ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
17 Jul 2018 - 19:35
author avatar
17 Jul 2018 - 19:35

په دې وروستيو کې د افغانستان په اړه په خبري نړۍ کې اورو چې هېواد مو سخت د اوبو له کمښت او نشتوالي سره مخ دی او ورځ تر بلې يې د اوبو سطحه ټيټېږي. حال دا چې افغانستان پرېمانه اوبه لري چې د دغه هېواد د ځينو ګاونډيانو ځمکې خړوبوي. په داسې حال کې چې څه موده مخکې د افغانستان پلازمېنه په نړۍ کې «بې اوبو پلازمېنه» وبلل شوه، څو ورځې مخکې په يوه راپور کې وويل شول چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د پلازمېنې کابل اوبه وچې شي. اوبه دي چې موږ په ورځني ډول د څښاک، اوداسه، طهارت يا پاکۍ او نورو ضرورياتو لپاره هر وخت او هر ځای اړتيا ورته لرو او د دغو احتياجاتو د پوره کولو لپاره ورڅخه استفاده کوو. اوبه موږ ته هېڅ اړتيا نه لري، خو برعکس موږ بيا په ورځني ژوندانه کې اوبو ته ډېره زياته اړتيا لرو، ان که اوبه نه وي له تندې به مړه شو.

اوبو زموږ ژوند را پاک، ستره او ښکلی کړی، خو موږ بيا د هغو اوبو چې زموږ ژوند ته يې پاکي وربښلې، په ښه ډول مو شکر هم نه دی ادا کړی او لا يې هم په بېځايه تویېدلو او مصرفولو صرفه نه کوو چې دا به مو يوه ورځ حتمي د اوبو له کمښت او وچېدو سره مخ کړي. الله تعالی (ج) د اوبو په اړه د خپل سپېڅلي کتاب په څو بېلابېلو مبارکو ايتونو کې داسي فرمايي:

((يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ خُذُوا۟ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍۢ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ وَلَا تُسْرِفُوٓا۟ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْرِفِينَ.)) سورة الأعراف ﴿۳۱﴾
ژباړه: «اې د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت کې په خپله ښکلا سينګار اوسئ او خورئ، څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ. الله (ج)، له حده تېري كوونكي نه خوښوي.»

‎((أَفَرَءَيْتُمُ ٱلْمَآءَ ٱلَّذِى تَشْرَبُونَ.)) سورة الواقعه ﴿۶۸﴾

ژباړه: «‎تاسي كله په غړېدلو سترګو كتلي دي، دغه اوبه چي تاسي یې څښئ.»

((ءَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ ٱلْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ ٱلْمُنزِلُونَ.)) سورة الواقعه ﴿۶۹﴾ ‎

«دا تاسي له ورېځو څخه را ورولې دي او که د دې وروونكي موږ يو.

((‎لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنَٰهُ أُجَاجًۭا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ سورة الواقعه ﴿۷۰﴾ ‎

ژباړه: «كه موږ وغواړو، نو دا به سختي تروې کړو؛ نو ولې شكر نه باسئ.»

د اوبو سپما د اوبو بقاء ده، د اوبو په سپما سره کولای شو د نورو انسانانو ژوند وژغورو، نه دا چې زموږ د ژوند دا پاکه، ارزښتناکه او حياتي ماده په بېځايه او بې ضرورته لارو مصرف کړو.

نو راځئ کوم څه ته چې موږ او تاسې ټول زياته اړتيا لرو، د هغه په سپما کې هم زياته هڅه او کوښښ وکړو، څو الله (ج) مه کړه د اوبو له کمښت او نشتوالي سره مخ نه شو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 17

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.