ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دې لیکنې د بحث موضوع د باور تیروتنه ده، آیا تل زموږ باورونه سم وي؟ آیا هغه څه چې وړاندې تر لیدلو مو باور پرې راغلی منطقي دي؟ څه وخت زموږ باور کولای شي سم وي دې او ديته ورته موضوعاتو په آړه بحث شوی.

داچې باور ډیر ځله وړاندې تر دې چې موضوع په اساسي ډول وڅیړو او د هغه څه په آړه چې موږ خپل باور کړی څومره سم دئ د بېلګې په ډول که چیرې موږ د کوڅې په سر کې ولاړ یو او یو تن دوه درې ځله تیر راتیرشي نو زموږ او ستاسو باور به څه وي معلومه خبره ده کله چې د یو څه په اړه باور کوو نو ځینې علایم نښې او نښانې په پام کې نیسو چې ډیر ځله د هغې موضوع په آړه چې موږ باور کوو تیر وتي یو او یاهم زموږ ظاهري نښو نښانو تیر ویستي یو ، هغه کس چې د کوڅې په سرکې ګرځي راګرځي کیدای شی چاته منتظر وي کیدای شي څه یې ورک کړې وي خو موږ او تاسو وړاندې تر دې چې د موضوع په آړه ځینې پوښتنه وکړو وار له وار په هغه خطا باور کوو او داسې فکر کوو چې کیدای شي غل وي کیدای شي هغه د کومي میرمنې په څارلو بوخت وي ، دیر ځله داسې هم شوي وي چې یو کس په ښار کې روان وي او هیڅ فکر یې نه وې او د هغه ترمخه کومه میرمن روانه وي خو بل کس هغه لیدلي وي او هغه ته وایې چې ما په ښارکې ولیدلې یوه میرمنه دې تعقیبوله او د هغه کس به هغې میرمنې ته هیڅ پام هم نه وي دا او دیته ورته نورې ډیرې بیلګې دي چې موږ د باور کولو په اړه خطا باسي.

ځینې وخت داسې هم کیږې چې موږ یوکس پرته له کوم لامل څخه بد ایسو( ښه مو نه ایسي) بس وایو چې د هغه څیره مې نه خوښیږي کیدای شي چې که هغه کس سره ناسته ولاړه وشي هغه به ډیر ګټور او د ښو اخلاقو او کردارو سړی وي دا زموږ غلط باور ده چې موږ تیر باسي.

آیا تل زموږ باورونه سم دي

د باور په هکله نوې څیړنې داښیي چې ډیری زموږ باورونه زموږ په ګټو تاوانونو او علایقو پورې تړلي دي که چیرې مو په یوچا پورې کاروبار اړوند وو نو که هغه ډیر بد انسان هم وي وایو چې ډیر ښه سړی ده او که مو د کوم چا سره آړیکې نه لرلې او یا مو کاروبار ورسره شریک نه  وو او یا یي هم ګټه نه را رسیدله نو وایو چې هغه ډیر بیکاره او ښه انسان نده پدې برخه کې  یوه داسې بیلګه وړاندې کول غواړم چې پدې نږدې موده کې زه پخپله ورسره مخ شوی یم د یوې ادارې سره مې د کار د نیولو مصاحبه( انټرویو) وه پدې مصاحبه کې د یو ولایت والي هم ناست وو د هغه پوزیشن چې ما غوښتل ورشم کار پکې وکړم یو آړخ د مدني ټولنو له آنسجام همکاري او همغږي سره تړلی وو ما د خپلو خبرو په یوه برخه کې مدني ټولنو ته آشاره وکړه وار له واره د یاد ولایت والي چې پخوایې هم مدنې ټولنې په ډیر سپکو الفاظو یادې کړې وې راته وویل چې دا مدنې ټولنې لا پسې څوک دي ته یې که لږ را وپیژنې، ماهم هغه معلومات چې د مدني ټولنو په هکله لرل د مصاحبه کوونکو او والي سره شریک کړل بیایی وویل داهسی چټی خبرې دي نه مدني ټولنه شته او نه هم مدني حرکت له هغې مصاحبې څو میاشتې تیرې شوې هماغه والي چې د مدني ټولنو سپکاوی به یی کاوه او ویل یې چې نه مدني حرکت شته او نه هم مدني ټولنه د هماغې مدنې ټولنې د مشر چې نه غواړم نوم یې ذکر کړم پخپله فیسبوک پاڼه کې صفت پیل کړی وو نوله دې څخه دا معلومیږي چې زموږ باورونه تل زموږ په ګټو پورې هم تړاو لري، کیداي شي وړاندې تر دې د هغه والي او مدني فعال ترمنځ د ګټو ټکر موجود او یاهم همفکره نه وو او وروسته سره یو شي وي.

