ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

که د خبريال په توګه وي او که د خبر د ليدونکي او اوريدونکي په توګه، که خبرونه جوړوئ، که ېې ليکئ، که ېې ګورئ او که ېې اورئ او ګورئ ېې، خو وګورئ چې د خبر د ليکو تر شا څه تېرېږي يا څه پراته دي او د پېښې د اغيز لمنې تر کومه غزېږي اوس ېې يو مثال  ورکوو او د لبنان په شوې هغې لويه چاودنه ېې مثال ورکوو چې بيروت ېې درز ولړزوو او نړۍ ېې خبر؟

١- خبر په خپله:

د لبنان په پرونۍ چاودنه کې د ننيو شمېرو له مخې يو سلو پنځه څلوېښت تنه مړه او پنځه زره تنه ټپيان شول او دا دواړه شمېرې لا نورې هم لوړېدلى شي، چاودنه دومره درنه وه چې د څلورو يا پنځو کيلومېټرو په خپرېونکې وړانګه او radius کې ېې کابو يا د هر کاله کړکۍ او ښيښې ماتې کړي او يا ېې ورله بلۍ او ديوالونه راونړول هر ځاى يا د مړو خبرې وې او دي او يا د ټپيانو زګېروي!

د لبنان څخه وتلې د چاودنې زوګ او زور ١٦٠ کيلو ميټره اخوا لرې پراته قبرص ته ورسيد کابو د درې بلينو ډالرو مالي زيان ېې په ډېر بد مالي فقر اخته ننني لبنان ته ورواړولو او که څه هم د بيروت هستوګن نن بېلونه، تسکورې، برشونه او جاروګانې په لاسو د خپلو کوڅو پاکولو ته راوتي ولې په لبنان کې د دوو اونيو ماتم اعلان شوې ماتم د دې چاودنې د لاسه جوړ شوي وير ته لږ دى او ښه سوکه لېدلى شو چې څرنګه يوه ګاونډي ته د ورپېښ ناورين انګولا يواځې بل ګاونډي او د هغه ټول چم ګاونډ نه بلکې لوى نړيوال کلي واوريدله يا ېې د خواله رسنيو او راډيوګانو د خبر له خولې او يا د تلويزيون د ښيښه ېي دړو او سکرينونو له مخه!

٢- د خبر اغېزې:

د خبر زور د خبر په اغيزو کې وي ځينې ېې له همدې امله ډرامه ټايز (dramatize)کول غواړي چې اغيز ېې ور پراخه کړي ولې ځينې خبرونه لکه د لبنان چاودنه يا د ننګرهار په زندان د داعېش بريد په خپله د ځانه سره خپله ډرامه لري او ډرامايي کولو ته ېې اړتيا نه وي.

د لبنان د چاودنې لوى اغيز د چاودنې په درز او له دې درزه په خپور شوي زوګ کې نه وو بلکې په هغه سبانۍ لوږه، کاختۍ، نشت او ناروغيو کې دى چې له خوړو نيولې تر درملو پورې به د لبنان د ولسي اړتياو په هر ډګر ورپيښ شي ځکه چې د لبنان په سلو کې اتيا غله زيرمې، درمل زيرمې او نورې د اړتيا وړ زيرمې له دې چاودنې څخه په يو څو شيبو کې لولپه شوې! او داځکه چې چاودنه د بېروت په هغه بندر کې وشوه چې د لبنان د واکمن اداري، سياسي او دولتي ويش د لاسه د فساد په يوه ښېرازه پټي بدل شوى دى.

ولې؟ نو اوس لږ د لبنان د فساد کرغېړنې څېرې ته ځير شئ او د يوه افغان په توګه به درته ګرانه نه وي چې وګورئ په فساد ککړ سياسي ويش لبنان څومره افغانستان ته او په فساد ککړ روان سياسي ويش افغانستان څومره لبنان ته ورته او يو ډول کړي دي.

