خو د انلاين زده کړو میتود اوس دغه زده کوونکو ته دا زمینه برابره کړي چې په کم مصرف خپلې زده کړې مخې ته بوځي.  

د انلاين زده کړو پروسه په ټوله نړۍ کې يوشان نه ده او هېوادونه په دغه برخه کې مختلفې ونډې لري پرمختللو هېوادونو په دغه برخه کې ډیر پرمختګ کړی دی، له يوې خوا ښه انټرنېټي او کمپیوتري خدمتونو ته لاسرسي لري او له بلې خوا په تخنيکي اړخ کې هم ماهر اشخاص لري، په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې انلاین یا پرلیکه زده کړیز میتود ته د یوه لوی صنعت په سترګه کتل کېږي یواځې په دغه هیوادونو کې ۵۴ بلیونه ډالره د دغه صنعت له لارې په ۲۰۱۵ کال کې د متشبثینو عايد درلوده.

په پرمختيايي هېوادونو کې د انلاين زده کړو لپاره هم ډیېر فرصتونه شتون لري او هم ډېر خنډونه، تازه څېړنې ښایي چې انلاین زده کړیز میتود په هغه هېوادونو کې ښه عملي کيدلي شي چي پراګنده نفوس ولري چې دغه حالت په اکثره پرمختيايي هېوادونو کې شتون لري. په پرمختيايي هېوادونو کې داسې انګېرل کېږي که چیرې په شته (مخامخ) تعلیمی میتود زده کړیزه پروسه دوام وکړي یو ډېر اندازه خلک به بې تعلیمه پاتې شي. حتی په اوسنیو شرایطو کې د نړۍ پرمختللي هېوادونه هم د ستونزو سره مخ دي چې خپل تعليمي پروسې تمويل کړي، د دې ترڅنګ ډېری پرمختيايي هېوادونه هم نشي کولاي چې د خپلو وګړو لپاره د ابتدايه زده کړو زمینه برابره کړي. مخامخ (فزیکي) زده کړیز پروسې لپاره زمینه او زيربناوی برابرول د پرمختيايي هېوادونو څخه ډيرې تمویلیي منابعې غواړي، نو د کم مصرفه په لرلو انلاین زده کړې د دغه هېوادونو لپاره د بدیل لاره بلل کېږي او د د دوی لپاره خورا ارزښت لري. په دې وروستيو کې دغه هېوادونو ددغه میتود څخه د کار اخستني لپاره پلانونه چمتو کړي دي، افریقايي هېوادونو د دې لپاره چې د تعلیمی بحران څخه ځان وژغوري د انلاين زده کړیز میتود څخه ګټه پورته کوي.

په ټوله نړۍ کې د انلاين پرلیکه زده کړیز میتود پر وړاندې خنډونه شتون لري، دغه ستونزې د هېواد اقتصاد او نورو شرايطو ته په کتلو سره د هېوادونو ترمنځ متفاوتې دي، په دغه برخه کې هغه هېوادونه چې مالي منابع او تکنالوژیکي پرمختګ لري د ستونزو کچه یې کمه او هغه هېوادونه چې د تکنالوژیکی پرمختګ څخه وروسته پاتې دي د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د انلاین معیاري کورس په جوړولو کې لاندې فکتورونه شامل دي، زده کوونکي، ښوونکي، تکنالوژي، ټولنه، مصارف، کورس جوړونه، انټرنټ او نور… په دغه ټولو فکتورونو کې په خپل وارسره خنډونه شتون لري چې په دغه لیکنه کې ټولو ته کتنه نشو کولای د نمونې په شکل عمومي ستونزې روښانه کوو.

د انټرنټ نشتوالي (کمښت):

د انټرنیټی خدمتونو کموالي یا نشتوالي په هېوادونو کې د انلاين زده کړو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي، هغه هېوادونه چې انټرنېټي خدمتونه یې کم دي په هغه هېوادنو کې د انلاين زده کړو لپاره کمه زمینه برابره وي. که خپل هېواد ته پام وکړو د انلاين پرلیکه زده کړو لپاره ښه زمینه برابره نه ده په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان ۶ میلیونه وګړو انټرنیټی خدمتونو ته لاسرسي درلود، چې دا په خپله ۳۷ میلیوني هېواد لپاره یو ډېر کم مقدار دې او زموږ په هېواد کې انلاین زده کړې دومره پیژندل شوي نه دي، نو د دې څخه ښکاري چې د دغه میتود لپاره انټرنیټی اسانتیاوې ډېرې اړينې دي.