آیا هغه څه چې وړاندې تر لیدلو مو باور پرې راغلی منطقي دي؟

نه ډیر ځله موږ ناسم باور تعقیبوو او د هغه څخه دفاع کوو موږ نشو کولای تل خپل باور پر نورو تحمیل کړو او دا و وایو چې زما آند د دې موضوع په آړه سل په سلو کې سم ده او باید چې تعقیب شي که داسې وي نو بیا والي صاحب یوازې د څو میاشتو په تیریدو سره ولې خپل نظر سل په سلو کې بدل کړ نو ښکاره ده چې موږ باید خپل باور وړاندې تر دې چې د موضوع په اړه معلومات راټول کړو ځان پوه کړو وار له واره یوه ناسمه او غلطه پریکړه کوو چې ډیر ځله زموږ همدا غلطه پریکړه زموږ د بدبختي او په ټولنه کې د ناورین لامل کیږي .

څه وخت زموږ باور کولای شي سم وي؟

کله چې موږ د یوکس او یوې موضوع په آړه څه باور کوو دا ښیي چې موږ د هغه سره څه آړیکه لرو او غواړو په راتلونکی کې څه ډول و اوسو ډیرځله زموږ باور هم سم وی خو هغه په هغو حالاتو کې چې موږ د موضوع په هکله درست برخورد ولرو او پوره معلومات یې په هکله ولرو بهرني تبلیغات هم کولای شي زموږ باورونه متاثره کړي خو آړینه ده چې موږ د موضوع په آړه ښه معلومات راټول او تر هغه وروسته قضاوت وکړو زموږ ډیری قضاوتونه او باورونه په ناسمو (تا ویلي او ما ویلي) خبرو ولاړ وي چې دا بیا پخپله د ستونزې زیږولو اصلي مرجع کیدلای شي په دری ژبه کې یومتل ده چې وایې (شنیدن کی بود مانند دیدن)

نو همدا اوریدل دې چې د ټولنې په ستونزو یې نورې هم ور اضافه کړیدي او له همدغو وړو ناراحتیو بیا په سترو ناروینونو آوښتي دي .

که چیرې موږ خپل باورونه تل منفي وساتو څه به رامنځته شي؟

که چیرې موږ خپل منفي باور د یوکس او یوې موضوع په هکله سم نکړو دا کیدای شي په عقده بدله شي او همدا عقده بیا د شخړې رامنځته کیدو سبب کیږي ډیر ځله به مو لیدلي چې په یوځای کې کسان وژل شوي وي تل خلک او دولت د د وژنې پخوانۍ ریښې څیړي چې د دې کسانو ترمنځ څه شخړې او عقدې موجودې وې او ډیر ځله خلک هم داسې وایې چې دا موضوع دومره نه وه خو د دوي پخوانی زړه ډک وو او اوس یې وار برابر شو، وړې وړې ناراحتۍ کیدلای شي د سترو ناورینونو سبب شي په هیواد د شته ناورین په ډیریدو کې دولتي چارواکو خپل رول څنګه آدا کړ قضایه، مقننه او اجرایه قوې ملت ته ستونزې را پیداکړې آړ کسان یې په دولتي آداراتو کې وځورول هغوی ناخوښه شول دا ناخوښي په عقدې بدله شوه او دې عقدې ته یوازې یوه آشاره کول پکار وو چې پدې برخه کې په کمین کې ناستو  دښمنانو له موقع څخه ښه ګټه پورته کړه او هیواد یې په سره اور بدل کړ خو دولت د دې ناخوښیو د کنټرول او مهار کولو لپاره هیڅ پروګرام نه لاره، په ټولنه کې د خلکو د پوهاوي د کچې تیټوالی هم د دي لامل شو ترڅو له دولت څخه ډیره تمه ولري او په پایله کې ناخوښي شي او جنګ جګړو ته مخه کړي.

داچې موږ د باور په دنیا کې ژوند کوو که چیرې موږ د خپل ناسم باور په هکله فکر ونکړو او بدل یې نه کړو او د هغه چا په آړه چې موږ کوم غلط فکر کوو ورسره خبرې ونکړو او په آړه یې پلټنه ونکړو لرې ندې چې زموږ دا ناسم باورونه به موږ د ناروین کندې ته ټیل وهي او ژوند به مو له ډیرو کړاوونو سره مخ شي ، تل دهغه څه په آړه چې فکر کوئ په آړه یې معلومات پیداکړئ او هڅه وکړئ چې دا معلومات له موثقو مراجعو ترلاسه کړئ په روانه جګړه کې په ګاونډیو هیوادونو کې ډیر تیر ایستل شويو ځوانانو ته داسې باور ورکول کیږي چې اسلام په خطر کې ده او د افغانستان په دننه کې ټول اسلامي ارکان نه ترسره کیږي او جوماتونه تړل شوي دي هغوی د ناسم باور پرپوله جنګ جګړو او حتی ځانمرګو بریدونو ته چمتو کیږي یو پښتو متل ده چې وایې (غوږ دې پیشو ویوړ) ته دې غوږ وګوره پشي پسې منډې مه وهه موږ د باور په اساس ډیرې پریکړې کوو خو په اړه یې فکر نه کوو.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.   

Visits: 27

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.