د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ترکمستان پر ځاى بايد له نويو سرچينو څخه برېښنا ترلاسه شي

Nov 17, 2015 - 14:27
Election Articles

د لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګو، غزني او کندهار ميليونونه ولس درې کاله نور له پرمختګه غورځول  او ٨٥١٢ ميليونه ډالره زيان وراړول ستر ملي خيانت دى.

د اسيا پراختيايي بانک له ترکمنستان څخه  د ٣٠٠  ميليونو ډالرو په پانګونه د برېښنا په راواردولو وتوانېد، چې د متفکر اشرف غني او ډاګټر عبدالله  په حکومت کې له مظلومو افغانانو څخه په لسو کلونو کې د خپلې پانګونې٣٣٢٪ ګټه ترلاسه کړي او حکومت به د ٣٠٠ ميليونو ډالرو  په خپلولو په لسو کلونو کې ٨٥١٢ ميليونه ډالره نغد او نور ډېر زيانونه  افغانانو ته واړوي.

د تړون له مخې، د برېښنا ۵۰۰ کيلوواټه مزي به د ترکمنستان آقينه، شبرغان، اندخوی، بغلان او کابل له لارې لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګو، غزني او کندهار ته په راتلونکو درې کلونو کې وتړل شي او له ترکمنستان څخه به ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا راوړي، د ۱۰ کلـونو لپاره به افغانان مجبور وي چې دغه برېښنا په لوړه بيه واخلي.

دغه پروژه به په روان ميلادي کال کې پيل شي او د ۲۰۱۷ کال تر پايه کېداى شي په بشپړېدو يې  لوګر، پکتيا، خوست، غزني، ميدان وردګو او د کندهار ولس ته د برېښنا ژمنه ورکول کېږي، چې درې کاله نور به ددغو ولايتونو خلک له پرمختګ څخه لرې وساتل شي.

ددغې پروژې مالي لګښت چې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالره اټکل شوی، د اسيايي پراختيايي بانک د مرستو تر نامه لاندې پانګونه ده، چې ترکمنستان او اسيايي بانک به له مجبورو افغانانو څخه ٣٦٠زره ډالر په ساعت،  ١٠٫٨ ميليونه په مياشت، ١٢٩٫٦ ميليونه په کال او ١٢٩٦ ميليونه په لس کلونوکې اخلي. د هر کيلوواټ نرخ پنځه سنټه ډالر يا نېږدې ٣٫٥ افغانۍ به ترکمنستان اوکېداى شي، اسيا پراختيايي بانک واخلي.

د برېښنا شرکت همدا اوس په هېواد کې برېښنا کورنيو ته له ٤-٧ افغانيو او کاروبار ته  له ١٥-٢٠  افغانيو  يو کيلوواټ ساعت ورکوي، په اوسط يو کيلوواټ ساعت ١١ افغانۍ پرېوځي. په لسو کلونو کې به له ترکمنستان څخه د وارداتي  برېښنا ټول لګښت ٤٣٨٧ ميليونه ډالره کېږي، چې له مظلومو افغانانو څخه به په لسو کلونو کې له دغې پانګونې څخه ٣٣٢٪  ګټه ترلاسه کړي، يانې پر هر ډالر پانګونه به نېږدې ٤ ډالره له افغانانو ګټي.  

لومړى خو دا د اسيايي پراختايي بانک مرسته نه، بلکې پانګونه ده، هرڅوک چې برېښنا خرڅوي، د رسولو لګښت يې د برېښنا خرڅوونکي پرغاړه دى. بيا هم که ٣٠٠ ميليونه ډالر په رښتيا مرسته وي  او که د مرستې تر نامه لاندې اوږمهاله پور وي، نو افغانانو خداى مو مل شه، کړوسي به مو هم دا پور او ددې سود پرې نه کړي. د برېښنا اړوند ادارې بايد ددغه تړون شرطونه له ټولو سره شريک کړي، همدارنګه ولس ته چې د ټولو ملي تړونونو د کتلو قانوني حق لري بايد ورکړل شي، ويل کېږي چې د کرزي حکومت داسې ډېر پورونه کړي چې وروسته به يې افغانان تاوان ورکوي. 

