ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښه حکومت دیوه هیواد د امنیت ، پرمختیا ، ترقۍ ، دخلکو تر منځ د نیکو اړیکو ، تحصیل ، صحت ، زراعتي ودې او له ګاونډيانو سره د انډول ساتلو یو مهم جز یا مهم ارګان شمېرل کیږي او په نړیواله کچه ښه حکومت د ملي او بین المللي اړیکو ، فیصلو او تصامیمو په نیولو کې خورا لوی او مهم نقش لوبولای شي.

داچې افغان ولسمشر په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د ډیرو نورو ژمنو ترڅنګه داهم ژمنه کړې وه چې د حکومت او ملت ترمنځ رامنځته شوی واټن به له منځه وړي ویلی وو، خودایې نه وو ویلي چې کله او څنګه د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سره ورځ تربلې دا راغوړیدلې هیلې مخ په رژیدو دي او په دې اړه هیڅ کار هم نه دی تر سره شوی، بلکې  نوره هم دا ستونزه مخ په ډیریدو ده ، د بېلګې په ډول په هغو ملي مسایلو کې د خلکو نه ښکیلتیا چې په ټولو وګړو پورې تړلې وي د خلکو نه ګډون ښکاره نښه ده .

داچې ملت ولې له دولت څخه واټن اخیستو ته مجبور شوی غواړم په دې برخه کې یوڅو د ګوتو په شمار بېلګې په دې لیکنه کې له دوستانو شریکې کړم .

بهر میشتي افغانان پر دندو ګومارل:

داچې د افغان حکومت ډیری لوړ پوړي چارواکي د ولسمشر په ګډون له بهر څخه راغلي او په هیواد کې د واک پر ګدۍ ناست دي ملت د دې کړنې پر وړاندې ډیر حساسیت ښودلی او تل یې په دې کار نیوکه کړې ده، په هیواد کې روان اداري فساد هم د همدې بهر میشتو افغانانو یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او په دې باور دي چې که چیرې په هیواد کې حالات خرابیږي او یاهم هیواد له اقتصادي او نورو بحرانونو سره لاس او ګریوان کیږي دوی چې د بهرنیو هیوادونو پاسپورټونه په جیب کې لري پرته له کومې ستونزې خپل ځان له خطرناکو حالاتو څخه ژغوري نو بیا هم په کور دننه افغانان دي چې ځوریږي او د هیواد درد او تکلیف ګالي، همدا بهر میشتي افغانان دي چې په اداري فساد کې تر نورو ډیر ښکیل دي او د خلاصون خورا ډیرې عصري لارې چارې ورته معلومې دي، د دې بهر میشتو افغانانو په راتلو سره په کور دننه د کار زمینه نوره هم له ګواښ سره د هغه چا لپاره مخ کیږي چې په کور دننه د کار پوره وړتیا اوتوان لري همدې کار د ملت او حکومت ترمنځ د واټن د رامنځته کیدو ستر ګواښ پیداکړی او خلک خپل ځان په حکومت کې نه ویني ، حکومت پرځان یو ډول تپل شوی او د زور واکداري ګڼي.

په حکومت کې د اداري فساد له وجهې خلک دې ته اړ ویستل شول ترڅو خپلې حقوقي او جزایي دعوې مخالفو وسله والو ډلو ته وړاندې کړي چې یوازینى لامل یې هم په خپله د مفسدو دولتي چارواکو شتون وو او په عدلي او قضایي نظام کې د فساد ګرم بازار ملت تر دو سپږمو را رسولی او داغوره ګڼې چې خپلې ستونزې یا پرځای پریږدي او یایی هم د وسله والو ډلو په منځګړیتوب حل کړي.   

بل خوا د امنیت په برخه کې په ټول هېواد په تېره بیا پلازمېنه کې د جنایي پېښو له حده زیاتېدو هم له یوې خوا د هېواد په اقتصادي، ټولنیز او سیاسی امنیت منفی اغیز کړی له بلې خوا یې عام خلک وارخطا کړي ، په نظام او امنیتی ځواکونو یې بې باوري زیاته کړې ده.