د میتود سره نه اشنایی:

انلاین زده کړیز میتود په نړۍ کې یو نوی رامنځته شوې میتود دی، په‌ ډېرې هېوادونو کې وګړي د دغه میتود د کارولو سره بلدتيا نه لرې او نشي کولاي ور څخه ګټه پورته کړي. په اکثرو هېوادونو کې چې د پوهې کچه یې ډېره کښته ده د دغه سيستم د کارولو کچه هم ډېر کښته ده تر ډېری خلک د دغه میتود سره بلدتيا نه لرې او نشي کولاي چې استفاده تری وکړي.

د ښوونکو تجربه او مهارتونه:

د انلاین پرلیکه زده کړو ترتیب او ډيزاين په معیاري ډول یو اندازه تخنیکی او مسلکی مهارتونو ته اړتيا لري چې ښوونکي یا د کورس جوړونکی یې باید ولري، په ډېرې هېوادونو کې چې تعلیمی سيستم یې د ستونزو سره مخ دي ښوونکي دغه ډول وړتيا او مهارتونه نه لرې چې د دغه نوي منځ ته راغلې میتود لپاره پرته له کومې مخینې په معیار برابر درسي کورسونه ترتیب کړي، په بله وینا د دې لپاره چې په دغه میتود کې معیاري درسي کورسونه ترتیب شي ښوونکي یو اندازه مخینې ( تجربې ) ته اړتيا لري.

د وخت مدیریت او کاري فشار:

د دې فکر چې له کوره په کار کوي او یا هم له کور څخه به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ډېر په زړه پورې ښکاري، خو دا کار خپل فشارونه هم لري ښوونکي باید درسي مواد په وخت اماده کړې د زده کوونکو سره د مباحثې په برخه کې د هغوې پښتنو ته هم ځواب ورکړي او همدارنګه باید د زده کوونکو ترسره شوي کورني کارونه په ټاکل شوي وخت له نظره تیر کړي چې د دغه کارونو ترسره کول کافي اندازه وخت ته اړتيا لري او له بل اړخه د دومره کارونو ترسره کول په یواځې ځان ښوونکي هم تر فشار لاندې راوړي که چیرې وخت او فشارونه په سمه توګه مدیریت نشي کېدای شي ستونزې وزېږوي. زده کوونکي هم تر همدې څرخي لاندې راځي، زده کونکي باید درسي مواد په وخت ترلاسه کړي او وې لولي او ورکړل شي کورني کارونه پر وخت ترسره کړي، چې د دې کارونو مدیریت د کښته ټولګيو زده کوونکو لپاره یو اندازه ستونزمن کار دی.

 په هر حال انلاین زده کړې د پرمختګ په حال کې دی او ورځ تربلې هېوادونه د دغه پرمختللې او نوې میتود څخه استفاده کوي، دغه میتود زده کړیز نظام ته بدلون ورکړي او د وخت په سپما او د ډیرو زده کوونکو شموليت په دغه میتود کې د دغه میتود عمده ګټي بلل کېږي، هیوادونه او خلک کوښښ کوي چې د دغه میتود په وړاندې شته خنډونه لمنځه یوسي او نوموړي میتود په خپلو ټولنو کې په ښه ډول پلي کړي.

 د دغه میتود پر وړاندې شته خنډونه د دولتونو، شخصي موسسو او مرستندويه ټولنو په وسيله لمنځه تللې شي، که چېرې دولتونه او شخصي کپمنۍ د انټرنېټي خدمتونو په پراخولو او د بيو په کمولو ګډ کار وکړي او دولت د انټرنټ پر بیو په بازار کې ښه کنټرول ولري نو د انټرنټ د کمښت او بیو ستونزه چی انلاين (پرلیکه) زده کړو پر وړاندې عمده خنډ بلل کېږي لمنځه ولاړه شي.

هر کله چې يو نوې تعليمي سيستم په یو هېواد کې معرفي کېږي د هغه د پراختيا او عامه پوهاوي په برخه کې باید کار وشي دا چی انلاين زده کړیز میتود یو نوې میتود دې نو د دې لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې هم باید کار و شي دولتی ادارې، دولتي او خصوصي تحصيلي موسسی په دغه برخه کې باید عامه پوهاوي وکړې او زده کوونکي د انټرنټ، تلویزیون او نورو خبرې سرچينو په وسيله د دغه میتود سره اشنا کړي. هغه شخصي کپمنۍ او خیریه سازمانونه چې په دغه برخه کې فعاليت کوي هغوي هم باید د بازار موندنې او خپلو منابعو څخه په استفاده خلک د دغه میتود سره اشنا کړي.

