ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 Nov 2015 - 18:48
author avatar
30 Nov 2015 - 18:48

د اسلامي قانون له مخې عُشر ‌یا لسمه د ځمکني کرل شوي کښت د حاصل هغه لسمه برخه ده چې د ځمکې د مالک لخوا غریبو، مسکینو او اړمنو خلکو ته ورکول کیږي. لکه څرنګه چې په مال کې زکات ورکول کیږي، دارنګه د کښت په حاصل کې عُشر لازم دی. په مال کې زکات او د کښت په حاصل کې عُشر مالي عبادات دي او عبادت د ﷲ (جل جلاله) د رضا په موخه د روا او جایزو کارونو په سرته رسولو كې ترسره کیږي څو وړ خلکو سره مرسته وشي او شرط يې پوره شي. 

خو له اوږدې مودې راهیسې د هیواد په مختلفو سیمو کې کوکنار او ورته نور د نشه یي موادو زيږنده كښت  کیږي. داچې د ددې کښت عُشرجايز دی کنه، رڼا اچول پرې مهم دي. 

د نشه یي توکو زیږنده کرکیله پرته له شرعي اړتیا هیڅ جواز نه لري. ځکه چې”هر نشه کوونکی او هوښ له منځه وړونکى څیز حرام دی” او فقهي قاعده هم دا حکم کوي چې: «کُل مَا یُؤدی اِلی حَراَمٍ فَهُوَ حَرَام.» یانې ( هر هغه شی چې د حرام لپاره لار او زمینه برابروي هغه هم حرام وي). نو د نشه یي توکو زیږنده کښت حرام دی ځکه چې نشه یي توکي ترې لاس ته راځي. اوس چې کښت یې حرام شو نو عُشر به یې حلال او جایز وي؟ د دې مثال خو دا دى چې له یو غل څخه د غلا په مال کې زکات واخیستل شي سره له دې چې ټولو ته په ډاګه وي چې شتمني له حرامو لارو تر لاسه شوې ده. نو له پورته قاعدې بله فرعي قاعده دا ترلاسه کیږي چې په حرامو کې د حلال ګنجایش نشته او  له حرام څخه حلال تر لاسه کېدل امکان نه لري.

په هیواد کې د نشه یي موادو د کښت تولید او قاچاق لنډ شالید ته که وګورو نو د طالبانو له اسلامي امارت څخه پیل کیږي، چې په کې د نشه یی توکو په کرکېله، تولید او قاچاق قانوني بندیز وو. خو بیا هم افغانستان د نشه یي توکو نړیوال بازار وو. د کرزي د موقت حکومت له راتګ سره د نشه یی موادو په کرکېله، تولید او قاچاق بیا بندیز ولګېد  او د مخنیوي لپاره یې نړیوالو هڅې پیل کړې دا چې ریښې یې ډیرې ژورې وې، نو د موقت حکومته نیولې تر دې مهاله د دې نړیوال مارکیټ ختمول اسان کار نه دی. ځکه  اوس هم  د هیواد په ګڼو اطرافي او لرې پرتو سیمو کې بزګران ياد کښت كوي . خو د چا لخوا هڅول کیږي؟  ولې مجبوریږي؟ اغېزې او پایلې یې څه دي؟  دا هغه سوالونه دي چې جوابونه به یې په دې لیکنه کې مطرح شي.