٣- فساد په لبنان کې د افغانستان په شان ټوله سياسي او اداري تنه بوده په يوه مرګوني ناسور اخته کړې ده:

که غواړئ چې کوم ولس ووژنئ نو د فساد په ګوړو کې لړلي زهر ورله ورکړئ لکه موږه چې ېې له تيرو شلو کالو څخه خورو او يا لکه د لبنان خوله چې له دې ګوړې نه تشېږي.

بله لوبه ورسره دا وکړئ چې پوهنه ېې ور ونړوئ لکه زموږه په جنګ ځپلو سيمو کې ېې چې پوهنه راونړوله، نه ېې ښوونځى راپرېښود، نه سمه مدرسه او نه ېې ښوونځى او مدرسه يو بل ته ورپرېښودل چې نصابونه او کتابونه ېې يو ډول يا لږ تر لږه په ټولنيز ذوق برابر شي

نو همدا لوبه که د تعليم او زده کړې تر کچې نه وي خو لږ تر لږه د فساد تر کچې پورې د افغانستان په شان په لبنان کې هم روانه ده او د لبنان د لوېې چاودنې تر شا بل څه نه وو يواځې او يواځې د سياسي او اداري فساد ولس خورې بلا پرته وه وشوه يانې په لبنان کې که دا لويه خونړۍ لوبه هر چا کړې وي که روسي سوداګر ېې تر شا وي او که عرب شننونکي ېې په اسراييلو وراوي او يا دې په دې لړ کې د لبنان د پارلمان د هغه پخواني نوماند خبره سمه وګڼو چې وايي د دې چاودنې ځواب به حزب الله او ايران ورکوي ځکه چې د بيروت پورټ تر دولته ډېر د حزب الله او د دې پوځي سياسي ګوند د لارې د ايران تر پوځي او سياسي اغيزه لاندې دى خو که ښه ورځير شو خو که ښه ورځير شو نو چاودنه په هېڅ چا مه تپئ ځکه چې چاودنه بل چا نه ده کړې دا د لبنان په سياسي اډانې کې د فساد زغلېدلو ځيلو کړې ده!

څرنګه ېې کړى؟ نو داسې ېې کړى ده چې د امونيم نايټرېټ ٢٧٥٠ ټنه همدې په فساد لړلي اداري سيسټم له تيرو شپږو کالو څخه د بيروت په پورټ کې زيرمه کړي وو او هېڅ چا ورته په فساد د دې اخته رنځورې او لټې بيوراکراسۍ له ويرې څخه لاس نه شو وروړی او بيا همدا فساد هرې تورنې غاړې ته دا زور هم وربښلى شي چې هېڅ تورنه غاړه دې د چاودنې تور ونه مني او په پوره سپين سترګۍ دې ترې انکاري شي. له بده دا ډول انکار هم هغه لوى ګواښ او خطر دى چې په دولتي فساد اخته هېوادونه ورسره مخامخ وي.

نو که د هرې بدې پېښې د خبر تر شا په پرتو ليکو کې د بدۍ اصلي جرړې لټول غواړئ لومړنۍ جرړه چې ګوتې وروړئ د اداري فساد او د دولتي نظام د چلوونکو او چارواکو د غلا جرړه ده.

ياد ساتئ چې د دولتونو د واک تر سيوري لاندې فساد د هرې بې امنۍ، جنګ، غربت او د هرې چاودنې تر شا د بدۍ هغه غزېدلى ځيله ده چې يواځې يو زړور عدلي نظام، پراخ ولسي پوهاوې او رېشتيا پالې او رېشتين چارې رسنۍ ېې د لويدلو او خوريدلو مخه وهلى شي ګنې نو د فساد مافيا به همداسې غوړېږي، همداسې به جنګ وي او همدومره به وينې توېږي او دا ځکه چې هر دولتي فساد د پېسو لپاره کېږي او ډېرې پېسې هلته ګټل کېږي چرته چې په کوڅو کې ښې ډېرې وينې وبهېږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.