د سیمه ئیزو پولیسو جوړول:

د سیمه ییزو پولیسو  تشکیل په لومړیو میاشتو کې د هغوی پر کړنو له عامو افغانانو نیولې تر مدني ټولنې او چارواکو پورې غبرګونونه وښودل شول، د اکثرو سیمه ییزو پولیسو پر ضد، چې د ګڼو بې ګناه وګړو، مېرمنو او ماشومانو په وینو یې لاسونه ککړ بلل کېدل، همغه وخت خورا جدی غږونه اوچت شول؛ مګر د مخنیوي لپاره یې هېڅ ډول ګام پورته نه شو او د هغوی پر جنایتونو سترګو پټولو، عام افغانان مرکزي دولت ته له شکایت کولو ناهیلي کړل چې همدا سیمه يیز پولیس د وخت په تیریدو سره معلومه شوه چې یوه ستره تېروتنه وه او دولت یې د غیر قانوني کړنو په مهارولو کې پاتې راغی، د کندز ولایت سقوط او په ډیرو شمالي ولایتونو کې د جګړو د میدان را ګرمیدلو لامل هم سمیه يیز پولیس بلل کیږي.

په ډلو ټپلو د واک غیر قانوني وېش:

د ملی مصلحتونو او ملی مشارکت تر پلمې لاندې د واک پر سر په نظام د معاملو پایله دا وه چې امنیتی سکتور تر ډېره په تېرو جګړو کې د مطرح لوبغاړو لاس ته پرېوځي، په واک کې د یوې قبیلې او یوه قوم څو معلوم الحاله سیاسي ټیکه داران راتلل او د هیواد د نورو ټولو وګړو حقونه تر پښو لاندې کول، پر امنیتي او دفاعي سکتور د یوې سیاسي ډلې حاکمیت د هیواد د سیاسي ثبات د ګواښل کیدو لامل شو ، په امنیتي ارګانونو کې ګومارنې ټولې په تنظیمي ،سلیقوي او شخصي روابطو ترسره شوې چې دې کار هم ملت له دولت څخه آړ ویست ترڅو واټن واخلي که په ښکاره ډول وویشل شي په کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست کې د جمعیت او په ځانګړي ډول د پنجشیر ولایت مشرتابه او خپلسرۍ ډیر خلک دې ته اړ کړل ترڅو واټن واخلي او خپلې ستونزې د دې پرځای چې دولت ته راجع کړي د مخالفو وسله والو ډلو مشرانو ته ورغلل، د دولتي آرګانونو له لوري د بی ګناه افغانانو نیول او د پیسو په بدل کې خوشې کیدلو هم د مخالفینو لپاره د جلب او جذب زمینه برابره کړه.

د کار موندنې پروسه په ټپه درول :

دا چې د ملی وحدت حکومت څومره کاري بوختیاوې رامنځته کړې په خپله د ناروین رامنځته کیدوسبب شوى دى په هیواد کې په اوس وخت کې د ۵۱۰۰۰ په شاوخواکې حکومتي پوستونه خالي دي او تر دې دمه څوک نه دي ګومارل شوي او یاهم یوځل ګومارل شوي او بیا لرې شوي دا په خپله د سوال وړ موضوع ده اوباید چې دولتي چارواکي دې موضوع ته ځواب و وایي او په اړه یې جدي ګامونه پورته کړي، د ګومارنې په پروسه کې پراخه درغلي او اداري فساد د دې لامل شوي ترڅو ډیر خلک هغه چې واسطه ونه لري هیڅ دولتي پوست ته ځان نه کاندیدوي، په اداري اجراتو کې د خیشخوري مسایلو خلک ډیر ځورولي او د واټن رامنځته کیدو اصلي لامل بلل شوي دي.

