ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زه دا نه وایم چې دا زما تحلیل دی، بس دومره به ووایم چې زموږ د مشران باور او د تاریخ یوه برخه ده.

پېړۍ یوه نیمه مخکې د وخت د ستر ښکیلاکګر انګریز ځواک هڅه دا وه چې د نورې نړۍ په څېر په افغانستان او هند کې خپل نفوذ پراخ او په دې توګه د منځنۍ اسیا په ګډون له ټولې سیمې ګټه پورته کړي. 

کله چې تزار روسیې او بیا وروسته شوروي اتحاد د انګریز دا نیت درک کړ، نو دوی هم افغانستان او له دې لارې د سوېلي اسیا هېوادونو ته ځان رسول خپله ستره موخه وګرځوله.  د ګټو پر سر دغې سیالۍ انګریزانو ته هم دا وېره پیدا کړې وه، او تل یې هڅه کوله، چې له روسیې سره د مخامخ کیدو او له خپل اصلي ټاټوبي زرګونه کیلومتره دې خوا د ټکر مخه ونیسي. انګریزان پوهېدل چې د افغانستان له لارې د اسیا سوېل ته د ځان رسول د مسکو یوه نه پرېښودونکې هیله ده.

د عبدالرحمن خان په لاس په تاج التواریخ لیکل شوی کتاب کې هم دې مسلې او د روسانو دغې لیوالتیا ته په وار وار اشاره شوې، چې زه یې نور جزيیاتو ته نه ځم .

خو کله چې په افغانستان کې د ازادۍ غوښتلو مبارزه پیلیږي، نو انګریزان ډیر ورخطاکیږي. د دوی ورخطایي له درې اړخونو وه. لومړی دا چې د دوی او روسیې ترمنځ بېلوونکی افغانستان به یې په بشپړه توګه له کنټروله ووځي. دویم دا چې که یوځل د افغانستان او په مجموع کې ددې سیمې خلک هوښیار شول، نو دوی بیا هيڅکله هم خپلو شومو اهدافوته نه رسیږي او درېیم دا چې دا مبارزه نور ویده ملتونه هم راویښوي او همداسې هم وشول .  د امیر امان الله خان او د ده د سنګر د ملګرو مبارزه او د خپلواکۍ ترلاسه کیدل د دې لامل شول چې هند هم د خپلې ازادۍ مبارزه پیاوړې کړي. خو که تر هغې راورسته تاریخ ته وګورو نو دا خپلواکي افغانستان ته په ډیره لوړه بیه پریوته.  زموږ سپین ږیري وايي چې د انګریز کینه د اوښ کینه ده، خو زه فکر کوم چې دا د کینې موضوع نه، بلکې د دوامدارو ګټو مسله ده. په دې مانا، چې انګریزانو د افغانستان خپلواکي ظاهرا ومنله خو د خپلو ګټو د پاللو مبارزې ته یې دوام ورکړ.

دا ځل د انګریزانو مبارزې بله بڼه خپله کړه، د افغانستان په قبایلی سیمو کې په پیسو ملایان واخیستل، د ملا په جامه کې یې خپل اجنټان راولېږل ( چې ټول په پښتو او دري ښه پوهیدل او په دیني امور کې هم پوره بلد ول).  د دوی له لارې د افغانستان هغه پاړکی تحریک کړ چې پوهه یې کمه وه.  ویل کیږي چې د شپې به همدغو اجنټانو او ملایانو په لوډسپکرو کې چې د نن په څیر عام او پرمختللي نه و او خلکو نه پیژندل د الله اکبر نارې وهلې او سهار به بیا همدغو ملایانو عام خلک پارول چې دا غیبي نارې په دې خاطر وې چې پاچا مو کافر شوی او په همدې توګه یې په څو کلونو کې خلک د خپلواکۍ د اتل پاچا پسې راپورته کړل، له همغې ورځې راوروسته افغانستان له بیلابیلو بدبختیو سره مخامخ دی.

د محمود خان اڅکزي پلار عبدالصمد خان په خپل یو کتاب کې لیکي چې (زه ډیر ځوان وم خوکله چې خبرشوم چې امیر امان الله خان خپل وطن پریږدي نو غوښتل مې چې مخې ته ورشم ، مخه یې ونیسم او قناعت ورکړم چې زه به پښتانه مشران له سوېل او ته له کندهاره له ځان سره ملګري کړه، چې بیرته خپلې پاچاهۍ ته دوام ورکړې خو له دې وطن څخه مه ځه.  هغه وایي زه پوهیدم چې که امیر امان الله خان له دې ځای څخه ووت نور دا وطن نه جوړیږی. صمد خان وايي کله چې زه وېش ته ورسیدم انګریزان زما په نیت پوه شوي و ، زما مخه یی ونیوله او راته ویل یې چې خان صاحب موږ په تا شک لرو او زه یې ترهغه په وېش کې بندي کړم چې امیر امان الله خان له بحرونو وواښت.  بیا یې را ته وویل چې بښنه غواړم موږ اشتبا کړې وه او پرې يې ښودم )

 انګریزان پوهیدل چې که امیر امان الله خان په دې وطن کې څه موده نور پاتې شي دا خلک پر هرڅه پوهیږي بیا دوی ترینه د روس پر وړاندې او نورو اهدافو لپاره ګټه نه شي پورته کولای.

