ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
16 Apr 2018 - 12:33
author avatar
16 Apr 2018 - 12:33

لکه څرنګه چې انګریزانو به خپل ټوپک په پردۍ اوږه په خپله ګټه ګرځاوه، دې ته ورته اوس امریکا خپل جنګ په پردۍ جغرافیې پر مخ وړي. دوى تل د نورو د بچو په ژړولو او د خلکو هیلو په وژلو کې خپلې ګټې غواړي.

یواځې دوى نه؛ بلکې اوس خو په نړۍ کې ټول زبر ځواک هېوادونه داسې یوه جنګي ستراتیژي لري چې تل خپل جنګ په نورو جغرافیو، په نورو سیمو او په نورو وګړو مخ ته وړي، د دې ګټې که څه هم دوى ته ډېرې دي خو دا یې هم یو له ګټو حسابیږي چې د دوى وګړي سالم پاتې کېږي، سیمه يې منظمه او همداسې روغه پاتې کیږي او يواځې ګټې یې دوى ترلاسه کوي.   

په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې د نورو تر فشار او کنټرول لاندې دي، مګر په ګرده نړۍ کې سپک او شرمېدلی هېواد چې ټوله نړۍ یې اوس په ښه شان پېژني هغه پاکستان دی.

د پاکستان نوم په اورېدو سره لږ هم که څوک په سیاسي مسایلو کې مطالعه ولري سر تر پایه پوهیږي چې څنګه هېواد دی، څنګه شرمېدلی نظام په کې حاکم دی او د کوم هېواد غلامي یې نه ده کړې؟

د دې هېواد سیاسیونو تل د یوه څېره بدلونکي، چغل غور او سپک انسانانو په شکل نړۍ ته ځان ښودلى او هېڅ وخت یې هېڅ شخص او هېواد سره هم که ډېر یې دوست هم وي وفاداري نه ده کړې. تاریخ یې له خپلو او نورو وګړو سره په دوکه او جفا کې تېر کړى.

د روسیې په ماتولو کې د امریکا له لارې ټولو هغو ډلو ته یې وسله او نور تجهیزات لېږدول او ځان به یې له افغان ولس سره خواخوږی یاداوه، مګر کله هم چې د خپل پلار له لوري ورته امر وشو په خپل کور کې یې ځینې قدرمن او درانه افغان مشران ونیول او امریکا ته یې وسپارل.

یواځې دا نه؛ په نوموړي هېواد کې حاکم تور پنجابیان په دې هم ښه پوهیږي چې د کوزې پښتونخوا ټول پښتانه افغانان دي او په دې ښه پوهیږي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به دا ولس راویښیږي او ځانونه به افغانان ګڼي چې همداسې هم وشول  .

د کوزې پښتونخوا په پښتنو افغانانو باندې د پنجابي نظام ځینې ربړې:

له دې له امله چې د کوزې پښتونخوا پښتانه افغانان دي دوی ورته په هېڅ برخه کې هم د زړه له تله پرمختیایي چارې نه دي ترسره کړې، لکه تعلیمي چاپیریال څخه نیولې بیا تر روغتیا، امنیت او داسې نورې بېلابېلې برخې، په ټولو کې یې پښتانه شاته پاتې دي که  ورانونکى نوم وي پښتون ته یې ورکوي، که چېرته د پښتون یا پښتنو انځور خلکو ته ښيي نو د جنګ پلوي انسان لقب ورکوي او هغه سهولتونه او اسانتیاوې چې د پاکستان نورې سیمې ورڅخه برخمنې دي د پښتنو سیمې ورڅخه بې برخې دي.

که چیرته د پاکستان دننه خپل دولت یې بمباري کوي په پښتنو یې کوي، که یې ولس کډوال کیږي پښتانه یې خپلې سیمې پرېږدي، زه ددې موضوع یو مثال وړاندې کوم تاسې به څو کاله وړاندې د خوست سیمه کې وزیرستاني او د هغه لوري نور کډوال لیدلي وي چې څومره په ظلم یې له خپلو سیمو شړلي وو چې بیا د امریکا یو چارواکی یې په همغې سیمې وګرځاوه او نوم یې دا ورکړ چې دا خلک ترهګر وو او موږ یې پر وړاندې عملیات وکړل او اوس یې ځینې ژوندي افغانستان ته اوښتي حال دا چې هغه ټول بې چاره او بې وسه خلک وو چې بیا د افغان دولت دې کور ودان وي چې له هغوى سره یې مرستې وکړې او کله چې د پاکستان خپل هدف پوره شو بېرته یې ورته وویل چې تاسې راشئ او په خپلو سیمو کې مېشت شئ.