 داچې تراوسه په هیواد کې بشپړ امن نشته او وخت ناوخت په مختلفو نومونو په مستقیم او غیر مستقیم ډول دښمن جنګیږي او په سیمه کې د خپلې اغېزې او ولکې هڅه کوي. د نورو بهرنیو تمویلي عواملو ترڅنګ یې په هیواد کې د نشه یي موادو قاچاق د تمویل یو داخلي عامل هم دی.د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د تیرو راپورونو په بنسټ  ( ۹۴) سلنه د تریاکو تولید د ګڼو ولایتونو لکه: هلمند، غزني، کندهار، کاپیسا، ننګرهار، مزار، وردګ او بدخشان اړونده یوڅلویښت نا امنه ولسواليو کې د حکومته بهر، په حكومت کې او د حكومت د مخالفی مافيا  لخوا ترلاسه کیږي چې له همدې امله افغانستان (۸۰)  سلنه د تریاکو تولیدوونکې هیواد ګڼل شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قانون د تنفیذ او مخدره موادو سره د نړیوالې مبارزې د ادارې (UNODC) د شوې سروې پر بنسټ په افغانستان کې په نشه یی توکو روږدي خلک تقریبا یو ميلیون او شپږ سوه زرو ته رسیږي او دا کچه لا په زیاتېدو ده. په یادو ولایتونو کې د نشه یی توکو د تولید او  قاچاق په موخه عموماً د ترهګرو دوه ډوله فعالیتونه شتون لري:

لومړی : دوی خپله په مستقیم ډول د نشه یي توکو په کرکېله، تولید او قاچاق کې دخیل دي. د بېلګې په ډول په ( ۱۳۹۱) کال کې هلمندي طالب قوماندان ملا نعیم بړیڅ چې پاکستان او ایران ته د نشه یي توکو ستر قاچاقبر و د امریکایانو لخوا د نړیوال قاچاق په تور لېست کې شامل شو. همدارنګه د کندوز د پیښې په تړاو د حقیقت موندنې څېړنیز کمېسیون د راپور له مخې، په پېښه کې د ترهګرو ترڅنګ د قاچاقبرو هم پوره لاس وو. ځکه د قاچاق لپاره ناامني یو اساسي فکټور دی نو قاچاقبر د ترهګرو په مټ سیمې ناامنه کوي او خپل کار پر مخ بیایي.

دوهم : قاچاقبر او مافیا د ترهګرو په مټ ځایي اوسېدونکي او بزګران تهدیدوي څو دوی د نشه یي توکو زېږنده کښت وکړي چې ترهګر د خپلو ګټو په خاطر دا کار هم د دوه موخو لپاره ترسره کوي: 
۱_ د عام او ارزانه کښت لکه غنمو په پرتله د قیمتي او لوړ کښت، د لوړ عُشر لاس ته راوړل. چې په نظامي تجهیز او اکمال کې يې مهم رول لوبوي.

۲_ د قاچاقبرو لپاره زمینه برابرول، مارکیټ یې پیاوړي کول او سیمې ناامنه کول څو دوی خپل کاروبار په ښه ډول ترسره کړي. لکه د بدخشان ولایت چې د هیروئینو د کارخانو او د هلمند ځینې ولسوالۍ چې د پوډرو، تریاکو او چرسو د تولید مرکزونه ګڼل کیږي.

د جګړې او سیمو ناامنه کولو سربېره د ترهګرو لخوا د ځایي استوګنو او بزګرانو څخه د عُشر او مجاهدینو سره د مرستې په نوم په زیاته پیمانه حاصل یا په بدل کې یې مال اخیستل د نشه یي توکو د کښت دوهم لامل دی. که څه هم ځایي اوسېدونکي او بزګران د نشه یی توکو د کرکیلې لیواله نه دي، خو سره له دې هم د قاچاقبرو او ترهګرو د خپلمنځي قوي اړیکو پر بنسټ دوی مجبوریږي او  د ځمکه لرونکيو سیمه ییزو هټیوالو نه د طالبانو لخوا  عُشر او يا يې په بدل کې نور توکي او مال  اخيستل كيږي چې د ځینو راپورونو او ځایي استوګنو په وينا طالبانو سږکال د غزني ولایت د (ده یک) ولسوالۍ څخه یواځې دېرش میلیونه کلدارې د عُشر په نوم راټولې کړي،او په ټوله کې یې  د عُشر کلنى عاید تقریبا اویا میلیارده کلدارې اټکل شوی دی.