دغه  ډول مرستې شاته ډېرې ناوړه اغېزې لري يو څو يې لاندې ليکم:

  • هېوادوال پر بل چا متکي کول
  • د برېښنا صنعت وژل
  • د درې کلونو يا ډېر انتظار زيان رسول
  • د کوم ټوپکي، مافيا يا جنګسالار د برېښنا پر ستنو ګوزار سره ټوله شبکه ناکاره کېدل
  • په ترکمنستان کې سياسي بدلون.

ورته نورې پېښې پرځاى پرېږدم، د نغدې ګټې خبره کوم، له بده مرغه موږ چې نغدې ووينو له هر ډول شرطونو سره يې منو، که زما خبره رښتيا نه واى، نو موږ به کله هم د اسيا پراختيايي بانک او نورو ورته زبېښګرو دغه ډول پروژې نه منلاى، نو ځکه  نغده ګټه ولس او حکومت دواړو ته ورپه ګوته کوم. 

په نړۍ کې هغه هېوادونه چې له اوبو، تېلو، ګاز او ډبروسکرو څخه خپله بسيا انرژي جوړوي، روانه  لسيزه کې خپلو هېوادونو ته پروګرام ټاکلى چې تر ٢٠٢٠ ميلادي کاله بايد خپله ډېره برخه انرژي، نويو سرچينو لکه لمر، باد او بيلوژيکي توکو څخه په لاس راتلونکې انرژۍ ته واړوي. په دغه لړ کې متحده ايالاتو او اروپا ٢٠٪، سويډن ٦٠٪  د خپلې برېښنا نويو سرچينو ته د اړولو موخې ټاکلي او نورو هېوادونو ورته ژمنې کړي، خو د افغانستان نوم په کې نشته!

دغه ټاکنه په تېره لسيزه کې شوې، خو د هېواد د تېرې لسيزې او اوسني چارواکي د خپلې ناپوهۍ او يا غدارۍ له امله، په دې سترګې پټې کړي، چې د نړۍ پرمختګونو ته وګوري او هغه په زغرده د خپل حکومت او ملت لپاره خپل کړي. يوه ښه بېلګه ددغې ناپوهۍ يا غدارۍ له نويو سرچينو څخه د برېښنا لاسته نه راوړل دي. افغانستان بايد تر هرچا وړاندې نويو سرچينو څخه بريښنا جوړول خپل کړي واى، ځکه چې اړتيا يې ورته درلوده، خو د هېواد چارواکي د ٤٠ کاله  زاړه  فکر خاوندان وو، نو ځکه دوى په زړو لارو روان دي.

د لمريزو دړو ( شمسيو) يو واټ برېښنا نن سبا په نيم ډالر پرېوځي، چې يو مېګاواټ يې پنځه لکه ډالر کېږي او شپږ ساعته برېښنا ورکوي،  که د ساتلو او وړلو لګښت يې چې د لومړۍ پانګونې ٢٫٥ برابره دى، ورواچو نو ٢٤ ساعته يو مېګاواټ لمريزه برېښنا  په ١٫٢ ميليونه ډالره  برابرېږي.

همدارنګه د شپې او لمر نشتون لپاره که د بادي برېښنا يو مېګاواټ چې تر يو ميليون ډالرو لګښت لري، له  لمريزو  برېښنا کوټونو سره يوځاى شي، نو په ډېره اسانۍ يو نيم مېګاواټ برېښنا په  ٣ ميليونه ډالره پانګونه په څو اوونيو يا مياشتو کي تر لاسه کولاى شو، چې ورته تجربې په هېواد کې ترسره شوي، همدا اوس په باميانو کې د لمريزې برېښنا بريښناکوټ خلکو ته برېښنا ورکوي.