 په هیواد کې نا امني اوس هم د دې لامل ده ترڅو په کور دننه او بهرني پانګوال د شته ویرې له وجهې په افغانستان کې پانګونه وکړي افغان حکومت د سوداګرو او پانګوالو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلي په هیواد کې د پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې تیر میلادي کال د هیواد د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره له ننګونو او ستونزو ډک کال اعلان کړ او د راتلونکې لپاره یې هم ګواښ کړی که چیرې دولت رغنده ګام پورته نه کړي داسې څرک نه تر سترګو کیږي چې دوی ډاډه واوسي. د کورنیو صنعتي فابریکو لپاره د برېښنا نه شتون ستره ننګونه په ګوته شوې او د دې لامل شوې چې ډیرې صنعتي فابریکې په ټپه ودریږي او یاهم ډیر پانګوال له پانګونې څخه لاس په سر شي.

په صنعتي پارکونو کې د صنعتي فابریکو لپاره د ځای په ویشنه کې د مور میرې سلوک بل لامل ښودل شوی چې د کار موندنې د زمینې برابرولو مخه ونیسي او د کار نشتون ملت له حکومت څخه لرې کوي او که چیرې حکومت په دې وتوانیږي ترڅو ډیر کاري فرصتونه په خپله او یاهم د بهرنیو مرسته کوونکو هیوادونو په مرسته او همکاري رامنځته کړي نو ملت به په خپله له دولت سره په چارو کې ښکیل شي او د واټن رامنځته کیدو مخه به ونیول شي.

 اصلي خبره داده چې په نن زمانه کې کله چې جګړې، ورانۍ، بیسوادي، بیوزلي، د ملي او دولتي نهادونو شړیدلی حالت، د قانون نه حاکمیت او نورې دربدرۍ د لسو په شاخوا کلونو لپاره دوام وکړي نو دیته ښه زمینه برابریږي چې خلک له حکومتونو څخه په آسانۍ سره جلا شي او په غیر قانونی لارو رهبري شي د هیواد د تباهۍ او بربادۍ لپاره ښه وکارول شي، داچې جګړې هر څومره چې اوږدیږي په همغه کچه د هیواد بیا په پښو دریدل يې ورځ تربلې سختیږي. دا ځکه چې کله د یوه ملک دولتي اوملي نهادونه، د قانون حاکمیت، د بیوزلۍ کمول، کلتوري پرمختګ او د سواد عامول لسیزې غواړي هغه هم چې په کې سوله او ارامي وي. زموږ همسایه او ځینې نور لګیا دي دا خبره یقیني کړي چې موږ په لسیزو له هغوى وروسته پاتې شو او نه پریږدي چې ژر موږ د ځان جوړولو موقع ومومو او په خپلو پښو ودریږو.

زما ښه په یاد دي چې د یوه بل ملک یوه دیني عالم خپل فزیک پوه د خپل ملک بلکه د ټولو مسلمانانو قهرمان بللی و، خو زموږ لپاره یې دفزیک او کیمیا او نورو ورته علومو زده کړه ناروا کار بللی و، دلته پوښتنه داده هغه چې ځان د اسلام ټیکه دار بولي او په خپل هیواد کې داسې غیر اسلامي شعار پلی کوي او وایې چې ترهر څه وړاندې لومړی زموږ هیواد بیا اسلام او هیوادوال هغه زموږ د ړندې ټولنې رهبري کوي هغوى ترځان ډیر پرموږ جنت پیرزو کوي او ترځان وړاندې موږ جنت ته لیږي.

د یو افغان په حیث د ټولو شته ستونزو حل په سوله يیزه مبارزه کې وینم او په ټولو ځوانانو غږ کوم چې راځئ د یو رښتیني او سپیڅلي هدف لپاره چې هغه د دې هیواد او زموږ د دین ساتنه ده مټې را ونغاړو  د تیرو په نوم جهادي ټیکه دارانو په منګولو کې ونه لویږو او د هغوی د سیاست ښکار نه شو، خپل هدف ته ځان په روښانه لار ورسوو، د دې مظلوم ملت د ښیرازۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.

غواړم دا لیکنه د پښتو د ستر تصوفي شاعر رحمان بابا پدې بیتونو پایته ورسوم

حق باطل کا باطل حق کا

په سبب د روی ریا

ګوش اوهوش یې هرګزنه وي

د مظلومو په ژړا

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 34

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.