دې ته وايي غلطه استفاده او د پښتنو بدنامول، همداشان نوموړي پنجابي نظام تر دوه دېرش زرو پښتانه ځوانان تري تم کړي او وژلي دي. او تر ۱۲۰۰ قومي مخور یې په هدفي وژنو کې له منځه وړي په دوی کې یې زیات شمېر هغه کسان شامل وو چې تل یې غوښتل د کوزې پښتونخوا افغانانو غږ پورته کړي او نړۍ ته د پنجابي نظام بده څېره ورښکاره کړي.

همدا شان د امنیت او ثبات له نظره د پاکستان دولت پښتون مېشتو سیمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او د بدنامولو په خاطر ورته ډول ډول دسیسې جوړوي، ځکه خو په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ ډېر راپورونه له همدې سیمو څخه ورکول کېږي. که موږ د پاکستان تېر څه مودې امنیت ته وګورو، د بې ثباتۍ زیاتې پېښې په پښتون مېشتو سیمو کې شوې دي.

 لکه په تېر کال کې په کوټه کې د زمري د میاشتې په دوه ویشتمه انتحاري حمله کې شاوخوا شپېتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د وږي لسمه مومند ایجنسۍ کې د ماين چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، د وږي په شلمه کوټې ته نږدې څلور افغان هزاره ګانو وژنه او د دوو تنو ټپي کېدل.

دغه راز د تېر کال د وږي په اووه په ویشتمه په باجوړ ايجنسۍ کې د ماين چاودنه کې د اوو کسانو وژنه، د تلې میاشتې په شپږویشتمه کوټه او بنو کې برید ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله او له دې نه سربېره په روان کال کې د دوو پښتون مېشتو خبریالانو بخشش الهي او هارون خان وژل کېدل او داسې نورې پېښې یادولی شو.

دا خو د امنیت برخه ده چې په پاکستان کې پښتانه په کې خواره برخه لري، په نورو برخو کې هم دغه خوار ولس ته د زړه له اخلاصه کار نه کېږي او یواځې د صبر کولو ځواک لري.

د روغتیا په برخه کې په پښتونخوا کې د ډینګي په نوم ناروغۍ له امله په لسګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لا نوره هم دغه ناروغي په دې خلکو کې خپرېږي؛ ځکه ځايي اداره یې په کنټرولولو کې پاتې راغلې که دا اوس هم د پېښور زیاتره روغتونونو حالت وګورئ د دې ناروغۍ ناروغان به په لسګونه په کې بستر وي.

د نوموړي بدنام هېواد ولس له خپلو سیاسي مشرانو دومره کرکه لري چې څومیاشتې مخکې په څو سیاسي غونډو کې ددې هېواد مشهورو سیاسي ګوندونو رهبران د خلکو له لوري په بوټونو وویشتل شول.

باور وکړئ چې ددې هېواد په مستندو ناکردو بیانولو به زه په لیکلو او تاسې په لوستلو ستړي شئ، دې بدبخته پنجابي نظام اوس د خپل پلار په امر ځینې افغانان نیولي دي، او د خپل بادار د خوښۍ په خاطر به کوم ظلمونه پرې کوي.

ددې تر څنګ د کوزې پښتوخوا افغانان خو څه په کرار نه پریږدي بلکې د  برې پښتونخوا افغانان هم غواړي تل ناکراره وویني. کله په کونړ توغندي راتوغوي، کله یې په ننګرهار راتوغوي، کله د پکتیا په پټان سیمه يې راتوغوي او کله یې د خوست په ځاځي میدان  . مطلب په هر ډول چې وي تور پنجابیان غواړي چې افغانان تل وځورېږي.

خو دوی دې هم خبر وي چې که د کوزې پښتونخوا وي او که د برې پښتونخوا،  د دواړو ولسونو په رګونو کې د یو افغان وینه حرکت کوي وخت به راځي چې ددې یوې یوې ناکردې حساب به ورڅخه اخلي او دا وخت ډېر رانږدې دی.

ځکه اوس ټول په دې پوه دي چې دښمن یې څوک دی، د پېښور په شان لوی ښار کې چې له نجیبه تر نقیبه د حق غوښتنې چغې پورته کیږي  او لر اوبر یو افغان چغې وهل کیږي نو دا دې د ځان لپاره د خطر لوى زنګ وګڼي او که نن وي که سبا وي د ژوند بېړۍ یې د چپه کېدو په حال کې ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
 

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.