انګریزانو په دې باندې بسنه ونه کړه او خپلو شومو اهدافوته یې د تاریخ په اوږدو کې ادامه ورکړه او کله چې هند هم ترې خپله خپلواکي اخیسته نو دوی د پاکستان په نامه ځینې سیمې چې د افغانستان د خاورې ستره برخه هم په کې وه، ترې جلا کړه. انګریزان پوهیدل چې دا به په ټوله سیمه کې د دوی د ګټو د خوندي ساتلو او په راتلونکي کې د پښو د ځای لپاره یواځینۍ ملک وي.

دوی له سیمې ووتل، خو د سوېلي اسیا پر لور یې د شوروي اتحاد د پرمختګ د مخنیوي لپاره د پاکستان په نوم یو فولادي کمربند رامنځ ته کړ. دوی په پاکستان کې د شنه کمربند تر نامه لاندې د ۴۰ زرو مدرسو جوړولو استراتیژیک پلان جوړ او تکمیل کړ. دې ټکي ته ډاکټر نجیب په خپل وخت کې څو ځلې اشاره کړې چې (پاکستان د باروتو په بورۍ ناست یو هیواد دی او یوه ورځ نه یوه ورځ به مو انفجار کوي ) 

انګریزانو په دې توګه د اسیا له سوېل سره د روسانو زړې لیوالتیا ته په کتو هغوى په غیرمستقمآ ډول وهڅول، چې یو ګام راواخلي او افغانستان ته راننوځي.

کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه له همدغو مدرسو یې کار واخیست د افغانستان او روسیې پر ضد یې د سون د توکو په توګه ګټه ترې واخیسته.  پاکستان هم د خپل ایجادېدو په موخه او په دې ستره لوبه کې پر خپل رول ښه پوهیده او تر ننه په دې ستره پروژه کې خپل نقش په ډیره مهارت او کامیابۍ پر مخ بیايي.

 

انګریزان د پاکستان له لارې د سیمې په اړه په خپلو ټولو اهدافو کې ډیر بریالی و او په دې ستره لوبه کې ټول لوېدیځ او خصوصا امریکا هم ورسره ملګرې شوه، ځکه دوی ټولو د پخواني شوروي اتحاد او کمونیزم پراختیا د ځان په زیان بلله. که په دې ستره لوبه کې د پاکستان نقش ته راشو نو دغه هیواد ته خدای ورکړه، ځکه پیسې او وسلې د لوېدیځ، بشري ځواک تر ډیره په خپله د افغانانو او د پروژې پلي کېدل د دوی.

 که لوېدیځ به د یوه مشخص ځای د ورانولو او یا د یوه مشخص کس د وژلو لارښوونه وکړه، نو پاکستان به د دین د پتنګانو په وسیله سلګونه ځایونه ویجاړ او په زرګونو انسانان د مرګ کندې ته ورټیل وهل.

ټولو ته معلومه ده چې دا لړۍ تراوسه روانه ده او هروخت چې د پاکستان زړه شي، لوېدیځ په برکت له ترلاسه کړو غلامانو کار اخلي، جنګ جګړې ته دوام ورکوي او افغانستان سر پورته کولو ته نه پریږ دي.

که اوس راشو پخوانيو او اوسنیو جهادیانو ته، چې د جهاد لاپې شاپې وهي او ځان وطن ته صادق بولي، نو د دوی یوه ادعا هم د منلو نه ده، ځکه نه دوی هغه مهال د اختیار و  او نه هم اوس.  د ډاکټر نجیب د سولې له پروګرام سره تر پایه مجاهدین یوځای نه شول او دا معلومه ده، چې طالبان د پخوانې ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غنی  د سولې له پروګرامونو سره هم تر اخیره یوځای نه شول. همدا د اوسنیو او پخوانیو جهادیانو د بلواکۍ ستر دلیل او ثبوت دی.

د وروستیو کلونو حالات او تحولات څرګندوي، چې د دې سیمې په اړه د انګریزانو او امریکایانو اهداف اوس هم نه دي بدل شوي او دوی اوس هم پاکستان ته د هماغې زړې پروژې د بشپړیدو لارښوونه کوي، که داسې نه وای، ښايي دوی په خپل واک او خپل زور ایجاد کړی هیواد (پاکستان) له هر ډول خپلسریو راګرځولی وای او یا یې لږ ترلږه مرستې پرې درولې وای.

که نتیجه ګیرۍ ته راشو نو دا لوبه او حالات به تر هغه دوام کوي چې د سیمې په اړه د پورته یادو شویو زبرځواکونو سیاست تغیر نه وي کړی او یا د سیمې ټول ویده قومونه راویښ شوي نه وي. اوس دا د دولت ستره دنده ده، چې خپل ټول پام د خلکو په راویښولو، باسواده کولو او اقتصادي وده ورټول کړي، ځکه یو دولت له ویښ ملت پرته نه شي کولای خپله خپلواکي وساتي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.