د دې لپاره چې د کورسونو او زده کړیزو موادو په ترتیب وخت ضایع نشي او په معیار برابر زده کړیز مواد برابر شي هغه ښوونکي چې په دغه برخه فعاليت کوي باید وروزل شي او هغوي په تخنیکي او مسلکي مهارتونه چې په دغه برخه کې ورته اړتيا شته سمبال شي، په دغه برخه کې د نورو هېوادونو تجربو ته په کتلو سره هر هغه سازمان چې په دغه برخه کې فعاليت کوي کتنه وکړي او دولت اړ دي چې په دغه پروسه نظارت ولري او داسې کمیټه ترتيب کړې چې زده کړیز مواد له نظره تیر او بیا د خپریدو اجازه ورکړي.

د دې لپاره چې د ښوونکو له سره فشار لري شي د ښوونکو ترڅنګ باید یوه کمیټه شتون ولري چې دهغه سره د کورنیو کارونو په کتلو او د کورس په ترتیب، ډیزاین او نمرو ورکولو په برخه کې مرسته وکړي، په دغه برخه کې یو اروپايي پوهنتون د انلاين پرلیکه زده کړو د زده کوونکو د نمرو ورکولو لپاره جلا کمیټه ټاکلي چی زده کونکو ته د کورنيو کارونو او امتحانونو نمرې ورکوي چې دغه کار د زده کوونکو په اند ډیر مؤثر او کامیاب دی. زده کوونکي هم باید د کورس د جديت په اړ وپوهول شي او د کورنیو کارونو په ترسره کولو سخت جديت وښودل شي. همدارنګه د زده کوونکو د والدینو سره باید تل اړیکې شتون ولري.

لنډیز پايلې:

تکنالوژیکي او انټرنیټی پرمختګ د انلاین (پرلیکه) زډه کړیز میتود لپاره ښه زمینه برابره کړي ده، انلاين پرلیکه زده کړې ډیرې ښیګڼې لکه په اسانی او هر وخت کې د لاسرسي وړ وي او زده کوونکي په خپل تقسیم اوقات درسونه مخ ته وړلی شي نو له دغې وجې د دغه زده کړیز میتود ارزښت په نړۍ کې ورځ تر بلې زیاتېږي، په هر حال د دغه میتود پر وړاندې خنډونه هم شتون لري، لکه د انټرنټ کمښت، د خلکو د سيستم سره نه اشنایی او د ښوونکو د تجربې نشتوالي، په پرمختللو هېوادونو کې دغه خنډونه کم او په پرمختيايي هېوادونو کې زیات دي. په هغه افریقايي او نور پرمختيايي هېوادونو کې چې دغه میتود عملي شوي د ننګونې په شتون کې یې هم ښې پایلې لرلې دي، پایلې ښايي که د دغه میتود پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي یو ډېر شمېر وګړي به زده کړو ته لاسرسي پيدا کړي. دولت خصوصي سکتور او مرستندويه ټولنې باید په ګډه کار وکړي او د دغه میتود پر وړاندې شته خنډونه په ګډه همکاري له منځه یوسي او په دغه برخه کې عامه پوهاوي زيات کړي، ترڅو هغه وګړي چې فیزیکي (مخامخ) زده کړو ته لاسرسي او یا یې هم توانایي نه لرې له زده کړو برخمن شي. په هر حال دغه نوی زده کړیز میتود په نړۍ کې بریالی ثابت شوی او یو ډېر شمېر وګړو ته یې د زده‌ کړو زمینه برابره کړي ده.

اخځلیکونه:

https://rohi.af/news/84720

https://educationdata.org/online-education-statistics

https://www.totaralearning.com/en/blog/e-learning-challenges-and-trends-developing-regions

https://myviewboard.com/blog/education/how-to-overcome-the-challenges-of-distance-learning/

https://educonnect.co.za/the-importance-of-distance-learning/

https://www.viewsonic.com/library/education/what-is-distance-learning-and-why-is-it-so-important/

https://www.internetworldstats.com/asia/af.htm

https://borgenproject.org/online-education-in-developing-countries/

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 45

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نعمان شاداب د زدکړیال مجلی بنسټ ایښودونکی او د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.