ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

که څه هم زه شخصا له اول نه د ملي وحدت په نامه د حکومت له جوړېدو سره مخالف وم او په هغه وخت کې زما مقاله چې په فارن پالیسي کې خپره شوې ده، ښه ثبوت دی. په دغه مقاله کې ما ویلي و چې زر فقیران تر یوې لويې خېمې لاندې ژوند کولى شي، خو دوه پادشاهان په یوه لوی ملک کې سره ژوند نه شي کولى. د الله تعالی د وحدانیت فلسفه په همدې بنا ولاړه ده چې یو خدای د کائیناتو مالک او تنظیم کوونکى دی او که خدایان دوه واى نو نه به دا دنیا وای او نه به دا شمسي نظام.
په تېرو تقریبا دوه کلونو کې په ثبوت ورسېدله چې د ملي وحدت حکومت لا اوس هم د ټاکنو په تبه اخته دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان مضمن سیاسي مرض به له تدریجي زوال سره مخامخ وي چې پایله به یې د حکومت او نظام سفوط وي. دا چې په افغانستان کې ملکي او پوځي موسسات لا ډیر ضعیفه دي، زما په اند که حکومت سقوط کوي نو نظام خامخا سقوط کوي ځکه د نظام او حکومت تر منځ فرق نشته دی. که ځینې ډلې او اشخاص په دې فکر وي چې دوی د حکومت مخالف دي خو د نظام مخالف نه دي نو دوی زما په اند تر اوسه هم د خپل ملک او نظام څخه سم درک نه لري او په خیالي نړۍ کې اوسیږي.

که خدای ناخواسته موجوده حکومت له منځه ځي نو د دې حکومت او نظام بدیل به موجوده اکتران چې په حکومت کې دننه دي اوکه بهر، نه وي بلکې د حکومت بدیل به یوازي داعش یا طالبانو مسلح اپوزیسون وي. د مسلح اپوزیسون په راتګ سره به بیا دا اکټران چې په حکومت کې دننه دي او که بهر، او هم د افغانستان د ملت هغه لویه برخه چې د نظام د جوړېدو امیدونه د یو سوکاله او پرامنه افغانستان او ښه ژوند لپاره غواړي، د ټولو نه زیاته ضربه وګوري. خدای نا خواسته که دا نظام د سقوط سره مخامخ کیږي، نو افغانستان به داسې ضربه وګوري چې راتلونکي څو نسلونه به په فقر، بدبختۍ او جنګونو کې اخته وي او د افغانستان موجوده سیاسیون به د خدای او تاریخ پر وړاندې ملامته وي.

دا ډیره اسانه خبره ده چې ولس څوک تحریک کړي او سړکونو ته یې راوکاږي او یا سیاسي مشران داسې مسایل مطرح کړي چې د هغوى په اساس ملت نور هم د بې اتفاقۍ پر لوري سوق کړي تر څو ملت د یو بل پرضد سیاسي، نژادي، قومي او سمتي مورچې ونیسي. اما د داسې مسایلو مطرح کول او یا ولس سړکونو ته راوېستل داسې مرحلې ته رسیږي چې بیا وضعیت شاید د دوی له کنټرول څخه ووځي. زما لیکنه ټولو خواوو ته متوجه ده او هره خبره او یا غوښتنه چې سیاسیون کوي بايد عواقبو ته یې پام وکړي.

زما ګیله له دواړو ټیمونو څخه ده چې یو ټیم ټوله ورځ په ایملیونو او فیسبوکونو اخته دی او یو بل ته د خپلو فیسبوکي لیکنو، ایملیونو او فعالیتونو معلومات ورکوي او یا په اصطلاح یو بل بریف کوي اما بل ټیم په شخصي، قومي او نژادي غوښتنو او تشریفاتو اخته دي. اصلي مسایلو ته چې د افغانستان لپاره ستراتیژیکي اهمیت لري، هیڅ پاملرنه نه کوي. زما په اند په حکومت کې دننه او هم بهر سیاسي اکټران که غواړي چې افغانستان کې سوله وي او ولس په امن کې ژوند وکړي، په دې حساسه مرحله د تاریخ کې باید لاندې سیاسي مسایلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي:

١-  دوی باید ملت ته اطمینان ورکړي چې نظام سقوط نه کوي او دوی په متحده توګه د مسلح اپوزیسونونو په مقابل کې واحد موقف لري.
٢- د افغانستان مسلحې قواوې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې هره لحظه قرباني ورکوي، دوی باید هغوى ته مورال ورکړي نه دا چې د هغوى مورال نور هم کمزور کړى. د افغانستان مسلح قواوې او ولس چې په حکومت کې دننه او بهر د سیاسي اکټرانو خبرې، بیانې، نا خوالې، شخصي او سلیقوي غوښتني او یا نا سم مدیریت ګوري، هغوى مایوسه کیږي او دا د هغوى په مورال منفي اغېز لري. له یوه حکومت او نظام سره چې د ولس او خپلو پوځي او سیاسي موسساتو حمایت نه وي، هېڅکله کامیابیدای نه شي.
٣- په دې حساس وخت کې د افغانستان سیاسیون یوه ملي موقف ته اړتیا لري چې د مسلحو اپوزیسونونو او د هغوى د پلویانو په مقابل کې ونیول شي که نه د هغوى مورال نور هم قوي کیږي او پایلې یې د ټولو په زيان دي.
٤-په دنیا کې ډیر زیات نور بحرانونه شته او افغانستان د نړۍ د مسایلو په سرکې واقع نه ده. همداشان دنیا هم په افغانسان کې ستړې شوې ده نو که دوی هر ورځ له افغانستان څخه منفي خبرونه اوري، نو فکر نه کوم چې دنیا هم خپلو مرستو ته تر ابده دوام ورکړي. دا ډیره ښه خبره ده چې موږ په خپلو پښو ودریږو خو متاسفانه تر اوسه زموږ پوځي او ملکي موسساتو شتون ټول په بهرنيو مرستو ولاړ دى.
٥-که څه هم د افغانستان د درې ګونو قواو حقوقي مشروعیت اوس هم له سوال سره مخامخ دی، خو په حکومت کې دننه او هم د حکومت نه بهر د سیاسي اکټرانو بی مسوولیته بیانې، خبرې او غونډې د حکومت او نظام مشروعیت نور هم له سوال سره مخامخ کوي. د هر حکومت او نظام حقوقي او سیاسي مشروعیت څومره کمیږي اویا له سوال سره مخامخ کیږي، په هماغه اندازه هغه حکومتونه او نظامونه کمزوري وي چې باالاخره نظام او حکومتونه په خپله له داخل نه سقوط کوي چې نمونې یې موږ څو ځله په افغانستان کې تجربه کړې دي.
زما په اند دافغانستان د حکومت او نظام د ثبات لپاره دا پورته پنځه ټکي له نور ټولو مسایلو  څخه ډیر زیات اړین دي او د ټولو دنده او مسوولیت دی چې د پورته ټکو د عملي کولو لپاره کار وکړي، ځکه که حکومت او نظام نه وي نو بیا هیڅ نشته او نه بیا سیاسي اختلاف څه ګټه لري. د نظر اختلاف او یا د سیاسي رقابتونو اهداف همیشه باید په ملي منافعو ولاړ وي او که په ملي منافعو ولاړ نه وي، نو بیا زور بالای زور به لکه د ځنګل د قانون په توګه حاکم وي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 11

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.