د حېرانتیا خبره داده چې د شرعي نظام غوښتونکي او مبارزین ولې خپل تجهیز او تمویل له حرامو لارو تر لاسه کوي!؟. ولې د خپلو ګټو لپاره سیمې ناامنه کوي، وژنې کوي او ولس د هېواد دننه بې کوره کېدو او بهر ته مهاجرېدو ته اړباسي؟ ورته کړنې د هیواد او هیوادوالو د هراړخیزې تباهۍ لامل ګرځي، چې عاملین یې همدوی دي.

خو له بلې خوا له  نشه يی توکو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په تخنیکي مرسته د  (۲۰۱۵)کال د تازه سروې د راپورونو پر بنسټ د هیواد (۴۰٪) ځمکه د کوکنارو او ورته کښتونو څخه پاکه شوې. همدارنګه د یاد وزارت وزیره سلامت عظیمي وایي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په ټوله کې د نشه یي توکو په کرکېله کې ( ۱۹٪) او په تولید کې یې (۴۸٪) کموالی راغلی دی. په (۲۰۱۴)کال کې د هیواد په مختلفو سیموکې په ( دوه سوه څلوېښت زره) هکتاره ځمکه کې د نشه یي توکو زېږنده کښت کېده. خو په روان کال کې دا کچه (یو سلو درې اتیا زره) هکتاره ته راټیټه شوې ده. چې د (۲۰۱۰) کال څخه وروسته دا لومړی ځل دى چې په ټوله کې په دومره لوړه کچه کموالی رامنځ ته شوی دی.

اوس څه لامل شو چې په دې ستونزمنه برخه کې دومره په هراړخیز ډول ټيټوالی راغلی!؟ عمده لاملونه یې دادي چې مخکې له افغان ځواکونو سره نړیوال ځواکونه مل وو، تر ډېره یې عملیات سره یوځای او مستقل نه وو. خو اوس امنیتي او دفاعي چارې په مطلق ډول افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي او له بهرنیو محدودیتونو خلاص شوي دي نو امنیتي او دفاعي افغان ځواکونه هغو سیمو ته ورسېدل چې مخکې په مطلق ډول د طالبانو په ولکه کې وې، تر ډيره د نړیوالې مافیا لاس هم لنډ کړی دی.

ولس هم د طالبانو له دا ډول جبري او ترهګریزو کړنو سخت تنګ شو او د ترهګرو په ضد یې ولسي تړونونه او پاڅونونه پېل کړل چې د بیلګې په ډول یې د غزني د اندړو او ننګرهار د شینوارو پاڅونونه او قومي تړون د یادولو دي. د نشه یي توکو د هراړخیز کمښت په سیمه کې د ترهګرو د کمزورتیا او پر وړاندې یې په مقابلې دلالت کوي. 

د نشه یي توکو تولید او قاچاق د جنګ او ترهګرو سره تړاو لري، ترهګر یې تولید او قاچاق پیاوړی کوي، او د دې په واسطه تر یوه کچه بېرته ترهګر تجهیز او تمویلیږي. بلاخره ترهګر جنګ کوي او سیمه ناامنه کوي، نوی نسل مو په نشو روږدی کیږي دټولنیز پرمختګ او هیواد ابادونې څخه بې برخې کیږي او په هر ډګر کې وروسته پاتې کیږي. نو د دې بدې پدیدې مخنیوی چې اساس یې ترهګري ده په لویه کچه د حکومت او په وړه کچه د هر رښتیني افغان شرعي او ملي وجیبه ده د مخنیوي لپاره یې خپلمنځي یووالی او له حکومت سره لاس یو کول خورا اړین دی. 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 15

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

روح الامین حسن د استاد محمود حسن کامه وال ځوی او د مرحوم قاضي محمد هاشم کامه وال لمسی دى. د ننګرهار د کامی اوسيدونکى دى. په ۲۰۰۹ زيږديز کال کې د امام بخاري( رحمهم الله) د لېسې څخه فارغ شوی او وروسته د نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې د شرعیاتو او قانون پوهنځي څخه په ۲۰۱۵ زيږديز کال کې فارغ شوی دى. اوسمهال د مدافع وکیل او د افغانستان د بشري پرمختیا ادارې کې د قانون په برخه کې کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.