که له ترکمنستان څخه د برېښنا راوړولو پر ځاى دغه د ٣٠٠ مېګاواټه اړتيا  پر١٫٥ مېګاواټه برېښنا کوټونو ووېشو او ٢٠٠ د برېښنا خصوصي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شي،  له هر جواز  څخه يو سل زره ډالره فيس واخيستل شي، نو حکومت ته په څو مياشتو کې٢٠ ميليونه نغده ګټه په لاس ورځي او له راتلونکو ٢٠ څخه تر ٣٠  کلونو لپاره موږ په خپله کور کې په جوړه شوې برېښنا بسيا کېږو.

که د ترکمنستان په نرخ ٠،٠٥  ډالره حکومت او ملت په خپل کور کې د خپلو خلکو له دغه خصوصي شرکتونو نه برېښنا واخلي نو هره ورځ يو نيم مېګاواټ برېښنا کوټ ١٨٠٠ ډالره په ورځ  ٥٤٠٠٠ ډالره د مياشتې ګټه کوي، چې په پنځو کلونو کې برېښناکوټ خپل سر وباسي او ١٥ کاله نور ٨ زره ډالره ګټه کوي .

که د برېښنا شرکت په ظالمانه نرخ يانې نېږدې ١١ افغانۍ يو کيلوواټ ساعت برېښنا خرڅه کړاى شي، دغه برېښناکوټونه په يو کال کې خپل سر وباسي او ٢٠٠ برېښنا کوټونه د ورځې ١،٢ ميليونه او په مياشت کې ٣٦،٧ ميليونه، په کال کې٤٤٠ ميليونه او په لسو کلونو کې٤١٥٦ ميليونه ډالره د ترکمنستان پرځاى له خپلو هېوادوالو سره پاتې کېږي.

دغه ډول نوښت له حکومت څخه هېڅ پانګونه او لګښت نه غواړي، بلکې په يو ساعت کې په يو فرمان پورې تړلې خبره ده، په څو مياشتو کې ميليونونو هېوادوالو ته برېښنا رسېږي، په زرګونو خلکو ته کار پيدا کېږي، په هېواد کې د بادي او لمريز برېښنا کوټونو  صنعت پياوړى کېږي، ددغې تجربې پر بنسټ،  دغه کمپنۍ کولاى شي، نورې نړۍ څخه په زرګونو ميليونه  ګټه  لاسته راوړي، د اورپکو او ورانکارو ټولې شبکې ته زيان رسول د نشت برابر کېږي، هېواد او ملت پرځان بسيا کېږي، تر ٢٠ کلونو پورې دغه برېښنا کوټونه کار کوي چې ټوله ګټه يې ٨٥١٢  ميليونه ډالره افغانانو ته رسېږي. دغې پانګونې ته په زرګونو افغانان تيار دي، خو خاين حکومتي چارواکي د خپلو څو سوه زره ډالرو فساد په بدل دا زيان ټول ملت ته اړوي.

اى د کابل چارواکيه! که ته ٨٥١٢ ميليونه ډالره زيان او درې کاله په ميليونونو افغانان له پرمختګ څخه شاته غورځوې ، ايا خيانت نه کوې؟

د افغانستان پتمن ولسه! ما خپل مسووليت ادا او پرتاسې مې غږ وکړ، نور مو خوښه خپله  که تاسې له زما سر همکار شئ، ورته په زرګونو پروژې به پلې شي او نن به ستاسې ځوانان د تېښتې پرځاى نړيوالو خپله وربلل، مرسته او د کاروبار غوښتنه به يې ورڅخه کوله.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Author’s brief introduction

نوررحمان لېوال د لېوال ملي مړښت پروګرام مشر دى.

More posts by the Author

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan