ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
16 Jan 2016 - 16:41
author avatar
16 Jan 2016 - 16:41

په دې ورځو کې د ایران او سعودي کړکېچ زور اخیستی، نړیوالې رسنۍ نسبتاً او اسیایي رسنۍ يې په پوره ډول ګرمې کړې دي. که څه هم ایران بې پرېتوب د سوريې، عراق او د یمن په جګړو د نړیوال په خولې له پخوا نه تر پوښتنې لاندې و، لیکن د سعودي او ایران کړکېچ وروسته له هغه ګرم شو چې سعودي شعیه مذهبي مشر د نورو سني مذهبه مشرانو په کتار کې یو ځای سعودي حکومت اعدام کړ، چې په سلسله کې یې ایرانیانو د سعودي سفارت ته اور ورته کړ او بیا سعودي خپلي دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې له ایران سره وشلولې.

که دغه کړکېچ او بحران ته له مذهبي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي څلور لینزه دوربین نه ځیر شو، نو بشري او مذهبي ناورین زېږوونکې ښکاري چې پر اسلامي نړۍ به په عمومي ډول او په افغانستان به په ځانګړې ډول خپلې اغېزې او تاثیرات ولري.

جوته ده چې مسلمانان له احکامي او فقهي اختلاف نه پرته کلامي یا اعتقادي اختلاف هم لري چې په مسلمه امت کې یې د اختلاف کافي واټن رامنځته کړی دی. د کلام یا اعتقاد پر بنسټ اختلافي مهم مکاتب یې شعیه، معتزله، اشاعره او مرجیه پېژندل شوي دي.

د پېژندنې له موخې باید اظهار کړم چه ایرانیان په داسې حال کې عمدتاً د شعیه ډلې اعتقادي اصول مني، سني مذهبه مذهبي پرګنې په کې هم مېشتې دي، همدارنګه سعودي عرب مېشته پرګنې او قومونه عمدتاً اعشاریه یا د سني ډلې د اعتقادي اصولو پاپند دي.

دواړه هېوادونه د همدغو اعتقادي اصولو له مخې په خپل وار سره په منځني ختیځ کې د شعیه مذهبو او سني مذهبو هېوادونو لارښود ځان بولي، خو د ختلافاتو څرنګوالی او کیفیت د دې لیکنې موخه نه ده، نو ځکه یې له تفصیل نه ډډه کوم.

د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د ایران او عراق جګړه چه کله ګرم پړاو ته ورسېده، سعودي خپل نظامي او سیاسي ملاتړ د عراق له سني مذهبه حکومت نه اعلان کړ او عملاً یې مرسته ورسره کوله چې دغه کار د ایران شعیه مذهبی حکومت د سعودي پر وړاندې پوره عقده من کړ او په تقابل او عمل مثل یې لاس پورې کړ نو ځکه یې د یوویشتمې پېړۍ لومړۍ لسیزه کې يې سعودي ته په یمن کې پوره سرخوږی جوړ کړ، ان تر دې چې د سعودي حکومت مجبور شو چې د سعودي په مشری د څو عربي هېوادونو ګډ ایتلاف جوړ کړي او د ایران پلوه هوسي یاغیانو په مقابل کې عملاً د جګړې ډګر ته راووځي.

له سیاسي او اقتصادي اړخه دواړه هېوادونه یمن ته څېرمه په خلیج فارس کې سرحدي او د تېلو د استخراج پر سر ناندرۍ او ستونزې له پخوا څخه لري.

که څه هم دا کړکېچ په ګرمه جګړه بدلېدل د عقل او منطق له مخې لږ څه بعیده ښکاري او په سیاسي جوړ جاړي محتمله ده، لیکن خدای مه کړه د دوهم احتمال په صورت کې په اسلام او افغانستان پوره ناوړې اغېزې کولای شي.

اول د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې په تېره بیا د منځني ختیځ اکثره هېوادونه د دواړو مذهبو یعنې سني او شعیه معقدین او باور لرونکي لري او ملتونه یې اعتباري یعنې غیر ذاتي وحدت لرونکي دي نو که خدای مه کړه د جګړې اور بل شو نو لمن به یې ټولو اسلامي هېوادونو ته ورسېږي او د مسلمه امت د مرګ په شمول به د اسلام ټغر توکړه توکړه شي.

ثانیاً د دې احتمالي جګړې لړۍ افغانستان ته راتلونکې ده، په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنیز وحدت هم اعتباري دی او د اعتبار سریښ یې وګړیز، قومي او سیاسي ګټې دي نو د شعیه او سني تر عنوان لاندې مدني جګړه به هېواد کې محتمله ده.

له بل پلوه په اوسني حالت کې د هېواد ټپي بدن او ناتوانه جسم اقتصادي مرحم او پټۍ ته ډېره سخته اړتیا لري، دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره مو د پولې، امن او بندر کړکېچ په ګرم پړاو کې دی نو د چابهار بندر یواځېنی اقتصادي او ارزانه بدیل ښکاري.

په پایله کې افغانستان، عراق او پاکستان ته په کار ده چې په دغه کړکېچ کې د منځګړتوب رول ولوبوي او د سعودي او ایران مسایل د خبرو له لارې حل کړي او که چېرې زموږ حکومت، پاکستان ته ورته یو طرفه دریځ غوره کړي او یو، یا له بل هېواد نه حمایت وکړي نو یوه ستره سیاسي او نظامی تېروتنه یې له وړاندې بولم.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بسم الله بسمل په ۱۳۴۸ لمریز کال کې په لغمان ولایت کې زېږېدلی دی او لومړنۍ زده کړې یې د همدغه ولایت په اول نمبر ښوونخي او ثانوي هغه یې په پېښور کې ترسره کړې دي. بسمل په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون له انجینرۍ څانګې فارغ شوی او په ۱۳۷۹ کال کې یې د اوبو لګولو او د سیندینو د انجینرۍ په څانګه کې ځینې نورې زده کړې د پېښور په پوهنتون کې کړې دي. دغه راز په ۱۳۹۳ کال کې یې د انګلستان د Liverpool په پوهنتون کې د رهبرۍ په برخه کې تخصص کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.